• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د انګلستان د کرېکټ لوبډلې کپټان د افغانستان د لوبډلې تحریم ناسم وباله

۲ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۱ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۴۷ GMT+۰تازه شوی: ۳ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۲ GMT+۰

د انګلستان د کرېکټ کپټان جوس باټلر د سې شنبه په ورځ وویل، چې د هغه لوبډله باید راتلونکې میاشت په پاکستان کې د چمپینز ټرافي په سیالیو کې له افغانستان سره لوبه وکړي. هغه وويل: "زه فکر نه کوم چې بندیزونه دې د حل سمه لار وي."

د برېتانیا د پارلمان څه باندې ۱۶۰ غړو د انګلستان او ویلز کرېکټ بورډ اجراییوي رییس ته لیکلي، چې د افغانستان پر وړاندې سیالۍ تحریم کړي.
په دې وروستیو کې د ښځو په وړاندې د طالبانو د ظالمانه چلند له امله د افغان کرېکټ لوبډلې د تحریم کولو غوښتنې شوې دي.

په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، ښځې په سپورټ کې له ګډون څخه منع شوې او د افغانستان د ښځو د کرېکټ ملي لوبډله اړ شوه، چې له هېواده ووځي.
د کارګر ګوند د پارلمان غړې ټونیا انټونیازي له خوا لیکل شوي لیک کې د برېتانیا د نارینه وو د کرېکټ ملي لوبډلې څخه غوښتل شوي، چې "په افغانستان کې د طالبانو د رژیم پرمهال د ښځو او نجونو سره د ناوړه چلند پر وړاندې اعتراض وکړي."
باټلر د لومړي ځل لپاره د افغانستان د کرېکټ د تحریم په اړه په علني توګه خبرې وکړې.

د برېتانوي رسنیو د راپورونو له مخې، هغه وویل: "د یوه لوبغاړي په توګه داسې سیاسي مسایلو په اړه هڅه کېږي، چې د امکان تر کچې پوه اوسئ.»
هغه زیاته کړه: "کارپوهان په دې اړه تر موږ ډېر پوهېږي، نو ما هڅه کړې چې د انګلستان د کرېکټ بورډ د نارینه وو د کرېکټ اجراییوي رییس او په لوړه کچه خلکو سره اړیکه ونیسم، ترڅو د دوی په فکر پوه شم. خو زه فکر نه کوم چې تحریم دې د حل سمه لار وي."
ځینو برېتانوي چارواکو هم د افغانستان کرېکټ تحریم رد کړی دی.

د برېتانیا د کلتور رسنیو او سپورټ وزیرې لیزا نندي د دې لوبې د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده. هغې بي بي سي ته وویل: "زه د سپورټي ټیمونو د تحریم کولو په اړه ډېره محتاطه یم، فکر کوم دغه تحریمونه معکوسه پایله لري."
تر دې مخکې د ښځو د حقونو له ۱۰۰ څخه زیاتو فعالانو او همدارنګه یو شمېر خبریالانو د برېتانیا د پارلمان غړې ټونیا انټونیازي او نورو استازو ته یو لیک واستاوه، چې د کرېکټ د تحریم کولو کمپاین ملاتړ یې وکړ.
د بشري حقونو د څار ادارې د کرېکټ له نړۍوالې شورا څخه وغوښتل، چې د افغانستان د کرېکټ ټیم د ګډون مخه په نړۍوالو سیالیو کې ونیسي او د افغانستان د کرېکټ بورډ غړیتوب وځنډوي.
دغې تحریم د افغان کرېکټ ټیم ځیني مینه وال په غوسه کړي دي او یو شمېر یې په برېتانیا کې په سړکونو کې لاریونونه کړي دي.

