فرانسې د بشارالاسد د نیولو نوی حکم صادر کړی

د فرانسې پلټونکو قاضیانو د جنګي جرمونو، په ځانګړې توګه پر ملکي وګړو د قصدي بریدونو په تور د سوریې د لرې کړای شوي ولسمشر بشار الاسد د نیولو امر صادر کړی.

د فرانسې پلټونکو قاضیانو د جنګي جرمونو، په ځانګړې توګه پر ملکي وګړو د قصدي بریدونو په تور د سوریې د لرې کړای شوي ولسمشر بشار الاسد د نیولو امر صادر کړی.
یوې سرچینې رویټرز ته وویل، چې دغه حکم د جنوري پر۲۰مه د فرانسوي - سوریايي وګړي صلاح ابو نابور د قضیې په اړه د څیړنو د یوې برخې په توګه صادر شوی، چې د ۲۰۱۷ کال د جون پر۷مه په سوریه کې په یوه بمبارۍ کې ووژل شو.
دا د فرانسې د قاضیانو دویم حکم دی، چې د سوریې د پخواني ولسمشر د نیولو لپاره صادریږي.
بشار الاسد د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په لومړیو کې د هیئت تحریر الشام په مشرۍ یاغي ځواکونو له واکه وغورځاوه.
فرانسوي قاضیانو د بشارالاسد خلاف لومړی ځل د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې په بشریت ضد جرمونو کې د ښکیلتیا له امله د نیولو حکم صادر کړی و. هغه د خپلو مخالفانو خلاف د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن دی.
د اسد حکومت په تیرو وختونو کې په کورنۍ جګړه کې چې د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې پیل شوه، د خپلو مخالفانو پر ضد د کیمیاوي وسلو کارول رد کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین او اروپايي اتحادیې د نویو تعرفو ګواښ وکړ او ویې ویل چې اداره یې پر چینايي وارداتو د ۱۰ سلنه جزایي مالیې په اړه غور کوي، ځکه چې فینټانایل د مکسیکو او کاناډا له لارې امریکا ته انتقالیږي.
ټرمپ دا تازه ګواښونه د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې وکړل.
ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې له اروپايي اتحادیې او نورو هیوادونو سره د متحده ایالاتو د سوداګرۍ کسرونه د اندیښنې وړ دي. هغه وویل: « اروپايي اتحادیه له موږ سره ډېر، ډېر بد چلند کوي.»
ټرمپ د کاناډا او مکسیکو پر وړاندې د ۲۵ سلنه تعرفې لپاره د فبرورۍ لومړۍ نېټه ټاکلې، چې د ناقانونه مهاجرت او د چینايي فینټانایل کیمیاوي توکو د لیږد مخنیوی وکړي.
د چین نرم دریځ
چین د دغو ګواښونو په ځواب کې وویل چې غواړي له امریکا سره اړیکې باثباته وساتي او ګډې ګټې پراخې کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: « موږ باور لرو چې په سوداګریزه جګړه کې هیڅ ګټونکی نشته».
د جنورۍ پر ۲۱مه ټرمپ د سوداګرۍ یو پراخ فرمان لاسلیک کړ، چې د سوداګریزو زیانونو، ناعادلانه سوداګریزو کړنو او اسعارو په تړاو فدرالي ادارو ته پکې د بیاکتنې امر شوی.
ټرمپ د تعرفو په اړه یوه کچه نرمښت ښودلی، چې د امریکا پر مالي بازارونو یې مثبت اغیز درلود خو د هغه تازه څرګندونې د اندیښنې وړ دي.
د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شینبوم وویل چې د امریکا ګامونو ته په تدریجي ډول ځواب وايي.
کاناډا هم د ټرمپ ګواښونو ته نرم غبرګون ښودلی دی.
شولڅ پاریس ته ځي
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د ټرمپ له لوړې دوه ورځې وروسته پلان لري چې نن د چارشنبې په ورځ پاریس ته سفر وکړي او له ولسمشر ایمانویل مکرون سره وګوري.
تمه کیږي چې د فرانسې ولسمشر به د ماسپښین په شاوخوا کې په ایلیسي ماڼۍ کې د جرمني صدراعظم ته هرکلی ووایی.
د متحده ایالاتو په اړه د اروپايي اتحادیې پر راتلونکي دریځ سربیره، خبرې اترې به د اوکراین پر جګړه او د منځني ختیز پر شخړو هم متمرکزې وي.
شولڅ یوازینی مخکښ جرمني سیاستوال نه دی چې دا مهال فرانسې ته سفر کوي.
د پارلمان د مشرانو جرګې مشره انکي ریهلینګر له سې شنبې څخه تر پنجشنبې پورې په پاریس کې ده او ټاکل شوې چې د فرانسې د پارلمان د دواړو جرګو، ملي شورا او مشرانو جرګې له رییسانو سره وګوري.
د دفاع وزیر بوریس پیسټوریس به د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې له خپل سیال سیباستین لیکورنو سره وګوري.
اروپايي اتحادیې د پاریس د اقلیم له تړون نه د امریکا د وتلو په تړاو د ټرمپ دریځ غندلی دی.

