• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شمالي ایرلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې د افغانستان په کرېکټ د بندیز ملاتړ وکړ

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۴۹ GMT+۰تازه شوی: ۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۲۲ GMT+۰

د شمالي ایرلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې بارونس ارلن فوسټر د برېتانیا د نارینه وو د کرېکټ له لوبډلې وغوښتل، چې د افغانستان پر وړاندې ونه لوبیږي.

نوموړې د شمالي ایرلنډ د پارلمان له هغو اوو غړو څخه ده، چې د پارلمان له ۱۶۰ نورو غړو سره یې د افغان لوبډلې د بندیز ملاتړ کړی دی.

دغو کسانو د طالبانو د رژیم له خوا پر افغان ښځو د ظلمونو له امله د افغانستان د کرېکټ د ټیم د تحریم غوښتنه کړې ده.

د شمالي ایرلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې بي بي سي ته وویل: «د طالبانو د رژیم کړنو، په تېره بیا په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې روان ظلم، دا هېواد یې په بشپړ ډول د یوه یاغي مملکت په توګه معرفي کړی دی.»

د شمالي ایرلنډ نورو سیاستوالو هم د افغانستان له ټیم سره د تحریم کولو غږ یو کړی دی.

د برېتانیا او ویلز کرېکټ بورډ د غوښتنو په ځواب کې، د افغانستان په اړه د کرېکټ د نړۍوالې شورا د غړو هېوادونو د متحدې پرېکړې غوښتنه وکړه او د افغانستان د کرېکټ ټیم د یو اړخیز بندیزونو ملاتړ یې ونه کړ.

ټاکل شوې، چې د فېبرورۍ په ۲۶مه د برېتانیا لوبډله د کرېکټ په نړۍوال جام کې له افغانستان سره لوبه وکړي، خو ځینې برېتانوي سیاستوال غواړي، چې د برېتانیا ټیم دې په دې ۵۰ اوره لوبو کې له افغانستان سره لوبه ونه کړي او د ښځو د حقونو د تر پښو لاندې کولو پر وړاندې دریځ غوره کړي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سيالۍ د فراه ابو مسلم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۱۸ GMT+۰

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سيالۍ د فراه ابو مسلم لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د فوټبال په دغو سیالیو کې د سې شنبې په ورځ په لومړۍ سیالۍ کې فاریاب خراسان لوبډلې د فراه عدالت ته ۳ پر ۲ او د هرات اټک انرژۍ لوبډلې د کابل استقلال ته ۶ پر صفر ماته ورکړه.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ په څلورم پراو سياليو کې ۱۲ لوبډلو برخه لرله.

د فراه ابوملسم او د هرات اټک انرژۍ لوبډلې نومرې مساوي او لومړۍ هغه د ګولونو په توپير د سیاليو مخکښه لوبډله اعلان شوه.

په دې سياليو کې د فراه ابومسلم، د هرات اټک انرژۍ او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلو ترمنځ د اتلولۍ لپاره سخته سيالي روانه وه.

د فراه ابوملسم لوبډلې د افغانستان د ملي او نړيوالو لوبغاړو په درلودلو سره د ګولونو په توپير د دې سیاليو اتلولي تر لاسه کړه.

په دې سياليو کې د هرات اټک انرژۍ لوبډلې دویم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې درېیم مقام خپل کړ.

د سرپل خادم اف سي او د فراه عدالت لوبډلې د کمو نمرو په لرلو سره د لوبو د جدول وروستي ځایونه خپل کړل او له لیسته بهر شوې.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د دویم او درېيم فصل اتلولي د هرات اټک انرژۍ لوبډلې له ځان سره درلوده.

په دې سياليو کې د کابل استقلال او جوانان پیروزي، د هرات اټک انرژي، صرافان او سرخ پوشان، د فراه ابو مسلم او عدالت، د بلخ موج ساحل، د سرپل خادم، کندهار عینو مېنې او د فاریاب خراسان او سرسبز یاشلر لوبډلو برخه درلوده.

د ۱۶۰ وکیلانو فشارونه؛ د برېټانیا کرکټ لوبډله وايي له افغانستان سره خامخا لوبه کوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۰

د برېټانیا کرکټ بورډ له افغانستان سره په اتلولۍ جام لوبو کې د نه لوبېدو په تړاو غوښتنې رد کړې او وايي، کرکټ د ډېرو افغانانو د هیلو سرچینه ده. د بریټانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو ددغه هېواد کرکټ لوبډلې نه غوښتنه کړې، چې له ښځو سره د طالبانو د چلند غبرګون کې له افغانستان سره ونه لوبیږي.

د بریټانیا او ویلز کرکټ بورډ (ECB) اجرایوي رییس ریچارډ ګولډ انډیپنډنټ ته وویل چې دوی د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو نقض سخت غندي او په دې برخه کې د نړیوالې همغږۍ غوښتنه کوي.خو هغه څرګنده کړه چې « بریټانیا د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو سیالیو لوبې نه لغو کوي، په دې دلیل چې کرکټ د ډېرو افغانانو لپاره د مثبت څه او هیلې سرچینه ده».

ریچارډ ګولډ وویل، «موږ د دې نړیوالې مسالې په اړه متنوع نظرونه منو او درناوی یې کوو. موږ د هغو کسانو اندیښنې هم درک کوو، چې فکر کوي د نارینه وو د کرکټ پریکون کولی شي په غیر ارادي توګه طالبان د ټولنې او ازادیو لا ځپلو ته وهڅوي. دا مهمه ده چې له هېواده د بې ځایه شویو په ګډون د ډیری افغانانو لپاره د هیلې او مثبت څیز د سرچینې په توګه د کرکټ ارزښت وپیژندل شي».

