• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۱۹ کلنو ښځو شل اوره نړیوال جام: ویسټ انډيز ماليزیا ته او هند سریلانکا ته ماتې ورکړه

۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۳۵ GMT+۰تازه شوی: ۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۰ GMT+۰

د کرېکټ د ۱۹ کلنو ښځو په شل اوره نړيوال جام کې د پنجشنبې د ورځي په لومړۍ سیالۍ کې ويسټ انډيز د ۵۳ منډو په توپير ماليزیا او په دویمه لوبه کې هند د ۶۰ منډو په توپیر سریلانکا ته ماتې ور کړه.

د کرېکټ د ۱۹ کلنو ښځو د شل اوره نړيوال جام د ۲۳مې سيالۍ پچه کوربه لوبډلې ماليزيا وګټله او ويسټ انډيز ته یې د ټوپوهنې بلنه ورکړه.

ویسټ انډيز په شلو اورونو کې د خپلو ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۲ منډې جوړې کړې.

د ماليزيا د ۱۹ کلنو ښځو کرېکټ لوبډلې په ۱۸م اور کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۹ منډې جوړې کړې او دغه سیالي یې د ۵۳ منډو په توپير وبایلله.

د همدې جام په ۲۴مه سيالۍ کې سریلانکا د هند په مقابل کې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ يې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

د هند لوبډلې په شلو اورونو کې د خپلو ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۱۹منډې هدف وټاکه.

سريلانکا دغه هدف پوره نه کړ او د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۵۸ منډې جوړې کړې او د ۶۰ منډو په توپير يې ماتې وخوړه.

د ۱۹ کلنو ښځو دشل اوره نړیوال جام د مالیزیا په جوهر کې روان دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې کپټان د افغانستان د لوبډلې تحریم ناسم وباله

۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۷ GMT+۰

د انګلستان د کرېکټ کپټان جوس باټلر د سې شنبه په ورځ وویل، چې د هغه لوبډله باید راتلونکې میاشت په پاکستان کې د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له افغانستان سره لوبه وکړي. هغه وويل: "زه فکر نه کوم چې بندیزونه دې د حل سمه لار وي."

د برېتانیا د پارلمان څه باندې ۱۶۰ غړو د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ اجراییوي رییس ته لیکلي، چې د افغانستان پر وړاندې سیالۍ تحریم کړي.
په دې وروستیو کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د ظالمانه چلند له امله د افغان کرېکټ لوبډلې د تحریم کولو غوښتنې شوې دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ښځې په سپورټ کې له ګډون څخه منع شوې او د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله اړ شوه، چې له هېواده ووځي.
د کارګر ګوند د پارلمان غړې ټونیا انټونیازي له خوا لیکل شوي لیک کې د برېتانیا د نارینه وو د کرېکټ ملي لوبډلې څخه غوښتل شوي، چې "په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پرمهال د ښځو او نجونو سره د ناوړه چلند پر وړاندې اعتراض وکړي."
باټلر د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرېکټ د تحریم په اړه په علني توګه خبرې وکړې.

د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، هغه وویل: "د یوه لوبغاړي په توګه داسې سیاسي مسایلو په اړه هڅه کېږي، چې د امکان تر کچې پوه اوسئ.»
هغه زیاته کړه: "کارپوهان په دې اړه تر موږ ډېر پوهېږي، نو ما هڅه کړې چې د انګلستان د کرېکټ بورډ د نارینه وو د کرېکټ اجراییوي رییس او په لوړه کچه خلکو سره اړیکه ونیسم، ترڅو د دوی په فکر پوه شم. خو زه فکر نه کوم چې تحریم دې د حل سمه لار وي."
ځینو برېتانوي چارواکو هم د افغانستان کرېکټ تحریم رد کړی دی.

