طالبانو ته د نږدې سرچینو په باور، د ملاهبت الله یو مهم شرط دادی، چې په تېرو درې نیمو کلونو کې ددې ډلې له خوا پر افغانانو د لګېدلو محدودیتونو او فرمانونو پر وړاندې به د امریکاپه شمول هېڅ بهرنی هېواد مداخله نه کوي. د هغه طبیعت او دریځ ته په پام، په افغانستان کې د امریکا استخباراتي حضور ته اجازه ورکول به اسانه پرېکړه نه وي.
د طالبانو له بیا ځلي واک ته رسېدو سره دغه ډله له داعش خراسان سره لاس او ګرېوان ده او ملاهبت الله ته د خپلو مشاورینو له خوا ویل شوي چې د امریکا له استخباراتي مرستې پرته د داعش خراسان کنټرولول به دې ډلې ته ستونزمن وي.
خو ددغو مرستو څرنګتیا د ملاهبت الله لپاره تر ټولو ستره پوښتنه ده. ظاهرا هغه له دا ډول همکارۍ سره مخالف دی، خو د استخباراتي معلوماتو د تبادلې او استخباراتو-استخباراتو ترمنځ همکاریو په تړاو ښايي ستونزه ونه ویني. د ایمن الظواهري مرګ او په کابل او اماراتو کې د امریکايي او طالب استخباراتي چارواکو لیدنو ته په کتو، دا ډول همکارۍ په تېرو درې نیمو کلونو کې هم موجودې وې.
یو کابل میشتی افغان سیاستوال د یوه طالب چارواکي له خولې وايي، « موږ له امریکا سره پر استخباراتي حضور کومه ستونزه نه لرو خو دا حضور باید یوازې د امنیتي مسایلو لپاره وي».
په پاکستان کې د افغانستان پخواني سفیر عمرداودزي افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان مستقیم ارتباط غواړي او په دې ارتباط کې به د ملا برادر پرځای، خپله ملاهبت الله صحنې ته راګرځي.
عمر داودزی په دې باور دی چې ملا هبت الله د ملا برادر پرځای له امریکا سره د خبرو اترو لپاره ځان را وړاندې کول غواړي
د داودزي په باور، له امریکا سره ددوحې هوکړه ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړې او ټرمپ یوازې هغه پېژني، خو دا ملا هبت الله نه شي زغملای او غواړي د ټرمپ او کندهار ترمنځ د خبرو اترو یوه مستقیمه اړیکه رامنځته شي. نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « دویمه خبره دېخوا ملاهبت الله ته مهمه ده، له امریکا سره د خبرو لپاره ملابرادر ناست و، توافق نامه ورسره ملا برادر امضا کړه او ټرمپ ملا برادر پېژني».
داودزي ددواړو خواوو د غوښتنو په تړاو وویل، چې « دوی به ورته وايي زموږ داخلی کارو کې به کار نه لرئ او امریکا به ورته وايي چې منطقوي مسایلو کې به تاسې د امریکا ملاتړ کوئ او له امریکا سره به په ډېرو مواردو کې په یوه خط اوسئ».
امریکا دمګړۍ په کابل کې سفارت نه لري او له طالبانو سره خپلې ټولې خبرې ددوحې له لارې پرمخ وړي.
سي اېناېن د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پنټاګون د چارواکو له قوله ولیکل، چې متحده ایالتونو د اووه میلیارده ډالرو په ارزښت امریکايي مرسته شوي تجهیزات طالبانو ته پرېیښي دي
داودزی دا د بن لادن د سپارنې په تړاو د امریکا او د طالبانو د پخواني مشر ملامحمد عمر دریځونو ته ورته بولي او وايي، « دا هغې نقطې ته خبره ودریږي لکه د ملاعمر [پرمهال]، که د مرستې په بدل کې امریکایانو ته وسلې سپاري، نو دا د طالبانو حیثیت ته صدمه رسیږي، که نه یې سپاري بیا دا هغه سړي [ټرمپ] ته بهانه جوړیږي چې بیاورپسې نور قدمونه واخلي».
