• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د متقي او هندي چارواکي لیدنه پسې طالب پلاوی چابهار کې د نمایندګۍ جوړولو لپاره ایران ته لاړ

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۰تازه شوی: ۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۲ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له لیدنې نږدې لس ورځې وروسته طالب پلاوی په چابهار بندر کې دایمي نمایندګي جوړلو لپاره ایران ته لاړ. د امیرخان متقي او ویکرم مسري لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د مرستو او سوداګریزو چارو د ملاتړ لپاره د چابهار کارول زیات شي.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن پخپله اېکسپاڼه کې لیکلي، د دغه وزارت د ټرانزیټ چارو رییس محمد الله بختیار په مشرۍ پلاوی به په چابهار بندر کې د دایمي نمایندګۍ پر جوړولو سربېره د طالب لوړپوړو چارواکو د مخکني سفر پر مهال د شویو تړونونو تخینکي چارې هم تعقیب کړي.

د دغه پلاوي تر سفر کابو لس ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري په عربي متحده اماراتو کې د بشري مرستو، پراختیايي پروژو، سیمه ییزې همکارۍ او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره د چابهار بندر د استفادي په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو او هند د بهرنیو چارو وزارت استازو د یادې لیدني په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، پرېکړه وشوه چې د بشري مرستو او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره د چابهار بندر کارول زیات شي. دا ګام د سیمه‌ییز اقتصادي ثبات او اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل شوی دی.

د راپورونو له مخې، هند د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جنګیالو د فعالیتونو پر سر له راټوکېدلو اختلافونو څخه سوداګریزه ګټه پورته کوي او غواړي افغان سوداګري د چابهار بندر په لور لاړه شي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د تېر نومبر په ۱۴مه په خپل یوه راپور کې د هند د ابزرور څیړنو او ستراتیژیکو مطالعاتو بنسټ د یوه همکار کبیر تنیجا له قوله ویلي و، چې نوی ډیلی له ډیر وخت راهیسي هڅه کوي چې چابهار بندر د افغانستان د ځایناستي سوداګریزې لارې په توګه معرفي کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۲ لکو افغانان له ایران ستانه شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۰

په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ایران د ۱.۲ ميليونو نه زيات ستانه شوي افغانان ثبت کړي، چې ۶۷ سلنه یې په زور له دغه هېواد ایستل شوي دي. دغه سازمان ويلي، چې له دې جملې يې له ۳۲۴ زرو زياتو ستنېدونکو ته بشري مرستې رسولې دي.

د کډوالو نړيوال سازمان د افغانستان څانګې پر اېکس پاڼه په خپلو وروستيو مالوماتو کې لیکلي، د کډوالو نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یونسیار او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې یو ګډ پلاوي په هرات کې له ایران د ستنېدونکو کډوالو له مرکزونو ليدنه کړې.

دغه سازمان لیکلي، چې د يو شمېر افغان کډوالو له وضعیته یې هم ځان خبر کړی.

په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان مشرې مي هاینګ پارک ويلي: «د اروپايي اتحاديې ملاتړ موږ ته توان را کوي، چې له سلګونو زرو راستنېدونکو او په افغانستان کې له زيانمنو ټولنو سره مرسته وکړو.»

د هغې په خبره، په دې مرستو به ټولنيز يوالي او اوږد مهاله حل لارو ته زمینه برابره شي.

په هرات کې د کډوالو د یوه مرکز څخه د کډوالو نړيوال سازمان او همکارو ادارو د استازو لیدنه
100%
په هرات کې د کډوالو د یوه مرکز څخه د کډوالو نړيوال سازمان او همکارو ادارو د استازو لیدنه

په افغانستان کې د طالبانو به واکمنېدو سره په زيات شمېر افغانان پاکستان او ایران ته کډوال شول او ان ځينو هلته سوداګريزې چارې هم پيل کړې.

خو د وروستيو راپورونو له مخي، د تېرو دوو کلونو راپه دې په پاکستان او ایران کې د افغانانو په وړاندي سخت اقدامات شوي او ان د وهلو، نیولو او زنداني کولو ترڅنګ يې کورونه هم تلاشۍ کيږي.

څو ځله د دواړو هېوادونو دغو کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې که قانوني اسناد لکه وېزې او پاسپورتونه ولري، هم نیول کیږي، ځورول کيږي او ویستل کیږي.

پیښور کې د پوځ په مشرۍ سیاسي غونډې څه موخې درلودې؟

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

د دیسمبر په دیارلسمه د پاکستان پوځ پیښور کې د ځینې سیاسي ګوندونو د مشرانو یوه غونډه رابللې وه. په دې غونډه کې د تحریک انصاف، مسلم لیګ، پیپلز پارټۍ، جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند او د ځینی نورو ګوندونو مشرانو ګډون کړی و.

