د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايی چې د یاد وزارت وزیر نورالدین عزیزي د ایران له ریل پټلۍ څخه د ګټې اخیستنې ادارې مرستیال مرتضی جعفري په مشرۍ پلاوي سره کتلي دي.
دغه وزارت وايي، « د ریل پټلۍ له لارې د ایران او افغانستان تر منځ تګ او راتګ او انتقالات زیاتېږي».
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په دې کتنه کې د ریل پټلۍ له لارې د دواړو هېوادونو تر مینځ د صادراتو او وارداتو او اروپایي هېوادونو ته د ریل پټلۍ په واسطه د ایران او ترکیې له لارې د افغاني توکو د لېږد په اړه خبرې وشوې.
طالبانو د ایراني پلاوي په حواله لیکلي چې« د ایران د اسلامي جمهوریت پلاوي په دې لیدنه کې ژمنه وکړه چې افغانستان صادراتي، وارداتي او ترانزیتي توکي به په ټيټه بیه او دامکان په صورت کې په کمه موده کې لېږدوي.»
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د دواړو هېوادونو د دولتونو له خوا سوداګرو ته د اسانتیاوو پر برابرولو او د ریل پټلۍ له لارې د لېږد رالېږد پر زیاتوالي د ټینګار ترڅنګ د همغږۍ په موخه ایراني پلاوي ته یو پنځه کسیز پلاوی ور پېژندلی.
د طالبانو دسوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د مرغومي پر ۲۳مه په کابل کې د ایران له سفیر عليرضا بیکدلي سره په لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او «له ریل پټلۍ سره د چابهار نښلولو» په اړه خبرې کړې وې.
افغانستان پر ایران سربېره له چین، ازبکستان او قزاقستان سره د ریل پټلۍ له لارې تګ راتګ او انتقالات لري.
طالبانو د لیندۍ پر ۳مه ویلي و، چې له چین څخه د اورګاډي له لارې د سوداګریزو توکو لومړۍ جوپه حيرتان بندر ته رسېدلې ده.
دې ډلې زیاته کړې وه، چې دغه ریل ګاډی د قزاقستان او ازبکستان له لارو په ۲۲ ورځو کې د افغانستان شمال ته رسیدلی دی.
د چین لومړنی اورګادی له دغو لارو په ۱۲ ورځو کې حیرتان ته رسیدلی و.
طالبانو پر ښځو او نجونو ګڼ محدودیتونه وضع کړي، چې روغتیايي خدماتو او زدهکړې ته یې لاسرسی خورا محدود کړی.
په ورته وخت کې، د ښځینه روغتیايي کارکوونکو کمښت، چې د طالبانو د فرمانونو له امله لا زیات شوی، ستونزه نوره هم جدي کړې ده.
اګلند وویل چې افغان ښځو او نجونو د نړۍ د مشرانو هغه ژمنې نه دي هېرې کړې چې ویل یې د دوی « لومړیتوب تعلیم او بشري حقونه» دي. هغه زیاته کړه: « اوس موږ نه شو کولی د کونډو او یتیمانو لپاره د ژوند چلونې پروګرامونه تمویل کړو».
اګلند له طالب چارواکو سره د خپلې وروستۍ لیدنې په اړه وویل چې خبرې اترې یې زیاتره د ښځو او نجونو لپاره د زدهکړې د بیا پیل پر اړتیا متمرکزې وې. هغه زیاته کړه: « دوی لا هم وايي چې دا به وشي، خو شرایط مناسب نه دي».
هغه د اسلامي هیوادونو لکه قطر او سعودي عربستان سفارتونو سره هم لیدنې کړې، چې لا هم په افغانستان کې ډیپلوماتیک حضور لري او پر طالبانو یې د ښځو پر تعلیم او کار د بندیزونو له امله نیوکې کړې دي.
اګلینډ دغه راز نن یکشنبه «د مرغومي ۳۰مه» پر خپله ایکسپاڼه ولیکل چې نوموړي د ایران او افغانستان ګډې پولې ته څېرمه د هرات اسلام کلا ته سفر کړی دی.
جان اګلېنډ وايي چې د هرات په اسلام کلا کې یې له ګڼو هغه افغانانو سره لیدلي، چې له ایران څخه بېرته افغانستان ته په جبري ډول شړل شوي دي.
جان اګلېنډ وايي، «نن له دریو زرو زیات شړل شوي افغانان له ایران څخه د اسلام کلا په سرحدي لاره باندې بیرته رااوښتي دي».
د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي زیاتوي چې په اسلام کلا کې یې له یو شمېر شړل شویو افغانانو سره له نږدې لیدلي دي.
جان اګلېنډ له ایران څخه د یو شړل شوي افغان له قوله لیکلي چې « ما خپله ټوله سپما پر افغان پاسپورټ او د ایران په ویزه ولګوله. ما یوازې غوښتل چې کار وکړم او د خپلې کورنۍ لپاره یو څه برابر کړم. اوس زه بېرته شړل شوی یم او هیڅ نه لرم او نه پوهیږم څه وکړم یا چیرې لاړ شم.»
هغه پر اېکسپاڼه لیکلي: « زه افغانستان ته راغلی یم، چېرې چې پاکستان ۸۰۰ زره افغانان بېرته دغه هېواد ته را ستانه کړي او ایران هم پلان لري، چې دوه مېلیونه افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته واستوي.» نوموړي لیکلي، په هرات ولایت کې یې له هغو مېرمنو سره لیدلي چې له خپلو مېړونو پرته بېرته افغانستان ته راستنې کړای شوې وې او له سختې بې وزلۍ او ناهیلۍ سره مخ وې. هغه زیاته کړې، دا یو داسې ناورین دی چې نړۍ له پامه غورځولی دی.