• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ډونالډ ترمپ نن خپله نوې څلور کلنه دوره پیلوي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۳ GMT+۰تازه شوی: ۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۰۲ GMT+۰

ډونالډ ټرمپ به نن د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو د ولسمشر په توګه لوړه وکړي، چې یوه بله څلور کلنه دوره پیل کړي. نوموړی به د اجرایوي واک محدودیتونه پراخوي، په میلیونونو کډوال به وباسي، له خپلو سیاسي دښمنانو به غچ واخلي او په نړیواله کچه به د امریکا رول بدل کړي.

د ټرمپ د لوړې مراسم د یوه سیاسي ګډوډوونکي لپاره یو بریالی بیرته راتګ دی، چې د استیضاح له دوو محاکمو، د جرم له محکومیت، د وژنې له دوو هڅو او د ۲۰۲۰ کال په ټاکنو کې د خپلې ماتې د ازالې د هڅو له تور څخه روغ پاتې شوی دی.

دغه مراسم به په پنځو بجو د امریکا د کانګرس په روټنډا کې ترسره شي.

دا د ۴۰ کلونو په موده کې لومړی ځل دی چې د ولسمشر د لوړې مراسم د سړې هوا له امله په بند ځای کې ترسره کېږي.

100%

د ۱۵۰۰ کسانو بښل

ټرمپ، چې په ۱۹مه پیړۍ کې له ګروور کلیولینډ وروسته لومړنی ولسمشر دی چې له لومړۍ ماتې وروسته د ولسمشرۍ دویم ځل ټاکنې ګټي، ژمنه کړې چې د جنورۍ پر۶مه نېټه به په تاوتریخوالي کې له۱۵۰۰زیات تورن کسان د خپلې دورې په لومړۍ ورځ معاف کړي.

ټرمپ د خپلې دورې په لومړۍ ورځ د ګڼو اجرایوي فرمانونو د لاسلیکولو ژمنه کړې، چې په کډوالۍ، انرژۍ او مالیاتو پورې اړوند دي. د یکشنبې په ورځ په یوه غونډه کې ټرمپ وویل چې هغه به په خپله لومړۍ ورځ پر کډوالۍ سخت محدودیتونه وضع کړي.

د۲۰۱۷ کال په څېر ټرمپ د یوې ګډوډۍ راوړونکي ځواک په توګه واک ته راځي، چې د فدرالي حکومت د بیا جوړولو ژمنه یې کړې او له دویمې نړیوالې جګړې وروسته د امریکا په مشرۍ د نړیوالو تړونونو په اړه شک څرګندوي.

ټرمپ سره له دې چې د ۵۰ سلنې اکثریت ترلاسه کولو کې پاتې راغلی، دا ځل له کمالا هرېس څخه په ملي رایه کې دوه میلیونه زیاتې رایې ګټلې. په ۲۰۱۶ کال کې ټرمپ له هیلري کلنټن څخه د درې میلیونه رایو په توپیر ټاکنیز کالجونه وګټل او ولسمشر شو.

د ټیکزاس پوهنتون د ولسمشرۍ تاریخپوه جیرمي سوری ویلي، اوسنی وخت د ۱۹مې پیړۍ وروستي کلونه یادوي، کله چې ګروور کلیولینډ د ولسمشرۍ د ناپرله‌پسې دورو ګټونکی و. هغه ویلي، «موږ د یوه بنسټیز بدلون موده لرو، اقتصاد په بنسټیز ډول بدل شوی، د نژاد، جنسیت او ټولنیز جوړښت له اړخه هېواد په یو مهم حالت کې دی».

ټرمپ به د کانګرس په دواړو خونو کې د جمهوري غوښتونکو له اکثریت خوند واخلي
100%
ټرمپ به د کانګرس په دواړو خونو کې د جمهوري غوښتونکو له اکثریت خوند واخلي

ټرمپ واردمخه خلک وېرولي

ټرمپ به د کانګرس په دواړو خونو کې د جمهوري غوښتونکو له اکثریت خوند واخلي چې تقریبا په بشپړ ډول د ګوند دننه له مخالفانو پاک شوی. د هغه سلاکارانو پلان وړاندیز کړی چې بې پرې بیوروکراټان په «غورچاڼ» وفادارانو بدل کړي.

حتا له واک ترلاسه کولو مخکې ټرمپ په قطر کې د مذاکراتو له لارې د اسراییل او حماس ترمنځ د اوربند په تړاو خپل نفوذ څرګند کړ او خبرداری یې ورکړی و چې که حماس یرغمل شوي کسان خوشې نه کړي نو درنده سزا به وویني.