د دوی په وینا، د افغان کرېکټ لوبډلې تحریم کول به د افغان ښځو په وړاندې د طالبانو پالیسۍ بدلې نه کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان له ويسټ انډيز سره د دوو ټېسټ سیالیو په لومړۍ ورځ ۱۴۳ منډې جوړې کړې

۲۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۶ GMT+۰

د پاکستان کرېکټ لوبډلې په ملتان کې له ويسټ انډيز سره د دوو ټېسټ سیالیو په لومړۍ ورځ د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۳ منډې جوړې کړې. دا له ۱۸ کلنو وروسته په پاکستان کې د ويسټ انډيز لومړۍ ټېسټ لړۍ ده.

د کرېکټ نړيوالې شورا د مالوماتو له مخې د پاکستان او ويسټ انډيز کرېکټ لوبډلو ترمنځ د لومړۍ ټېسټ سيالۍ پچه کوربه هېواد پاکستان وګټله او لومړۍ يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د پاکستان لوبډلې د لومړۍ ورځي تر پایه ۴ لوبغاړي سوځېدلي او ۱۴۳ منډې يې جوړي کړې دي.

پاکستاني توپوهونکو محمد رضوان په ۸۰ توپونو ۵۱ او سعود شکيل په ۱۰۰ توپونو ۵۶ ناسوځېدلې منډې کړې او سبا به دواړه خپلو کې توپوهنې ته دوام ورکوي.

دغه ټېسټ لړۍ نن جمعه د پاکستان په کوربتوب په ملتان کې پيل شوه.

افغان کرېکټ بورډ د اتلانو جام لپاره د لوبغاړو نومونه اعلان کړل

۲۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۱۲ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۱ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ بورډ د راتلونکې میاشتې اتلانو جام سیالو لپاره ۱۹ کسیز نوملړ په ډاګه کړ. دغه سیالۍ د کرېکټ نړیوالې شورا په نوښت د پاکستان په کوربه توب د فبروري پر ۱۹مه نېټه پیلیږي او د مارچ میاشتې تر نهمې نېټې به دوام ولري.

افغان کرېکټ بورډ د یک شنبې په ورځ د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام(چمپېنز ټرافي) لپاره د حشمت الله شهیدي په لوبډلمشرۍ ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه.

کرېکټ بورډ وايي، د افغان ملي لوبډلې پیلز توپ وهونکی ابراهم ځدراڼ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د ښنګري د ټپ له امله له سیالیو بهر شوی و، اوس رغیدلی او له لوبډلې سره یوځای شوی، خو ورو توپ اچوونکی مجییب الرحمن ځدراڼ چې له تېرو څو میاشتو راهیسې د لاس د ګوتو د ټپونو له امله یې درملنه ترسره کېده، د ډاکټرانو د سپارښتنې له امله د یاد نوملړ برخه نه دی او پر ځای یي الله محمد غضنفر په لوبډله کې اخیستل شوی دی.

د ۲۰۲۵ کال اتلانو جام سیالیو لپاره د افغان لوبډلې په نوملړ کۍ حشمت الله شهیدي لوبډلمشر، رحمت شاه زرمتی مرستیال لوبډلمشر، رحمن الله ګربز او اکرام علي خېل ویکټ ساتونکي، ابراهیم ځدراڼ، صدیق الله اتل، عظمت الله عمرزی، محمد نبي، ګلبدین نایب، راشد خان، غضنفر، نور احمد، فضل الحق فاروقي، نوید ځدراڼ او فرید احمد ملک شامل دي. همدارنګه دروېش رسولي، بلال سمیع او ننګییال خروټی د یاد لوملړ په احتیاطي لوبغاړو کې دي.

د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس میرویس اشرف وايي، چې «افغان اتلانو په تېرو دوو نړیوالو جامونو کې خورا ښې لوبې وکړې او په ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام سیالیو کې یې نیمه پایلوبې ته لاره ومونده. په یادو سیالیو کې د هغوی غوره لوبو او د تېر کال په ترڅ کې د بېلابېلو هېوادونو پر وړاندې په دوه اړخیزو سیالیو کې د دوی بریاو ته په کتو موږ هیله من یو چې افغان لوبډله به په اتلانو جام سیالیو کې هم غوره لوبې وکړي.»

