مکسیکو له متحده ایالاتو د ډله ییز اخراج لپاره لنډمهاله سرپناوې جوړوي

د مکسیکو چارواکو د سیوداد جواریز په ښار کې د کډوالو احتمالي راتګ ته د چمتوالي لپاره د سرپناوو په جوړولو کارونه پیل کړي، چې د زرګونو کسانو لپاره به کور شي.

د مکسیکو چارواکو د سیوداد جواریز په ښار کې د کډوالو احتمالي راتګ ته د چمتوالي لپاره د سرپناوو په جوړولو کارونه پیل کړي، چې د زرګونو کسانو لپاره به کور شي.
د ښاروالۍ چارواکي اېنریک لیکون وویل: «په سیوداد جواریز کې لنډمهاله سرپناه به د زرګونو خلکو ته د ځای ورکولو ظرفیت ولري او په څو ورځو کې باید چمتو شي.»
د مکسیکو حکومت پلان لري، چې د شمالي مکسیکو په نهو ښارونو کې د سرپناه او استوګنې مرکزونه چمتو کړي.
په سیوداد جواریز کې خیمې د مکسیکو د حکومت د پلان برخه ده، چې د شمالي مکسیکو په نهو ښارونو کې د سرپناه او استوګنې مرکزونه چمتو کړي.
په دغو مرکزونو کې به اخراج شویو کسانو ته سرپناه، خواړه، روغتیایې خدمات او پېژنډپانې ورکړل شي.
ټرمپ ژمنه کړې، چې د امریکا په تاریخ کې به د اخراج تر ټولو ستره هڅه ترسره کړي، چې له مخې به یې میلیونونه بی اسناده کډوال وباسي.
ویل کېږي، چې دغه بهیر به کلونه وخت ونیسي او خورا ګران به وي.
د متحده ایالاتو د وروستي سرشمېرنې پراساس، نږدې ۵ میلیونه مکسیکویان په متحده ایالاتو کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

برېتانوي حکومت د چاقو د انلاین پېر لپاره د سختو اقداماتو پرېکړه کړې ده. د برېتانوي رسنیو د راپور له مخې، انلاین شرکتونه باید د چاقو اخیستونکي کس هویت په بشپړه توګه وګوري.
د راپور له مخې، انلاین چاقو پلورونکي به د پېرودونکي د هویت سند، پاسپورټ او نور اسناد وګوري.
پېرودونکی باید د عمر د ثبوت لپاره ژوندۍ ویډیو هم ثبت کړي.
د راپور له مخې، د برېتانیا حکومت دا پرېکړه د تېر کال په جولای کې په ساوټ پورټ کې له پېښې وروسته وکړه.
برېتانوي رسنۍ وايي، چې په ساوټ پورټ کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ په چاقو درې نجونې ووژلې او هغې دا چاقو انلاین پېرلی وو.
د برېتانیا لومړی وزیر سر کییر سټارمر وايي، حیرانوونکې ده چې په دوو کلیکونو سره ماشومان وژونکو وسلو ته لاسرسی مومي.
هغه زیاته کړه، چې دا به نور دوام ونه کړي.
د برېتانیا لومړي وزیر د عمومي ټاکنو له ګټلو مخکې ژمنه کړې وه، چې کله واک ته ورسیږي، نو په هېواد کې د چاقو بریدونو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره به اقدام وکړي.

