د ایران د بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي. د ایکس پاڼې په دغه یادښت کې د سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

کابل کې د ایران سفارت پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي به ډېر ژر کابل ته سفر وکړي. د ایکس پاڼې په دغه یادښت کې د سفر په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
تر اوسه پورې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د دغه سفر د هدف په اړه څه نه دي ويل شوي، خو په دې وروستیو کې د ایران او طالبانو تر منځ د اوبو د حقابې پر سر ناندرۍ بیا زیاتې شوې دي.
که څه هم د ایران او طالبانو تر منځ د ابو پر سر وخت ناوخت توند بحثونه راپورته شوي، خو ایران له طالبانو سره خپلې سوداګریزې او ډیپلوماټيکې اړیکې تودې ساتلې دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي ذاکر جلالي په ایکس پاڼه لیکلي، چې د افغانستان او ایران ګډې سیاسي، اقتصادي او امنیتي ګټې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره یو فرصت دی.
هغه کابل ته د ایران د بهرنیو چارو د وزیر سید عباس عراقچي کېدونکی سفر د دغو اړیکو د ټینګښت په لاره کې یو رغنده ګام بللی، او په خبره یې چې دا به د دواړو هیوادونو اړیکې نوي پړاو ته ورسوي.


د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو سرپرست وزیر د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي یان اګلېند سره په کتنه کې ویلي، چې نړۍوال دې اجازه نه ورکوي، چې هېوادونه دې له افغان کډوالو د سیاسي ابزار په توګه ګټه پورته کړي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدنکو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو ویلي، چې د دې وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ناروې د کډوالو شورا سرمنشي یان اګلېند سره لیدلي او د کډوالو پر وضعیت یې سره خبرې کړي.
په دې ناسته کې اګلېند په افغانستان کې د ناروې د کډوالو شورا د فعالیتونو په هکله معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، چې له مرسته کوونکو هېوادونو سره په اړیکه کې دي ترڅو د افغان کډوالو او نورو بشري برخو کې د خپلو مرستو کچه لوړه کړي.
ښاغلي اګلېند وړاندیز کړی، چې د کډوالو د ستونزو د حل په موخه دې د تړونونو د لاسلېک پروسته دې ساده شي.
عبدالکبیر د ناروې د کډوالو سرمنشي ته وویل، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د کډوالو د راېستلو تر څنګ کورني بېځایه شوي هم جدی ستونزه ده.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې هم د طالبانو د کډوالو چارو نوي وزیر مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له مرستیال سره په کتنه کې له ګاونډیو هېوادونو څخه په زور د افغان کډوالو ستنولو ته په اشاره سره وویل، چې کډوال باید له نړۍوالو اصولو سره سم په خپله خوښه راستانه شي.
نوموړي ویلي، په داسې شرایطو کې چې شاوخوا ۲۲ میلیونه افغانان بشردوستانه مرستو ته اړتیا لري، ایران د ۲ میلیونو او پاکستان د ۸۰۰ زره نورو افغانانو د اېستلو پرېکړې کړي دي.
ښاغلي انګلېنډ خبرداری ورکړ، چې اېستل شوي کډوال د ژوند د بیا پیل لپاره هېڅ ډول امکانات نه لري.
یاده دې وي، چې زرګونه کسان د افغانستان د پخواني حکومت تر ړنګېدو وروسته د ایران، پاکستان او تاجکستان په ګډون د سیمې هېوادونو په قانوني او غیر قانوني توګه کډوال شول.
ډېری دغه کسان د دولت پخواني مامورین، د رسنیو فعالان، د مدني ټولنې فعالان، د ښځو د حقونو فعالان او هغه کسان دي، چې له ګواښ سره مخ دي.

د جرمني په اشافنبورګ ښار کې یوه افغان یوه ښځه او ماشوم په چاقو وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي. د دې پېښې په تړاو ۲۸ کلن افغان کس له سیمې نیول شوی دی.