دا لومړۍ ځل دی چې افغانستان په اتلانو جام کې لوبیږی او په دې سیالیو کې افغانستان د فبروري میاشتې پر ۲۱مه نېټه د سوېلي افریقا پر وړاندې په کراچۍ کرېکټ لوبغالي کې، د فبروري پر ۲۶مه د بریټانیا پر وړاندې په لارهور کې او د فبروري پر ۲۸مه د اسټرالیا پر وړاندې په لاهور کې د سیالۍ ډګر ته ښکته کیږي.

ای سي سي: افغان کرېکټ لوبډلې ته به د هغوی د حکومت د قوانینو له امله سزا نه ورکول کیږي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۱ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) وویل، چې د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته به د خپل هېواد د حکومت له خوا ټاکل شوي قانون د رعایت کولو له امله سزا نه ورکول کیږي، بلکې د کرېکټ د ودې په موخه به د افغان کرېکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له لورې په ښځو او نجونو د سختو بندیزونو له امله د بریتانیا پارلمان ۱۶۰ غړو له بریتانیایي لوبډلې غوښتي وو، چې له افغانستان سره په راورانو چمپينز ټرافي سیالیو کې ونه لوبیږي، خو د بریتانیا کرېکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړه.

د کرېکټ نړۍوالې شورا ویاند د بریتانیا پارلمان غړو دغه پرېکړې ته غبرګون کې د ایپن کریک اینفو ویب پاڼې ته وویل: «لی سي سي به د افغانستان کرېکټ بورډ یا د دوی لوبغاړو ته د خپل هېواد د حکومت له خوا ټاکل شوي قوانینو د رعایت کولو له امله سزا ور نه کړي.» هغه زیاته کړه:«موږ به د کرېکټ په وده او د نارینه او ښځینه دواړو لپاره د لوبې فرصتونو کې د افغان کرېکت بورډ سره د مرستې لپاره د خپل نفوذ رغنده کارولو ته دوام ورکړو.»

راروانه فیبروري میاشت په پاکستان کې د چیمپينز ټرافي سیالۍ پېل کیږي، افغان کرېکټ لوبډله دغه سیالیو کې له خپلو سیالو لوبډلو ترڅنګ به د بریتانیا له کرېکټ لوبډلې سره هم مخامخ شي.

افغان کرېکټ لوبډلې ویلي چې دغو سیالیو ته پوره چمتوالی لري.

د سوېلي افریقا د ورزش وزیر له افغانستان سره د لوبو لغو کېدو غوښتنه کړې ده

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د سویلي افریقا د ورزش وزیر ګیتون مکینزي وايي، په ​​پاکستان کې د اتلانو جام سیالیو کې له افغانستان سره د لوبو د لغو کولو د غوښتنو ملاتړ کوي.

د سوېلي افریقا د ورزش وزیر له افغانستان کرکټ لوبډلې سره د لوبو د لغو کېدو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د سوېلي افریقا د کرکټ لوبډله راتلونکې میاشت په اتلانو جام سیالیو کې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې لوبیږي.

د اتلانو جام لوبو د مهالوېش له مخې ټاکل شوې ده، چې د سوېلي افریقا د کرکت ملي لوبډله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د فبروري پر ۲۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې مخامخ شي. د سوېلي افریقا د ورزش وزیر ګیتون میکنزي د پنجشنبې په ورځ وویل:«د سویلي افریقا د کرکټ فدراسیونونه، د نورو هیوادونو فدراسیونونه او د کرکټ نړیواله شورا باید د هغه پیغام په اړه په دقت سره فکر وکړي چې غواړي د کرکټ لوبه نړۍ ته او په ځانګړې توګه د سپورت په ډګر کې تر ښځو ورسوي».