د دوی خبرو اترو څلور ساعته ادامه وکړه. د تحریک انصاف غړي ‌او د پښتونخوا د ایالتي حکومت سر وزیر علی امین ګنډه پور او د پیپلز ګوند له خوا د ایالت ګورنر فیصل کریم کنډي د خپلو ګوندونو نمائندګی وکړه.

د داخله چارو وزیر محسن نقوي هم په غونډه کې موجود و، عجبه خبره دا وه چې د سیاسي ګوندونو دغه غونډه پوځ رابللې وه او د دې ریاست هم د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په داسې حال کې وکړ، چې د حفظ مراتب او دولتي پروتوکول له مخې له ده لوړ رتبه رجالو ( د داخله چارو وزیر ، د پښتونخوا د ایالت وړومبی وزیر او ګورنر، د پارلیمان غړو) هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.

سیاسي کتونکو او مستقلو ژورنالستانو په دې خبره حیرانتیا څرګنده کړه چې پوځ د سیاسی ګوندونو غونډې څنګې راغواړي او اداره کوي؟ هغوی دا کار پاکستان کې د جنرالواکۍ یوه بله بیلګه وبلله.

د نوي میلادی کال ۲۰۲۵په لومړیو ورځو کې د جنرال عاصم منیر د پښتونخوا سفر په داسې حال کې وشو چې په ۲۰۲۴کال کې په دغه ایالت کې ترهګري په دراماتیکه توګه زیاته شوې ده.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټيټیوټ د کلني راپور له مخې په ۲۰۲۴کې د تیر شوي کال یعنې د ۲۰۲۳په پرتله په پاکستان کې په ترهګریز بریدونو کې ۷۰فیصده زیاتوالی راغلې دی، په دې کې بیا زیاتره بریدونه په پښتونخوا او په بلوچستان کې شوي دي.

پښتونخوا کې د جنګ اور د ایالت په جنوبي ضلعو، د کوهاټ نه تر ډیره اسماعیل خان او د پخوانۍ فاټا ضلعو کې زیات خور شوی او زیاتره د پوځ، پولیسو او سرحدی قواوو غړي د بریدونو هدف ګرځیدلي، خو کومه خبره چې د پوځ د جنرالانو د زیات تشویش سبب ګرځیدلې ده هغه په تیرو دوو کلونو کې د پښتونخوا د اولسونو هغه مظاهرې او پرلتونه دي په کومو کې چې ځايي خلکو د ترهګرۍ د غندنې سره سره د پوځي عملیاتو مخالفت هم کړی دی.

د ولس وړومبی دلیل دا دی چې په تیرو اتلسو کلونو کې د ترهګرۍ په ضد د تش په نوم جنګ په جریان کې د ګڼ شمیر جګړو او عملیاتو په نتیجه کې عامو خلکو زیاته مرګ ژوبله او تاوان لیدلی، خو ترهګري د کمیدو په ځای زیاته شوې ده.

دویم دلیل دا دی چې په پښتونخوا کې په تیرو پنځه څلویښت کلونو کې د جګړو اصلي علت د پاکستاني جرنیلانو له خوا د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه او د زبرځواکونو په هژمونیستي شخړو کې ګډون دی.

د دغې پالیسۍ اساس هغه جنګی اقتصاد دی چې په تیرو پنځو لسیزو کې منځ ته راغلی او د ډیورانډ د کرښې دواړو خواوو ته جنګ سالاران ترې ګټه پورته کوي، چې د پاکستان دغې پالیسۍ تغیر نه وي کړې تر هغه وخته به افغان/پښتون د جنګ په اور کې سوځي.

که څه هم پوځیانو د پیښور خبرو ته د پي ټي ایم ، این ډي ایم او د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند غوندې نور هغه سازمانونه نه وو بللي،چې د جنرالواکۍ په سیاستونو کلکې نیوکې کوي، خو بیا هم په غونډه کې د موجودو سیاسي ګوندونو مشرانو جنرال عاصم منیر ته وویل چې د پښتونخوا ولسونه د داسې پوځي عملیاتو خلاف دي چې دوی په کې د پخوا غوندې یو ځل بیا بې کوره شي او کورونه او کاروبارونه یې تباه او برباد شي.

سیاسي مشرانو بله خبره جنرالانو ته دا وکړه چې پاکستان باید له افغانستان سره د جنګ نه ډډه وکړي ځکه چې جنګ نه یوازې د هیڅ مسلې حل نه دی، خو هغه نوې مسلې هم زیږوي.

