په مالیزیا کې د طالبانو سفیر د دغه هېواد له لوی مفتي سره لیدلي دي

په مالیزیا کې د طالبانو سرپرست سفیر نقیب الله احمدي د دغه هېواد له مفتي دوکتور لقمان عبدالله سره لیدلي، په دغه لېدنه کې په دوه اړخېزه همکارۍ او د افغانستان او مالیزیا په سیاسي لېد لوري خبرې شوي.