• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

سویلي افریقا کې ۷۸ کان کیندونکي مړه خو ۲۴۶ ژوندي راېستل شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۵۰ GMT+۰

پولیسو د پنجشنبې په ورځ وویل، چې په سویلي افریقا کې د سرو زرو په یوه پرېښودل شوي کان کې په ناقانونه توګه د کار کولو پرمهال د پولیسو او کان کیندونکو تر منځ د یوې میاشتې اوږدې شخړې په پایله کې د مړو شمېر لږترلږه ۷۸ ته لوړ شوی.

د سویلي افریقا چارواکو د کان کیندونکو پر مخ د خوراکي توکو او اوبو لارې تړلې وې.

د پولیسو ویاند اتلانډا ماتي رسنیو ته وویل، چې د محکمې په امر د ژغورنې په عملیاتو د ۷۸ جسدونو ترڅنګ ۲۴۶ ژوندي پاتې کسان د ځمکې له ژورو رایستل شوي دي.

ماتي د جزییاتو له ورکولو پرته وویل، چې د ژغورنې عملیاتو دمخه نهه نور جسدونه هم موندل شوي دي.

د پولیسو په دغه عملیاتو کې د مړو شویو کسانو د مړینې لامل نه دی په ډاګه شوی خو خلک فکر کوي چې زیاته مړېنه به د لوږې له امله رامنځته شوي وي.

دا څرګنده نه ده، چې کان کیندونکي څومره وخت لپاره تر ځمکې لاندې وو، خو سرچینو ویلي چي ځینې یې د اګست میاشت راهیسې په کان کې وو او ځينې نور یې له جولای کان ته کوز شوي وو.

په ژوندو پاتې کسانو کې یې زیات شمېر داسې وو چې کمزوري شوي وو او د تلو توان یې نه لره خو پولیسو وویل چې ټول ژوندي کسان به د ناقانوني کیندنې له امله ونیول شي.

د سویلي افریقا دویم لوی سیاسي ګوند، چې د حکومتي ایتلاف برخه ده، د یوې خپلواکې پلټنې غوښتنه کړې ترڅو معلومه کړي چې "ولې وضعیت دومره خراب شو."

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

اوکراین او بریتانیا د سل کلنې ملګرتیا تړون لاسلیک کړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۹ GMT+۰

ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي او د بریتانیا لومړي وزیر کییر سټارمر د جنورۍ په ۱۶ په کییف کې د دوی د لیدنې پرمهال د ۱۰۰ کلن شراکت تړون لاسلیک کړ. دا د همکارۍ پراخ تړون په پوځي، انرژۍ، ساینسي، کلتوري، اقتصادي او نورو برخو کې دی.

دا تړون د سوداګرۍ او شراکت ۲۰۲۰ او د ۲۰۲۴ دوه اړخېزه امنیتي تړونونو له مخې چې په خوا لاسلیک شوي وو جوړ شوی دی.

ددغه تړون د لاسلیک پر مهال سټارمر وویل: "د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هیله چې اوکراین له خپلو نږدې ملګرو څخه لیرې کړي یوه ستره ستراتیژیکه ناکامي وه."

هغه زیاته کړه، "د دې پر ځای، موږ د هر وخت په پرتله نږدې یوو او دا ملګرتیا به موږ د ملګرتیا بل پړاو ته ورسوي."

بریتانیا به د یاد تړون له مخې د اوکرایین لپاره نوې نظامي مرستې هم چمتو کړي، په دغه مرستو کې ۱۵۰ توپخانې ، د ګرځنده هوایي دفاع سیسټم او د متحدو هېوادونو سره د روزنې پراخه نوښتونه شامل دي.

سږکال، بریتانیا پلان لري چې اوکراین ته د درې میلیارده پاونډه په ارزښت بې سارې نظامي مرستې ورسوي.

په داسې حال کې چې سټارمر د زېلېنسکي سره د ولسمشرۍ په ماڼۍ کې لیدنه درلوده، د روسيې بې پېلوټه الوتکو د کییف ځينې سیمې په نښه کړې خو د اوکراین د دفاع هوایي سیسټم یې مخه ونیوله.

د کییر سټارمر نا اعلان شوی سفر اوکراین ته د هغه لومړی سفر دی. نوموړي د جولای په میاشت کې دنده پېل کړه، دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلېنسکي راتلونکې اونۍ د ټرمپ له راستنېدو مخکې د خپل هېواد له متحدینو سره په جلا جلا غونډو کې د ګډون پلان لري.