د ترکیې د بولو غرونو د سکي مرکز په یوه هوټل کې د سې شنبې ورځې اورلګېدنې ۷۶ کسان مړه او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وایي، چې اور د شپې په اوږدو کې د بولو ښار د کارتالکایا په تفریح ځای کې د هوټل دننه ولګېد.
په دغه هوټل کې ډېریو مېشتو مېلمنو د وېرې له امله ځانونه له ودانۍ څخه ښکته غورځولي وو، چې له امله یې ګڼ کسان ټپیان شوي وو.
د چارواکو په وینا، اور شاوخوا ۳:۳۰ بجې د ۱۲ پوړیز ګرانډ کارتال هوټل د رستورانت په یوه پوړ کې ولګېد.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له دغې پېښې وروسته د چهارشنبې په ورځ ملي ویر اعلان کړ.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل، چې په هوټل کې د پېښې پرمهال ۲۳۸ مېلمانه اوسېدل.
یرلیکایا وویل، چې اور اوس مړ شوی او په هوټل کې د لټون هڅې هم پای ته رسېدلې دي.
هغه زیاته کړه، چې چارواکي د اور لګېدو له ځایه د ترلاسه شویو ځینو جسدونو د پېژندلو لپاره د ډي اېن اې ازموینې ترسره کوي.
د چارواکو په خبره، د اور لګېدنې په اړه یې څېړنې روانې دي.
کارتالکیا په ژمي کې د سېلانیانو لپاره د ترکیې د مېله ځایونو یو له غوره ځایونو څخه دی، چې د سکي موسم په لړ کې زرګونه سېلانیان دغلته ورځي.
دغه سیمه د استانبول ختیځ ته شاوخوا ۲۹۵ کیلومتره (۱۸۳ میله) لرې پرته ده.

په غزه کې د بیړنیو حالاتو څانګه اټکل کوي چې پر غزې د اسراییل له برید وروسته تر دې مهاله دغلته شاوخوا ۱۰ زره مړي د خاورو تر ډېریو لاندې پاتې دي.
دغه بنسټ د پرمختللو وسایلو او ماشینونو غوښتنه کړې چې پر مټ یې تر خاورو لاندې شوي مړي پرې راوباسي.
د غزې بیړنۍ څانګې او په فلسطین کې نورو مرستندویانو هڅې پیل کړي چې په غزه کې د ویجاړو شویو کورونو او کنډوالو لاندې مړي راوباسي، چې له اوربند وروسته یې تر دې دمه ۱۵۰ مړي موندلي دي.
د هغې ارزونې له مخې چې روانه میاشت د ملګرو ملتونو له خوا شوې، په غزه کې د ویجاړو شویو ودانیو خاورې خځلې له ۵۰ ملیون ټنه ډېرې دي چې د راټولو لپاره یې ۲۱ کاله وخت ته اړتیا ده او ۱.۲ میلیارډه ډالر لګښت پرې راځي.
په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي چې د غزې پر بېلابېلو سیمو کې د اسراییل له بریدونو وروسته لږ تر لږه ۴۷ زره کسان وژل شوي او ښایي زرګونه نور تر خاورو لاندې پاتې وي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي چې په غزه کې د اوو لسیزو جګړو له امله د دغې سبمې پراختیایي چارې ټکنۍ او مټه شوې دي.
د حماس او اسراییل تر منځ اوربند چې له ۱۵ میاشتینۍ جګړې وروسته د یکشنبې په ورځ ټینګ شو په کې درې اسراییلي او ۹۰ فلسطیني یرغمل شوي کسان یو بل ته وسپارل شول.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان د سې شنبه په ورځ وویل، چې د اسراییل او ایران ترمنځ باید د جګړو مخنیوی وشي.
نوموړي وویل، په دې باور نه لري چې د ټرمپ د حکومت اقدامات دې وکولی شي د داسې یوې جګړې ګواښ زیات کړي.
فیصل بن فرحان چې د سویس د نړۍوال اقتصادي فورم په کلنۍ ناسته کې خبرې کولې، همداراز په راتلونکو ورځو کې یې لبنان ته د خپل سفر خبر ورکړ.
دا به لبنان ته له څه باندې یوې لسیزې وروسته د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیر لومړنی رسمي سفر وي.
فیصل وویل: «زه د امریکا حکومت د کومې جګړې لپاره د ګواښ عامل نه ګڼم، برعکس ډونالډ ټرمپ په ښکاره ويلي، چې د جګړو پلوی نه دی.»
د ایران او اسراییل ترمنځ د جګړو وېره تر هغه وروسته زیاته شوه، چې د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر په اوومه د حماس او اسراییل ترمنځ جګړې پیل شوې او تر هغه وروسته د فلسطینیانو په ملاتړ د ایران د متحدینو لکه د لبنان حزب الله او د یمن حوثیان په دې جګړو کې ښکېل شول.
اسراییل په غزه کې د حماس او په لبنان کې د حزب الله په وړاندې خونړۍ او ویجاړونکې جګړه وکړه، د دواړو ډلو پوځي جوړښت یې له منځه یووړ، په منځنۍ ختیځ کې یې د ایران نفوذ کمزوری کړ او د ایران د بل متحد بشارالاسد د حکومت په ړنګېدو کې یې مرسته وکړه.

