• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی له طالبانو سره د بندیانو د تبادلې په اړه کابل ته تللی دی

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۷:۵۷ GMT+۰

د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت وايي، د ایران د عدلیې وزارت پلاوی به کابل ته د خپل سفر پر مهال د دغې ډلې له چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د بندیانو اړوند مسایلو په اړه خبرې وکړي.

تېره ورځ ایران اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې زر تنه بندي افغانان افغانستان ته ستنوي.

د طالبانو تر واک لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ د (لړم ۲۴مه) د طالبانو د ویاند مرستیال یو غږیز کلیپ خپور کړی، چې نوموړي په کې ویلي، چې د ایران د عدلیې وزارت یو پلاوی د دواړو هېوادونو د بندیانو اړوند مسایلو په اړه خبرو لپاره کابل ته ورغلی.
نوموړي زیاته کړي، چې دغه ایرانی پلاوی به د طالب چارواکو سره په دواړو هېوادونو کې د بندیانو د تبادلې په اړه خبرې وکړي.
دغه ایرانی پلاوی پر داسې مهال افغانستان ته سفر کوي، چې تېره ورځ د ایران دولتي اژانس د دغه هېواد د عدلیې وزارت د بشري حقونو او نړۍوالې برخې د مرستیال له قوله خبر ورکړی و، چې د ایران په زندانونو کې ۱۰۰۰ تنه بندیان افغانستان ته استوي.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت د ایران له‌خوا د افغان بندیانو د انتقال د پرېکړې هرکلی کړی دی.
که څه هم ایران، افغانستان ته د ۱۰۰۰ تنه افغان بندیانو د استولو په اړه خبر ورکړی؛ خو دا لا روښانه نه ده، چې په دغه هېواد کې څومره نور افغانان بندیان دي.
د راپورونو له مخې، په افغانستان کې هم د ایران اته وګړي بندیان دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د خبریالانو د ملاتړ سازمان په ننګرهار کې پر تصویري مرکو بندیز د رسنیو پر وړاندې ګواښ بللی

۲۴ لړم ۱۴۰۳ - ۱۴ نومبر ۲۰۲۴، ۰۵:۰۰ GMT+۰

د افغانستان له خبریالانو د ملاتړ سازمان وایي، په ننګرهار ولایت کې پر تصویري مرکو بندیز د بیان ازادۍ او اطلاعاتو ته د لاسرسي حق ته زیان اړوي.

دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په دې تړاو د اندېښنې په ښودلو ویلي، چې دغه کړنه د رسنیو پر وړاندې یو جدي ګام او ګواښونکې کړنه ده.
تر دې وړاندې په ننګرهار ولایت کې سیمه‌ییزو سرچینو خبر ورکړی و، چې طالبانو خپلو ولایتي چارواکو ته امر کړی چې له تصویري رسنیو سره مرکې ونه کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، د طالبانو له‌‌خوا پر رسنیو او خبریالانو د محدودیتونو لګول نه یوازې د خبریالانو کار سختوي؛ بلکې د ولس له حقونو سرغړونه هم بلل کېږي.
دغه سازمان له طالبانو غوښتي، چې د رسنیو او خبریالانو د فعالیتونو مخه ډب نه کړي او د بیان ازادۍ حق ته درناوی ولري.
دغه سازمان له نړۍوالو بنسټونو، د بیان ازادۍ له ملاتړو ټولنو او د بشري حقونو له ملاتړ کوونکو څخه هم غوښتي، چې د افغان خبریالانو وضعیت وڅاري او د رسنیو پر وړاندې د دغو محدودیتونو د لرې کولو لپاره له خپلو ټولو امکاناتو څخه کار واخلي.
تر دې وړاندې تېره ورځ د افغانستان د خبریالانو مرکز هم په ننګرهار ولایت کې پر انځورونو او ویډيویي مرکو د طالبانو پر بندیزونو د اندېښنې په څرګندولو سره د رسنیو پر کاري بهیر د دغې پرېکړې د پایلو خبرداری ورکړی و.
دغه مرکز د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د طالبانو د امربالمعروف د قانون له مخې پر رسنیو د نویو محدودیتونو وضع کېدل د رسنیو ستونزې لا پسې زیاتوي.

له بل يلوه د هېواد په ځینو ولایتونو کې د ژوندیو موجوداتو د انځورونو د خپرولو له منع کېدو سره سم د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، چې دغه پرېکړه د رسنیو د فعالیتونو د بندېدو لامل نه کېږي.