ټرمپ تر راتلونکو دریو میاشتو پورې د امریکا هر ډول مرستې بندې کړې، چې په دې کې له افغانستان سره بشري مرستې هم شاملې دي، خو هغه په خپلو خبرو کې د مرستو بشپړ بندښت ته اشاره نه ده کړې، چې ښيي طالبانو ته به دا مرستې د « راکړې ورکړې» په بڼه بېرته پیلیږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سلاکار ذاکر جلالي د یوه طالب او امریکايي بندي له تبادلې وروسته وویل، چې په امريکا کې د ټرمپ ادارې د کار له پيل سره داسې اټکل کېږي چې دواړې خواوې به لازيات پرمختګونه ولري. هغه وویل، «دا تبادله نه يوازې له دې زاويې اهميت لري، چې يو افغان ازادېږي او له خپلې کورنۍ سره يو ځای کېږي؛ بلکې له دې اړخه هم پام وړ پرمختګ دی، چې د طالبانو او متحده ايالتونو ترمنځ د تماس چينلونه پرانيستي دي او دواړه لوري کولای شي نور ګټور مذاکرات هم په خپلو کې سره ولري».
د خبرو اترو د لېوالتیا په تړاو یوه ځايي طالب چارواکي راته وویل، چې « د شېخ صاحب مبارک خپل زوی په دې لاره کې فدایی کړی او هغه له اسلامي شریعت څخه په هېڅ صورت نه تېریږي، خو په امنیتي مسایلو او دوه طرفه همکاریو باندې د خبرو کولو لپاره لېوالتیا لري».
بین الافغاني خبرې اترې څومره ممکنې دي؟
طالبانو د امریکا ددې غوښتې په اړه چې د دوحې تړون پر اساس د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې پیل شي، تر دې دمهچندان علاقه نه ده ښودلې. په کندهار او کابل کې د طالبانو مشران له افغان سیاسونو سره د حکومت تقسیم او یوه نوي اسلامي حکومت جوړولو ته چمتو نه دي او نه هم په دې اړه د بحث لپاره چمتووالی لري.
په کابل کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په کډون یو شمیر افغان سیاستوال د طالبانو تر حاکمیت لاندې ژوند کوي. له دغو افغان سیاسیونو سره اوس هم له بېلابېلو لارو امریکايي ډېپلوماټان اړیکې لري.
پخواني ولسمشر حامد کرزي له نړیوالو استازو سره په ناستو کې بار بار دا یادونه کړې، چې د افغانانو ترمنځ خپلمنځي خبرې باید پیل شي.دغه خبرې اترې ددوحې تړون یوه اصلي او مهمه برخه ګڼل کیږي، چې طالبانو تر اوسه اعتنا ورته نه ده کړې.
یو شمېر سرچینې وايي، چې طالبانو په دې وروستیو کې د افغانستان له پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتي چې د جلاوطنه افغان سیاسیونو په راوستلو او پخلاینه کې له دې ډلې سره همکاري وکړي، خو خپله د کرزي دفتر دغسې رپوټونه تر اوسه نه دي تایید کړي.پخواني ولسمشر له افغانستان څخه بهر ځینو هېوادونو ته سفرونه وکړل خو د کرزي ټینکار دا دی، چې له پخلاینې او بین الافغاني خبرو پرته له افغانستان څخه وتلي افغان سیاسون بېرته د طالبانو د اوسنیو شرایطو پر اساس وطن ته راتلل نه غواړي.
عمر دادوزي د سیاسي جوړجاړي په تړاو وویل، چې « سیاسي جوړجاړی او د سیاسي مذکراتو پیل کېدل یا هم د سیاسي پروسې پیل کېدل دا ورته مهمه ده، ځکه دا د سیاسي پروسې عواقب د حقوق بشر بهبود دی، زه فکر کوم داسې یو حالت راتلونکی دی».
د کرزي د بین الافغاني خبرو غږ ته تر اوسه طالب مشرانو مثبت ځواب نه دی ورکړی خو ګڼ سیاسیون په دې باور دي چې د ټرمپ په مشرۍ د امریکا نوی حکومت به پر طالبانو فشار راوړي چې د دوحې تړون پر اساس د افغانانو ترمنځ د خبرو پیل او یوه ټولګډونه حکومت رامنځته کېدو ته لاره پرانیزي.
د جنوري پر۲۰مه ډونالډ ټرمپ د دویم ځل لپاره په داسې حال کې سپینې ماڼۍ ته ننوت، چې سملاسي یې پر طالبانو د امریکا د نغدي مرستو کڅوړې بندې کړې او له طالبانو یې د امریکايي وسلو د بېرته اخستلو خبرداری ورکړی. خو د پېښو دغه ټول پرمختګ او تحلیل داسې مهال دی، چې د افغانستان په تړاو د ټرمپ حکومت سیاست تر اوسه لا نه دی په ډاګه شوی.