فرانسه غواړي چې راتلونکې میاشت د سوریې لپاره د یوه کنفرانس کوربه توب وکړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۴۶ GMT+۰

د فرانسې ولسمشرۍ ماڼۍ د پنجشنبې په ورځ د سعودي له ولیعهد سره له ټلیفوني خبرو وروسته په یوه بیان کې وویل، فرانسه په پام کې لري چې د فبرورۍ په دیارلسمه په پاریس کې د سوریې په اړه یو کنفرانس جوړ کړي.

د فرانسې ولسمشر امانویل مکرون د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره ټیلیفوني خبرې کړي. د مکرون دفتر وویل چې د دواړو مشرانو خبرې د سوریې پر وضعیت راڅرخېدې.

په بیان کې ویل شوي: "دواړو هېوادونو مشرانو د یو عادلانه او ټول شموله سیاسي لیږد د ملاتړ لپاره خپلې ژمنې تکرار کړې چې د ټولو سوريایي وګړو حقونو ته په کې درناوی وي."

چارواکو په وینا، په فرانسه کې د سوریې په اړه د کفرانس موخه په سوریه کې د بشاالاسد د کورنۍ له نیمې پېړۍ واکمنۍ ړنګېدو وروسته له دغه جګړه ځپلي هېواد د واک د انتقال ملاتړ دی.

هسپانیا: د ناقانونه کډوالو کښتۍ د ډوبېدو له امله د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه مړه شوي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۸ GMT+۰

افریقايي هېواد موریتانیا څخه هسپانیا ته تلونکې د ناقانونه کډوالو کښتۍ د ډوبیدو په پیښه کې د ۴۴ پاکستانیانو په ګډون ۵۰ تنه مړه شوي دي. د بشري حقونو سازمان په وینا، د جنورۍ په ۱۲ د اسپانیا سمندري ژغورونکو د کښتۍ د ورکېدو په اړه خبر ورکړی وو.

د رسنیو د راپورونو له مخې، دغه کښتۍ چې ۸۶ تنه کډوال په کې سپاره وو د جنورۍ په دوېمه نېټه له موريتانيا څخه حرکت کړی وو، د مراکش چارواکي وايي، په کښتۍ کې ټول ۶۶ پاکستانیان سپاره وو، چې د کشتۍ په پېښه کې ۳۶ کسان ژغورل شوي دي.

په پېښه کې د مړو شویو کورنیو پاکستاني رسنیو ته ویلي، چې د کورنۍ غړو یې غوښتل چې اروپا ته لاړ شي خو د پېسو او خوراکي توکو د نه شتون له امله یې ښکتۍ ډېره موده د سمندر په اوبو کې بنده پاتې وه چې دغه پېښه رامنځته شوه.

له پېښې څخه ژوندی پاتې شوی پاکستانی سړی وایي:« کله چې کښتۍ په سمندر کې ولاړه وه، نو د سختې يخنۍ له امله ځينې کسان ناروغه شول او په کښتۍ کې خوراکي توکي هم کم و او انساني قاچاقبرو د پېسو غوښتنه کوله، ځينې کسان چې ناروغان وو د قاچاقبرو له لورې سمندر ته وغورځول شول او مړه شول.»

د پاکستان ولسمشر او لومړي وزير د دغې پېښې په اړه خواشيني څرګنده کړې او په پېښه کې د وژل شويو پاکستانيانو له کورنيو سره يې خواخوږي کړې.

یاده دې وي چې اکثریت نا قانونه کډوال په لرګینو کښتیو کې چې سر یې خلاص وي، د اتلانتیک په سمندر کې د کنري ټاپو ته ځانونه رسوي خو یو شمیې نور بیا چې مراکش، الجزایر او منځني ختیځ د نورو هېوادونو څخه د هسپانیا په لور حرکت کوي، د مدیترانیې بحیرې او اتلانتیک سمندر د لارې د هسپانیا خاورې ته داخلیږي. پدې خطرناکې لارې هر کال زرګونه کډوال مړه کیږي.

د خامنه یي د ورځپاڼې کیهان مشر حسین شریعتمداري ویلي چې ډونالډ ټرمپ باید ووژل شي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۴۲ GMT+۰

د ایران د کیهان ورځپاڼي مشر، د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان له این بي سي نیوز سره مرکه کې په هغه څرګندونو نیوکې کړي چې ویلي یې وو موږ د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وژلو پلان نه درلود.

تېره اونۍ مسعود پزشکیان له این بي سي نیوز سره په خبرو کې وویل ایران هېڅکله د امریکا د ۲۰۲۰ کال د ایران د لوړ پوړي پوځي قوماندان قاسم سلیماني د وژلو په غچ کې د ټرمپ د وژلو هدف نه درلود.

