د طالبانو د سترې محکمې پلاوی د افغان بندیانو د اعدام د مخنېوي لپاره ایران ته تللی

طالبان وایي چې د دوی د سترې محکمې د مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ یو پلاوی د جمعې په ورځ د (مرغومې ۲۸مه) ایران ته تللی، چې په دغه هېواد کې د افغان بندیانو پر سر د هغه هېواد له چارواکو سره خبرې وکړي.