د سالنګونو لویه لار د واورې او توپان له امله د تګ راتګ لپاره وتړل شوه

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس خبر ورکړی، چې د واورې د ورښت او توپان له امله دغه لویه لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمداشرف حقشناس خبر ورکړی، چې د واورې د ورښت او توپان له امله دغه لویه لاره د تګ راتګ لپاره وتړل شوه.
نوموړي پر اېکس پاڼه لیکلي، چې د واورې او سخت توپان له امله د دید کچه کمه شوې ده.
هغه زیاته کړې، چې دغه لویه لار د ځاني تلفاتو د مخنیوي لپاره تر بلې خبرتیا پورې د تېرې شپې (د سلواغې په ۳مه) د ۱۰:۳۰ بجو راهیسې د هر ډول تګ راتګ لپاره تړل شوې ده.په دغې لیکنه کې له خلکو غوښتل شوي، چې تر بلې خبرتیا پورې دې پر دغه لاره له تګ راتګه ډډه وکړي.دغه لویه لاره یوه ورځ وړاندې د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې وه.له بل پلوه د طالبانو د هواپوهنې ادارې لهخوا په یوې خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې (د سلواغې په ۳مه او ۴مه نېټه) د سالنګونو په ګډون په لوېدیځو، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د تېزو سېلیو او بادونو د رالوتو اټکل شوی دی.د خبرپاڼې له مخې، د دغو بادونو او سېلیو کچه په بېلابېلو سیمو کې په یوه ساعت کې (له ۵۰ څخه ۸۰) کیلو مټره اټکل شوې ده.


د امریکا قانون جوړونکو د ډونالډ ټرمپ د پناه غوښتنې پروګرام د ځنډولو پر پریکړې سختې نیوکې کړې او د دې پرېکړې د سملاسي بیا کتنې غوښتنه یې وکړه. دوی د دغه اقدام د پایلو په اړه خبرداری ورکړ، او ویې ویل چې دا په دې معنا ده چې ټرمپ به پخوانیو امریکایي همکارانو ته شا کړي.
د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې جګپوړې غړې جین شاهین په دغه هیواد کې د پناه غوښتوونکو د منلو بهیر په ځنډ د ډونالډ ټرمپ د اجراییوي حکم په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
هغه په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د دغه حکم عملي کېدل د امریکا له لوري د هغو کسانو پر مخ د ګوزار په معنا دي چې مرستې ته اړتیا لري.
شاهین د چهارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې په ځانګړې توګه پر افغان پناه غوښتوونکو د دغه فرمان د اغېز په اړه اندېښنه څرګنده کړه.
هغه وويل: «داسې راپورونه شته چې د شاوخوا ۱۶۶۰ افغان پناه غوښتوونکو او هغو کسانو چې په افغانستان کې یې د امریکا له ماموریت سره د مرستې لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و، او مخکې یې په متحده ایالاتو کې د استوګنې جوازونه ترلاسه کړي وو، الوتنې یې لغوه شوې دي.»
هغه د ټرمپ له ادارې وغوښتل چې پر دې پرېکړې له سره کتنه وکړي. نوموړي د امریکا پر اقتصاد د کډوالو د مثبتو اغیزو په دفاع کې وویل: «میشتو کډوالو زموږ د ټولنې په اقتصاد کې مهم رول لوبولی او په وروستیو کلونو کې یې د فدرالي ایالتونو اقتصاد ته نږدې ۱۲۴ میلیارده ډالره ګټه رسولې ده.»
جین شاهین د کډوالو، په ځانګړې توګه د امریکایي ځواکونو د افغان همکارانو قوي ملاتړی و.
د امریکا د استازو جرګې غړې، دینا ټایټس پر ټرمپ په نیکې سره وویل، «ټرمپ تازه د ۱۶۰۰ هغو افغانانو الوتنې لغوه کړې چې له امریکایي ځواکونو سره یې کار کړی و او د طالبانو له غچ څخه د خلاصون لپاره یې پناه اخیستې وه. دغه خلک زموږ ملګري دي او ټرمپ دوی پریږدي.»
امریکايي رسنیو ویلي, چې د ټرمپ د اجراییوي فرمان په پایله کې یو شمېر هغو کسانو چې په متحده ایالاتو کې یې د پناه اخیستو حق ترلاسه کړی او د الوتنې په تمه وو، له بې برخلیکي سره مخ شوي دي.
په همدې حال کې ځینو سرچینو ټینګار کړی چې د ټرمپ په پریکړه کې هغه کسان شامل نه دي چې د کډوالۍ ځانګړې ویزې (SIV) لري. دغه پروګرام د کانګرس له خوا څارل کیږي او په دې اجراییوي حکم کې به شامل نه وي.

