• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پاکستاني او ازبکستاني چارواکو د افغان ټرانس پټلۍ پر جوړولو خبرې سره وکړې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۷ GMT+۰

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، له پاکستاني چارواکو سره یې په افغانستان کې د روانو ټرانسپورټي او مخابراتي پروژو په تېره د افغان ټرانس پټلۍ پر جوړولو خبرې کړې دي. افغان ټرانس پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار پیلیږي او له مزارشریف او کابل تر تېریدو وروسته پېښور ته رسیږي.

د ازبکسان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په دغه لیدنه کې د افغانستان په چارو کې د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشف او په ازبکستان کې د پاکستان سفیر احمد فاروق ګډون درلود.

دوی دواړو په افغانستان کې پر پروژو سربېره له ازبکستان او پاکستان سره د طالبانو د حکومت د اړیکو پر اوسني وضیعت او سیمه ییز امنیت هم خبرې وکړې.

افغان ټرانس پټلۍ د ازبکستان له ترمز ښار پیلیږي او د مزارشریف او کابل ښارونو تر تېریدو وروسته د کورمې له لارې د پښتونخوا تر پېښور رسیږي.

د افغانستان، پاکستان او ازبکستان ترمنځ د ټرانس افغان ریل پټلۍ د جوړولو پلان په ۲۰۱۸ کال کې وړاندې شو ترڅو یوه اقتصادي لویه لاره جوړه شي چې منځنۍ اسیا د پاکستان له سمندري بندرونو سره وصل کړي.

دغه پټلۍ چې ۵۷۳ کیلومتره اوږدوالی لري د جوړولو لګښت یې له څلورنیم میلیارد ډالرو څخه زیات اټکل شوی دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د پرله ‌پسې دویم کال لپاره روسیې ته د محصلینو د تحصیلي سفر مخه نیولې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۶ GMT+۰

یو شمېر هغه زدکوونکي چې د روسیې بورسونه یې ترلاسه کړي دي وايي، چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د دوی د سفر مخالفت کړی دی. په کابل کې د روسیې د علم او ​​فرهنګ کور دغو زدکوونکو ته ویلي، چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د دوی د تحصیلي سفر مخه نیولې ده.

یوه زدکوونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارواکي «غیري اسلامي» هیوادونو ته د زدکوونکو د سفر مخالف دي.

د هغه په ​​وینا طالبان په دې باور دي، چې دوی د زدکړې لپاره دې هیوادونو ته سفر سره خپلي «مذهبي عقیدې» له لاسه ورکوي.

یو شمېر زدکوونکو د جمعې په ورځ (د مرغومې ۲۸مه) افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې دوی د ۲۰۲۳ کال لپاره د روسیې د حکومت د بورسونو لپاره غوښتنه کړې وه او د ۲۰۲۴ کال په نیمایي کې په کابل کې د روسیې د علم او ​​فرهنګ کور د دوی ۵۰۰ کسان د دې بورسونو لپاره وړ وګڼل.

تېر کال هم طالبانو د ۵۰۰ نارینه زدکوونکو پاسپورټونه ضبط کړل او د زدکړو لپاره یې روسیې ته د هغوی د سفر مخه ونیوله.

هغو زدکوونکو چې دغه بورسونه یې یې ترلاسه کړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې په کابل کې دروسيې د علم او فرهنګ کور د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت له چارواکو سره له خبرو وروسته د پنجشنبې په ورځ (د مرغومې ۲۷مه) د زدکوونکو استازو ته خبر ورکړ، چې طالبان د دوی د تحصیلي سفر مخالف دي.

یو زدکوونکي وویل، چې هر محصل د تعلیمي اسنادو په ژباړلو او طبي معایناتو کې له ۱۰۰ تر ۲۰۰ ډالرو مصرف کړی دی.

هغه زیاته کړه، چې نوماندانو د دې بورسونو لپاره ټول اداري پروسیجرونه او اسناد بشپړ کړي دي.

زدکوونکي وايي، چې د روسیې د علم او فرهنګ کور په دې موده کې څو ځله د دوی له ۱۵ استازو سره لیدلي او خبرې یې کړې دي.

د دغو زدکوونکو په وینا، د روسیې د علم او فرهنګ کور د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت د موافقې ترلاسه کولو ډېره هڅه وکړه.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د زدکونکو په وینا، د ۲۰۲۲ کال د روسیې د بورسونو لپاره یو شمیر نوماندان د ۲۰۲۳ کال په نیمایي کې د روسیې د علم او ​​فرهنګ کور په مرسته د ایران له لارې هغه هیواد ته سفر وکړ.