د برېتانیا د کلتور رسنیو او سپورټ وزیرې لیزا نندي د دې لوبې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده. هغې بي بي سي ته وویل: "زه د سپورټي ټیمونو د تحریم کولو په اړه ډېره محتاطه یم، فکر کوم دغه تحریمونه معکوسه پایله لري."
تر دې مخکې د ښځو د حقونو له ۱۰۰ څخه زیاتو فعالانو او همدارنګه یو شمېر خبریالانو د برېتانیا د پارلمان غړې ټونیا انټونیازي او نورو استازو ته یو لیک واستاوه، چې د کرېکټ د تحریم کولو کمپاین ملاتړ یې وکړ.
د بشري حقونو د څار ادارې د کرېکټ له نړۍوالې شورا څخه وغوښتل، چې د افغانستان د کرېکټ ټیم د ګډون مخه په نړۍوالو سیالیو کې ونیسي او د افغانستان د کرېکټ بورډ غړیتوب وځنډوي.
دغې تحریم د افغان کرېکټ ټیم ځیني مینه وال په غوسه کړي دي او یو شمېر یې په برېتانیا کې په سړکونو کې لاریونونه کړي دي.

د دوی په وینا، د افغان کرېکټ لوبډلې تحریم کول به د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو پالیسۍ بدلې نه کړي.

پاکستان له ويسټ انډيز سره د دوو ټېسټ سیالیو په لومړۍ ورځ ۱۴۳ منډې جوړې کړې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په ملتان کې له ويسټ انډيز سره د دوو ټېسټ سیالیو په لومړۍ ورځ د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې. دا له ۱۸ کلنو وروسته په پاکستان کې د ويسټ انډيز لومړۍ ټېسټ لړۍ ده.

د کرېکټ نړيوالې شورا د مالوماتو له مخې د پاکستان او ويسټ انډيز کرېکټ لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټېسټ سيالۍ پچه کوربه هېواد پاکستان وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان لوبډلې د لومړۍ ورځي تر پایه ۴ لوبغاړي سوځېدلي او ۱۴۳ منډې يې جوړي کړې دي.

پاکستاني توپوهونکو محمد رضوان په ۸۰ توپونو ۵۱ او سعود شکيل په ۱۰۰ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې منډې کړې او سبا به دواړه خپلو کې توپوهنې ته دوام ورکوي.

دغه ټېسټ لړۍ نن جمعه د پاکستان په کوربتوب په ملتان کې پيل شوه.

مذهبي توندلاري؛ پاکستان ته ګواښ که وسیله؟

۲۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۶ GMT+۰
•
عبدالغفور لېوال

څو ورځې وړاندې په اسلام اباد کې د اسلامي هېوادونو یوه نړیواله غونډه جوړه شوه، چې په هغې کې په اسلامي هېوادونو کې د نجونو د زدکړو په اهمیت خبرې وشوې، پرته له دې چې څوک وپوښتي، چې ولې او چا په اسلامي هېوادونو په تېره افغانستان کې د نجونو د زدکړو مخه ډب کړې ده؟

هیچا ونه پوښتل چې دا کیسه له کومه ځایه راپیل شوې ده؟ هیچا په دې بحث ونه کړ، چې پخپله کوربه (پاکستان) په دې کې څه او څومره ونډه لرله او څنګه یې د افغانستان او ټولې لرو بر افغان‌مېشتې جغرافیې د نجونو او هلکانو د عصري زدکړو په استخباراتي او پوځي امکاناتو بندې کړې؟ له دې کیسې یې نن و سبا پنځوس کاله تیریږي. په دې غونډه کې چا هم ونه ویل چې پاکستان څنګه د مذهبي توندلارۍ د روزلو له برکته په اټومي ځواک بدل شو؟ او تر نن پورې مذهبي توندلاري د پاکستان لپاره د ګټې وټې تر ټولو لویه وسیله ده.