د ارغواني شنبو غورځنګ وايي، لکه څنګه چې نړۍوال لومړیتوبونه بدلېږي؛ د افغانستان د ښځو وضعیت ته د نړۍوالې ټولنې او ملګرو ملتونو لېوالتیا هم کمېږي.
دغه غورځنګ پر اېکس پاڼه لیکلي، دغه لېوالتیا داسې مهال کمېږي چې په افغانستان کې د ښځو د حقونو ځپنه ګواښونکې کچې ته رسېدلې ده.
په دغې لیکنه کې راغلي، چې په تېرو دوو کلونو کې طالبانو په سیسټماتیک ډول زدهکړو، کار کولو او عامه ژوند ته د ښځو لاسرسی محدود کړی دی.
د لیکنې له مخې، ښځې اوس پوهنتونونو ته له تګه، په ډېریو برخو کې له کار کولو او د نارینه سرپرست پرته له سفر کولو څخه منعه شوې دي.
دغه غورځنګ زیاته کړې، د ښځو په مشرۍ د ځینو سازمانونو او بنسټونو تړل او د ښځو د جامو په اړه د طالبانو تګلاره دا په ډاګه کوي چې دغه ډله ښځې له عامه ځایونو څخه حذفوي.
دغه غورځنګ وړاندې کاږي، چې د دغو ټولو سختو سرغړونو سره، سره د نړۍوالې ټولنې غبرګون ډېر «نرم» و.
د لیکنې په وروستۍ برخه کې راغلي، که څه هم نړۍوالې ټولنې د دغو سرغړونو په تړاو سمبولیکه غندنه او کله ناکله اندېښمنونکي بیانونه خپاره کړي؛ خو دا د طالبانو د حساب ورکولو یا د افغان ښځو د ملاتړ لپاره په عملي بڼه نه دي بدل شوي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي یان اګلېند سره په کتنه کې ویلي، چې نړۍوال دې اجازه نه ورکوي، چې هېوادونه دې له افغان کډوالو د سیاسي ابزار په توګه ګټه پورته کړي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي یان اګلېند سره لیدلي او د کډوالو پر وضعیت یې سره خبرې کړي.
په دې ناسته کې اګلېند په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې له مرسته کوونکو هېوادونو سره په اړیکه کې دي ترڅو د افغان کډوالو او نورو بشري برخو کې د خپلو مرستو کچه لوړه کړي.
ښاغلي اګلېند وړاندیز کړی، چې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه دې د تړونونو د لاسلېک پروسته دې ساده شي.
عبدالکبیر د ناروې د کډوالو سرمنشي ته وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د راېستلو تر څنګ کورني بېځایه شوي هم جدی ستونزه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د کډوالو چارو نوي وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له مرستیال سره په کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د افغان کډوالو ستنولو ته په اشاره سره وویل، چې کډوال باید له نړۍوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.
نوموړي ویلي، په داسې شرایطو کې چې شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، ایران د ۲ میلیونو او پاکستان د ۸۰۰ زره نورو افغانانو د اېستلو پرېکړې کړي دي.
ښاغلي انګلېنډ خبرداری ورکړ، چې اېستل شوي کډوال د ژوند د بیا پیل لپاره هېڅ ډول امکانات نه لري.
یاده دې وي، چې زرګونه کسان د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته د ایران، پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې هېوادونو په قانوني او غیر قانوني توګه کډوال شول.
ډېری دغه کسان د دولت پخواني مامورین، د رسنیو فعالان، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو فعالان او هغه کسان دي، چې له ګواښ سره مخ دي.