سیمه ییزو پولیسو پر اېکس پاڼې لیکلي، چې ښځه ۴۱ کلنه او ماشوم دوه کلن و.
دوه نور کسان چې ټپیان شوي روغتون ته وړل شوي دي.
د پولیسو په وینا، احتمالاً بریدګر هېڅ ملګری نه لري او ښاریانو ته د ګواښ کوم خبرداری نه دی ورکړل شوی.
پولیس وايي، چې د پېښې په اړه نورې پلټنې روانې دي.
په اروپایي هېوادونو په ځانګړې توګه جرمني کې د افغانانو له خوا جنایي پېښې د پام وړ زیاتې شوې دي، چې د ډېر شمېر افغانانو د اندېښنې لامل شوی دی.
د روان کال د غبرګولي د میاشتې په نیمایي کې ۲۵ کلن سلیمان عطایي چې د افغانستان د هرات ولایت اوسېدوکی دی، په مانهایم ښار کې د اسلام د مخالفانو پر یوې غونډې برید وکړ، چې له امله یې یو پولیس ووژل شو او پنځه ملکیان ټپیان شول.
دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لېندۍ میاشت کې بیا د جرمني د بدیل ګوند (اې اېف ډې) د هامبورګ پارلماني ډلې رییس ډېرک نوکمن ویلي و، چې په سختو جرمونو کې ښکېلو افغان ځوانانو د خوندیتوب حق له لاسه ورکړی او باید ژر تر ژره له دې هېواد څخه وشړل شي.

تسنیم خبري اژانس د یوې باخبره سرچینې په حواله راپور ورکړی، چې طالبان په افغانستان کې پاتې امریکایي وسلې بېرته دغه هېواد ته نه ورکوي.
سرچینې له تسنیم سره په خبرو کې ویلي، امریکا د دې ترڅنګ چې باید له افغانستانه پاتې وسلې و نه باسي، له داعش سره د مبارزې لپاره نور پرمختللي پوځي تجهیزات هم باید ورکړي.
دا چې له امریکا څخه په افغانستان کې څومره وسلې پاتې دي، کره معلومات یې په رسمي توګه د امریکایي چارواکو له خوا نه دي خپاره شوي.
د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا څو ځله په ښکاره توګه د هغو وسلو په اړه خبرې کړې دي، چې په افغانستان کې پاتې شوې دي او د هغوی ارزښت یې هم د ټاکنیز کمپاین پر مهال او هم په وروستیو کې له رسنیو سره یاد کړی دی.
هغه د افغانستان څخه د وتلو څرنګوالی او د دې کړنې پایلې، چې په پایله کې یې امریکایي وسلې په افغانستان کې پاتې شوې، یو بېخردانه اقدام او د امریکا په تاریخ کې تر ټولو شرمېدلې شېبه بللې ده.
دغه وسلې اوس د طالبانو، نورو ترهګریزو ډلو او د سازمان شویو جرمونو د شبکو په واک کې دي.
سياېناېن بیا د ۲۰۲۲ کال په اپرېل کې د پنټاګون د چارواکو له قوله لیکلي و، چې د ۷ میلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو، هلته پاتې دي.
په دغو تجهیزاتو کې وسلې، مهمات، وسایط، الوتکې او هلیکوپټرونه شامل دي.
ډونالډ ټرمپ د مرغومې په ۳۰مه نېټه یوې غونډې ته په خپله وینا کې وویل، چې له طالبانو به د میلیاردونو ډالرو هغه پوځي وسایل او وسلې بېرته واخلي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په میاشت کې د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي وو.

د کندهار بولدک ولسوالۍ څخه یو شمېر صرافانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته ويلي، چې طالبانو تر ۵۰ زياتې صرافۍ د اسنادو یا جوازلیکونو د نه درلودو له کبله وتړلې. صرافانو ويلي، چې دوی د صرافۍ په برخه کې د طالبانو جنجالي شرطونه نه شي پوره کولی.
