• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کورمې ته پر توکو لیږدونکي کاروان په برید کې یو سرتېری او شپږ وسلوال ووژل شول

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۵ GMT+۰

د پښتونخوا په کورمه کې ځايي پولیسو رسنیو ته ویلي، چې له ټل دغې سیمې ته د خوراکي، درملو او نورو توکو په لیږدونکي کاران د برید په پایله کې یو سرتیری او شپږ وسله وال وژل شوي دي.

د پاکستان جیونیوز د راپور له مخې، له ټل څخه کورمې ته تلونکي دریم مرستندویه کاروان باندې راکیټي برید شوی، چې په پایله کې یې یو سرتیری وژل شوی دی.

د کورمې د پولیسو مرستیال وايي، په دغه برید کې د کاروان درې موټر زیانمن شوي او د امنیتي ځواکونو په ځوابي برید کې شپږ وسله وال وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپیان دي.

له دې وړاندې، د دریم کاروان په لومړي پړاو کې ۳۵ باري موټرونه کورمې ته درمل، خوراکي او نور توکي استول شوي و او د کاروان د لیږد امنیت ساتلو لپاره په لاره کې ګڼ امنیتي سرتیري ځای پر ځای شوي وو.

په راپور کې ویل شوي، چې له تېرو لسو ورځو راهیسي له کورمې څخه پېښور ته د ناروغانو د انتقال لپاره د هوایې امبولانس چوپړونه هم درول شوي او هلته ناروغان له سختو ستونزو سره مخ دي.

د کورمې ولسوالۍ د مرکزي روغتون مشر داکټر میرحسن جان وايي:«د درملو راوړلو او ناروغانو د لیږد لپاره د چورلکې چوپړونه د لسو ورځو راهیسې بند شوي دي موږ په دې اړه د ولسوالۍ مقام ته مکتوب هم لیږلی دی.»

دغه ډاکټر وايي، د ناروغانو د انتقال د سړک له لارې ناشونی دی او د هوايي امبولانس له لارې د ۷۴ ناروغانو د انتقال غوښتنه کوي.

خو د پښتوخوا د مذهبي چارو وزیر ویلي، چې کورمې ولسوالۍ ته د هوايي امبولانس چوپړونه فعاله دي.

د جنوري میاشتې په لومړیو ورځو کې په کوهاټ کې د کورمې تړون د سني او شیعه مذهبو ترمنځ لاسلیک شو او پرېکړه وشوه چې له دواړو غاړو به سپکې او درنې وسلې راټولوي.

په دغه تړون کې د تګ راتګ لپاره د لارو د خلاصولو پرېکړه هم وشوه، خو څو ورځې وړاندې په بګن کې د پولیسو د مشر جاوید الله پر موتریز کاروان تر برید وروسته کورمې ته د توکو د لیږد پروسه ټکنۍ شوې ده.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت واخان ته د دغه هېواد د ځواکونو ننوتل بیا رد کړل

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۰ GMT+۰

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان، واخان ته د دغه هېواد د پوځ ننوتل رد کړل او ویې وویل، «دا سیمه د افغانستان برخه ده او دوی یې ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري.» نوموړي له طالبانو سره پر ښو اړیکو سربېره په افغان خاوره کې د ترهګرو ډلو په وړاندې د اقدام غوښتنه وکړه.

تر دې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ هم ورته خبره کړې وه.

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت غبرګون تر هغه وروسته و، چې په خواله رسنیو کې داسې ګنګوسې خپرې شوې، چې واخان ته پاکستانی پوځ ننوتلی او پاکستان غواړي چې د واخان سیمه د دغه هېواد برخه وګرځوي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان د پنجشبنې په ورځ په اسلام اباد کې د اونيز کنفرانس پر مهال د واخان دهلیز اړوند وویل: «واخان د افغانستان د خاورې یوه برخه ده او موږ یې حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا په رسمیت پیژنو.»

ویاند له افغان واکمنو طالبانو وغوښتل، چې د هغو «ترهګرو» په وړاندي اقدام وکړي، چې په افغانستان کې پټنځي لري.

د علي خان په خبره پاکستان د افغانستان سره د ښو او ټينګو اړیکو غوښتونکی دی او زياتوي: «خو مهمه ستونزه په افغان خاوره کې د ترهګرو پټنځي دي، چې دواړه هېوادونه د څو اړخيزو اړيکو له لارې په دې اړه په تماس کې دي.»

افغان طالبان په وار وار د ترهګرو د پټنځيو اړوند د پاکستاني مسولانو څرګندونې رد کړې دي.

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویاند د جمو او کشمير اړوند د هند د دفاع وزير او د پوځ د مشر وروستي څرګندونې بې بنسټه تورونه او ادعاوي وبللې او هغه يې رد کړې.

