اسراییل او حماس په دوحه کې د غزې اوربند تړون لاسلیک کړ

د بنیامین نتنیاهو دفتر په یوه بیان کې تایید کړه چې د اسراییل او حماس استازو د جمعې په ورځ په دوحه کې د غزې د اوربند او د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون تړون لاسلیک کړ. د اسراییل کابینه به په څو ساعتونو کې پر دغه تړون رایه ورکړي.