خو دا زده کوونکي دا مني، چې د روسیې د علم او ​فرهنګ کور د دې دورې زدکوونکو لپاره د ویزې اسانتیاوې او د ایران له لارې د زدکړې سفرونه چمتو کولو ته لیواله نه ده.

یوه زدکوونکي وویل، چې د روسیې د علم او ​​فرهنګ کور نه غواړي، چې د زده کوونکو په خاطر له طالبانو سره خپلې اړیکې خرابې کړي.

د بیلاروس ولسمشر وايي، افغانستان او سوریه له دغه هېواد سره همکارۍ ته لیوال دي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۰۶ GMT+۰

د بیلاروس ولسمشر د بهرنۍ سوداګرۍ په یوه غونډه کې نن ویلي، چې د افغانستان او سوریې چارواکي ورته د همکارۍ وړاندیز کوي، خو په په دواړو هېوادونو کې وضیعت پیچلی دی. لوکا شینکو زیاتوي، هېواد یې له ختیځ سره سوداګرۍ ته اړتیا لري، چې موخه یې د اسیا او منځني ختیځ هېوادونه دي.

د بیلاروس رسنو د راپور له مخې، د دغه هېواد ولسمشر د جمعې په ورځ د بهرنۍ سوداګرۍ په اړه په یوه غونډه کې وویل، چې سوریه، افغانستان او ډېرو افریقایي هېوادونو له بیلاروس سره د همکارۍ لیوالتیا ښودلې ده.

د بیلاروس ولسشمر الکساندر لوکاشینکو په یاده غونډه کې ویلي:«سوریه موږ ته د همکارۍ وړاندیز کوي، زموږ له چارواکو څخه غواړي چې ورشي، خبرې ورسره وکړي او پلانونه عملي کړي. افغانستان هم زموږ په محصولاتو کې لیوالتیا لري. په دواړو هیوادونو کې وضعیت پیچلی دی.»

د بیلاروس ولسمشر په وینا، د پاکستان، انډونیزیا او شمالي کوریا په ګډون په ختیځ کې شاوخوا پنځو هیوادونو بیلاروس ته بلنه ورکړې چې د همکارۍ په اړه د خبرو اترو لپاره د لوړې کچې غونډې وکړي.

نوموړي ویلي، چې دمګړۍ د بیلاروس بهرنۍ سوداګرۍ تر ډیره د ختیځ هېوادونو ته اړتیا لري خو وايي، هیواد یې په بشپړ ډول د لویدیځو هیوادونو سره اقتصادي همکاري نه پریږدي.

نوموړي زیاته کړه:«موږ لاهم په هغو شیانو کې سوداګري کوو چې زموږ دواړو ته په زړه پورې دي، خو حجم او پیسې یو شان ندي. له همدې امله، موږ به د روسیې فدراسیون، د چین د خلکو جمهوریت په څیر ختیځ بازارونو باندې تمرکز وکړو.»

نوموړي دغه څرګندوني په داسې حال کړي دي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت مرستیال لوکا شیویچ د مرغومي په ۲۳مه کال ته د سفر پر مهال له طالب چارواکو سره د سیاسي او اقتصادي همکاریو په اړه خبرې وکړې.

بیلاروس سوېلي اسیا ته د داسې دهلیز جوړېدل غواړي چې له دغه هېواد پیلیږي او له روسیې، قزاقستان او ازبکستان په تېریدو د افغانستان له لارې پاکستان او بیا تر هند سمندر رسیږي.

شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې د ازبکستان د ټرانسپورټ وزارت هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، چې پاکستان هم هند سمندر ته د افغانستان له لارې له تلونکي نړیوال دهلیز سره یو ځای شو.

د متقي او هندي چارواکي لیدنه پسې طالب پلاوی چابهار کې د نمایندګۍ جوړولو لپاره ایران ته لاړ

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۰۷ GMT+۰

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر او د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر له لیدنې نږدې لس ورځې وروسته طالب پلاوی په چابهار بندر کې دایمي نمایندګي جوړلو لپاره ایران ته لاړ. د امیرخان متقي او ویکرم مسري لیدنه کې پرېکړه وشوه چې د مرستو او سوداګریزو چارو د ملاتړ لپاره د چابهار کارول زیات شي.