ټرمپ ادعا کړې چې د خپلې دورې په لومړۍ ورځ به د روسیې-اوکراین جګړه ختمه کړي، خو د هغه سلاکارانو ویلي چې د سولې تړون به څو میاشتې وخت ونیسي.

هغه د نړۍ له مشرانو سره ولیدل او د پاناما کانال د نیولو، د ناټو د متحد ډنمارک د ګرینلینډ خاورې د کنټرول او د متحده ایالاتو پر لویو سوداګریزو شریکانو د تعرفو لګولو له لارې یې ویره رامینځته کړه.

د ۲۰۱۷ کال اپوټه ټرمپ په خپله جنجالي کابینه کې د یو شمیر کسانو په ټاکلو کې تر تجربې وفادارۍ ته لومړیتوب ورکړی او ځینې نوماندان یې د هغو ادارو څرګند منتقدان دي چې دوی یې د رهبرۍ لپاره ګومارل شوي دي.

د نړۍ تر ټولو شتمن سړی ایلان ماسک یې هم ترڅنګ ولاړ دی، چې د ټرمپ په ټاکنیز کمپاین کې یې له ۲۵۰ میلیون ډالرو ډیر مصرف کړی. د رویټرز او نورو رسنیو په وینا، نور میلیاردري مشران چې له راتلونکي ادارې سره یې د مرستې هڅه کړې، د امازون جیف بیزوس، د میټا مارک زوکربرګ، د الفابیټ سندر پیچای او د ایپل ټیم ​​کوک به نن د دوشنبې په مراسمو کې له ماسک سره یوځای شي.

100%

د کډوالۍ خلاف فرمان

د پنسلوانیا ایونیو لاندې له سپینې ماڼۍ تیرېدونکی دودیز پریډ به اوس د کیپیټل ون ارینا په داخل کې ترسره شي، چیرې چې ټرمپ د یکشنبې په ورځ د خپل بري غونډه وکړه. ټرمپ به د ماښام په دریو پرانیستونکو مراسمو کې هم ګډون وکړي.

د ورځې د جشن په جریان کې به ټرمپ د لسګونو اجرایوي فرمانونو لاسلیکول پیل کړي.

له پلان نه خبرې سرچینې رویټرز ته وویل چې له نشه يي توکو سره مبارزه، د امریکا – مکسیکو پولې ټینګول، کډوالۍ او د بایډن د چاپیریال اړوندو مقرراتو لغو کول ښايي په دې کې شامل وي. ممکن هغه امریکا د پاریس د اقلیم له تړون نه وباسي.

د رویټرز په وینا، ټرمپ به لومړی «درغلګر» ولسمشر وي چې سپینې ماڼۍ ته ننوځي. د نیویارک یوې محکمې هغه د سوداګریزو ثبتونو په جعل کې ګرم وباله چې یوې پورن ستورې ته حق السکوت ور کړي. هغه له سزا وژغورل شو، ځکه قاضي منلې چې یوه راتلونکي ولسمشر ته سزا ورکول عملي نه دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د ټرمپ د لوړې تر مراسمو مخکې د هغه د ډیجیټل کرنسۍ ارزښت مخ په لوړېدو دی

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۷:۴۴ GMT+۰

د دوشنبې په ورځ د ډونالډ ټرمپ نوې ډیجیټلي کرنسۍ په مارکېټ کې تر نهو میلیاردو لوړ ارزښت ترلاسه کړ او سپینې ماڼۍ ته د هغه تر ورتګ څو ساعتونه مخکې د دغې کرنسۍ حجم میلیاردونو ډالرو ته ورسېد.

د رویټرزر اژانس د راپور له مخې دغه سیکه چې د ( $TRUMP)په سمبول پېژندل کېږي، د اسیا د سوداګرۍ په ساعتونو کې ۷۳ سلنه لوړه شوې ده او د ۴۶.۰۶ ډالرو قیمت یې خپل کړی چې د مارکیټ ارزښت یې نږدې ۹.۲ میلیارده ډالره شو. د کوین مارکېټ کپ (CoinMarketCap) وېب پاڼې د راپور پر بنسټ په تېرو څلرویشت ساعتونو کې د دغې سیکې سوداګریز حجم ټول ټال ۴۲.۲ میلیارده ډالرو ته رسېدلی دی.