اصلي کیسه دا وه، چې ښکېلاکي واکمنیو ته د زبېښاکي بشرپوهې یوه زړه سپارښتنه په ښکېل کړای شویو زمکو او هېوادونو کې د خپلواکۍ غوښتنې د ځپلو لپاره توندلارۍ ته لمن وهل وو، چې په مرسته یې خلک په خپلمنځي شخړو کې ښکېل کړي. قومي، طبقاتي، مذهبي او نورې شخړې یې پېښولې. له هندوستان څخه رانېولې تر منځني ختيځ پورې د ویښتیا او روښانتیا د غورځنګونو تر سرراپورته کولو روسته دوی د ملتپالو جریانونو ځواک‌موندنې ووېرول. دوی لیدل، چې د ملتپالنې اور د یوه خپلواکي‌غوښتونکي ځواک په توګه په چټکۍ سره خپرېده. تر دې روسته چې په ۱۹۱۹ کې افغانستان خپلواکي ترلاسه کړه، دغه کوشنی هېواد د سیمې د مسلمانانو او خپلواکي‌غوښتونکیو د پام وړ وګرځېد. هندوستاني خپلواکي‌غوښتونکیو خپل جلاوطنه دولت په کابل کې جوړ کړ او د عثماني خلافت ارمانجنو اعلیحضرت امان الله شاه غازي ته په افغانستان کې د اسلامي خلافت د بیا ژوندي کولو سترګې راواړولې. انګریزانو چې دا ځواک لا وخته پېژانده لوی افغان ملت یې د ډیورند کرغېړنې کرښې په وسیله وارله مخه لا ویشلی و. له همدې ځایه یې د دې کرښې دواړو غاړو ته د پرتو افغانانو ترمنځ د ملتپالنې د روحیې او مدني ویښتیا و روښانتیا له خپرېدو څخه غوني زېږه شول او د دغو مختګونو مخه یې ډب کړه.

هغه مهال انګریزانو افغان ملتپالنه په مذهبي توندلارۍ او شخړو ځپل او د روسته‌پاتې ساتلو لپاره له ښوونځي، رسنیو او مختګ راوستونکیو اقتصادي - ټولنیزو اصلاحاتو مخنیوی کاوه. افغانان باید په ارتجاعي توګه بېرته د ډبرپېر زمانې ژوند و فکر ته ورستانه شوي وای. تکفیر او تکفیري زهاد و شیوخ د دوی لپاره تر ټولو غوره وسله ښکارېده او د واک و ځواک تږې تیاره مرتجعین یې لښکر ګاڼه، په دې توګه یې په دغو دوو قوتونو اماني نهضت، مشروطیت او سمون‌غوښتونکی خوځښت ګردسره ناکام کړل.

د شوروي په سر راپورته کولو، چې نړۍ دوه‌قطبي شوه او پانګوالې نړۍ په دغه نوي سیال پسې راواخیسته نو د سړې جګړې تر ټولو لویه وسله و وسیله هم مذهبي توندلاري شوه، په تېره بیا چې معتقدو او اسلامي ټولنو لیدل، چې کومونیستي شوروي وچه کلکه ماتریالیستي نظریه خپروي.

د برېژینسکي – کارتر دکترینو پر افغانستان تمرکز وکړ او شوروي هم چې مخ په سهیل را څښېده په دې تلک کې ګیر شوه. شوروي وپرځېده. نړۍ بېرته یوقطبي شوه، خو د سړې جګړې پاتې شوني تر اټومي فضلاتو ډېر ګواښمن او وژونکي لا په سیمه کې پاتې وو. د افغان وسله‌والو ډلو تر څنګ زرګونه عرب، پنجابي، چین و چیچني و نور نړیوال جنګیالي. له القاعدې رانیولې تر داعش پورې څرمن‌بدلوونکي سازمانونه چې په ګڼو نظریاتي – فقهي اختلافاتو کې سره ښکېل او یو بل ته لاس په ماشه ناست وو. امریکا ولاړه او دا ډلې یې دلته په افغانستان او تر ډیورند کرښې پوره غاړه افغان‌مېشته خاوره کې پرېښودې.