ویاند وویل، چې جمو او کشمير په نړيواله کچه پېژندل شوې جنجالي سيمه ده او زياتوي: « په دې شرایطو کې هند هیڅ قانوني یا اخلاقي اساس نه لري چې د ازاد جمو او کشمیر او ګلګت بلتستان په سیمو باندې بې بنسټه ادعاوې وکړي.»

د هند د پوځ مشر جنرال اوپيندر وېدي د جنوري په ۱۳ مه د هند د پوځ د ورځې نه مخکي په خپله کلنۍ دوديزه خبري ناسته کې د شمالي سرحدونو په اړه وویل چې حالت «حساس» خو ثابت دی.

جنرال وېدي ويلي وه: «په جمو او کشمير کې په داسي وخت کې چې موږ له ترهګرۍ څخه سیاحت ته مخه کوو، هلته د وژل شويو ترهګرو ۶۰ سلنه پاکستانیان او په ایالت کې فعال ۸۰ سلنه ترهګر هم پاکستانیان دي.»

د بالیووډ ستوری سېف علي خان د غلو له‌خوا په چړو وهل شوی او ټپي دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۴:۴۳ GMT+۰

د بالیووډ ستوری سېف علي خان په خپل کور کې غلو په چړو وهلی او ټپي شوی دی. د هندي رسنۍ زووم د راپور له مخې، سېف علي خان د غلو پر وړاندې د مقاومت پر مهال ټپي شوی چې له ټپي کېدو وروسته د ممبیي لیلاوتي روغتون ته لېږدول شوی دی.

د رسنیو د راپورونو له مخې، په ځایي وخت پېښه د شپې ناوخته دوه نیمې بجې د ممبیي په بانډرا سیمه کې د اداکار په کور کې شوې ده.

د پېښې پرمهال د نوموړي مېرمن کرینا کپور او د هغه ماشومان ویده وو.
د هندي رسنیو په وینا، دغه پېښه هغه مهال وشوه چې یو کس د غلا په نیت د سېف علي خان کور ته د ننوتو هڅه وکړه؛ خو کله چې هغه یې پر وړاندې مقاومت وکړ هغه یې په چړې وواهه او ټپي شو.
د راپورونو له مخې، تورن کس له دغې پېښې وروسته په تېښته بریالی شوی.
د لیلاوتي روغتون ډاکټر نیرج اتماني وایي، چې سېف علي خان د چړو له امله پر بدن شپږ ټپونه لرل، چې دوه یې خورا ژور وو.

د هغه په وینا، د سېف علي خان روغتیایي وضعیت اوس ښه دی.
پولیس وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې روانې دي او د کورنۍ د غړو بیانونه هم ثبت شوي.
پولیس وایي، هڅه کوي چې په کور کې نصب شوې سي سي ټي وي کمرو څخه تورن کس وپېژني.
له بل پلوه د سېف علي خان د ټیم له‌خوا په خپور شوي بیان کې راغلي: «د ښاغلي سېف علي خان په کور کې د غلا هڅه شوې، هغه اوس په روغتون کې د جراحي عملیات کوي. موږ له رسنیو او مینه‌والو غوښتنه کوو، چې صبر وکړي. دا د پولیسو مسله ده. موږ به تاسو سره تازه معلومات شریک کړو.»

په افریقایي هېواد تانزانیا کې د ماربورګ وبا له امله ۸ کسان مړه شوي دي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۶ GMT+۰

د روغتیا نړۍوال سازمان وایي، چې د تانزانیا په کاګیرا سیمه کې د ماربورګ وبا د خپرېدو له امله ۸ کسان مړه شوي دي. غړو هېوادونو ته د دې وبا په اړه خبر ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان مشر ټیډروس اډانوم غیبریوس وویل، چې په تانزانیا کې د ماربورګ وبا ۹ قضیې ثبت شوي، چې ۸ یې د مړینې قضیې دي او داسې اټکل کېږي چې په راتلونکي کې به نورې قضیې هم ثبت شي.
هغه وويل، چې د روغتيا نړۍوال سازمان د تانزانيا حکومت او اغېزمنو ټولنو ته د مرستې وړانديز کړی دی.
روندا چې د تانزانیا کاګیرا سره ګډه پوله لري، یوه میاشت وړاندې په دغه هېواد کې ۶۶ کسان په ورته ویروس اخته شوي وو، چې ۱۵ کسان یې له امله مړه شول.
ماربورګ یو ساري ویروس دی، چې په انسان کې د شدیدې تبې لامل کیږي.

ماربورګ د ایبولا په څېر د ویروسونو ورته کورنۍ پورې اړه لري.

