ډونالډ ټرمپ: ښایي تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې د ټیک ټاک بندېدل وځنډېږي

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، چې ښایي تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې د ټیک ټاک بندېدل وځنډېږي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، چې ښایي تر راتلونکو ۹۰ ورځو پورې د ټیک ټاک بندېدل وځنډېږي.
نوموړي ویلي، چې په "ډېر احتمال" ټیک ټاک ته ۹۰ ورځې نور هم وخت ورکوي، ترڅو د یوې معاملې لپاره کار وکړي، چې د لنډو ویډیوګانو د شریکولو د دغه پېژندل شوي پلیټ فارم په متحده ایالاتو کې د بندېدو مخه ونیول شي.تر دې وړاندې د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ هغه قانون تایید کړ، چې د دغه هېواد ملي امنیت ته د ورپېښو امنیتي ننګونو پر بنسټ د چین پر ټیک ټاک بندیز ولګوي.دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د قانون له مخې د ټیک ټاک ملکیت لرونکی شرکت بایت ډنس اړ دی، چې د یکشنبې تر ورځې پورې دا اپلیکیشن وپلوري، کنه په امریکا کې به یې فعالیتونه په بشپړ ډول بند کړای شي.د متحده ایالاتو ټاکل شوي ولسمشر ټرمپ د اېن بي سي نیوز سره په مرکه کې وویل، چې هغه پرېکړه نه ده کړې چې څه وکړي، خو د دوشنبې په ورځ د دندې د سوګند پورته کولو وروسته ټیک ټاک ته د بېرته ورکولو په اړه غور کوي.د هغه قانون له مخې چې کانګرس له خوا تصویب شوی او تېر کال د ولسمشر جو بایډن لخوا لاسلیک شوی و، د ټیک ټاک چین مېشته اصلي شرکت نهه میاشتې وخت درلود، چې د متحده ایالاتو پلیټ فارم یو منل شوي پېرودونکي باندې وپلوري.


د سوریې د بهرنیو چارو وزیر د سې شنبه په ورځ وویل، چې دی او د سوریې نوي واکمنان په دې لټه کې دي، چې په سیمه ییز سیاسي ډګر کې د عربي ټولنې غړي شي.
اسد حسن الشیباني دا څرګندونې په دمشق کې د عربي لیګ د عمومي منشي له مرستیال حسام ذکي سره په ګډه خبري غونډه کې کړي دي.
نوموړي وویل، چې عرب لیګ د سوریې د ګډون د فعالولو لپاره د غړو هېوادونو سره ګډ کار کوي.
تر دې څو ورځې وړاندې د منځني ختیځ د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران او یو شمېر لوړپوړي لوېدیځ ډيپلوماټان د سعودي په پلازمېنه ریاض کې ټول شوي وو، چې د سوریې پر راتلونکي خبرې وکړي.
په دغه غونډه کې د سعودي د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه، چې پر سوریې لګول شوي بندیزونه دې د سوریې چټکې بیارغونې په موخه لرې کړل شي.
د عرب ليګ غړو هېوادونو په ۲۰۱۱ کې له لاریون والو سره د تاوتريخوالي په غبرګون کې د سوريې غړيتوب ځنډولی وو، خو له ١٢ کلونو وروسته د بشار الاسد حکومت ته یو ځل بیا په مشروط ډول په دغه ټولنه کې د ګډون اجازه ورکړل شوه.
د نوي اساسي قانون د طرحې او په سوریه کې د ازادو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره له مخالفو وسله والو سره د خبرو بیا پیلول د عربي هېوادونو ترمنځ د دمشق د بیا منلو له شرطونو څخه بلل کېږي.
اوس چې په سوریه کې د بشار الاسد واکمني پای ته رسېدلې او نوی حکومت رامنځته شوی، هڅې یې پېل کړي چې سوریه یو ځل بیا د عرب لیګ برخه شي.

د هند د بهرنیو چارو وزیر ایس جی شنکر د شنبې په ورځ وویل چې پاکستان د هند په ګاونډ کې "یوه استثنا" ده او ټینګار یې وکړ چې له ترهګرۍ د اسلام اباد دوامدار ملاتړ «هغه سرطان دی چې اوس یې د سیاسي بدن غوښه خوري».
