نوموتی امریکایي فلمي ستوری ډیویډ لینچ د ۷۸ کالو په عمر ومړ

امریکایي نوموتي فلمي ستوري ډیویډ لینچ د پنجشنبې په ورځ د ۷۸ کالو په عمر ساه ورکړې.

امریکایي نوموتي فلمي ستوري ډیویډ لینچ د پنجشنبې په ورځ د ۷۸ کالو په عمر ساه ورکړې.
تر دې دمه د هغه د مړینې لامل نه دی روښانه، خو هغه د تېر کال په اګست کې ویلي و چې د سږو په ناروغۍ اخته شویدی.
ښاغلي لینچ چې د «پیل په شانته سړي» د «مالهاند لارې» او د «ورکې لویې لارې» په نومونو مشهور فلمونه جوړ کړي، د امریکا د نوښت ګر فلم جوړونکي په نوم پیژندل شوې څېره یادیږي.
نوموړي په ۲۰۱۹ کال کې د اسکار افتخاري جایزه هم تر لاسه کړې وه.
دغه نوموتي فلمي ستوري څلور ودونه کړي او دڅلورو اولادونو پلار دی.

د بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې تایید کړه چې د اسراییل او حماس استازو د جمعې په ورځ په دوحه کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون تړون لاسلیک کړ. د اسراییل کابینه به په څو ساعتونو کې پر دغه تړون رایه ورکړي.
د اسراييل لومړي وزير دفتر ويلي، مرکچي پلاوي څو شېبې وړاندې نتنياهو ته زنګ وواهه او د تړون د لاسليکولو اعلان يې وکړ.
د دغې اعلامیې له مخې د اوربند د هوکړې له لاسلیک وروسته د هغو ۹۸یرغمل شویو کورنیو چې د حماس له خوا نیول شوي دي له وروستیو پرمختګونو خبر شول.

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په سویلي افریقا کې د سرو زرو په یوه پرېښودل شوي کان کې په ناقانونه توګه د کار کولو پرمهال د پولیسو او کان کیندونکو تر منځ د یوې میاشتې اوږدې شخړې په پایله کې د مړو شمېر لږترلږه ۷۸ ته لوړ شوی.
د سویلي افریقا چارواکو د کان کیندونکو پر مخ د خوراکي توکو او اوبو لارې تړلې وې.
د پولیسو ویاند اتلانډا ماتي رسنیو ته وویل، چې د محکمې په امر د ژغورنې په عملیاتو د ۷۸ جسدونو ترڅنګ ۲۴۶ ژوندي پاتې کسان د ځمکې له ژورو رایستل شوي دي.
ماتي د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې د ژغورنې عملیاتو دمخه نهه نور جسدونه هم موندل شوي دي.
د پولیسو په دغه عملیاتو کې د مړو شویو کسانو د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی خو خلک فکر کوي چې زیاته مړېنه به د لوږې له امله رامنځته شوي وي.
دا څرګنده نه ده، چې کان کیندونکي څومره وخت لپاره تر ځمکې لاندې وو، خو سرچینو ویلي چي ځینې یې د اګست میاشت راهیسې په کان کې وو او ځينې نور یې له جولای کان ته کوز شوي وو.
په ژوندو پاتې کسانو کې یې زیات شمېر داسې وو چې کمزوري شوي وو او د تلو توان یې نه لره خو پولیسو وویل چې ټول ژوندي کسان به د ناقانوني کیندنې له امله ونیول شي.
د سویلي افریقا دویم لوی سیاسي ګوند، چې د حکومتي ایتلاف برخه ده، د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ترڅو معلومه کړي چې "ولې وضعیت دومره خراب شو."

ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د جنورۍ په ۱۶ په کییف کې د دوی د لیدنې پرمهال د ۱۰۰ کلن شراکت تړون لاسلیک کړ. دا د همکارۍ پراخ تړون په پوځي، انرژۍ، ساینسي، کلتوري، اقتصادي او نورو برخو کې دی.
دا تړون د سوداګرۍ او شراکت ۲۰۲۰ او د ۲۰۲۴ دوه اړخېزه امنیتي تړونونو له مخې چې په خوا لاسلیک شوي وو جوړ شوی دی.
ددغه تړون د لاسلیک پر مهال سټارمر وویل: "د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله چې اوکراین له خپلو نږدې ملګرو څخه لیرې کړي یوه ستره ستراتیژیکه ناکامي وه."
هغه زیاته کړه، "د دې پر ځای، موږ د هر وخت په پرتله نږدې یوو او دا ملګرتیا به موږ د ملګرتیا بل پړاو ته ورسوي."
بریتانیا به د یاد تړون له مخې د اوکرایین لپاره نوې نظامي مرستې هم چمتو کړي، په دغه مرستو کې ۱۵۰ توپخانې ، د ګرځنده هوایي دفاع سیسټم او د متحدو هېوادونو سره د روزنې پراخه نوښتونه شامل دي.
سږکال، بریتانیا پلان لري چې اوکراین ته د درې میلیارده پاونډه په ارزښت بې سارې نظامي مرستې ورسوي.
په داسې حال کې چې سټارمر د زېلېنسکي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه درلوده، د روسيې بې پېلوټه الوتکو د کییف ځينې سیمې په نښه کړې خو د اوکراین د دفاع هوایي سیسټم یې مخه ونیوله.
د کییر سټارمر نا اعلان شوی سفر اوکراین ته د هغه لومړی سفر دی. نوموړي د جولای په میاشت کې دنده پېل کړه، دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي راتلونکې اونۍ د ټرمپ له راستنېدو مخکې د خپل هېواد له متحدینو سره په جلا جلا غونډو کې د ګډون پلان لري.

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د سعودي له ولیعهد سره له ټلیفوني خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل، فرانسه په پام کې لري چې د فبرورۍ په دیارلسمه په پاریس کې د سوریې په اړه یو کنفرانس جوړ کړي.
د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې کړي. د مکرون دفتر وویل چې د دواړو مشرانو خبرې د سوریې پر وضعیت راڅرخېدې.
په بیان کې ویل شوي: "دواړو هېوادونو مشرانو د یو عادلانه او ټول شموله سیاسي لیږد د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې تکرار کړې چې د ټولو سوريایي وګړو حقونو ته په کې درناوی وي."
چارواکو په وینا، په فرانسه کې د سوریې په اړه د کفرانس موخه په سوریه کې د بشاالاسد د کورنۍ له نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګېدو وروسته له دغه جګړه ځپلي هېواد د واک د انتقال ملاتړ دی.

افریقايي هېواد موریتانیا څخه هسپانیا ته تلونکې د ناقانونه کډوالو کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه مړه شوي دي. د بشري حقونو سازمان په وینا، د جنورۍ په ۱۲ د اسپانیا سمندري ژغورونکو د کښتۍ د ورکېدو په اړه خبر ورکړی وو.
د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کښتۍ چې ۸۶ تنه کډوال په کې سپاره وو د جنورۍ په دوېمه نېټه له موريتانيا څخه حرکت کړی وو، د مراکش چارواکي وايي، په کښتۍ کې ټول ۶۶ پاکستانیان سپاره وو، چې د کشتۍ په پېښه کې ۳۶ کسان ژغورل شوي دي.
په پېښه کې د مړو شویو کورنیو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل چې اروپا ته لاړ شي خو د پېسو او خوراکي توکو د نه شتون له امله یې ښکتۍ ډېره موده د سمندر په اوبو کې بنده پاتې وه چې دغه پېښه رامنځته شوه.
له پېښې څخه ژوندی پاتې شوی پاکستانی سړی وایي:« کله چې کښتۍ په سمندر کې ولاړه وه، نو د سختې يخنۍ له امله ځينې کسان ناروغه شول او په کښتۍ کې خوراکي توکي هم کم و او انساني قاچاقبرو د پېسو غوښتنه کوله، ځينې کسان چې ناروغان وو د قاچاقبرو له لورې سمندر ته وغورځول شول او مړه شول.»
د پاکستان ولسمشر او لومړي وزير د دغې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او په پېښه کې د وژل شويو پاکستانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي کړې.
یاده دې وي چې اکثریت نا قانونه کډوال په لرګینو کښتیو کې چې سر یې خلاص وي، د اتلانتیک په سمندر کې د کنري ټاپو ته ځانونه رسوي خو یو شمیې نور بیا چې مراکش، الجزایر او منځني ختیځ د نورو هېوادونو څخه د هسپانیا په لور حرکت کوي، د مدیترانیې بحیرې او اتلانتیک سمندر د لارې د هسپانیا خاورې ته داخلیږي. پدې خطرناکې لارې هر کال زرګونه کډوال مړه کیږي.
