ریاض په امریکا کې د سوداګرۍ او پانګونې لپاره ۶۰۰ میلیارد ډالره ځانګړي کړل

د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان د امریکا له نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په ټلیفوني خبرو کې اعلان وکړ، چې ریاض موخه لري څو له امریکا سره د سوداګرۍ او پانګونې د پراختیا په موخه د راتلونکو څلورو کلونو لپاره ۶۰۰ میلیارد ډالره ځانګړې کړي.