شنکر د ممبۍ په ناني پالکيوالا کې د وینا پرمهال وویل، چې د پاکستان کړنې نه یوازې ګاونډیانو ته زیان رسوي، بلکې ټولې نیمې وچې ته بې ثباتي راولي.
د انډیا ټوډې د رپوټ له مخې، هغه زیاته کړه: « پاکستان له پولو پورې ترهګرۍ ته په پام زموږ په ګاونډ کې یوه استثنا ده. دا سرطان اوس د خپل بدن غوښه خوري. دا د ټولې نیمې وچې په ګټه ده چې پاکستان له دغه چلنده لاس واخلي».
میانمار او افغانستان ته په اشارې سره شنکر له دواړو هېوادونو سره د هند اوږدمهاله ولسي اړیکې روښانه کړې.
هغه د دواړو هېوادونو د حالاتو پیچلتیا ومنله او ټینګار یې وکړ چې سیمهییزثبات ډېر مهم دی.
شنکر وویل: « موږ باید په دې پوه شو چې هغه هېوادونه چې نږدې دي، د هغو ګټې له لرې پرتو هېوادونو بېخي توپیر لري».
هغه د سوله ییزې او همکارې سویلي اسیا پر ازرښت په ټینګار سره وویل، « د هند ننګونه دا ده چې له وېش وروسته ګاونډ بیا جوړ کړي. هند اوس دا د یوه سخي او غیر متقابل چلند له لارې کوي، د انرژۍ، ریل او سړک د اتصالاتو تمویل او ملاتړ کوي، تجارت او پانګونه پراخوي او تبادلات او اړیکې پراخوي».
د هند د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ناورینونو په وخت کې که هغه وبا وه یا اقتصادي سقوط، نوی ډیلي د خپلو «کوچنیو ګاونډیانو» لپاره د بیمې په توګه عمل کړی.
هغه زیاتوي، « سریلانکا دا په ۲۰۲۳ کې وموندل، کله چې نړۍ پاتې راغلې وه او هند له څلور میلیارده ډالرو زیاتې مرستې ترتیب کړې».
هغه زیاته کړه: « دا هم یو حقیقت دی چې سیاسي پرمختګونه ممکن پیچلي حالتونه رامنځته کړي لکه څنګه یې چې موږ اوس مهال په بنګله دېش کې ګورو. د نږدې همکارۍ او اړیکو هدف دا دی چې د ورځې په پای کې دا ډول احتمالي حالتونه حل کړي. دا د ګټو متقابل عمل دی چې باید غالب شي».

ټیک ټاک وایي چې که د بایډن له لوري ډاډ ترلاسه نه شي، د یکشنبې په ورځ به په متحده ایالاتو کې بند شي. ټیک ټاک تېر ماښام خبرداری ورکړ چې که د ولسمشر جو بایډن ادارې له خوا د اپل او ګوګل په څېر ډاډ ورنه کړل شي، نو دغه ټولنیزه شبکه به د یکشنبې په ورځ په متحده ایالاتو کې بنده شي.
د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ په دغه هېواد کې د ټیک ټاک د بندولو یوه لایحه تایید کړه چې که چینایی شرکت بایټ ډانس یې ونه پلوري نو وبه تړل شي.
د محکمې پریکړې دغه ټولنیزه شبکه او د دې ۱۷۰ میلیونه امریکايي کاروونکي په یوه سردرګمه حالت کې اچولي.
اوس د ټیک ټاک راتلونکې په ډونالډ ټرمپ پورې تړلې ده، چې د دوشنبې په ورځ د ولسمشرۍ پر څوکۍ کښیني، خو له چین سره د هغه رقابتي ماضي ته په پام داسې نه ښکاري چې نوموړی دې ټیک ټاک په غیر مشروط ډول کار ته پریږدي.
ټیک ټاک شرکت وویل، چې «که د بایډن اداره سمدستي پرېکړه ونه کړي، نو له بده مرغه ټیک ټاک به اړ شي چې د جنوري پر ۱۹مه نېټه بند شي».
