• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خامنه یي د ورځپاڼې کیهان مشر حسین شریعتمداري ویلي چې ډونالډ ټرمپ باید ووژل شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۱:۵۴ GMT+۰

د ایران د کیهان ورځپاڼي مشر، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له این بي سي نیوز سره مرکه کې په هغه څرګندونو نیوکې کړي چې ویلي یې وو موږ د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پلان نه درلود.

تېره اونۍ مسعود پزشکیان له این بي سي نیوز سره په خبرو کې وویل ایران هېڅکله د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ایران د لوړ پوړي پوځي قوماندان قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې د ټرمپ د وژلو هدف نه درلود.

د کیهان مدیر حسین شریعتمداري د پنجشنبې په ورځ دایران ولسمشر ته په ورځپاڼه کې لیکلي:"تاسو ولې د این بي سي خبریال ته اجازه ورکړه چې د امریکا پر ځای ایران په کټ کې واچوي؟ موږ ترهګر نه یوو، مګر موږ ټرمپ او د هغه ځیني ملګري لکه مایک پامپیو، د ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر د جنرال سلیماني او د هغه د ملګرو په وژنه کې د دوی د رول له امله د مرګ مستحق ګڼو."

شریعتمداري په ۱۹۹۳ کال کې د ایران د ستر رهبر علي خامنه يي له خوا په شخصي توګه د کیهان ورځپاڼې مدیر وټاکل شو.

نوموړي په دغه لیکنه کې زیاته کړې: " د ټرمپ او د سلیماني په وژنه کې دخیل نورو کسانو وژنه "د هر باعزته او متعهد ایراني مسلمان لپاره دیني او قانوني دنده ده. له همدې امله د یو باعزته او متعهد ایراني مسلمان په توګه ستاسو دنده دا ده چې دا الهي امر ترسره کړئ، نه دا چې د سلیماني له وژونکو سره خبرې وکړئ او یا له هغوی سره دوستانه تبادله وکړئ."

د ایران ولسمشر پزشکیان له این بي سي سره په خبرو کې د ایران له لورې د ټرمپ د وژلو هڅه رد کړه خو په ۲۰۲۳ کې د ایران انقلابي ګارډ د قول اردو یو جګپوري قوماندان په دولتي ټلویزیون کې وویل چې تهران هڅه کوي چې ټرمپ، پامپیو او د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ پخوانی مشر جنرال مکینزي د سلیماني د وژنې په غچ کې ووژني.

قاسم سلیماني د قدس ځواک د بهرنيو عملیاتو د څانګې مشر و، نوموړی د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو او ددغه برید اجازه ډونالډ ټرمپ ورکړې وه چې هغه وخت د متحده ایالاتو ولسمشر و.

د نومبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت یو ایرانی وګړی په دې تورن کړ چې د ټرمپ د وژلو لپاره یې د وژنې دسیسه جوړه کړې وه.

امریکايي چارواکو دا پلانونه د ایران د هغو هڅو یوه برخه وبلله چې د سلیماني د وژنې غچ اخلي.

په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه واک وسپارل شي، تمه کېږي چې ټرمپ به یو ځل بیا د تېرې دورې په څېر په ایران د سخت فشار کمپاین پېل کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

الشارع: هېواد مو له اسراییل سره په حایل زون کې د ملګرو ملتونو د ځواکونو هرکلي ته چمتو دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د سوریې مشر احمد الشارع د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې په حایل زون کې د اسراییل سره د ملګرو ملتونو د ځواکونو هرکلۍ وکړي.

احمد الشارع رسنیو ته وویل:«په سیمه کې د اسراییل پرمختګ د ایراني ملېشو او حزب الله د شتون له امله و. د دمشق له ازادۍ وروسته، زه باور لرم چې دوی هېڅ شتون نه لري. داسې پلمې شته چې اسراییل نن ورځ د سوریې سیمو ته د بفر زون ته د پرمختګ لپاره کاروي.»

په ورته مهال د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني له اسراییل غوښتي چې سمدستي دې خپل ځواکونه له سوریې سره د ملګرو ملتونو له خوا له جوړ شوي حایل زون څخه وباسي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په دمشق کې د سوریې د واکمن احمد الشارع سره یوځای په یوه خبري کنفرانس کې د وینا پر مهال د سوریې په سویل کې د جولان لوړو ته نږدې د سیمې د اشغالولو لپاره د اسراییلو پر اقداماتو نیوکه وکړه.