د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن پخپله اېکسپاڼه کې لیکلي، د دغه وزارت د ټرانزیټ چارو رییس محمد الله بختیار په مشرۍ پلاوی به په چابهار بندر کې د دایمي نمایندګۍ پر جوړولو سربېره د طالب لوړپوړو چارواکو د مخکني سفر پر مهال د شویو تړونونو تخینکي چارې هم تعقیب کړي.

د دغه پلاوي تر سفر کابو لس ورځې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د هند د بهرنیو چارو سکرتر ویکرم مسري په عربي متحده اماراتو کې د بشري مرستو، پراختیايي پروژو، سیمه ییزې همکارۍ او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره د چابهار بندر د استفادي په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو او هند د بهرنیو چارو وزارت استازو د یادې لیدني په اړه د هند د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه وايي، پرېکړه وشوه چې د بشري مرستو او سوداګریزو فعالیتونو د ملاتړ لپاره د چابهار بندر کارول زیات شي. دا ګام د سیمه‌ییز اقتصادي ثبات او اړیکو پیاوړتیا لپاره مهم ګڼل شوی دی.

د راپورونو له مخې، هند د طالبانو او پاکستان ترمنځ د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د جنګیالو د فعالیتونو پر سر له راټوکېدلو اختلافونو څخه سوداګریزه ګټه پورته کوي او غواړي افغان سوداګري د چابهار بندر په لور لاړه شي.

د ساوت چاینا مارنینګ پوسټ د تېر نومبر په ۱۴مه په خپل یوه راپور کې د هند د ابزرور څیړنو او ستراتیژیکو مطالعاتو بنسټ د یوه همکار کبیر تنیجا له قوله ویلي و، چې نوی ډیلی له ډیر وخت راهیسي هڅه کوي چې چابهار بندر د افغانستان د ځایناستي سوداګریزې لارې په توګه معرفي کړي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان وايي، په ۲۰۲۴ کال کې تر ۱۲ لکو افغانان له ایران ستانه شوي

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۵۰ GMT+۰

په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان وايي، چې په ۲۰۲۴ کال کې یې له ایران د ۱.۲ ميليونو نه زيات ستانه شوي افغانان ثبت کړي، چې ۶۷ سلنه یې په زور له دغه هېواد ایستل شوي دي. دغه سازمان ويلي، چې له دې جملې يې له ۳۲۴ زرو زياتو ستنېدونکو ته بشري مرستې رسولې دي.

د کډوالو نړيوال سازمان د افغانستان څانګې پر اېکس پاڼه په خپلو وروستيو مالوماتو کې لیکلي، د کډوالو نړيوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالۍ عالي کمېشنرۍ یونسیار او په افغانستان کې د اروپايي ټولنې یو ګډ پلاوي په هرات کې له ایران د ستنېدونکو کډوالو له مرکزونو ليدنه کړې.

دغه سازمان لیکلي، چې د يو شمېر افغان کډوالو له وضعیته یې هم ځان خبر کړی.

په افغانستان کې د کډوالو نړيوال سازمان مشرې مي هاینګ پارک ويلي: «د اروپايي اتحاديې ملاتړ موږ ته توان را کوي، چې له سلګونو زرو راستنېدونکو او په افغانستان کې له زيانمنو ټولنو سره مرسته وکړو.»

د هغې په خبره، په دې مرستو به ټولنيز يوالي او اوږد مهاله حل لارو ته زمینه برابره شي.

په هرات کې د کډوالو د یوه مرکز څخه د کډوالو نړيوال سازمان او همکارو ادارو د استازو لیدنه
100%
په هرات کې د کډوالو د یوه مرکز څخه د کډوالو نړيوال سازمان او همکارو ادارو د استازو لیدنه

په افغانستان کې د طالبانو به واکمنېدو سره په زيات شمېر افغانان پاکستان او ایران ته کډوال شول او ان ځينو هلته سوداګريزې چارې هم پيل کړې.

خو د وروستيو راپورونو له مخي، د تېرو دوو کلونو راپه دې په پاکستان او ایران کې د افغانانو په وړاندي سخت اقدامات شوي او ان د وهلو، نیولو او زنداني کولو ترڅنګ يې کورونه هم تلاشۍ کيږي.

څو ځله د دواړو هېوادونو دغو کډوالو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې که قانوني اسناد لکه وېزې او پاسپورتونه ولري، هم نیول کیږي، ځورول کيږي او ویستل کیږي.