طالبانو د چهارشنبې په ورځ د کندهار بولدک ولسوالۍ د ثاني پښتون او سليم مارکېټ تر ۵۰ زياتې صرافۍ بندي کړې او صرافانو ته یې د نه خلاصولو خبرداری ورکړ.
په بولدک ولسوالۍ کې د طالبانو امنیتي کسانو ویلي، چې د دغو صرافيو خلاصيدو ته تر هغه اجازه نه ور کوي، چې قانونې شرایط يې پوره کړي نه وي.
د همدې صرافانو له جملې د حاجي محمد یوسف په نوم يو کس افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې دوی نه شي کولی افغانستان بانک ته د ضمانت په ډول زياتې پیسې ورکړي.
نوموړی وايي طالبانو نوي شرایط ایښي دي: « مخکي د صرافيو د شرکتي جوازونو لپاره بانکي تضمین درې میلیونه افغانۍ او سرمایه لس میلیونه ټاکل شوې وه خو اوس د نوي شرکتي جواز له مخې باید بانکي تضمین لس میلیونه او سرمایه باید زر لکه وي چې دا د ډېرو لږو کسانو په وس پوره ده.»
د نوموړي به خبره، د طالبانو دا ډول کړنې د ډېرو کسانو د بې کارۍ لامل کيږي.
دوې مياشتي وړاندې هم طالبانو دغه دوه مارکېټونه تړلي وو، خو وروسته یې صرافانو ته د فعالیت اجازه ورکړه.
طالبانو تر دې وړاندې په کندهار، کابل، هرات، هلمند او فراه ولایتونو کې هم لسګونه صرافۍ د جوازونو د نه لرلو له امله وتړلې.
د طالبانو ګډې کمېټې او د صرافانو ټولنې «د چنګاښ پر ۱۸مه» د کابل په شهزاده سرای کې هم د ګرځنده او بې جوازه صرافيو پر فعالیت د یوې لیکلې خبرتیا له لارې بنديز ولګاوه.
په کابل او ولایتونو کې صرافان وايي، چې د افغانستان بانک د جواز اخیستلو لپاره لوړ قیمت ټاکلی او دا د ډېرو صرافانو تر توان لوړه خبره ده.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان بانک د روان کال په پیل کې هم اعلان وکړ، چې هېڅ کس یا شرکت ته یې د انلاین صرافۍ د فعالیت جواز نه دی ورکړی او د دوی فعالیتونه غیر قانوني دي.

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د کډوالو د منلو ځنډولو اجرایوي فرمان د هغه افغان ـ امریکایي سرتیري ویره لا پسې زیاته کړې چې له اوږدې مودې راهیسې په کابل کې د خپلې خور د برخلیک په اړه اندیښمن و.
دغه سرتیری رویټرز ته ویلي، ویره لري چې خور یې ممکن د طالبانو له یوه جنګیالي سره واده کولو ته اړ ایستل شي یا مخکې له دې چې له خپل خاوند سره له افغانستان نه ووځي او په امریکا کې د کډوالې په توګه میشته شي ښایې د پیسو لپاره د تښتونې هدف شي.
د امریکا د پوځ د ۸۲مې هوايي فرقې یوه سرتیري د امنیتي دلایلو له امله د نوم نه ښودلو په شرط د سې شنبې په ورځ رویټرز ته وویل:«زه ټوله ورځ یوازې په دې اړه فکر کوم. زه ان خپل کار په سمه توګه نشم کولی ځکه چې دا مساله ما په ذهني توګه اغیزمنوي.»
د پخوانیو سرتیرو او مدافع ډلو مشر او له دې مسالې سره بلد امریکايي چارواکي شان وانډایور په وینا، د دوشنبې په ورځ د ټرمپ له لوري لاسلیک شوي فرمان له مخې، د فعالو امریکايي پوځیانو د نږدې ۲۰۰ کورنیو غړو الوتنې چې په امریکا کې د کډوالو د بیا میشتېدنې لپاره منل شوي دي، ځنډول شوې.
