طالبان: له افغانستانه د داعش تښتېدلو مشرانو په پاکستان کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي

که څه هم د طالبانو امنیتي او تصفیوي کمېسیون په خپل کلني راپور کې په ځانګړې توګه د کومې ډلې نوم نه دی یاد کړی؛ خو د دغې ډلې تر واک لاندې باختر اژانس بیا په یو راپور کې لیکلي، چې له افغانستانه تښتېدلو د داعش مشرانو د پاکستان په قبایلي سیمو کې روزنیز مرکزونه جوړ کړي.