له ټل څخه د خوراکي توکو او درملو د ۶۱ موټرو کاروان پاړه چنار ته ورسېد

له پاړه چناره ځایي خبریالانو افغانستان انټرنشنل پښتو ته ویلي، چې له ټل څخه په خوراکي توکو، درملو او نورو سامانونو بار د ۶۱ موټرو کاروان پاړه چنار ته رسېدلی دی.