د کیهان مدیر حسین شریعتمداري د پنجشنبې په ورځ دایران ولسمشر ته په ورځپاڼه کې لیکلي:"تاسو ولې د این بي سي خبریال ته اجازه ورکړه چې د امریکا پر ځای ایران په کټ کې واچوي؟ موږ ترهګر نه یوو، مګر موږ ټرمپ او د هغه ځیني ملګري لکه مایک پامپیو، د ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر د جنرال سلیماني او د هغه د ملګرو په وژنه کې د دوی د رول له امله د مرګ مستحق ګڼو."

شریعتمداري په ۱۹۹۳ کال کې د ایران د ستر رهبر علي خامنه يي له خوا په شخصي توګه د کیهان ورځپاڼې مدیر وټاکل شو.

نوموړي په دغه لیکنه کې زیاته کړې: " د ټرمپ او د سلیماني په وژنه کې دخیل نورو کسانو وژنه "د هر باعزته او متعهد ایراني مسلمان لپاره دیني او قانوني دنده ده. له همدې امله د یو باعزته او متعهد ایراني مسلمان په توګه ستاسو دنده دا ده چې دا الهي امر ترسره کړئ، نه دا چې د سلیماني له وژونکو سره خبرې وکړئ او یا له هغوی سره دوستانه تبادله وکړئ."

د ایران ولسمشر پزشکیان له این بي سي سره په خبرو کې د ایران له لورې د ټرمپ د وژلو هڅه رد کړه خو په ۲۰۲۳ کې د ایران انقلابي ګارډ د قول اردو یو جګپوري قوماندان په دولتي ټلویزیون کې وویل چې تهران هڅه کوي چې ټرمپ، پامپیو او د متحده ایالاتو د مرکزي قومندانۍ پخوانی مشر جنرال مکینزي د سلیماني د وژنې په غچ کې ووژني.

قاسم سلیماني د قدس ځواک د بهرنيو عملیاتو د څانګې مشر و، نوموړی د ۲۰۲۰ کال په جنورۍ کې د امریکا د بې پېلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو او ددغه برید اجازه ډونالډ ټرمپ ورکړې وه چې هغه وخت د متحده ایالاتو ولسمشر و.

د نومبر په میاشت کې، د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت یو ایرانی وګړی په دې تورن کړ چې د ټرمپ د وژلو لپاره یې د وژنې دسیسه جوړه کړې وه.

امریکايي چارواکو دا پلانونه د ایران د هغو هڅو یوه برخه وبلله چې د سلیماني د وژنې غچ اخلي.

په پام کې ده چې د دوشنبې په ورځ ډونالډ ټرمپ ته د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه واک وسپارل شي، تمه کېږي چې ټرمپ به یو ځل بیا د تېرې دورې په څېر په ایران د سخت فشار کمپاین پېل کړي.

الشارع: هېواد مو له اسراییل سره په حایل زون کې د ملګرو ملتونو د ځواکونو هرکلي ته چمتو دی

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۱۴ GMT+۰

د سوریې مشر احمد الشارع د پنجشنبې په ورځ وویل، چې هېواد یې چمتو دی چې په حایل زون کې د اسراییل سره د ملګرو ملتونو د ځواکونو هرکلۍ وکړي.

احمد الشارع رسنیو ته وویل:«په سیمه کې د اسراییل پرمختګ د ایراني ملېشو او حزب الله د شتون له امله و. د دمشق له ازادۍ وروسته، زه باور لرم چې دوی هېڅ شتون نه لري. داسې پلمې شته چې اسراییل نن ورځ د سوریې سیمو ته د بفر زون ته د پرمختګ لپاره کاروي.»

په ورته مهال د قطر لومړي وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم ال ثاني له اسراییل غوښتي چې سمدستي دې خپل ځواکونه له سوریې سره د ملګرو ملتونو له خوا له جوړ شوي حایل زون څخه وباسي.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ په دمشق کې د سوریې د واکمن احمد الشارع سره یوځای په یوه خبري کنفرانس کې د وینا پر مهال د سوریې په سویل کې د جولان لوړو ته نږدې د سیمې د اشغالولو لپاره د اسراییلو پر اقداماتو نیوکه وکړه.

شیخ محمد وویل: "د اسراییلي اشغالګرو له خوا د بفر زون نیول یو بې پروا عمل دی، او باید ژر تر ژره وویستل شي."

شیخ محمد همدا ډول په دغه لېدنه کې ژمنه وکړه چې د سوریې د زیربنا د بیارغونې او د نوې ادارې ملاتړ ته به دوام ورکړي.

د جولان لوړې سیمې چې اسراییل او سوریه سره جلا کوي حایل زون اعلان شوی، دغلته تېره میاشت اسرییل خپل نظامي ځواکونو ځای پر ځای کړي.