ریچارډ بینیټ: د جرمونو نړیوالې محکمې غوښتنه د حساب ور کولو لپاره مهم ګام دی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ د هبت الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني اړوند د جرمونو نړیوالې محکمې د نیولو غوښتنه «په افغانستان کې د حساب ورکولو لپاره یو مهم ګام» وباله.
نوموړي ویلي، افغانانو ته د دې غوښتنې پیغام دا دی، چې د دوی حقونه هېر شوي نه دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینیټ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د جرمونو نړيوالې محکمې دا غوښتنه طالب مشرانو ته یو قوي پيغام ليږدوي، چې د دوی سخت دريځي او جرمنونه تعقبيږي.
نوموړي ويلي: «د کریم خان غوښتنه په افغانستان کې د حسبا ورکولو لپاره يو مهم ګام دی»
د جرمنو نړيوالې محکمې د لوی څارنوال کريم خان دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه اعلاميه کې ویلي، چې په افغانستان کې د دوی د څېړونو له مخي د طالبانو مشر هبت الله او د دغه ډلې د سترې محکمې مشر عبدالحکيم حقاني له ۲۰۲۱ کال راهيسې د بشريت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو په وړاندي د پراخ تبعیض په تور تورن دي.

