افغان مېرمنو له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې پر افغانانو دې د کډوالۍ بهیر نه بندوي

د افغانستان د ښځو د آزادۍ د فانوس په نامه غورځنګ د (سلواغې دویمه) په یوې خبرپاڼه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتنه کړې چې په خپلو پالیسیو کې دې د افغان کډوالو کړکېچن وضعیت، په ځانګړې توګه ښځو او ماشومانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.