د وان ډایور او چارواکو په وینا، دوی د هغو ۱۵۶۰ تنو افغان کډوالو له ډلې دي چې د الوتنو له لیست څخه به وایستل شي.
دوی وايي، په دې ډله کې بې سرپرسته ماشومان او هغه افغانان شامل دي چې د طالبانو له سخت ګواښ سره مخ دي ځکه دوی د امریکا په ملاتړ د حکومت لپاره جنګیدلي وو.
خو طالبانو ویلي، چې د امریکا په ملاتړ د تېر حکومت چارواکو او سرتیرو لپاره یې عمومي بښنه اعلان کړې او د هر ډول غچ اخیستنې تورونه ردوي.
د کډوالو نامعلوم برخلیک
د امریکا د ۸۲ هوايي فرقي یو پخواني افغان امریکايي سرتیری وايي:«دا ښه خبر نه دی. زما د کورنۍ لپاره، زما د میرمنې لپاره، د ټولو هغو افغانانو لپاره چې موږ سره یې په ماموریت کې مرسته کړې وه. دوی خپل ژوند په خطر کې واچاوه. اوس به دوی یوازې پاتې شي او د دوی برخلیک روښانه نه دی.»
رووفي د افغان پوځ یو پخوانی افسر و، د زده کړې په ویزه امریکا ته تللی او تابعیت یې ترلاسه کړ او د امریکا په پوځ کې شامل شو.
نوموړی د امریکايي جنرال د سلاکار او ژباړونکي په توګه د کابل له هوايي ډګر څخه د ګډوډ وتلو شاهد پاتې شوی او هغه پخپله د امریکایانو، د امریکا د سفارت د کارمندانو او نورو په ژغورلو کې مرسته کړې ده.
د رووفي میرمن په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د کډوالو د ویزې د پروسس لپاره دوحې ته انتقال شوې خو اوس د امریکا په یوه پوځي اډه کې په ناڅرګند حالت کې پاتې ده.
رووفي چې په ۲۰۲۲ کال کې د امریکا له پوځ څخه تقاعد شوی وايي:«که زما میرمن بیرته لاړه شي، نو دوی (طالبان) به هغه او د هغې کورنۍ ووژني.»
همدارنګه د ۸۲مې هوايي فرقي یو فعال سرتیری وايي، چې هغه هم ورته ویره لري.
د نوموړي په خبره، دده خور او د هغې خاوند د هغو خلکو له خوا په تښتولو ګواښل شوي چې فکر کوي دوی شتمن دي ځکه د کورنۍ پاتې غړي یې د ۲۰۲۱ کال د تخلیې په جریان کې امریکا ته تللي دي.
د جګړې د وخت د متحدینو د ټولنې اجرایوي رییس کیم سټیفیري چې له افغانانو او عراقیانو سره مرسته کوي وايي، د ټرمپ دغه امر اندیښنې راپورته کړې دي.
یو بل افغان امریکایی چې له امریکایي سرتیرو سره ژباړن و او د امریکا د ګرین کارت له ترلاسه کولو وروسته یې د ټیکزاس ملي ګارډ کې دنده ترلاسه کړه وايي، د هغه مور او پلار، دوه خویندې، ورور او د ورور کورنۍ ټاکل شوې وه چې په راتلونکې میاشت کې امریکا ته الوتنه وکړي.
دغه افغان الاصله امریکايي د خپلې کورنۍ د خوندیتوب لپاره د نوم نه اخیستلو په شرط وویل:« زه په الفاظو کې نشم بیانولی چې څنګه احساس کوم. له پرون راهیسې ښه احساس نه کوم. زه خوب نه لرم او څه نه شم خوړلی.»
د کډوالۍ پر وړاندې مبارزه د ټرمپ د ۲۰۲۴ کال د بریالي ټاکنیز کمپاین یوه مهمه ژمنه وه، چې د امریکا د کډوالو د پروګرامونو برخلیک یې پټ ساتلی و.