سرچینو د مجاهد له قوله افغانستان انټرنشنل ته وویل:« طالبان د رسنیو د بندېدو اړوند د هېڅ کومې پرېکړې پلان نه لري.»

د هوا پوهنې اداره: ۱۹ ولایتونو کې د باران، تالندې او د سېلابونو د راوتلو اټکل شوی

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۹:۴۸ GMT+۰

د طالبانو تر کنټرول لاندې د هوا پوهنې ادارې د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) پر اېکس پاڼې لیکلي، چې د سالنګونو په ګډون د هېواد په ۱۹ ولایتونو کې د سختو بارانونو, تالندې او د سېلابونو د راوتلو اټکل شته.

د طالبانو د کنټرول لاندې د هوا پوهنې اداره وایي، چې دغه وړاندوینه د سالنګونو په ګډون په کاپیسا، پنجشیر، پروان، لغمان، ننگرهار، کونړ، نورستان، بغلان، سمنګان، بلخ، تخار، سرپل، بدخشان، میدان وردک، غزني، هرات، بامیان، غور او دایکندي ولایتونو کې شوې ده.

دغې ادارې له هېوادوالو غوښتي، چې په ولایتونو کې له پېښو سره د مبارزې ولایتي کمېټو لخوا ورکړل شویو لارښوونو سره سم عمل وکړي او سیندونو ته دې له نږدې کېدو څخه په جدي ډول ډډه وکړي.

تېره ورځ (پرون) هم دغې ادارې په بدخشان، نورستان، پروان، پنجشېر، تخار، بغلان، کندوز، سمنګان، بلخ، بامیان، سرپل، جوزجان، فاریاب، دایکندي، غور، بادغیس او هرات ولایتونو کې د شړکنده باران، تالندې برېښنا، تېزو سېلیو، خاورو دوړو او سېلابونو د راوتو اټکل کړی و.

یاده اداره په داسې حال کې دغه وړاندوینه کوي، چې د هېواد په بېلابیلو برخو کې په وروستیو کلونو کې د سختو سېلابونو د راوتلو له امله سلګونه کسانو ته مرګژوبله واوښته او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې له منځه یوړې.

د ژمي په را نږدې کېدو سره یو ځل بیا د هغو سېلاب ځپلو سیمو اوسېدونکي اندېښمن دي، چې تر اوسه هم سرپناه نه لري او له ناوړه اقتصادي وضعیت سره هم مخ دي.

مالیزیا: د افغانستان د کانونو او پېټرولیم وزارت اړوند تخنیکي مسوولینو روزنې ته چمتو یو

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۸:۲۳ GMT+۰

د مالیزیا په کوالالمپور کې د افغانستان سفارت سرپرست د مالیزیا د تېلو او ګازو د سترې کمپنۍ پطروناس له مشر داتو انجنیر باچو پیلونګ سره لیدنه کې له هغه وغوښتل، چې د کانونو او پېټرولیم وزارت سره د مسوولینو په تخنیکي روزنه او ظرفیت لوړونه کې مرسته وکړي.

پطروناس په مالیزیا کې د تېلو او ګازو ستره کمپنۍ ده، چې په لسګونو بهرنیو هېوادونو کې یې هم زیاته پانګونه کړې ده.

په مالیزیا کې د افغانستان سفارت چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دی، د چهارشنبې په ورځ (د لړم ۲۳مه) پر اېکس پاڼې کاږلي، چې نقیب الله احمدي له باچو پیلونګ څخه د کانونو او پېټرولیم وزارت سره د مسوولینو په تخنیکي روزنه، ظرفیت لوړونه، د کانونو او ګازو د استخراج، اکتشاف او قرارداد ورکولو په برخه کې هم د همکارۍ غوښتنه کړې.

یاد سفارت لیکلي، چې ښاغلي باچو پیلونګ په یادو شویو برخو کې د همکارۍ ډاډ څرګند کړ او زیاته یې کړه: «د کانونو او پېټرولیم وزارت اړوند تخنیکي مسولینو روزنې ته چمتو دي.»

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې چین د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت یو شمېر کار کوونکي روزلي دي.

چین د ۳۰ کلونو لپاره په افغانستان کې د مس عینک کان د استخراج جواز لري.

جنرال مکنزي: موږ ونه توانیدو چې طالبان د سولې موافقې ته مجبور کړو

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د افغانستان په تړاو د امریکا د نوي سیاست د ارزونې په غونډه کې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ پخوانی قوماندان جنرال فرانک مکنزي وايي چې امریکا ونه توانېده چې طالبان د سولې موافقې ته مجبور کړي.