شیخ محمد وویل: "د اسراییلي اشغالګرو له خوا د بفر زون نیول یو بې پروا عمل دی، او باید ژر تر ژره وویستل شي."

شیخ محمد همدا ډول په دغه لېدنه کې ژمنه وکړه چې د سوریې د زیربنا د بیارغونې او د نوې ادارې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د جولان لوړې سیمې چې اسراییل او سوریه سره جلا کوي حایل زون اعلان شوی، دغلته تېره میاشت اسرییل خپل نظامي ځواکونو ځای پر ځای کړي.

له اوربند وروسته اسرییل په غزه کې تازه بریدونه کړي او ۷۷ کسان یې وژلي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۴۴ GMT+۰

فلسطیني روغتیایي چارواکو ویلي، چې په غزې تړانګه کې د حماس او اسراییل ترمنځ له ۱۵ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو او له اوربند څو ساعته وروسته اسراییلي هوايي ځواکونو په دغه سیمه کې پراخ هوایي بریدونه ترسره کړي، چې نږدې ۷۷ فلسطنیان یې وژلي دي.

د پېچلي اوربند دا تړون د چهار شنبې په ورځ د قطر، مصر او امریکا په منځګړیتوب د خونړۍ جګړې او لسګونه زره انسانانو له وژنې وروسته ترسره شو.

دا تړون به د غزې له تړانګې د اسراییلي ځواکونو په تدریجي وتلو سره د یکشنبې په ورځ پلی شي، د تړون له مخې به له حماس سره یرغمل او د اسراییل سره فلسطیني بندیان له یو بل سره تبادله شي.

د خوړو د خوندېتوب کارپوهانو ویلي< چې دا تړون به په غزه کې د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ د بې ځایه شویو فلسطنیانو له پاره د بشري مرستو د زیاتوالي ته لاره هواره کړي.

په غزه کې له تازه برېدونو ور,سته اسراییلي چارواکو ویلي< چې دا تړون تر هغې د منلو وړ نه دی چې تر څو د امنیتي کابینې او حکومت له خوا تصویب شوی نه وي.

کورمې ته پر توکو لیږدونکي کاروان په برید کې یو سرتېری او شپږ وسلوال ووژل شول

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۰

د پښتونخوا په کورمه کې ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي، چې له ټل دغې سیمې ته د خوراکي، درملو او نورو توکو په لیږدونکي کاران د برید په پایله کې یو سرتیری او شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، له ټل څخه کورمې ته تلونکي دریم مرستندویه کاروان باندې راکیټي برید شوی، چې په پایله کې یې یو سرتیری وژل شوی دی.

د کورمې د پولیسو مرستیال وايي، په دغه برید کې د کاروان درې موټر زیانمن شوي او د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې شپږ وسله وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

له دې وړاندې، د دریم کاروان په لومړي پړاو کې ۳۵ باري موټرونه کورمې ته درمل، خوراکي او نور توکي استول شوي و او د کاروان د لیږد امنیت ساتلو لپاره په لاره کې ګڼ امنیتي سرتیري ځای پر ځای شوي وو.

په راپور کې ویل شوي، چې له تېرو لسو ورځو راهیسي له کورمې څخه پېښور ته د ناروغانو د انتقال لپاره د هوایې امبولانس چوپړونه هم درول شوي او هلته ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي.

د کورمې ولسوالۍ د مرکزي روغتون مشر داکټر میرحسن جان وايي:«د درملو راوړلو او ناروغانو د لیږد لپاره د چورلکې چوپړونه د لسو ورځو راهیسې بند شوي دي موږ په دې اړه د ولسوالۍ مقام ته مکتوب هم لیږلی دی.»

دغه ډاکټر وايي، د ناروغانو د انتقال د سړک له لارې ناشونی دی او د هوايي امبولانس له لارې د ۷۴ ناروغانو د انتقال غوښتنه کوي.

خو د پښتوخوا د مذهبي چارو وزیر ویلي، چې کورمې ولسوالۍ ته د هوايي امبولانس چوپړونه فعاله دي.