ټرمپ د جمعې په ورځ دغه ډیجیټل ټوکن چې د جولای په میاشت کې د هغه د ترور د هڅې انځور پرې لګول شوی بازار ته وړاندې کړ.

د هغه دغه اقدام د برېښنایي پیسو په برخه کې د فعالیتونو د پراخولو یوه هڅه ده چې تر دې وړاندې یې د ورډ لایبرټي فاینېنشل (World Liberty Financial) شرکت هم په کې شامل کړی و.

د ډیجیټلي پیسو ځینې کاروباریان او کارپوهان د ټرمپ د دغې سیکې بې ساري پرمختګ خورا حیران کړي‌ دي.

په هانګ کانګ کې مېشت د ډیجیټل کرنسیو خپلواک څېړونکی جاستین دانتان وویل: «که څه هم دا اقدام د ټرمپ د یو بل ډراماتیک ګام په توګه ګڼل کېږي ؛خو د دغه کرنسۍ رامنځته کول پېچلې اخلاقي او څارونکې پوښتنې راپورته کړي‌ دي.»

د دانتان په وینا، دغه پیسې د غیرمتمرکزې مالي نړۍ (DeFi) او سیاسي ډګر ترمنځ یو ترکیب دی او په عین حال کې د حکومتدارۍ، ګټې ترلاسه کولو او نفوذ ترمنځ کرښې لمنځه وړي.

هغه زیاته کړه: « ایا عام شخصیتونه، په ځانګړي توګه هغه کسان چې د سیاسي نفوذ په دې کچه کې دي، باید په بې ثباته بازارونو کې دا ډول اغېز ولري؟ دا هغه پوښتنه ده چې احتمالاً د څارونکو ادارو پام ځان ته را اړوي».

پیټر شیف اقتصادپوه او د ایرو پیسیفیک اسیټ منیجمېنټ (Euro Pacific Asset Management) شرکت سټراټېژیک پلان جوړونکي د ( $TRUMP) کرنسۍ ارزښت «نوې ډیجیټل طلا» وبلله.

ټرمپ ژمنه کړې چې د ډیجیټل کرنسیو د «ولسمشر» په توګه به یاد شي او اټکل کېږي چې د اجراییوي فرمانونو په صادرولو سره به په دې برخه کې د څارنې محدودیتونه کم کړي او د ډیجیټل شتمنیو پراخ منل به اسانه کړي.

د هغه د لوړې مراسم د دوشنبې په ورځ د ختیځې امریکا په وخت د ماسپښین په ۱۲ بجو ترسره کېږي.

د ډیجیټل کرنسیو په سیاستونو کې د څارنې محدودیتونو د کمېدو اټکل د دغه صنعت لخوا د پراخ هرکلي سره مخ شوی او د نومبر په میاشت کې په ټاکنو کې د ټرمپ تر بریا وروسته د بېټ ‌کوین په قیمت کې هم د پام وړ لوړوالي راغلی دی.

د نړۍ تر ټولو لوی ډیجیټل کرنسي بېټ کواین د دوشنبې په ورځ په سوداګرۍ کې ۲.۶ سلنه ټیټوالی راغلی او د ۱۰۱,۸۲۶.۵۱ ډالرو په قیمت یې پلور ترسره کړی ؛خو لا هم د میاشتې په کچه ۱۰ سلنه زیاتوالی یې ثابت پاتې دی.

ټرمپ: غزه کې اوربند زموږ تاریخي لاسته راوړنه او په منځني ختیځ کې د سولې لومړی ګام و

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۴۸ GMT+۰

د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، په غزه کې اوربند یې تاریخي بری دی او دا په منځني ختیځ کې د سولې پر لور لومړی ګام دی. هغه وایي، حکومت به یې پرېنږدي، چې په غزه کې شوې کې پېښې بیا تکرار شي.

ورته مهال جو بایډن بیا ویلي، چې د تړون په لومړي پړاو کې به د غزې څخه د راتلونکو خوشې کېدونکو بندیانو په ډله کې لږ تر لږه دوه امریکایي وګړي هم شامل وي.
هغه وویل: «له دومره کړاو، ویجاړۍ او وینې تویېدنې وروسته نن په غزه کې ډز بندي شوې ده.»
بایډن دارنګه د غزې د اوربند مذاکرات تر ټولو هغو مذاکراتو سخت بللي دي، چې په خپله په کې ښکېل و.
له بل پلوه حماس د اوربند د هوکړې له مخې، د یکشنبې په ورځ لومړی ۳ اسراییلي بندیان سره صلیب ته وسپارل.
وروسته بیا اسراييل هم د اوربند د هوکړې له مخې، له بېلابېلو زندانونو څخه د ۶۹ ښځو او ۲۱ ماشومانو په ګډون د ۹۰ فلسطيني بنديان خوشې کړل.