د رویټرز د راپور له مخې، د ماربورګ ویروس د مستقیم تماس له لارې یا د اخته خلکو د وینې او نورو بدني مایعاتو له لارې په شمول د خیرنو جامو، کمپلې یا هم بړستن د خلکو تر مینځ خپرېدلی شي.

د ۲۰۲۳ کال په مارچ میاشت کې د کاګیرا په سیمه کې دغې وبا شپږ کسان ووژل او نږدې دوه میاشتې یې دوام وکړ.

نتنیاهو له ټرمپ او بایډن څخه د اوربند په خاطر مننه او مکرون د سیاسي حل لارې غوښتنه وکړه

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۳ GMT+۰

د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنیاهو د غزې په تړون کې د امريکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مرستې له امله مننه وکړه او زیاته يې کړه، چې ډېر ژر به په واشنګټن کې ورسره وګوري.

همدا راز هغه د امریکا له ولسمشر جو بایډن څخه هم مننه وکړه، چې د یرغمل شویو د خلاصون په تړاو د خبرو اترو په برخه کې یې مرسته کړې ده.

د اسراییل لومړي وزیر د ټولو یرغمل شویو بېرته راستنولو په اړه خپله ژمنه تکرار کړه او د ټرمپ د وروستۍ وینا ملاتړ یې وکړ، چې "غزه به هېڅکله د ترهګرۍ پټنځای نه شي."

بلخوا، د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون په غزه کې د اوربند د هوکړې د درناوي پر اړتیا ټینګار وکړ او د یوې سیاسي حل لارې غوښتنه یې وکړه.

هغه وویل: «له پنځلسو میاشتو ناحقه کړاوونو وروسته، د غزې خلک د ارامښت احساس لري او د یرغمل شویو او د دوی کورنیو ته یوه هیله مندي پیدا شوې ده.»

د فرانسې ولسمشر دغه راز د یرغمل شویو کسانو د خلاصون او د غزې د خلکو د ژغورنې غوښتنه وکړه.

وروستي معلومات ښیي، چې د اسراییل او حماس په ۱۵ میاشتو او یوې اونۍ جګړو کې پر غزې ۸۵ تنه چاودیدونکي توکي غورځېدلي، له ۴۷ زرو څخه زیات فلسطینیان وژل شوي او ۱۰ لکه او ۱۵۰۰۰ نور ټپیان شوي دي.

د غزې په ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې پر غزې ۸۵ زره ټنه چاودېدونکي توکي غورځول شوي

۲۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۵ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۰۹ GMT+۰

د اسراییل او حماس ۱۵ میاشتنۍ جګړه مخ پر ختمېدو ده او دواړه لوري بالاخره د اوربند او د یرغمل شویو د تبادلې په اړه یوې هوکړې ته ورسېدل. د غزې په دې ۱۵میاشتنۍ جګړه کې پر غزې ۸۵ زره ټنه چاودیدونکي توکي غورځول شوي دي.

د قطر لومړي وزیر د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ، چې په غزه کې به اوربند راتلونکې یکشنبې د جنوري ۱۹مه (د مرغومې ۳۰مه) پیل شي.

رویټرز تر دې مخکې په یوه راپور کې وویل، چې د حماس او اسرايیل ترمنځ اوربند اعلان شو او لومړنۍ مرحله به يې شپږ اونۍ وي.

د هوکړې له مخې به د هر ملکي اسراييلي په بدل کې ۳۰ فلسطينيان او د هر نظامي اسراييلي په بدل کې به ۵۰ فلسطينيان ازاد شي.

رویټرز همداراز زیاته کړې ده، چې پيل به د حماس له لوري د ۳۳ اسراييلي بنديانو په خوشې کولو کېږي، چې په بدل کې به يې اسراييل لسګونه فلسطينيان خوشې کړي.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په ۷ مه نېټه د حماس ځواکونو له خوا په اسراییل د مرګوني برید وروسته پیل شوه.په دې برید کې لږ تر لږه ۱۲۰۰ اسراییلیان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ یې یرغمل شول.
د دې برید په ځواب کې اسراییل بیا په غزې پراخ عملیات پیل کړل، چې تر اوسه پورې یې ۴۷ زرو څخه ډېر فلسطینیان وژلي او ۱۰ لکه او ۱۵۰۰۰ نور یې ټپیان کړي دي.

دوه میلیونه فلسطینیان چې د ۱۵میاشتو او یوې اونۍ جګړې له امله بې ځایه شوي، خپلو کورونو ته د ستنېدو په تمه دي.

د حماس سیاسي مشران اسماعیل هنیه او یحیی سنوار هم د اسراییل په بریدونو کې ووژل شول.

د یادولو ده، چې حماس بیا ویلي د اوربند هوکړه د فلسطیني ولس د بې سارې قربانیو پایله ده.