ګولډ وویل: « موږ د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښمن یو او د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) قانون ټولو غړو هېوادونو ته د ښځینه کرکټ د ودې او پرمختګ ژمنه کړې ده».

ګولډ وویل چې د نړیوالو همغږی دریځ د انفرادي اقداماتو په پرتله ډېر اغېزناک دی.

د لوبې تحریمولو غوښتنې

د ښځو حقونو ملاتړو او فعالانو له نړیوالو ورزشي سازمانونو غوښتنه کړې چې د افغانستان نارینه وو کرکټ ټیم دې تر هغه له نړیوالو لوبو وځنډوي، چې ښځې او نجونې بیا خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي.

د بشري حقونو د څار ادارې لنډمهالې مرستیالې هیټر بار وویل: « ورزشي سازمانونه باید د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان له نړیوالو سپورتي سیالیو وځنډوي».

په ورته وخت کې د کارګر ګوند استازې تونیا انتونیازي په یوه لیک کې د بریټانیا له کرکټ بورډ غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره لوبه تحریم کړي.

ټاکل شوې چې بریټانیا د روان کال د فبرورۍ پر ۲۶مه د پاکستان په لاهور کې د افغانستان پر وړاندې ولوبیږي.

عصمت عالم په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې سلیزه ووهله او راشد خان شپږ ویکټي واخیستې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

عصمت عالم لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې یې سل منډې جوړې کړي. د زېمبابوې پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ راشد خان هم شپږ ویکټې واخیستې.

عصمت عالم درې ورځې وړاندې د زیمبابوې پر وړاندې د خپلو ټېسټ لوبو سفر پیل کړ.

نوموړي په خپله لومړنۍ ټېست لوبه کې د زېمبابوې پر وړاندې ۱۰۱ منډې جوړې کړې.

د روانې ټېسټ سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې د رحمت شاه او عصمت عالم ترمنځ د منډو جوړولو ښه ملګرتیا وشوه. رحمت شاه زرمتي هم په توپ وهنه کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې او په دې سره افغانستان سیالې لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ.

په توپ اچونه کې راشد خان د زېمبابوې شپږ لوبغاړي وسوځول.

د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا پنځم ځل دی چې راشد خان په ټېست کرېکټ لوبو کې پنځه یا له دې ډیرې ویکټې اخلي.

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د روانې ټېسټ سیالۍ څلورمه ورځ نن پای ته ورسیده او د لوبې پنځمه ورځ د زېمبابوې لوبډلې په توپ وهنه پیلږي.

زېمبابوې لوبډلې د لوبې پر څلورمه ورځ ۲۰۵ منډې جوړې کړې او اته ویکټې یې له لاسه ورکړې دي.

افغان لوبډله سبا یوازې دوه نورو ویکټو ته اړتیا لري، چې دغه ټېسټ لوبه له کوربه زېمبابوې څخه وګټي.

په مزارشریف ښار کې د ۱۳۷ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست وايي، چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۱۳۷ لوبغاړو «چاپندازانو» ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې دي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست وویل: «د دغو سياليو په پای کې دوه اخرالاقه اعلان شول، چې دواړه اخرلاقونه د ګلبدين پهلوان له لوري ترسره شول او د سیالیو ګټونکی شو.»

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه راتلونکو سیالیو کې د چاپندازانو لپاره لا ښه چمتووالی او د بلخ ولایت اوسېدونکو ته د سالمې تفریح برابرول په ګوته شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د وزلوبې سیالۍ بیا د ۸۰ چاپندازانو په ګډون د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې ترسره شوې وې.

وزلوبه شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فډراسیون رامنځته شو.

وزلوبه د افغانستان د ملي کلتور یوه مهمه برخه ده.

دغه دودیز ملي ورزش د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېره مخینه لري او د هېواد د ورزشي هویت نښه ګڼل کیږي.

ساتنه او پرمختګ یې د افغان کلتور په غني کولو کې مهم رول لوبوي.

افغان فوټبال لیګ کې د کابل استقلال لوبډلې د فراه عدالت لوبډلې ته ماتې ورکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې د لسمې اونۍ د لوبو په دوام د شنبې په ورځ د کابل استقلال لوبډلې د فراه عدالت لوبډلې ته ۳ پر ۲ ماتې ورکړه. د کابل استقلال فوټبال لوبډلې د دې سيالۍ په ګټلو د جدول ۴ ځای خپل کړ.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې د شنبې په ورځ د کابل استقلال او فراه عدالت په سیالۍ کې محمد منصور رحيمی، نور احمد نورزي او شاداب ملکزاده د کابل لوبډلې لپاره او شایق دوست دوه ګلونه د فراه لوبډلې لپاره وکړل.

په دې سياليو کې فراه عدالت لوبډلې هيڅ لوبه نه ده ګټلې او درې سيالۍ يې مساوي کړې، چې د دريو نمرو په لرولو سره د جدول په ۱۱ ځای کې ده.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ کې تر دامهال د فراه ابومسلم لوبډله د ۲۵ نمرو او مثبت ۲۴ ګلونو سره د جدول په سر کې، د هرات اټک انرژۍ لوبډله د ۲۵ نمرو او مثبت ۱۶ ګولونو سره په دويم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډله بیا د ۲۴ نمرو په لرولو سره د جدول په دریم ځای کې ده.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.