اپل، ګوګل، اوریکل او نور ممکن له ټیک ټاک سره د ګډو خدماتو له امله له بندیز وروسته له لویو جریمو سره مخ شي.
دغه لایحه تیر کال د کانګرس دواړو ګوندونو ومنله او بایډن لاسلیک کړه.
ټیکټاک، بایټ ډانس او د دې اپلیکیشن ځینو کاروونکو دغه لایحه ننګولې، خو د امریکا سترې محکمې پریکړه وکړه چې دغه لایحه د امریکا د اساسي قانون له لومړي ترمیم سره مخالفه نه ده.
بایټ ډانس تر اوسه ټیک ټاک نه دی پلورلی، خو د یکشنبې مهلت ته نږدې شوی.
ټرمپ، چې په ۲۰۲۰ کال کې یې د ټیک ټاک د بندولو هڅه کړې وه، ویلي چې د دغه اپلیکیشن د ژغورلو لپاره به اقدامات وکړي.
د ټیک ټاک اجرایه رییس شاو زي چیو پلان لري چې د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې د ټرمپ د لوړې په مراسمو کې ګډون وکړي.
ټرمپ وویل چې هغه او د چین ولسمشر شي جینپینګ د ټیکټاک په اړه د جمعې په ورځ په یوه ټیلیفوني اړیکه کې خبرې کړې دي.
له کلونو راهیسې ټیک ټاک چینايي شبکې د امریکایي مشرانو اندیښنې راپارولي او د ټیک ټاک جنګ په داسې وخت کې روان دی چې د نړۍ دوه ستر اقتصادي ځواکونه د سوداګرۍ په برخه کې له زیات ټکر سره مخ دي.
د کانګرس غړو او د بایډن ادارې ویلي چې چین کولای شي د ټیک ټاک په مرسته د میلیونونو امریکایانو په اړه ډېټا راټوله کړي.
له دې وړاندې پر ټیک ټاک په افغانستان، البانیا، استونیا، بریټانیا، اروپايي ټولنې، فرانسې، هالنډ، ناروې، ډنمارک، کاناډا، نیوزیلنډ، هند، تایوان او پاکستان کې وخت ناوخته بشپړ یا نیمه بندیزونه لګېدلي دي.

ايراني رسنيو راپور ورکړی چې نن شنبه د مرغومي ۲۹مه، په درېیو قاضيانو د تهران د عدليې د ودانۍ مخې ته برید شوی چې دوه قاضیان په کې وژل شوي دي. په دغه برید کې د محمد مقیسه او علي رایزني په نومونو قاصیان وژل شوي او قاضي میري او یو ساتونکی یې ټپیان دي.
د راپورونو له مخې بریدګر پر قاضیانو له ډزو وروسته ځان وژنه کړې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.
ایراني رسنۍ ایرنا راپور ورکړی چې دغه قاضیان د ایران د عدلیې ودانۍ مخې ته د خلکو د سترګو په وړاندې په ډزو وژل شوي او ژوبل دي.
ایرنا د ایران د قضایه قوې د رسنیو د مرکز په حواله ویلي، نن سهار یو وسله وال کس چې سترې محکمې ته ننوتی او په یوه پلان شوي برید کې یې د «ملي امنیت، جاسوسۍ او له ترهګرۍ سره د مبارزې له جرمونو سره د مبارزې دوه زړور او تجربه کار قاضيان وژلي.»
د ایرنا د راپور له مخې په دې برخه کې اړوندو ادارو پلټنې پیل کړې تر څو معلومه کړي، چې بریدګر څنګه په دې توانېدلی چې دغه برید ترسره کړي.

د امریکا سترې محکمې د جمعې په ورځ هغه قانون تایید کړ چې د دغه هېواد ملي امنیت ته د ورپېښو امنیتي ننګوونو پر بنسټ د خواله رسنیو له ډلې د چین پر ټیکټاک اپلیکیشن یې بندیز ولګاوه.
دا پرېکړه په داسې حال کې شوې چې د قانون له مخې د ټیکټاک ملکیت لرونکی شرکت بایت ډنس اړ دی چې د یکشنبې تر ورځې پورې دا اپلیکیشن وپلوري، کنه په امریکا کې به یې فعالیتونه په بشپړ ډول بند کړای شي.