100%


د فلسطین د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د غزې په تړانګه کې د اسراییل په ۱۵ میاشتنۍ جګړه کې د زرګونو ماشومانو او ښځو په ګډون ۴۷ زره او ۸۹۹ تنه فلسطینیان وژل شوي او تر ۱۱۰ زره او ۷۰۰ ډېر فلسطینیان ټپیان او په زرګونو نور لادرکه دي.
له اوربند وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یونېسف ویاندې روزالیا بولن بیا ویلي، چې په غزه کې د بشري مرستو د چمتو کولو له پلوه راتلونکې ننګونې "ډېرې" دي.

د پاکستان پوځ وايي، د بلوچستان په ژوب کې یې د جګړې پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۴۷ GMT+۰

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې تېرو دوو ورځو کې یې د بلوچستان ژوب ولسوالۍ په سمبازه سیمه کې د پوځي عملیاتو او جګړې پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي. پوځ وايي، دغه وسله وال له افغانستانه په ډیورنډ کرښه را اوښتل.

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر نن دوشنبه د (سلواغې لومړۍ) نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې پوځ د بلوچستان ژوب ولسوالۍ په سمبازه سیمه کې د پوځي عملیاتو پر مهال پنځه وسله وال وژلي دي.

خبرپاڼه کې راغلي، چې د پاکستان پوځ او ایف سي ځواکونو په ګډو عملیاتو او جګړه کې یې د ژوب په سمبازه سیمه کې هغه وسله وال وژلي، چې له افغانستانه په ډیورنډ کرښه را اوښتل.

پوځ په خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي چې خپلې ژمنې پوره کړي او د افغانستان خاوره د پاکستان د نا امنه کېدو لپاره ونه کاروي.

طالبانو د پاکستان دغې ادعا ته لا ځواب نه دی ویلی.

خبرپاڼه زیاتوي چې، له دغو وسله والو څخه وسلې او مهمات هم لاسته ورغلي، چې د «امنیتي ځواکونو په وړاندې په ترهګریزو فعالیتونو او همدارنګه د بې ګناه ملکي وګړو په هدفي وژنو کې ترې کار اخیستل کیده.»

د پاکستان پوځ د عامه اړیکو دفتر وايي، چې په سیمه کې د وسله والو پر ضد لا هم عملیات روان دي او هڅه یې دا ده چې دغه سیمه له وسله والو څخه پاکه کړي.

تر دې وړاندې هم پاکستان دعوې کړې وې چې پاکستان کې د نا امنۍ پېښې له افغانستانه پلان کیږي خو طالبانو د پاکستان داسې ادعاوې رد کړې وې او دا یې د دغه هیواد کورنۍ موضوع بللې وه.

منظور پښتین: د پښتونخوا په ځینو سیمو کې د ورځې د پاکستان او د شپې د طالبانو حکومت وي

۱ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۰ جنوری ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۰

د‌ پښتون ژغورنې غورځنګ مشر د (مرغومي ۳۰مه) په یو ویډیوي پېغام کې اندېښنه ښودلې چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د پښتنو په سیمو کې د ترهګرۍ د ودې لپاره خوځښتونه پیل کړي او د خېبرپښتونخوا په ځینو سیمو کې د شپې له لوري د طالبانو واک وي.

منظور پښتین ویلي په باجوړ ولسوالۍ کې خلک په دې نه پوهېږي چې د ورځې څه ووايي او د شپې څه، ځکه د ده په خبره د شپې او ورځې حکومتونه جلا دي. هغه وايي: «د ورځې به پوځي ګرځي په کوڅو کې او د شپې به طالب ګرځي.»

هغه همدا راز اندېښنه څرګنده کړې چې په مومندو، سوات، بنون، جاني خېلو او بنو کې روان امنیتي حالات ورځې تر بلې خرابیدونکي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر په خبره، په بنو او جاني خېلو کې اوس هم په بازارونو کې د وسله والو فعالیتونه په ښکاره توګه ترسره کېږي او یوازې د کمې مودې لپاره د پوځ له لوري لمنځه وړل شوي وو.

