د جرمونو نړیوالې محکمې نه د هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه

د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال له دې ادارې غوښتي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د لوی ثاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړي.

د جرمونو نړیوالې محکمې لوی څارنوال له دې ادارې غوښتي چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د سترې محکمې د لوی ثاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړي.
د جرمنو نړيوالې محکمې د لوی څارنوال کريم خان دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، چې په افغانستان کې د دوی د څېړونو له مخي د طالبانو مشر هبت الله او د دغه ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکيم حقاني له ۲۰۲۱ کال راهيسې د بشريت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخ تبعیض په تور تورن دي.
په اعلاميه کې ویل شوي: « دوی د بشریت ضد جرمونو او د افغان نجونو او ښځو د ځورونو مسولين دي.»
د جرمنو نړيوالې محکمې څارنوال ویلي، چې دا ځورونې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵ تر نن ورځې په ټول افغانستان کې شوې او لا هم روانې دي.
له هغه وروسته، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته ورسېدل، دغې ډلې د نورو پراخو بنديزونو ترڅنګ د ښځو پر حقونو بندیزونه لګولي دي.
ښځې او نجونې يې له ښوونځي، پوهنتونونو، کار، تفريح او ورځينو چارو منعه کړې او نژدې هره ورځ د نارينه وو ترڅنګ ځينې ښځې هم د ځينو تورنو له کبله په عام محضر کې په دورو وهل کيږي.
د بشري حقونو ملاتړ سازمانونو په وار وار له طالبانو غوښتې، چې له بندیزونه او بدنې سزاګانو لاس واخلي؛ خو طالبان وایي، چې دوی د ټولنې د اصلاح لپاره «شریعت» پلي کوي.


د خوست لپاره د طالبانو د اطلاعات او کلتور پخواني رییس، چې یو وخت یې کندهار کې هم دنده درلوده، د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست د یوې خبرتیا په غبرګون کې لیکلي “ولې هرڅه کندهار ته؟”. دغه خبرتیا کې د ملګرو ملتو د یوې ادارې له لوري کندهار کې ځوانانو ته روزنیز پروګرامونه اعلان شوي.
په خوست دغه طالب چارواکی شبیر احمد عثماني له کابو یوې میاشتې راهیسې له دندې ګوښه شوی دی.
نوموړي پر خپله اېکسپاڼه د طالبانو له لوري د کندهار او نورو ولایتونو ترڅنګ د امتیازاتو په اړه شکایت کوي.
هغه لیکلي.« زموږ فریاد یوه مجبوري ده، ځکه ټولې دروازې خلکو په ځان پسې تړلې دي. نور دې نو بیا خلک هیڅ هم نه وايي. بس کندهار دی، کندهار دی نورو ولایتونو ته هیڅ خپل حق نه رسیږي.»
نوموړي دغه څرګندوني د کندهار د اطلاعات او کلتور ریاست د هغې خبرتیا په غبرون کې دي چې په دغه ولایت کې یې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق له خوا ځوانانو ته د درې میاشتنیو زدکړو د کورسونو په هکله په خپله اېکس پاڼه خپره کړې ده.
شبیر احمد عثماني ویلي، تر کندهار نورو ولایتونو ته په هره برخه کې کمه پاملرنه کیږي.«ډیره عجیبه نه ده؟ هر څه کندهار ته؟ د ځوانانو معینیت دې وښیي چې په تېرو دریو کلونو کې یې د څو محدودو ولایتونو نه سیوا د خوست په شمول نورو ولایتونو ته څه کړي وي؟»

پر کور د کښینول شوي دغه طالب چارواکي د څرګندونو په غبرګون له کندهار د اېکس یوه فعال کس لیکلي:«ورسه د خپل اړوند ولایت له مسولیینو غوښتنه وکړه، کار ټول ستا په ولایت کې خراب دی.»
ښاغلي عثماني دا پوسټونه بېرته ړنګ کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی چې پر ټولنیزو رسنیو پخواني طالب چارواکي د دوی پر خپلو مشرانو او د هغوی پر ځینو کړنو نیوکې کوي، خو طالبان ډیری وخت غیر طالب نیوکه کوونکي د دوی د حکومت پر ډول او پالیسیو د نیوکو له امله بندي کوي او ربړوي یې.
شبیر عثماني په خوست ولایت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور رییس و، او د ۲۰۲۴ کال د ډیسمبر میاشتې په ۲۲ نېټه یې اېکسپاڼې لیکلي، چې نن یې په دغه ولایت کې د اطلاعات او کلتور د رییس په توګه دنده پای ته ورسیده.
د معلوماتو له مخې، شبیر احمد عثماني تردې وړاندې د کندهار د اطلاعات او کلتور په ریاست کې هم دنده کړې ده.
سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ویلي، چې نوموړی د کندهار ولایت د استخباراتو ریاست له لوري د یوه استازي په توګه د کندهار په اطلاعات او کلتور ریاست کې په دنده ګمارل شوی و.