د سیاسي ګوندونو دغه موضع ګیري د هغه ولسي فشار نتیجه دهچې په تیرو دوو کلونو کې په پراخه کچه رابرسیره شوی. جنرال عاصم منیر غونډې ته وویل چې پوځ به د عام او تام پوځي عملیاتو پر ځای د استخباراتي اطلاعاتو په اساس محدود عملیات کوي.

هغه وویل چې له افغانستان سره د دوی یوازنۍ شخړه د طالبانو له خوا ټي ټي پي ته پټ ځایونه ورکول دي.

پاکستاني جنرالانو ته د دغې سیاسي غونډې رابللو اړتیا ځکه پیښه شوه چې د پښتونخوا په ګوټ کې د پوځ د پالیسیو په ضد پراخې خود جوشه مظاهرې وشوې.

پوځ ولې سیاسي غونډه وکړه؟

په بنو او لکی مروت کې خو لکونو خلکو دا غوښتنه هم وکړه چې پوځ دې د هغوی د سیمو نه ووځي ، ځکه چې پوځ دغو سیمو ته ترهګر راوستي. د تیر کال د اکتوبر دمیاشتې په یولسمه، دولسمه او دیارلسمه د پی ټی ایم له خوا رابلل شوې د پښتنو قامی جرګه کې هم د پوځ او ټي ټي پي دواړو نه غوښتنه شوې وه، چې په دوه میاشتو کې د پښتونخوا نه ووځي.

د تیر کالدسمبر میاشت کې د پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ یو پریکړه تصویب کړی وه چې پکې په پښتونخوا کې د نویو پوځي عملیاتو مخالفت شوی.

دې ټولو پرمختګونو سره دا خبره په ډاګه شوې ده چې په پښتونخوا کې د پاکستان د جنرالواکۍ سیاستونه د تجرید او انزوا سره مخامخ شوي او ولسونه یې په کلکه مخالف دي.

د پوځ له خوا پیښور کې د دغې سیاسي غونډې د رابللو اساسي موخه دا ښکاره کول وو چې په پښتونخوا کې د پوځ عملیات د سیاسي تائید او پشتیبانۍ نه محرومه نه دي او سیاسي ګوندونه د پوځ د تصمیمونو مرسته کوي.

دا هم عجیبه خبره ده چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د دفاع وزیر خواجه اصف غونډې ته رابلل شوي نه وو.

د دغې غونډې نه پس د پوځ اعلامیه کې ادعا شوی وه، چې ګویا ټولو سیاسي ګوندونو د پوځ د پالیسیو مرسته وکړه، خو په غونډه کې ګډونوالو بعضي سیاسي ګوندونو میډیا سره خبرو کې وویل چې هغوی د نویو پوځي عملیاتو مرسته نه کوي.

د دې نه هم مهمه خبره دا ده چې پښتونخوا کې جنګ روان دی. د کورمې د مسایلو په باره کې د سرکاري جرګې د تصمیمونو باوجود حکومتد پاړا چنار او پاس کورمې د محاصرې او بندیزونو په پاې ته رسولو کې تر اوسه پاتې راغلی دی.

د دغو واقیعتونو په رڼا کې دا ویل غلط نه دي چې د پیښور سیاسي غونډه یوه داسې نمایشي پیښه وه، چې د پښتونخوا د بحراني اوضاعو باندې به کومه مثبته اغیزه نه ولري.

د طالبانو د سترې محکمې پلاوی د بندیانو د ستونزو د حل لپاره ایران ته لاړ

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۴۵ GMT+۰

طالبان وایي د دوی د سترې محکمې د اداري مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ يو پلاوی د قضایي همکارۍ د پياوړتيا او د زندانیانو د ستونزو د حل لپاره ایران ته لاړ. د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوي هم نږدې دوه میاشتې وړاندې له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه په کابل کې خبرې کړې وي.

د طالبانو مرستيال ویاند حمدالله فطرت د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د سترې محکمې د ادارD مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ قضايي پلاوی به په دې دوه ورځني سفر کې د ایران د عدليې له وزير، د محکمو د استرداد کمېټې له مشر او نورو لوړ رتبه ایراني چارواکو سره وګوري.

د مرستیال ویاند د مالوماتو له مخ، چې ایران ته د طالبانو فضايي پلاوي د تګ موخه د قضایي همکارۍ پیاوړتيا، په ایران کې د افغان بنديانو د حقونو تامين، په اعدام د محکومو افغانانو لپاره بديلې لارې لټول او د زندانیانو د سپارلو چاره تعقیبول دي.

د بشری حقوقو سازمان هه‌نګاو چې له بهره د ایران پېښې څاري، په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې د ایران حکومت د تېر ۲۰۲۴ کال په ډیسمبر میاشت کې د نهو افغانانو په ګډون ۱۳۸ زندانیان اعدام کړي دي.