پیښور کې د پوځ په مشرۍ سیاسي غونډې څه موخې درلودې؟

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۱ GMT+۰
•
افراسیاب خټک

د دیسمبر په دیارلسمه د پاکستان پوځ پیښور کې د ځینې سیاسي ګوندونو د مشرانو یوه غونډه رابللې وه. په دې غونډه کې د تحریک انصاف، مسلم لیګ، پیپلز پارټۍ، جمیعت العلمای اسلام، عوامي نیشنل ګوند، جماعت اسلامي، قومي وطن ګوند او د ځینی نورو ګوندونو مشرانو ګډون کړی و.

د دوی خبرو اترو څلور ساعته ادامه وکړه. د تحریک انصاف غړي ‌او د پښتونخوا د ایالتي حکومت سر وزیر علی امین ګنډه پور او د پیپلز ګوند له خوا د ایالت ګورنر فیصل کریم کنډي د خپلو ګوندونو نمائندګی وکړه.

د داخله چارو وزیر محسن نقوي هم په غونډه کې موجود و، عجبه خبره دا وه چې د سیاسي ګوندونو دغه غونډه پوځ رابللې وه او د دې ریاست هم د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال عاصم منیر په داسې حال کې وکړ، چې د حفظ مراتب او دولتي پروتوکول له مخې له ده لوړ رتبه رجالو ( د داخله چارو وزیر ، د پښتونخوا د ایالت وړومبی وزیر او ګورنر، د پارلیمان غړو) هم په دغه غونډه کې ګډون درلود.

سیاسي کتونکو او مستقلو ژورنالستانو په دې خبره حیرانتیا څرګنده کړه چې پوځ د سیاسی ګوندونو غونډې څنګې راغواړي او اداره کوي؟ هغوی دا کار پاکستان کې د جنرالواکۍ یوه بله بیلګه وبلله.

د نوي میلادی کال ۲۰۲۵په لومړیو ورځو کې د جنرال عاصم منیر د پښتونخوا سفر په داسې حال کې وشو چې په ۲۰۲۴کال کې په دغه ایالت کې ترهګري په دراماتیکه توګه زیاته شوې ده.

په اسلام اباد کې د پاکستان د سولې د مطالعاتو د انسټيټیوټ د کلني راپور له مخې په ۲۰۲۴کې د تیر شوي کال یعنې د ۲۰۲۳په پرتله په پاکستان کې په ترهګریز بریدونو کې ۷۰فیصده زیاتوالی راغلې دی، په دې کې بیا زیاتره بریدونه په پښتونخوا او په بلوچستان کې شوي دي.

پښتونخوا کې د جنګ اور د ایالت په جنوبي ضلعو، د کوهاټ نه تر ډیره اسماعیل خان او د پخوانۍ فاټا ضلعو کې زیات خور شوی او زیاتره د پوځ، پولیسو او سرحدی قواوو غړي د بریدونو هدف ګرځیدلي، خو کومه خبره چې د پوځ د جنرالانو د زیات تشویش سبب ګرځیدلې ده هغه په تیرو دوو کلونو کې د پښتونخوا د اولسونو هغه مظاهرې او پرلتونه دي په کومو کې چې ځايي خلکو د ترهګرۍ د غندنې سره سره د پوځي عملیاتو مخالفت هم کړی دی.

د ولس وړومبی دلیل دا دی چې په تیرو اتلسو کلونو کې د ترهګرۍ په ضد د تش په نوم جنګ په جریان کې د ګڼ شمیر جګړو او عملیاتو په نتیجه کې عامو خلکو زیاته مرګ ژوبله او تاوان لیدلی، خو ترهګري د کمیدو په ځای زیاته شوې ده.

دویم دلیل دا دی چې په پښتونخوا کې په تیرو پنځه څلویښت کلونو کې د جګړو اصلي علت د پاکستاني جرنیلانو له خوا د افغانستان په داخلي چارو کې لاس وهنه او د زبرځواکونو په هژمونیستي شخړو کې ګډون دی.

د دغې پالیسۍ اساس هغه جنګی اقتصاد دی چې په تیرو پنځو لسیزو کې منځ ته راغلی او د ډیورانډ د کرښې دواړو خواوو ته جنګ سالاران ترې ګټه پورته کوي، چې د پاکستان دغې پالیسۍ تغیر نه وي کړې تر هغه وخته به افغان/پښتون د جنګ په اور کې سوځي.

