د سوریې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې عرب لیګ ته د ور تللو په لټه کې دی

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبه په ورځ وویل، چې دی او د سوریې نوي واکمنان په دې لټه کې دي، چې په سیمه ییز سیاسي ډګر کې د عربي ټولنې غړي شي.