100%

دا ډلې دلته وې او انګریز -امریکايي کړیو یې په اړه دوه ډوله فکر کاوه، لومړی دا چې په خپلومنځونو کې یې دومره سره وجنګوي چې لویدیځ ته د یوه ګواښ په توګه له منځه ولاړې شي، د دوی د جګړو لپاره وړیا جغرافیه هم افغانستان، پښتونمېشته سیمې، د منځنۍ اسیا څنډې، سینکیانګ و منځنی ختیځ و ټاکل شو. دویمه نظریه دا وه، چې نړۍ به یو قطبي پاتې نه‌شي. چین، روسیه، هیند، شمالي کوریا و ځینې سیمه‌ییز پراختیا غوښتونکي لکه ایران و تورکیه لا پاتې دي او ښايي هریو د اقتصادي امکاناتو په موندلو سرراپورته کړي او یو ځل بیا به لویدیزو پانګوالو ته اړتیا پېښه شي، چې خپل دغه زاړه یاران د نویو سیالانو په وړاندې وکاروي. دا ډلې د دوی لپاره د منځني ختیځ په زړو شخړو کې هم پکارېدل، د اسرائیلو او عربو ترمنځ له شخړې څخه راوتي تېل هسې هم لویدیځ ته روان و او د دغو تېلو د راایستلو لپاه دایمي شخړه په کار وه او مذهبي توندلاري اورپکي د دې شخړې یوه لوري ته تومنه ورکوله. د مذهبي توندلاري ګټه لویدیځ او هغو سیمه‌‌ییزو هېوادونو ته رسېده، چې د دوی په روزنه، پالنه، وسلوال کولو او لوبولو بوخت و، خو قربانیان یې افغانان او افغانستان وو.پاکستان او پوځي استبلېشمېنټ یې په نړیوال کچ د دغو ډلو د روزنې و پالنې و لوبولو کاروبار په ټېکه اخیستی و. پاکستان دغه ټېکه په ۱۹۷۰ لسیزه کې واخیسته او په ۱۹۹۰ کې یې له برکته په اټومي هېواد بدل شو. د مذهبي توندلارو ډلو کاروبار یوازې د پاکستان لپاره نغده ګټه نه راوړله، بلکې خپل دوه ګاونډي سیالان (هند و افغانستان) یې هم پرې داړل و ډارول.

پاکستان د هند دوښمن و او په کشمیر کې یې ورسره پوځي شخړه لرله، هندوستان چې په سیمه کې تر ټولو چټکه اقتصادي وده لرله نه‌غوښتل له پاکستان سره په مخامخ جګړه کې د خپلې اقتصادي ودې بهیر ته زیان ورسوي، پاکستان د هند له دغه ستراتيژيک زغم څخه ګټه کوله او په مذهبي توندلارو اورپکو یې ناامني ورپېښوله. له بلې خوا یې د همدې ډلو په مرسته د افغانستان په لور د فارورډ پالیسي او څښنده نیواک بهیر پرمخ بیوه. په پاکستان کې د سړې جګړې د دوران یوه داسې لویه زېربنا پاتې وه، چې تر لسیزو پورې یې پرې خپل دواړه ګاونډي ګواښلی شو، شپېته زره مدرسې د هغو له پوځي و استخباراتي مدیریت سره، په زرګونه عربي معهدونه، پرېمانه وسلې او روزل شوي اورپکي، بې‌څښتنه پښتون‌مېشته جغرافیه چې که یې هستوګن هرڅومره وژل شوي وای څوک یې د پوښتنې نه وو او پاکستاني واکمنو یې پروا نه لرله، په تېره بیا چې کتل یې دغه نالوستي، له عصري و ښاري ژونده لرې ساتل شوي، ریښتیني، مومن او ساده ولسونه ډېر ژر د استخبارتي زهادو او شیوخو تر دم او چُف لاندې مذهبي توندلارۍ ته ورښویېدلای شي. پاکستان مذهبي توندلاري د ټولو افغانانو د ملتپال تفکر په وړاندې هم جنګوله، ځکه پاکستان د هندوستان له اټومي ځواک څخه دومره نه‌وېرېده، لکه په لرو بر کې له افغان ملتپاله تفکر څخه چې ویرېده.

