ایراني رسنۍ وايي، دوه لوړ پوړي ایراني قاضيان تهران کې په یوه برید کې وژل شوي

ايراني رسنيو راپور ورکړی چې نن شنبه د مرغومي ۲۹مه، په درېیو قاضيانو د تهران د عدليې د ودانۍ مخې ته برید شوی چې دوه قاضیان په کې وژل شوي دي. په دغه برید کې د محمد مقیسه او علي رایزني په نومونو قاصیان وژل شوي او قاضي میري او یو ساتونکی یې ټپیان دي.