د فرانسې پلټونکو قاضیانو د جنګي جرمونو، په ځانګړې توګه پر ملکي وګړو د قصدي بریدونو په تور د سوریې د لرې کړای شوي ولسمشر بشار الاسد د نیولو امر صادر کړی.
یوې سرچینې رویټرز ته وویل، چې دغه حکم د جنوري پر۲۰مه د فرانسوي - سوریايي وګړي صلاح ابو نابور د قضیې په اړه د څیړنو د یوې برخې په توګه صادر شوی، چې د ۲۰۱۷ کال د جون پر۷مه په سوریه کې په یوه بمبارۍ کې ووژل شو.
دا د فرانسې د قاضیانو دویم حکم دی، چې د سوریې د پخواني ولسمشر د نیولو لپاره صادریږي.
بشار الاسد د ۲۰۲۴ کال د دسمبر په لومړیو کې د هیئت تحریر الشام په مشرۍ یاغي ځواکونو له واکه وغورځاوه.
فرانسوي قاضیانو د بشارالاسد خلاف لومړی ځل د ۲۰۲۳ کال په نومبر کې په بشریت ضد جرمونو کې د ښکیلتیا له امله د نیولو حکم صادر کړی و. هغه د خپلو مخالفانو خلاف د کیمیاوي وسلو په کارولو تورن دی.
د اسد حکومت په تیرو وختونو کې په کورنۍ جګړه کې چې د ۲۰۱۱ کال په مارچ کې پیل شوه، د خپلو مخالفانو پر ضد د کیمیاوي وسلو کارول رد کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر چین او اروپايي اتحادیې د نویو تعرفو ګواښ وکړ او ویې ویل چې اداره یې پر چینايي وارداتو د ۱۰ سلنه جزایي مالیې په اړه غور کوي، ځکه چې فینټانایل د مکسیکو او کاناډا له لارې امریکا ته انتقالیږي.
ټرمپ دا تازه ګواښونه د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې وکړل.
ټرمپ په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې له اروپايي اتحادیې او نورو هیوادونو سره د متحده ایالاتو د سوداګرۍ کسرونه د اندیښنې وړ دي. هغه وویل: « اروپايي اتحادیه له موږ سره ډېر، ډېر بد چلند کوي.»
ټرمپ د کاناډا او مکسیکو پر وړاندې د ۲۵ سلنه تعرفې لپاره د فبرورۍ لومړۍ نېټه ټاکلې، چې د ناقانونه مهاجرت او د چینايي فینټانایل کیمیاوي توکو د لیږد مخنیوی وکړي.
د چین نرم دریځ
چین د دغو ګواښونو په ځواب کې وویل چې غواړي له امریکا سره اړیکې باثباته وساتي او ګډې ګټې پراخې کړي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: « موږ باور لرو چې په سوداګریزه جګړه کې هیڅ ګټونکی نشته».
د جنورۍ پر ۲۱مه ټرمپ د سوداګرۍ یو پراخ فرمان لاسلیک کړ، چې د سوداګریزو زیانونو، ناعادلانه سوداګریزو کړنو او اسعارو په تړاو فدرالي ادارو ته پکې د بیاکتنې امر شوی.
ټرمپ د تعرفو په اړه یوه کچه نرمښت ښودلی، چې د امریکا پر مالي بازارونو یې مثبت اغیز درلود خو د هغه تازه څرګندونې د اندیښنې وړ دي.
د مکسیکو ولسمشرې کلودیا شینبوم وویل چې د امریکا ګامونو ته په تدریجي ډول ځواب وايي.
کاناډا هم د ټرمپ ګواښونو ته نرم غبرګون ښودلی دی.
شولڅ پاریس ته ځي
د جرمني صدراعظم اولاف شولڅ د ټرمپ له لوړې دوه ورځې وروسته پلان لري چې نن د چارشنبې په ورځ پاریس ته سفر وکړي او له ولسمشر ایمانویل مکرون سره وګوري.
تمه کیږي چې د فرانسې ولسمشر به د ماسپښین په شاوخوا کې په ایلیسي ماڼۍ کې د جرمني صدراعظم ته هرکلی ووایی.
د متحده ایالاتو په اړه د اروپايي اتحادیې پر راتلونکي دریځ سربیره، خبرې اترې به د اوکراین پر جګړه او د منځني ختیز پر شخړو هم متمرکزې وي.
شولڅ یوازینی مخکښ جرمني سیاستوال نه دی چې دا مهال فرانسې ته سفر کوي.
د پارلمان د مشرانو جرګې مشره انکي ریهلینګر له سې شنبې څخه تر پنجشنبې پورې په پاریس کې ده او ټاکل شوې چې د فرانسې د پارلمان د دواړو جرګو، ملي شورا او مشرانو جرګې له رییسانو سره وګوري.
د دفاع وزیر بوریس پیسټوریس به د پنجشنبې په ورځ په پاریس کې له خپل سیال سیباستین لیکورنو سره وګوري.
اروپايي اتحادیې د پاریس د اقلیم له تړون نه د امریکا د وتلو په تړاو د ټرمپ دریځ غندلی دی.