تر ډيورند هاغاړه پښتنو هيڅکله خپل پلرنی ټاټوبی افغانستان هېر نه‌کړ او تل یې د لوی افغانستان په غېږکې ژوند د ځانژغورنې روستۍ چاره ګڼله. د « لرو بر یو افغان!» تفکر په وړاندې د پاکستان په لاس کې تر ټولو خونړۍ وسله و وسیله همدا مذهبي توندلاري اورپکي ول، په تېره بیا چې دوی یې سره ګډ کړي او په قبایلي سیمو کې مېشت کړي وو. تر روزل شویو افغانانو هاخوا په دوی کې پنجابیان، عربان، د چین اورپکي ، چیچنایان، د منځنۍ اسیا اسلامي ډلې ان د میانمار، اندونیزیا او نورو اسلامي هېوادونو راتښتېدلي وسله‌وال هم په کې وو. د دوی کار له دې ځایه راپيلېده، چې په اول سر کې افغان ملتپالان تکفیر کړي، د ښځو په زدکړو بندیز ولګوي، ځکه د دوی په اند روښانې و پوهې مېرمنې ځانمرګي نه‌زیږوي،د ښوونځیو او پوهنځیومخه باید ونیول شي، د پښتنو تر منځ باید عصري زدکړې له کفر سره برابرې معرفي شي، ښوونځي یې وروسیزل شي او پرځای یې استخباراتي مدرسې جوړې شي، دا کیسه ښه په کش کې روانه ده. پنجاب د بې‌خبره و نالوستو پښتنو اقتصادي و اینرژیتکي سرچینې وړیا لوټلای شوې. د «ټ ټوپک» او «م مجاهد» و (ش شهید» نصاب خو لا پخوا پلی شوی و.

د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر تر یوولسمې پېښې روسته یو ځل بیا د پاکستان غوا لنګه شوه او د ترهګرۍ په وړاندې د جګړې سیمه‌ییزه ټېکه یې واخیسته. په مهارت یې د جګړې اور د پښتون‌مېشته سیمې په خلکو بل وساته او پخپله یې پوځي وړاندې راتلل پیل کړل، چې دا کیسه تر نن پورې روانه ده.

نه د پاکستاني تالیبانو TTP جگړه د پاکستان په وړاندې ریښتینې ده او نه هم لاتراوسه مذهبي توندلاري د پاکستان لپاره کوم ګواښ دی. تر هغو چې په همدې پاکستاني مدرسو کې د روزل شویو شیوخو له خوا په افغانستان کې د نجونو ښوونځي تړلي وي، ترهغو پورې په اسلام‌آباد کې د داسې نړیوالو غونډو جوړول د تاریخ طنز او یوه سیاسي ټوکه ده. دا هرڅه مدیریت کیږي. ترهغو چې د دې جګړو قربانیان یوازې پښتانه و بلوڅان دي دا جګړه له پاکستان سره نه ده، بلکې مذهبي توندلاري او له هغې سره زرګري شخړې د پاکستان لپاره پوځي امکان برابر کړی، چې افغانستان د خپلو روزل شویو اورپکو له خوا کنترول کړي او تر ډيورند پورې غاړه افغاني زمکې تر پوځي څښنده نیواک لاندې راولي او بالاخره خپل ستراتيژيک عمق او د فاوروډ پالیسۍ روستي هدف ته ځان ورسوي.

مذهبي توندلاري لاتراوسه د افغان ملتپالنې د ځپلو لپاره یوازینۍ وسله و وسیله ده. پاکستان له خپل پلندر انګریز څخه دا چل ډېر ښه زده کړی، چې څنګه دغه تکفیري وسله د ملتپالو په وړاندې وکاروي.