د جنوري میاشتې په لومړیو ورځو کې په کوهاټ کې د کورمې تړون د سني او شیعه مذهبو ترمنځ لاسلیک شو او پرېکړه وشوه چې له دواړو غاړو به سپکې او درنې وسلې راټولوي.

په دغه تړون کې د تګ راتګ لپاره د لارو د خلاصولو پرېکړه هم وشوه، خو څو ورځې وړاندې په بګن کې د پولیسو د مشر جاوید الله پر موتریز کاروان تر برید وروسته کورمې ته د توکو د لیږد پروسه ټکنۍ شوې ده.

د بالیووډ ستوری سېف علي خان د غلو له‌خوا په چړو وهل شوی او ټپي دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د بالیووډ ستوری سېف علي خان په خپل کور کې غلو په چړو وهلی او ټپي شوی دی. د هندي رسنۍ زووم د راپور له مخې، سېف علي خان د غلو پر وړاندې د مقاومت پر مهال ټپي شوی چې له ټپي کېدو وروسته د ممبیي لیلاوتي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په ځایي وخت پېښه د شپې ناوخته دوه نیمې بجې د ممبیي په بانډرا سیمه کې د اداکار په کور کې شوې ده.

د پېښې پرمهال د نوموړي مېرمن کرینا کپور او د هغه ماشومان ویده وو.
د هندي رسنیو په وینا، دغه پېښه هغه مهال وشوه چې یو کس د غلا په نیت د سېف علي خان کور ته د ننوتو هڅه وکړه؛ خو کله چې هغه یې پر وړاندې مقاومت وکړ هغه یې په چړې وواهه او ټپي شو.
د راپورونو له مخې، تورن کس له دغې پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی.
د لیلاوتي روغتون ډاکټر نیرج اتماني وایي، چې سېف علي خان د چړو له امله پر بدن شپږ ټپونه لرل، چې دوه یې خورا ژور وو.

د هغه په وینا، د سېف علي خان روغتیایي وضعیت اوس ښه دی.
پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي او د کورنۍ د غړو بیانونه هم ثبت شوي.
پولیس وایي، هڅه کوي چې په کور کې نصب شوې سي سي ټي وي کمرو څخه تورن کس وپېژني.
له بل پلوه د سېف علي خان د ټیم له‌خوا په خپور شوي بیان کې راغلي: «د ښاغلي سېف علي خان په کور کې د غلا هڅه شوې، هغه اوس په روغتون کې د جراحي عملیات کوي. موږ له رسنیو او مینه‌والو غوښتنه کوو، چې صبر وکړي. دا د پولیسو مسله ده. موږ به تاسو سره تازه معلومات شریک کړو.»

په افریقایي هېواد تانزانیا کې د ماربورګ وبا له امله ۸ کسان مړه شوي دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د تانزانیا په کاګیرا سیمه کې د ماربورګ وبا د خپرېدو له امله ۸ کسان مړه شوي دي. غړو هېوادونو ته د دې وبا په اړه خبر ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس وویل، چې په تانزانیا کې د ماربورګ وبا ۹ قضیې ثبت شوي، چې ۸ یې د مړینې قضیې دي او داسې اټکل کېږي چې په راتلونکي کې به نورې قضیې هم ثبت شي.
هغه وويل، چې د روغتيا نړۍوال سازمان د تانزانيا حکومت او اغېزمنو ټولنو ته د مرستې وړانديز کړی دی.
روندا چې د تانزانیا کاګیرا سره ګډه پوله لري، یوه میاشت وړاندې په دغه هېواد کې ۶۶ کسان په ورته ویروس اخته شوي وو، چې ۱۵ کسان یې له امله مړه شول.
ماربورګ یو ساري ویروس دی، چې په انسان کې د شدیدې تبې لامل کیږي.

ماربورګ د ایبولا په څېر د ویروسونو ورته کورنۍ پورې اړه لري.

د رویټرز د راپور له مخې، د ماربورګ ویروس د مستقیم تماس له لارې یا د اخته خلکو د وینې او نورو بدني مایعاتو له لارې په شمول د خیرنو جامو، کمپلې یا هم بړستن د خلکو تر مینځ خپرېدلی شي.

د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د کاګیرا په سیمه کې دغې وبا شپږ کسان ووژل او نږدې دوه میاشتې یې دوام وکړ.