د ترکیې د بولو غرونو د سکي مرکز په یوه هوټل کې د سې شنبې ورځې اورلګېدنې ۷۶ کسان مړه او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وایي، چې اور د شپې په اوږدو کې د بولو ښار د کارتالکایا په تفریح ځای کې د هوټل دننه ولګېد.
په دغه هوټل کې ډېریو مېشتو مېلمنو د وېرې له امله ځانونه له ودانۍ څخه ښکته غورځولي وو، چې له امله یې ګڼ کسان ټپیان شوي وو.
د چارواکو په وینا، اور شاوخوا ۳:۳۰ بجې د ۱۲ پوړیز ګرانډ کارتال هوټل د رستورانت په یوه پوړ کې ولګېد.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان له دغې پېښې وروسته د چهارشنبې په ورځ ملي ویر اعلان کړ.
د ترکیې د کورنیو چارو وزیر علي یرلیکایا وویل، چې په هوټل کې د پېښې پرمهال ۲۳۸ مېلمانه اوسېدل.
یرلیکایا وویل، چې اور اوس مړ شوی او په هوټل کې د لټون هڅې هم پای ته رسېدلې دي.
هغه زیاته کړه، چې چارواکي د اور لګېدو له ځایه د ترلاسه شویو ځینو جسدونو د پېژندلو لپاره د ډي اېن اې ازموینې ترسره کوي.
د چارواکو په خبره، د اور لګېدنې په اړه یې څېړنې روانې دي.
کارتالکیا په ژمي کې د سېلانیانو لپاره د ترکیې د مېله ځایونو یو له غوره ځایونو څخه دی، چې د سکي موسم په لړ کې زرګونه سېلانیان دغلته ورځي.
دغه سیمه د استانبول ختیځ ته شاوخوا ۲۹۵ کیلومتره (۱۸۳ میله) لرې پرته ده.

په غزه کې د بیړنیو حالاتو څانګه اټکل کوي چې پر غزې د اسراییل له برید وروسته تر دې مهاله دغلته شاوخوا ۱۰ زره مړي د خاورو تر ډېریو لاندې پاتې دي.
دغه بنسټ د پرمختللو وسایلو او ماشینونو غوښتنه کړې چې پر مټ یې تر خاورو لاندې شوي مړي پرې راوباسي.
د غزې بیړنۍ څانګې او په فلسطین کې نورو مرستندویانو هڅې پیل کړي چې په غزه کې د ویجاړو شویو کورونو او کنډوالو لاندې مړي راوباسي، چې له اوربند وروسته یې تر دې دمه ۱۵۰ مړي موندلي دي.
د هغې ارزونې له مخې چې روانه میاشت د ملګرو ملتونو له خوا شوې، په غزه کې د ویجاړو شویو ودانیو خاورې خځلې له ۵۰ ملیون ټنه ډېرې دي چې د راټولو لپاره یې ۲۱ کاله وخت ته اړتیا ده او ۱.۲ میلیارډه ډالر لګښت پرې راځي.
په غزه کې روغتیایي چارواکي وایي چې د غزې پر بېلابېلو سیمو کې د اسراییل له بریدونو وروسته لږ تر لږه ۴۷ زره کسان وژل شوي او ښایي زرګونه نور تر خاورو لاندې پاتې وي.
د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام وایي چې په غزه کې د اوو لسیزو جګړو له امله د دغې سبمې پراختیایي چارې ټکنۍ او مټه شوې دي.
د حماس او اسراییل تر منځ اوربند چې له ۱۵ میاشتینۍ جګړې وروسته د یکشنبې په ورځ ټینګ شو په کې درې اسراییلي او ۹۰ فلسطیني یرغمل شوي کسان یو بل ته وسپارل شول.