پرون د ۲۰۲۵ کال د جنوري په ۱۳مه پاکستاني پوځ‌مشر عاصم منیر د پېښور عسکرکوټ (قول اردو) ته تللی، چې په پښتونخوا کې د پوځي عملیاتو د پیل په اړه له ځايي واکمنو سره خبرې وکړي. په دې ناستو کې څه پخواني پښتانه سیاستوال هم لیدل شوي دي، داسې ښکاري چې د روزل شویو مذهبي توندلارو په وړاندې د زرګري جګړې د حاصل ټولولو فصل رانږدې دی او هغه تالیبي تخمونه یې چې کرلي وو، اوس یې د رېبلو وخت دی.

100%

که پاکستاني پوځ ظاهراً د TTP په وړاندې دا عملیات پیل کړي، نو د فارورډ پالیسي له مخې به د پاکستاني پوځ شوبلې پر ډیورند کرښه ودریږي او افغانستان به یې ترمخامخ ګواښ لاندې راشي. په پښتنو کې به ملتپال پاڅونونه وځپي،ملي مشران خو هسې هم نیم زنداني او څه یې د ځانمرګیو تر ګواښ لاندې چوپتیا ته اړ کړای شوي دي. پاکستان په دې باور لري، چې تر کاراخیستنې روسته مذهبي توندلاري مدیریت کولای شي، ځکه همدوی جوړ کړي او رالوی کړي دي، خو د افغاني ملتپالنې په وړاندې پرته له دې چې د همدې افراطي پردیو نړیوالو ډلو څخه ګټه پورته کړي، مخامخ یې ځپلی نه‌شي. د پښتنو سیمې په چټکۍ سره له خپلو اصلي هستوګنو تشیږي. د ګل‌بهادر ډله له ګازډبو څخه نوي توغندي جوړوي، چې خورا ویجاړوونکي دي. د شمالي وزیرستان د میرعلي تحصیل حیدرخېل، د جنوبي وزیرستان د مکین د دشکې او نورو سیمو خلک له خپلو کورونو وشړل شول. کورمه محاصره ده او وږي تږي هستوګن یې له خپلې سیمې څخه د ژوندي وتلو لاره لټوي. توري او بنګښ ماشومان وږي و بې اسرې دي پخوا یې په مخ د پکتیا لاره خلاصه وه اوس یې هغه هم ورتړلې ده، د دوی د محاصرې موده تر سلو ورځو واوښته. د خلکو تر شړلو سمدستي روسته د القاعدې او داعش ډلې د ولس ځای نیسي، پاکستان ته د القاعدې او داعش ځینې جنګیالي له سوریې څخه نوي رارسېدلي دي. سیمه له ځايي مُلکي خلکو په لوی لاس تشیږي او یوه نوي پوځي کړکېچ ته لاره هواريږي. دا ټول له ورایه څرګندوي، چې مذهبي اورپکي لا تر اوسه هم د پاکستاني پوځ لپاره یوه وسیله ده، نه ګواښ! او د ترهګري خطر، چې د دوی له خوا ډنډوره شوې او د نړۍ غوږونه یې پرې کاڼه کړي دي.

یادونه: افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې بې پرې رسنۍ په توګه د ټولو لیکوالو نظریاتو ته درناوی لري؛ خو د چا د نظر ملاتړ نه کوي.

افغان کرېکټ بورډ د اتلانو جام لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړل

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکې میاشتې اتلانو جام سیالو لپاره ۱۹ کسیز نوملړ په ډاګه کړ. دغه سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د پاکستان په کوربه توب د فبروري پر ۱۹مه نېټه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر نهمې نېټې به دوام ولري.

افغان کرېکټ بورډ د یک شنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام(چمپېنز ټرافي) لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

کرېکټ بورډ وايي، د افغان ملي لوبډلې پیلز توپ وهونکی ابراهم ځدراڼ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ښنګري د ټپ له امله له سیالیو بهر شوی و، اوس رغیدلی او له لوبډلې سره یوځای شوی، خو ورو توپ اچوونکی مجییب الرحمن ځدراڼ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د لاس د ګوتو د ټپونو له امله یې درملنه ترسره کېده، د ډاکټرانو د سپارښتنې له امله د یاد نوملړ برخه نه دی او پر ځای یي الله محمد غضنفر په لوبډله کې اخیستل شوی دی.

