• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مزارشریف ښار کې د ۱۳۷ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۰تازه شوی: ۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۴۲ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست وايي، چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۱۳۷ لوبغاړو «چاپندازانو» ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې دي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست وویل: «د دغو سياليو په پای کې دوه اخرالاقه اعلان شول، چې دواړه اخرلاقونه د ګلبدين پهلوان له لوري ترسره شول او د سیالیو ګټونکی شو.»

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه راتلونکو سیالیو کې د چاپندازانو لپاره لا ښه چمتووالی او د بلخ ولایت اوسېدونکو ته د سالمې تفریح برابرول په ګوته شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د وزلوبې سیالۍ بیا د ۸۰ چاپندازانو په ګډون د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې ترسره شوې وې.

وزلوبه شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فډراسیون رامنځته شو.

وزلوبه د افغانستان د ملي کلتور یوه مهمه برخه ده.

دغه دودیز ملي ورزش د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېره مخینه لري او د هېواد د ورزشي هویت نښه ګڼل کیږي.

ساتنه او پرمختګ یې د افغان کلتور په غني کولو کې مهم رول لوبوي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

افغان فوټبال لیګ کې د کابل استقلال لوبډلې د فراه عدالت لوبډلې ته ماتې ورکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې د لسمې اونۍ د لوبو په دوام د شنبې په ورځ د کابل استقلال لوبډلې د فراه عدالت لوبډلې ته ۳ پر ۲ ماتې ورکړه. د کابل استقلال فوټبال لوبډلې د دې سيالۍ په ګټلو د جدول ۴ ځای خپل کړ.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې د شنبې په ورځ د کابل استقلال او فراه عدالت په سیالۍ کې محمد منصور رحيمی، نور احمد نورزي او شاداب ملکزاده د کابل لوبډلې لپاره او شایق دوست دوه ګلونه د فراه لوبډلې لپاره وکړل.

په دې سياليو کې فراه عدالت لوبډلې هيڅ لوبه نه ده ګټلې او درې سيالۍ يې مساوي کړې، چې د دريو نمرو په لرولو سره د جدول په ۱۱ ځای کې ده.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ کې تر دامهال د فراه ابومسلم لوبډله د ۲۵ نمرو او مثبت ۲۴ ګلونو سره د جدول په سر کې، د هرات اټک انرژۍ لوبډله د ۲۵ نمرو او مثبت ۱۶ ګولونو سره په دويم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډله بیا د ۲۴ نمرو په لرولو سره د جدول په دریم ځای کې ده.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.

افغان فوټبال لیګ کې سرخ پوشان، جوانان پيروزي مات کړ او عینومېنې او خراسان لوبه مساوي کړه

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې نن د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته ۵ پر يو ماتې ورکړه او کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلې لوبه يو پر يو مساوي کړه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د لسمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې لوبغاړي فرهاد عليزاده پنځه ګولونه وکړل او د کابل جوانان پيروزي لوبغاړي امید سروري یو ګول وکړ.

عليزاده په دې سيالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلو ترمنځ لوبه یو پر يو مساوي پای ته ورسېده.

د فاریاب لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي او د کندهار عينومېنې لوبډلې لپاره بیا خلیل پادشاه ګول وکړ.

په دې سيالۍ کې خلیل پادشاه غوره لوبغاړی وټاکل شوو.

د فاریاب خراسان لوبډله د ۱۲ نمرو په لرلو سره د لوبو جدول په پنځم او د کندهار عينومېنې لوبډلې د دې سيالۍ په مساوي سره ۱۱ نمرې ترلاسه کړې.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.

ټیسټ سیالۍ: نن زمبابوې لوبډلې ۲۴۳ او افغان لوبډلې ۴۶ منډې جوړې کړې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ لوبه کې سیالې لوبډلې د افغان اتلانو د ۱۵۷ منډو په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ منډې جوړې کړې. د همدې منډو په تعقيب افغان لوبډلې بیا ۴۶ منډې جوړي کړې او ۳ لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دويمه ټېسټ سیالۍ کې زمبابوې لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ مندې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې راشدخان څلور، یامین احمدزي درې او فريد احمد ملک دوه لوبغاړي وسوځول.

د همدې منډو په تعقيب افغان لوبډلې توپوهنه پيل کړه، چې د ورځي تر پایه يې د دریو لوبغاړو په سوځېدو ۴۶ منډې کړې دي.

په افغان لوبډله کې عبدالمالک، ریاض حسن او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي سوځېدلي او رحمت شاه او ضیاء الرحمان د منډو جوړېدو لپاره ملګرتيا کوي.

افغان لوبډله به سبا هم خپلي لوبې ته دوام ورکوي.

دا د روانې لوبلړۍ دویمه ټيسټ سیالي ده، تر دې وړاندې لومړۍ ټیسټ سیالي د پرله پسې ورښتونو له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

ټیسټ سیالۍ: نن زمبابوې لوبډله د افغان لوبډلې پر وړاندې ټوپ وهنه کوي

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۵۸ GMT+۰

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ سیالۍ کې سیالې لوبډلې د افغان اتلانو د ۱۵۷ منډو په ځواب کې د ورځې تر پایه ۶ منډې جوړې کړې، په لومړۍ ورځ افغان لوبغاړي په ۱۵۷ منډو ټول اوټ شول.

د افغان لوبډلې په ګټه راشد خان ۲۵، رحمت شاه زرمتي ۱۹، عبدالمالک او فرید ملک له نورو توپوهونکو ډېرې ۱۷-۱۷ مندې جوړې کړې.

د زبمبابوې لوبډله به نن غرمه د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې توپوهنه پیل کړي.

دا د روانې لوبلړۍ دویمه ټيسټ سیالي ده، تر دې وړاندې لومړۍ ټیسټ سیالي د پرله پسې ورښتونو له امله بې پایلې پای ته ورسېده.

افغان فوټبال لیګ کې سرسبزیاشلر لوبډلې صرافانو او ابومسلم موج ساحل لوبډلې ته ماته ورکړه

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د پنجشنبې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم لوبډلې د بلخ موج ساحل اف سي ته ۳ پر صفر او د فاریاب سرسبزیاشلر لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماته ورکړه.

د همدې سياليو په جدول کې د فراه ابوملسم لومړۍ او د هرات اټک انرژۍ دویم ځای لري.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د لسمې اونۍ د پنجشنبې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې د فراه ابومسلم لوبډلې ۳ پر صفر د بلخ موج ساحل اف سي ته په ماتې ورکولو سره د ۲۸ نمرو په لرلو سره د لوبو د جدل په سر کې ځای لري.

په همدې سيالۍ کې د فراه ابوملسم لوبډلې لپاره ایمانويل یاغر، سهراب افغان او حبیب الله هوتک ګولونه تر سره کړه.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته ۲ پر يو په ماتې ورکولو سره ۹ نمرې ترلاسه کړې.

د سرسبز یاشلر لوبډلې لپاره میرویس غفوري او حفیظ الله عبدالهي او د صرافانو لوبډلې لپاره بیا زبیر نیکزاد ګولونه تر سره کړل.

سرسبز یاشلر لوبډلې په دې بریا سره د لوبو په جدول کې نهم او د هرات صرافانو لوبډلې د لسو نمرو په لرو اتم ځای خپل کړ.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.