‏د طالبانو ستره محکمه: ایران به ډېر ژر ۱۵۰۰ افغان بندیان افغانستان ته راستانه کړي

د طالبانو سترې محکمې له ایراني چارواکو سره تر څو ورځنیو خبرو وروسته ویلي، چې ایران به ډېر ژر ۱۵۰۰ افغان بندیان افغانستان ته راستانه کړي. طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، چې ایران ته یې یو پلاوی د افغان بندیانو پر سر د هغه هېواد له چارواکو سره خبرو لپاره تهران ته تللی.