نوموړي زیاته کړه چې د افغانستان پخوانی جمهوري دولت هم د سولې لپاره علاقه مند نه و.

د امریکا د پوځ دغه پخواني جنرال د داعش - خراسان ډلې د فعالیتونو په تړاو هم اندېښنه څرګنده کړه او د فعالیتونو د ډېرېدا خبر یې ورکړ.

مکنزي وویل، چې طالبان دې له القاعدې سره له مبارزې پرته په رسمیت نه پېژندل کیږي او په دې برخه کې باید ګامونه واخلي.

هغه وویل، چې له افغانستان نه د ټولو ځواکونو اېستل سم نه وو او د امریکا په دولت کې لومړنی توافق په افغانستان کې د ۲۵۰۰ سرتېرو ساتل وو، خو باید د ۲۰۲۱ کال د اپریل په نیمايي کې تصمیم ونیوه چې ټول ځواکونه و اېستل شي.

فرانک مکنزي وايي، په افغانستان کې جګړه له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره اړینه وه او په خبرو اترو کې د افغانستان د دولت نه شریکول تېروتنه وه.

مکنزي وویل امریکا باید وسله والو ته اجازه نه وای ورکړې، چې په پاکستان کې پناه واخلي.مکنزي زیاته کړه: «موږ په افغانستان کې پوځي تېروتنه وکړه. موږ باید اسامه بن لادن مخکې وژلی وای»،

هغه له افغانستان نه بهر د طالب وسله والو پټنځايونو ته په اشارې سره وویل، «پاکستان په ډیر خطرناک حالت کې و».

د سنټکام پخواني قوماندان زیاته کړه، چې امریکا په افغانستان کې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره د دولت جوړونې پرېکړه کړې وه. هغه په ​​افغانستان کې د دولت جوړونې پرېکړه یوه تېروتنه وبلله.

د هغه په ​​وينا، د امريکا د وتلو لامل دا و، چې دوو امريکايي ولسمشرانو له افغانستان نه د وتلو هوکړه وکړه.

هغه وویل، «امریکا نه غوښتل چې د ماتې په اعلانولو سره له افغانستان څخه ووځي خو په پای کې د جګړې بڼه بدله شوه».

زلمی خلیلزاد: طالبان ښايي د لنډ وخت لپاره په واک کې وي

۲۳ لړم ۱۴۰۳ - ۱۳ نومبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۰

زلمی خلیلزاد وايي، چې طالبان به د اوږده وخت لپاره په واک کې پاتې نه شي، خو ټینګار کوي، چې له دې ډلې سره باید تعامل وشي او افغانستان ته شا نه شي.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد د فلوریډا پوهنتون د نړیوال او ملي امنیت موسسې په ناسته کې، چې د افغانستان په تړاو د امریکا د نوي دولت د بهرني سیاست په تړاو جوړه شوې، وویل، چې چې افغانستان ته شا کول به تېروتنه وي او له طالبانو سره باید تعامل وشي.

خلیلزاد دې ناستې ته چې د افغانستان انټرنشنل له خوا ژوندۍ خپریږي، وویل، چې د افغانستان مخکیني حکومت « نوی دولت» خوښ نه کړ او طالبانو هم نه غوښتل چې افغانستان په ګډه اداره کړي.

خلیلزاد وویل، چې د خبرو اترو ډېر وخت ضایع شو او ښايي د افغان اړخونو هدف« ځنډول» وو.

افغانستان کې د امریکا مخکینی استازی وايي، طالبان ښايي د لنډ وخت لپاره په واک کې وي، خو د اوږده وخت لپاره به ځواب ور نه کړ.

هغه پر بین الافغاني خبرو اترو ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانان باید یو سیاسي نظام ولري چې د ټولو افغانانو غوښتنو ته ځواب وویلای شي.

خلیلزاد وايي، چې د اشرف غني وتل ددوی لپاره حیرانوونکي ګام و.

هغه وویل چې ټاکل شوې وه د بین الافغاني خبرو اترو په پایله کې یو نوی دولت رامنځته شي او د وزارتونو د وېش په اړه هوکړې ترسره شي، خو د افغانستان دولت سقوط وکړ.

خلیلزاد زیاته کړه، چې د مخکیني ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د سیاسي او امنیتي ځواکونو وتل د امریکایانو لپاره هېښوونکي وو.