منظور پښتین اشاره کړې چې په بکاخیلو کې د طالبانو او پوځ ترمنځ له نښتو وروسته پاکستانی پوځ له ولسي وګړو څخه غچ اخلي او ځوروي یې.

هغه د خېبرپښتونخوا په کورمې ولسوالۍ کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمنځ روانې شخړې هم د پوځ زیږنده بولي او زیاتوي چې په لوی لاس پوځ د دغه شخړو اوږدیدو ته لمن وهي.

پښتین ویلي چې په کورمه کې اوس خلک د دغه روانې نا امنۍ او ناورین له کبله خوراکي توکو ته لاس رسی نه لري؛ خو د پاکستان حکومت هلته د شوې جرګې پرېکړې نه شي عملي کولای. هغه زیاتوي: « ظاهره خبره ده پوځ ریاست جنګ غواړي، دوی سنجیده کېږي، دوی په کورمه کې په وینو خوشحاله دي».

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ادعا کړې د خېبر ولسوالۍ کې د اپریدو بېلابېلې قبیلې د پاکستاني پوځ له لوري‌ نظر بند کړل شوي‌ او همدا راز په اورکزیو سیمه کې بیا هره ورځ د ځاي اوسیدونکو د وژل کیدو لړۍ روانه ده.

هغه نیوکه کوي چې همدا راز په میرعلي کې هم د پاکستان پوځ له لوري نا امنیو ته لمن وهل کېږي او هلته هم حالت ترینګلي‌ شوي دي.

پښتین نیوکه کړې چې د پاکستان پوځ د خپلو ډرون بمونو د ازمایلو لپاره په میرعلي کې پر بې ګناه عامو وګړو بریدونه کوي.

د یاد غورځنګ د مشر په دې ویډیو پېغام کې ادعا شوې چې د وزیرستان په سپلږه کې څو ورځې وړاندې د سیمې تنکیو ځوانانو د کرېکټ لوبه کوله ؛خو د‌ پاکستاني پوځ له لوري پر له بې پېلوته الوتکې څخه ازمایښتي بم وغورځاوه او پر دغو بې ګناه وګړو یې تجربه وکړه.

منظور پښتین نیوکه کړې چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ په نوم عام ملکي وګړي‌ ماشومان وژني.

هغه له پښتنو غوښتي چې ژر تر ژره دې د دغو کړنو خلاف راپورته شي او نوره دا خاوره د جګړې د دوام لپاره پرېنږدي. هغه غږ کړی چې د‌ پاکستان پوځ تابیا لري چې یو ځل بیا یوه نوې ډله پیدا کړي او په کابل کې یې د جګړو د دوام لپاره وکاروي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر پر پښتنو غږ کړی چې په د ملګرو ملتونو د جنګي جرمونو ادارو ته دې د دوی په سیمو کې روان ناورین مستند کړ‌ي او ورسره دې یې شریک کړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر په داسې حال کې د خېبر پښتونخوا له امنیتي وضعیت څخه اندېښنه څرګندوي چې تر دې دمخه د عوامي ملي ګوند مشر ایمل ولي خان نیوکې کړې وې چې د پښتونخوا یو شمېر سیمې د پاکستاني طالبانو لاس ته لوېدلي او په دغه ایالت کې ترهګرۍ زور اخیستی دی.
په دې وروستیو کې پاکستاني طالبانو په خېبر پښتونخوا کې د‌ پاکستاني پوځ خلاف بریدونو ته زور ورکړی او هره ورځ دوی ته د یاد ایالت په بېلابېلو سیمو کې د مرګ ژوبلې د اوښتو ادعا کوي.

همدا راز د یو شمېر سیمو او له پاکستاني پوځ څخه په پښتونخوا کې د ځینو پوځي چوڼیو د نیول کیدو ادعاوې یې هم کړي دي.

هندي پولیسو پر سیف علي خان د برید په تور یو بنګله دېشی نیولی

۳۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۲۹ GMT+۰

د هند په ممبۍ ښار کې د یکشنبې په ورځ یو بنګله دېشی وګړی نیول شوی چې ګومان کیږي د بالیووډ پر ستوري سیف علي خان د برید په پېښه کې ښکیل دی. پر خان برید د هندي سینما صنعت هیښ کړی او ګڼو کسانو له حکومت نه د امنیت ښه کولو غوښتنه کړې ده.

ډاکټرانو ویلي، چې سیف علي خان له خطر څخه وتلی او له روغتون نه رخصت شوی دی.