د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر علي احمد جلالي وایي، چې طالبان له امریکا څخه د امتیاز د اخیستو په موخه له ترهګرو ډلو د وسیلې په توګه کار اخلي.
جلالي له افغانستان انټرنشنل سره په مرکه کې ویلي، چې د واشنګټن لپاره تر ټولو مهمه مسله دا ده، چې افغانستان بیا د سپټمبر د یوولسمې د پېښې په څېر یو ګواښ ونه ګرځي.
نوموړي دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې ډونالډ د امریکا د نوي ولسمشر په توګه د دوشنبې په ورځ د لوړې مراسم ترسره کړل.
ټرمپ ګواښ کړی، چې افغانستان ته د مالي مرستو بهیر بندوي.
هغه همداراز ویلي، چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو پاتې شوې وسلې هم له طالبانو بېرته اخلي.
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا د څېړنیز بنسټ د عامه اړیکو مشر صادق امیني بیا د سپړنې خپرونه کې د خبرو پرمهال وویل، د امریکا نوی ولسمشر چې د خپلو وسلو د بېرته اخیستو خبره کړې، عملي کېدل یې ناشونی دی.
د نوموړي په وینا، د امریکایانو اصلي موخه دا ده، چې خپلې وسلې په افغانستان کې له منځه یوسي.
له دې سره، د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر علي احمد جلالي په خپلو خبرو کې ټينګار کړی، چې امریکا افغانستان ته د بېرته ستنېدو او په دې هېواد کې د رژیم بدلېدو ته هېڅ ډول علاقه نه لري.
نوموړی زیاتوي: ((باید په تمه شو، چې د امریکا نوی حکومت د افغانستان په اړه څه ډول پالیسي غوره کوي.))
د جلالي په وینا، د افغانستان په اړه د امریکا سیاست ښایي تر راتلونکو شپږو میاشتو وخت ونیسي.
سره له دې چې ټرمپ د خپلو ټاکنیزو سیالیو پرمهال د افغانستان په اړه زیاتې خبرې نه دي کړي، خو نوموړي ته نږدې کسانو بیا په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د حضور په اړه خبرداری ورکړی.
د ټرمپ د ملي امنیت سلاکار مایک والټرز بیا د افغانستان پر استخباراتي څار ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې «که مونږ د کندهار په شان سیمو کې د ترهګرو پروړاندې جګړه و نه کړو، دغه جګړې به د کانزاس سیټي په څېر ځایونو ته ورسېږي.»
نوموړي واشنګټن پوسټ ته ویلي: «زما هدف دا نه دی چې بیا ځلې کندهار ته ولاړ شو او وجنګېږو، بلکې نه غواړم په تمه شم چې په کانزاس سیتي ترهګریز برید وشي.»
د افغانستان د کورنیو چارو پخوانی وزیر باور لري، چې القاعدې ډلې د طالبانو په ملاتړ په افغانستان کې خپلې اډې او روزنیز مرکزونه بیا فعال کړي دي.
هغه دغه راز ټینګار وکړ، چې اوسمهال له افغانستانه د امریکا د متحده ایالاتو پر وړاندې مستقیم ګواښ نه شته.
د فېبروري په ۲۹مه د دوحې په تړون کې طالبانو ژمنه کړې وه، چې له ټولو ترهګريزو ډلو په ځانګړې توګه القاعدې سره به اړیکې پرې کوي او د افغانستان خاوره به د امریکا او د دوی د متحدینو پر وړاندې د ګواښ په ځای نه بدلېږي، خو د جلالي په وینا، د دې ترڅنګ چې طالبانو په خپلو دغو ژمنو عمل و نه کړ، د افغانستان له پخواني حکومت سره یې مذاکرات هم و نه کړل او یوازې د وخت ضایع کولو سره د امریکایي ځواکونو وتلو ته په تمه شول.
جلالي په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې امریکا د داعش پروړاندې د مبارزې په برخه کې طالبان یو عنصر ګڼي او د دواړو لورو ترمنځ اطلاعاتي اړیکي شته، ترڅو واشنګټن د امریکا او متحدینو پروړاندې یې د ګواښونو له نه شتون څخه ډاډه شي.