د همدې سازمان د مالوماتو له مخې، ایران په ۲۰۲۴ کال کې شاوخوا ۷۴ افغان بندیان اعدام کړي دي.

نږدې دوه میاشتې مخکې ایراني پلاوي له طالب چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د زندانیانو د پر تبادله خبري وکړې.

خو دا لا روښانه نه ده، چې په ایران کې څومره افغانان بندیان دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې هم د ایران اته وګړي بندیان دي.

جلالي د ایران له سفیره غوښتي چې په کابل او بامیانو کې د جوړېدونکو روغتونونو چارې پېل کړي

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۵۴ GMT+۰

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د ایران له سفیر علي رضا بېکدلي سره لیدلي دي. جلالي د ایران له سفیر غوښتي چې په کابل او بامیانو کې د ایران له لورې د جوړېدونکو روغتونونو چارې پېل کړي.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډيو ټلوېزون د دغه لیدنې په اړه لیکلي چې د عامې روغتیا وزیر همدا ډول د ایران له سفیر د دوه اړخېزه همکارۍ غوښتنه کړې.

په دغه کتنه کې جلالي وویل:«د افغانستان روغتیايي سیستم کیفیت لرونکو درملو او عصري طبي تجهیزاتو ته اړتیا لري او د دواړو هېوادونو ترمنځ دوه اړخیزه همکاري کولای شي هېوادوالو ته د غوره روغتیايي خدمتونو زمینه برابره کړي.»

په دغه راپور کې راغلي چې د ایران سفیر علي رضا بېکدلي د عامې روغتیا وزارت سره د اوږد مهالې همکارۍ ډاډ ورکړی.

یاده دې وي چې د ۲۰۲۲ په سپټبر میاشت کې ایران اعلان وکړ، چې په کابل او بامیانو ولایتونو کې به دوه مجهز روغتونونه جوړ کړي چې پرمختللي وسایل به ولري، خو تر اوسه ددغه روغتونو د جوړېدو چارې نه دي پېل شوې.

د افغانستان د کرېکټ په ملاتړ د بریتانیا د پارلمان مخې ته افغانانو لاریون وکړ

۲۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۰۱ GMT+۰

د بریتانیا د پارلمان مخې، ته یو شمېر افغانانو د نجونو د زدکړو د حق او د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ لاریون وکړ. لاریونوال وايي،« د نجونو د زدکړو حق هم غواړو او کرېکټ هم غواړم او کرېکټ باید د سیاسي ګټو لپاره ونه کارول شي.»

دغه لاریونوذل وايي، سپورټ او سیاست باید بیل وي.

د دغه لاریون تنطیمونکی بشیر غروال وايي، چې بریتانوي سیاستوالو د طالبانو له خوا د افغان نجونو په وړاندې د سپورټ او زدکړو د بندیز له امله د افغان کرېکټ لوبډلې سره د لوبو د پړیکون غوښتنه کړې ده.

نوموړی وايي، پر کرېکټ ملي لوبډله بندیز به د افغان ښځو او نجونو پر زدکړو کوم مثبت اغیز ونه لري.

نوموړی وایي:«د بریتانیا د پارلمان مخې ته له راټولېدو سره، موږ په افغانستان کې د نجونو د تعلیمي مرکزونو د بیا پرانستلو او د هیواد د کرېکټ لوبډلې د لوبو د دوام غوښتنه کوو.»

همدارنګه نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان د کرېکټ لوبډلې د افغان نجونو د زدکړې ملاتړ کړی دی.

د دغه لاریون یو بل ګډونوال فضل ربي شینواری وايي، د بریتانیا له پارلمان غوښتنه کوو، چې د افغانستان په کرېکټ بندیز د حل لاره نه ده.

ښاغلی شینواری وایي:«له بېلا بېلو ښارونو لسګونه افغانان د بریتانیا د پارلمان مخې ته راټول شوي او د افغان نجونو د ښونځیو او کرېکټ په ملاتړ یې شعارونه ورکول، موږ غوښتنه کوو، چې پر کرېکټ بندییزونه د حل لاره نه ده او له ډیپلوماټیکو لارو دې حل کړي.»

څه موده وړاندې د بریتانیا د پارلمان یو شمېر غړو په چمپینزټرافي کې د له افغان لوبډلې سره د دغه هېواد د لوبډلې د لوبې د لغوکېدو غوښتنه کړي وه. خو د برېټانیا د سپورټ وزیري ویلي، چې له افغان لوبډلې سره به لوبه کوي.

همدارنګه یو شمېر افغان ښځینه فعالانو هم د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو پر زده کړو او کار د بندیز په غبرګون پر افغان کرېکټ لوبډله د بندیزونو غوښتنه کړي ده.