نتنیاهو: د یرغمل شویو کسانو د نومونو له نوملړ پرته به په غزه کې اوربند عملي نه شي

بنیامین نتنیاهو په غزه کې د اوربند د موافقې د عملي کېدو په درشل کې اعلان وکړ، چې اسراییل به تر هغه د دې موافقې عملي کول پیل نه کړي، تر څو چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو بهیر د یکشنبې په ورځ پېل شوی نه وي.