ازادۍ جبهه ادعا کوي، چې په هرات ولایت کې یې د طالبانو په یوې پوستې د وسله وال برید په پایله کې ۵ طالبانو ته مرګژوبله اړولې ده.
دغې جبهې په خپل اېکس کې د یوې ویډيو په خپرولو سره ویلي، چې په دې برید کې درې طالبان وژل شوي او ۲ نور ټپيان دي.
د دوی په خبره، چې د یادې جبهې ځواکونو د چهارشنبې په ماښام (د سلواغې ۳مه) د هرات ښار د عبدالله انصار په څلور لار کې د طالبانو د تالاشۍ په یوې پوستې برید وکړ، چې له امله یې یاد شمېر کسانو ته مرګژوبله واوښته.
د ازادۍ جبهې دغه راز ویلي، چې د پېښې په سیمه کې د هرات ښار د شپږمې امنیتي حوزې امر ملا زید نورزی هم و، خو د هغه د مرګ او ژوند په اړه معلومات نه شته.
د طالبانو حکومت تر اوسه د ازادۍ جبهې د دې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرې میاشتې په ۱۲مې د ازادۍ جبهې د سیاسي کمېټې مشر وویل، چې د دغې جبهې له جوړېدو راهیسې پر طالبانو ۳۴۸ بریدونه شوي، چې په پایله کې یې ۸۶۴ طالبان وژل شوي او ۸۹۴ نور ټپیان شوي دي.
داوود ناجي وویل، چې د طالبانو پر وړاندې د ازادۍ جبهې بریدونه به په ۲۰۲۵ کال هم په ډېر قوت سره دوام وکړي.
هغه ټینګار کړی، چې د ازادۍ جبهې د کابل، پروان، پنجشیر، کاپیسا، کندهار، هرات، بغلان، بلخ، لغمان، فاریاب، کندوز، بدخشان او تخار په ګډون په ۱۳ ولایتونو کې د طالبانو پر ضد هدفي عملیات کړي دي.
یادې جبهې تل ویلي، چې د افغانستان د ازادۍ د لاسته راوړلو او خلکو ته د اساسي حقونو تر ترلاسه کولو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.

د جرمني په اشافنبورګ ښار کې یوه افغان یوه ښځه او ماشوم په چاقو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي. د دې پېښې په تړاو ۲۸ کلن افغان کس له سیمې نیول شوی دی.
سیمه ییزو پولیسو پر اېکس پاڼې لیکلي، چې ښځه ۴۱ کلنه او ماشوم دوه کلن و.
دوه نور کسان چې ټپیان شوي روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو په وینا، احتمالاً بریدګر هېڅ ملګری نه لري او ښاریانو ته د ګواښ کوم خبرداری نه دی ورکړل شوی.
پولیس وايي، چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
په اروپایي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني کې د افغانانو له خوا جنایي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي، چې د ډېر شمېر افغانانو د اندېښنې لامل شوی دی.
د روان کال د غبرګولي د میاشتې په نیمایي کې ۲۵ کلن سلیمان عطایي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدوکی دی، په مانهایم ښار کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې برید وکړ، چې له امله یې یو پولیس ووژل شو او پنځه ملکیان ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې بیا د جرمني د بدیل ګوند (اې اېف ډې) د هامبورګ پارلماني ډلې رییس ډېرک نوکمن ویلي و، چې په سختو جرمونو کې ښکېلو افغان ځوانانو د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی او باید ژر تر ژره له دې هېواد څخه وشړل شي.