د ممبۍ د پولیسو مرستیال کمشنر دکیت ګیدم رسنیو ته وویل، « لومړني شواهد ښيي چې نیول شوی سړی د بنګله دیش تابعیت لري او هند ته له غیرقانوني راتګ وروسته یې خپل نوم بدل کړی دی».

دغه دویم مشکوک کس، چې د ممبۍ ښار په څنډو کې نیول شوی، د وېجي داس نوم کاراوه خو ګومان کیږي چې هغه محمد شریف الاسلام شهزاد نومیږي او پنځه یا شپږ میاشتې مخکې ښار ته له راتګ وروسته یې ددندو له یوې ادارې سره کار کاوه.

خان، چې عمر یې ۵۴ کاله دی، په خپل کور کې د غلا د هڅې پر مهال د یوه بریدګر له خوا د چړې شپږ وارونه خوړلي دي.

ډاکټرانو وویل چې هغه د غاړې او لاسونو په برخو کې له ټپونو وروسته عملیات شوی.

د سیف علي خان مور شرمیلا ټاګور او خور سوها علي خان له ممبۍ لیلاوتي روغتون څخه د وتلو په حال کې
100%
د سیف علي خان مور شرمیلا ټاګور او خور سوها علي خان له ممبۍ لیلاوتي روغتون څخه د وتلو په حال کې

له افغانستان سره تاریخي تړاو

د سیف علي خان کورنۍ د هندي کلتورونو یوه ګډوله ده ځکه دواړې میندې یې هندوې وې او ده هم له هندوې کرینا کپور سره واده کړی.

د هندي رسنیو د رپوټونو له مخې، د سیف علي خان اړوند پټوډي کورنۍ ریښې د افغانستان کندهار ولایت ته ورګرځي چې وروسته په هند کې مېشت شول.

فایز طالب خان د دې کورنۍ بنسټګر د دویمې انګلو-مرهټه جګړې پرمهال له ایسټ انډیا کمپنۍ سره همکاري درلوده او د دې مرستې په بدل کې د بریتانیا پوځي افسرانو هغه ته په۱۸۰۴ کال کې پټوډي ملکیت ورکړ. په ځانګړې توګه، د خان نیکونه د کندهار پښتانه دي.

د فایز طالب خان نسلونو تر ۱۹۴۹ پورې پر دې ملکیت حکومت وکړ تر دې چې د هند له استقلال وروسته دا ملکیت له پنجاب سره یوځای شو. د پټوډي وروستی رسمي نواب منصور علي خان پټوډي و. هغه مشهور کرکټ لوبغاړی و. منصور له خپل پلار افتخار علي خان پټوډي څخه دا ویاړ ترلاسه کړ.

خبریالان او انځورګران له لیلاوتي روغتون بهر د سیف علي خان د کورنۍ غړو ته منتظر دي
100%
خبریالان او انځورګران له لیلاوتي روغتون بهر د سیف علي خان د کورنۍ غړو ته منتظر دي

سیف علي خان: د کرکټ میراث

منصور علي خان پټوډي د ۲۱ کالو په عمر کې د هند د کرکټ ټیم تر ټولو ځوان کپتان شو. د هغه پلار افتخار علي خان هم د ټیم کپتان و. منصور د بالیووډ له لوبغاړې شرمیلا ټاګور سره واده وکړ او دوی درې ماشومان درلودل - سیف علي خان، سوها علي خان او سبا علي خان.

سیف علي خان دوه ځلې واده کړی دی. د هغه لومړی واده له سینمايي لوبغاړې امرېتاسینګ سره و، چې له هغې دوه ماشومان سارا علي خان او ابراهیم علي خان لري.له طلاق وروسته سیف له کرینا کپور سره واده وکړ او دوی دوه زامن تیمور علي خان او جېه علي خان لري. د سیف خور سوها علي خان له سینمايي لوبغاړي کنال کمیو سره واده کړی. د هغه بله خور سبا مجرده او د سرو زرو ډیزاینره ده.

د هند له استقلال وروسته چې د ۱۹۷۱ کال شاهي لقبونه لغو شول، د پټوډي کورنۍ رسمي وضعیت د سیمه ییزو شاهانو په توګه پای ته ورسېد. د دې کورنۍ ګڼ شمېر غړي، چې د پاکستان کرکټ بورډ پخوانی رییس شهریار خان هم پکې شامل و، پاکستان ته کډه شول.