د ۲۰۲۵ کال اتلانو جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کۍ حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي. همدارنګه دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګییال خروټی د یاد لوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف وايي، چې «افغان اتلانو په تېرو دوو نړیوالو جامونو کې خورا ښې لوبې وکړې او په ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. په یادو سیالیو کې د هغوی غوره لوبو او د تېر کال په ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې په دوه اړخیزو سیالیو کې د دوی بریاو ته په کتو موږ هیله من یو چې افغان لوبډله به په اتلانو جام سیالیو کې هم غوره لوبې وکړي.»

دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان په اتلانو جام کې لوبیږی او په دې سیالیو کې افغانستان د فبروري میاشتې پر ۲۱مه نېټه د سوېلي افریقا پر وړاندې په کراچۍ کرېکټ لوبغالي کې، د فبروري پر ۲۶مه د بریټانیا پر وړاندې په لارهور کې او د فبروري پر ۲۸مه د اسټرالیا پر وړاندې په لاهور کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

طالبانو د اسلام اباد په کوربتوب «په مسلمانو ټولنو کې د نجونو زدکړو» کنفرانس کې کډون ونه کړ

۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۱ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۴۷ GMT+۰

طالبانو، چې د نجونو پر زدکړو یې بندیز لګولی، د پاکستان په کوربتوب په اسلامي نړۍ کې د نجونو د تعلیم په اړه نړیوال کنفرانس کې له ګډون ډډه کړې. د پاکستان د پوهنې وزیر خالد مقبول صدیقي ویلي، "موږ افغانستان ته د ګډون بلنه ورکړې وه، خو د افغان حکومت هیڅ استازی کنفرانس ته حاضر نه شو."

دا کنفرانس په اسلامي نړۍ کې د نجونو د زدکړې د ودې لپاره جوړ شوی دی.

په افغانستان کې طالبانو بیا واکمنېدو سره د نجونو پر زدکړو بېلابېل محدودیتونه لګولي دي نو له همدې امله د طالبانو حکومت په نړیواله کچه له سختو نیوکو سره مخ دی.

تر اوسه طالبانو په رسمي ډول په دغه کنفرانس کې د نه کډون په اړه څه نه دي ویلي او نه یې هم کوم غبرګون ښودلی دی.

د دغه دوه ورځني کنفرانس په پای کې به د مسلمانو هېوادونو له لوري‌ یو پرېکړه لیک هم خپور شي.
د مسلمانو هېوادونو په دغه کنفرانس کې به د اسلامي هېوادونو دننه د نجونو زدکړو پر وړاندې د ننګوونو او شته فرصتونو په تړاو خبرې وشي او د حل لارې چارې به ورته ولټول شي.

د "په مسلمانو ټولنو کې د نجونو تعلیم" تر سرلیک لاندې کنفرانس نن او سبا په پاکستان کې د ۴۰ زیاتو اسلامي هېوادونو په ګډون سره جوړ شو.
د طالبانو مشر ملا هبت الله چې ځان د مسلمانو امیرالمومنین ګڼي بیا پر نجونو او ښځو خپل بندیزونو ته د خپلې سختدریځې مفکورې له مخې دوام ورکو‌ي چې په تازه اقدام کې یې نجونې له طبي زدکړو هم وګرځولې.
طالبان نه یوازې دا چې د نجونو د زدکړو په مخالفت کې د افغانانو له لوري ننګول شوي بلکې مسلمانو هېوادونو او نړیوالې ټولنې هم پرې توندې نیوکې کړي؛ خو طالبانو دغو نیوکو ته چندان ارزښت نه دی ورکړی.