نوموړی زیاتوي:« زه د ورزش د وزیر په توګه وروستۍ پرېکړه نه شم کولی، چې سوېلي افریقا باید د افغانستان پر وړاندې د کرېکټ لوبو ته درناوی وکړي او که نه. او که دا پرېکړه زما په خوښه وای، نو داسې به نه وای شوي.»

میکنزي ویلي، چې دغه غوښتنه یې په افغانستان کې د بشري تبعیض په غبرګون کې کړې ده.

هغه زیاتوي، «د یوه انسان په توګه او د یوه داسې نسل د غړي په توګه چې د تبعیض پر مهال مو د ورزش فرصتونو ته مساوي لاسرسی نه درلود، نن ورځ په داسې حال کې چې د نړې په هر ځای کې ورته چلند کیږي، دا به منافقت او غیر اخلاقي وي».

تر اوسه د سوېلي افریقا کرکټ بورډ له افغانستان سره د لوبو د لغو کېدو په اړه د یاد هېواد د ورزش د وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې له ۱۶۰ ډیرو برېتانیايي سیاستوالو د بریټانیا او ویلز کرکټ بورډ ته یو لیک لاسلیک کړ، چې پکې د فبروري پر ۲۶مه په لاهور کې د افغانستان پر وړاندې د یاد هېواد د لوبې د لغو کېد غوښتنه شوې ده.

خو د یادو سیاستوالو په ځواب کې د برېټانیا او ویلز د کرکټ بورډ اجرایوي رییس ریچارډ ګولډ وویل چې دوی له افغانستان سره لوبه کوي.

د اسټرالیا لوبډله هم د فبروي پر ۲۸مه په لاهور کې له افغان کرکټ لوبدلې سره مخامخ کیږي.

د دغه هېواد کرکټ بورډ د تیر کال په مارچ میاشت کې د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په غبرګون کې وځنډوله، خو په جون میاشت کې یې په نړیوال جام کې له افغانستان سره لوبه وکړه.

د شمالي ایرلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې د افغانستان په کرېکټ د بندیز ملاتړ وکړ

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۰

د شمالي ایرلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې بارونس ارلن فوسټر د برېتانیا د نارینه وو د کرېکټ له لوبډلې وغوښتل، چې د افغانستان پر وړاندې ونه لوبیږي.

نوموړې د شمالي ایرلنډ د پارلمان له هغو اوو غړو څخه ده، چې د پارلمان له ۱۶۰ نورو غړو سره یې د افغان لوبډلې د بندیز ملاتړ کړی دی.

دغو کسانو د طالبانو د رژیم له خوا پر افغان ښځو د ظلمونو له امله د افغانستان د کرېکټ د ټیم د تحریم غوښتنه کړې ده.

د شمالي ایرلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې بي بي سي ته وویل: «د طالبانو د رژیم کړنو، په تېره بیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان ظلم، دا هېواد یې په بشپړ ډول د یوه یاغي مملکت په توګه معرفي کړی دی.»

د شمالي ایرلنډ نورو سیاستوالو هم د افغانستان له ټیم سره د تحریم کولو غږ یو کړی دی.

د برېتانیا او ویلز کرېکټ بورډ د غوښتنو په ځواب کې، د افغانستان په اړه د کرېکټ د نړۍوالې شورا د غړو هېوادونو د متحدې پرېکړې غوښتنه وکړه او د افغانستان د کرېکټ ټیم د یو اړخیز بندیزونو ملاتړ یې ونه کړ.

ټاکل شوې، چې د فېبرورۍ په ۲۶مه د برېتانیا لوبډله د کرېکټ په نړۍوال جام کې له افغانستان سره لوبه وکړي، خو ځینې برېتانوي سیاستوال غواړي، چې د برېتانیا ټیم دې په دې ۵۰ اوره لوبو کې له افغانستان سره لوبه ونه کړي او د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو پر وړاندې دریځ غوره کړي.