د امریکا د سترې محکمې قاضیانو په یو غږ دې قانون ته د اساسي قانون له مخې د مشروعیت ضمانت ورکړ. د دې پرېکړې ملاتړ هغه مهال زیات شو چې د کانګرس غړو، په ځانګړي ډول د ملي امنیت پلویانو، ټینګارکاوه چې د ټیکټاک له خوا د کاروونکو د معلوماتو راټولول او د چین سره د دې شرکت اړیکې د ملي امنیت لپاره جدي خطر جوړوي.
د ټیکټاک پر ضد د قانون تصویب شالید
دغه قانون تېر کال په کانګرس یا د استازو په جرګه کې د پراخ اکثریت په ملاتړ تصویب او ولسمشر جو بایډن لاسلیک کړ. د دغه قانون په دفاع کې ویل شوي چې ټیکټاک د شخصي معلوماتو راټولولو او د احتمالي جاسوسۍ له امله په متحده ایالاتو کې ملي امنیت ته ګواښ پېښوي. د دغو اندېښنو په پایله کې کانګرس غوښتنه وکړه چې دا اپلیکیشن باید یا د امریکایي مالکیت لاندې راشي یا په بشپړ ډول بند شي.
د سپینې ماڼۍ غبرګون
د دغې پرېکړې په اړه د سپینې ماڼۍ له خوا ویل شوي چې ولسمشر جو بایډن د ټاکل شوي مهلت د اوږدولو لپاره هېڅ اقدام نه کوي. د سپینې ماڼۍ ویاندې کارین ژان-پی یر په یوې مرکه کې ټینګار کړی چې بایډن په دې باور دی چې ټیکټاک باید د امریکایانو لپاره د لاسرسي وړپاتې شي؛ خو یوازې د داسې مالکیت لاندې چې ملي امنیت ته کومه اندېښنه پېښه نه کړي.
بل لوري د نوي منختب ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د واک لېږد لپاره چارې هم روانې دي او تمه کېږي چې د دې قانون عملي کول به د راتلونکې ادارې پر غاړه واچول شي. ټرمپ تازه ویلي چې د سترې محکمې پرېکړه د تمې وړ وه او د هغه اداره به د ټیکټاکپه اړه خپله راتلونکې پرېکړه ژر اعلان کړي.
د ټیکټاک او شریکانو راتلونکې
د ټیکټاک مشرتابه هم تایید کړې چې که د قانون له مخې د دوی د فعالیتونو بندیز عملي شي، دوی به د امریکا دننه خپل خدمتونه ودروي. دا بندیز به یوازې د ټیکټاک پر فعالیت اغېز ونه کړي، بلکې هغه شرکتونه به هم قانوني ستونزو سره مخ کړي چې دې اپلیکیشن ته تخنیکي او تخلیقي خدمات وړاندې کوي.
تمه ده چې د ایپل او ګوګل په څېر شرکتونه چې د ټیکټاک اپلیکیشن د خپلو پلورنځیو له لارې وړاندې کوي، د دې قانون عملي کېدو په صورت کې د خپلې همکارۍ په اړه نوې پرېکړې وکړي.
ټیکټاک په وروستیو کلونو کې د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د څارنې او بندیزونو سره مخ دی. د هند او پاکستان په څېر هېوادونو کې لا له وړاندې پرې محدودیتونه لګول شوي دي او په اروپایي هېوادونو کې هم د دې د معلوماتي پالیسۍ په اړه اندېښنې راپورته شوي دي. د امریکاپرېکړه به په نړیواله کچه د نورو هېوادونو لپاره د دې اپلیکیشن په اړه د ورته اقداماتو لپاره لار پرانیزي.
په ټوله کې، په امریکا کې د ټیکټاک راتلونکې مبهم دی. د دې پرېکړې عملي کېدل به یوازې پر دې اپلیکیشن اغېز ونه کړي، بلکې د کاروونکو، تجارتي شریکانو او د ټیکټاک له لارې د منځپانګې جوړوونکولپاره به هم مهمې پایلې ولري.