مولوي عبدالکبیر: له ملا هبت‌الله سره مې «بیعت» د کومې ځانګړې دندې لپاره نه دی کړی

د طالبانو د ریاست الوزرا مخکینی سیاسي مرستیال او د دغې ډلې د کډوالو اوسنی وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، له هبت‌الله سره یې «بیعت» په کومه ځانګړې دنده نه دی کړی؛ بلکې په «اسلام او شریعت» یې ورسره کړی. هغه له ۹ ورځني ځنډ وروسته نوې دنده ومنله.