که څه هم پوځیانو د پیښور خبرو ته د پي ټي ایم ، این ډي ایم او د پښتونخوا نیشنل عوامي ګوند غوندې نور هغه سازمانونه نه وو بللي،چې د جنرالواکۍ په سیاستونو کلکې نیوکې کوي، خو بیا هم په غونډه کې د موجودو سیاسي ګوندونو مشرانو جنرال عاصم منیر ته وویل چې د پښتونخوا ولسونه د داسې پوځي عملیاتو خلاف دي چې دوی په کې د پخوا غوندې یو ځل بیا بې کوره شي او کورونه او کاروبارونه یې تباه او برباد شي.

سیاسي مشرانو بله خبره جنرالانو ته دا وکړه چې پاکستان باید له افغانستان سره د جنګ نه ډډه وکړي ځکه چې جنګ نه یوازې د هیڅ مسلې حل نه دی، خو هغه نوې مسلې هم زیږوي.

د سیاسي ګوندونو دغه موضع ګیري د هغه ولسي فشار نتیجه دهچې په تیرو دوو کلونو کې په پراخه کچه رابرسیره شوی. جنرال عاصم منیر غونډې ته وویل چې پوځ به د عام او تام پوځي عملیاتو پر ځای د استخباراتي اطلاعاتو په اساس محدود عملیات کوي.

هغه وویل چې له افغانستان سره د دوی یوازنۍ شخړه د طالبانو له خوا ټي ټي پي ته پټ ځایونه ورکول دي.

پاکستاني جنرالانو ته د دغې سیاسي غونډې رابللو اړتیا ځکه پیښه شوه چې د پښتونخوا په ګوټ کې د پوځ د پالیسیو په ضد پراخې خود جوشه مظاهرې وشوې.

پوځ ولې سیاسي غونډه وکړه؟

په بنو او لکی مروت کې خو لکونو خلکو دا غوښتنه هم وکړه چې پوځ دې د هغوی د سیمو نه ووځي ، ځکه چې پوځ دغو سیمو ته ترهګر راوستي. د تیر کال د اکتوبر دمیاشتې په یولسمه، دولسمه او دیارلسمه د پی ټی ایم له خوا رابلل شوې د پښتنو قامی جرګه کې هم د پوځ او ټي ټي پي دواړو نه غوښتنه شوې وه، چې په دوه میاشتو کې د پښتونخوا نه ووځي.

د تیر کالدسمبر میاشت کې د پښتونخوا ایالتي اسمبلۍ یو پریکړه تصویب کړی وه چې پکې په پښتونخوا کې د نویو پوځي عملیاتو مخالفت شوی.

دې ټولو پرمختګونو سره دا خبره په ډاګه شوې ده چې په پښتونخوا کې د پاکستان د جنرالواکۍ سیاستونه د تجرید او انزوا سره مخامخ شوي او ولسونه یې په کلکه مخالف دي.

د پوځ له خوا پیښور کې د دغې سیاسي غونډې د رابللو اساسي موخه دا ښکاره کول وو چې په پښتونخوا کې د پوځ عملیات د سیاسي تائید او پشتیبانۍ نه محرومه نه دي او سیاسي ګوندونه د پوځ د تصمیمونو مرسته کوي.

دا هم عجیبه خبره ده چې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف او د دفاع وزیر خواجه اصف غونډې ته رابلل شوي نه وو.

د دغې غونډې نه پس د پوځ اعلامیه کې ادعا شوی وه، چې ګویا ټولو سیاسي ګوندونو د پوځ د پالیسیو مرسته وکړه، خو په غونډه کې ګډونوالو بعضي سیاسي ګوندونو میډیا سره خبرو کې وویل چې هغوی د نویو پوځي عملیاتو مرسته نه کوي.

د دې نه هم مهمه خبره دا ده چې پښتونخوا کې جنګ روان دی. د کورمې د مسایلو په باره کې د سرکاري جرګې د تصمیمونو باوجود حکومتد پاړا چنار او پاس کورمې د محاصرې او بندیزونو په پاې ته رسولو کې تر اوسه پاتې راغلی دی.

د دغو واقیعتونو په رڼا کې دا ویل غلط نه دي چې د پیښور سیاسي غونډه یوه داسې نمایشي پیښه وه، چې د پښتونخوا د بحراني اوضاعو باندې به کومه مثبته اغیزه نه ولري.