طالبان وایي، په کابل کې د قطر شارژدافير له ملابرادر سره په ليدنه کې ويلي، چې د دوحې او کابل ترمنځ د سپرلۍ او کارګو الوتنو پر زياتوالي کار کوي. دوې میاشتي وړاندي دواړو لورو د کابل او دوحې ترمنځ د الوتنو د پیلولو هوکړه لاسلیک کړه او له هغه راهیسې په اونۍ کې یوه الوتنه کېږي.
د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال دفتر د پنجشنبې په ورځ په يوه اعلاميه کې ويلي، چې په کابل کې د قطر شارژدافير دکتور مردف القاشوطي د دې ډلې د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په لیدنه کې ويلي: « قطر له افغانستان سره په تعليمي برخه کې همکارۍ ته چمتو دی»
په اعلاميه کې د القاشوطي له قوله ويل شوي، چې دوی به د کندهار ميرویس روغتون کې د ۴۰۰ نویو بسترونو جوړولو کارونه هم پيل کړي.
د طالبانو د مالوماتو له مخي، قطر د افغانانو سره د مرستو په موخه په کابل کې د یو خيربنسټ چاري هم پیلوي.
ملابرادر په ليدنه کې د اقتصادي اړیکو د زياتوالي ترڅنګ له قطر دولت او پانګوالو هم وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونې وکړي.
که څه هم قطر تر اوسه طالبان په رسمیت نه دي پېژندلي؛ خو د دغې ډلې د واکمنۍ له پېل راهیسې یې له دوی سره قوي ډېپلوماټیکې او اقتصادي اړیکې ټینګې کړې دي.

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي. د ایکس پاڼې په دغه یادښت کې د سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه پورې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه سفر د هدف په اړه څه نه دي ويل شوي، خو په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ د اوبو د حقابې پر سر ناندرۍ بیا زیاتې شوې دي.
که څه هم د ایران او طالبانو تر منځ د ابو پر سر وخت ناوخت توند بحثونه راپورته شوي، خو ایران له طالبانو سره خپلې سوداګریزې او ډیپلوماټيکې اړیکې تودې ساتلې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي په ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او ایران ګډې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی.
هغه کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي کېدونکی سفر د دغو اړیکو د ټینګښت په لاره کې یو رغنده ګام بللی، او په خبره یې چې دا به د دواړو هیوادونو اړیکې نوي پړاو ته ورسوي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي یان اګلېند سره په کتنه کې ویلي، چې نړۍوال دې اجازه نه ورکوي، چې هېوادونه دې له افغان کډوالو د سیاسي ابزار په توګه ګټه پورته کړي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي یان اګلېند سره لیدلي او د کډوالو پر وضعیت یې سره خبرې کړي.
په دې ناسته کې اګلېند په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې له مرسته کوونکو هېوادونو سره په اړیکه کې دي ترڅو د افغان کډوالو او نورو بشري برخو کې د خپلو مرستو کچه لوړه کړي.
ښاغلي اګلېند وړاندیز کړی، چې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه دې د تړونونو د لاسلېک پروسته دې ساده شي.
عبدالکبیر د ناروې د کډوالو سرمنشي ته وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د راېستلو تر څنګ کورني بېځایه شوي هم جدی ستونزه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د کډوالو چارو نوي وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له مرستیال سره په کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د افغان کډوالو ستنولو ته په اشاره سره وویل، چې کډوال باید له نړۍوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.
نوموړي ویلي، په داسې شرایطو کې چې شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، ایران د ۲ میلیونو او پاکستان د ۸۰۰ زره نورو افغانانو د اېستلو پرېکړې کړي دي.
ښاغلي انګلېنډ خبرداری ورکړ، چې اېستل شوي کډوال د ژوند د بیا پیل لپاره هېڅ ډول امکانات نه لري.
یاده دې وي، چې زرګونه کسان د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته د ایران، پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې هېوادونو په قانوني او غیر قانوني توګه کډوال شول.
ډېری دغه کسان د دولت پخواني مامورین، د رسنیو فعالان، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو فعالان او هغه کسان دي، چې له ګواښ سره مخ دي.

د جرمني په اشافنبورګ ښار کې یوه افغان یوه ښځه او ماشوم په چاقو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي. د دې پېښې په تړاو ۲۸ کلن افغان کس له سیمې نیول شوی دی.
سیمه ییزو پولیسو پر اېکس پاڼې لیکلي، چې ښځه ۴۱ کلنه او ماشوم دوه کلن و.
دوه نور کسان چې ټپیان شوي روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو په وینا، احتمالاً بریدګر هېڅ ملګری نه لري او ښاریانو ته د ګواښ کوم خبرداری نه دی ورکړل شوی.
پولیس وايي، چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
په اروپایي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني کې د افغانانو له خوا جنایي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي، چې د ډېر شمېر افغانانو د اندېښنې لامل شوی دی.
د روان کال د غبرګولي د میاشتې په نیمایي کې ۲۵ کلن سلیمان عطایي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدوکی دی، په مانهایم ښار کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې برید وکړ، چې له امله یې یو پولیس ووژل شو او پنځه ملکیان ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې بیا د جرمني د بدیل ګوند (اې اېف ډې) د هامبورګ پارلماني ډلې رییس ډېرک نوکمن ویلي و، چې په سختو جرمونو کې ښکېلو افغان ځوانانو د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی او باید ژر تر ژره له دې هېواد څخه وشړل شي.