• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان فوټبال لیګ کې سرسبزیاشلر لوبډلې صرافانو او ابومسلم موج ساحل لوبډلې ته ماته ورکړه

۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۳ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۳۸ GMT+۰

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د پنجشنبې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فراه ابومسلم لوبډلې د بلخ موج ساحل اف سي ته ۳ پر صفر او د فاریاب سرسبزیاشلر لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته ۲ پر ۱ ماته ورکړه.

د همدې سياليو په جدول کې د فراه ابوملسم لومړۍ او د هرات اټک انرژۍ دویم ځای لري.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د لسمې اونۍ د پنجشنبې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې د فراه ابومسلم لوبډلې ۳ پر صفر د بلخ موج ساحل اف سي ته په ماتې ورکولو سره د ۲۸ نمرو په لرلو سره د لوبو د جدل په سر کې ځای لري.

په همدې سيالۍ کې د فراه ابوملسم لوبډلې لپاره ایمانويل یاغر، سهراب افغان او حبیب الله هوتک ګولونه تر سره کړه.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې د هرات صرافانو لوبډلې ته ۲ پر يو په ماتې ورکولو سره ۹ نمرې ترلاسه کړې.

د سرسبز یاشلر لوبډلې لپاره میرویس غفوري او حفیظ الله عبدالهي او د صرافانو لوبډلې لپاره بیا زبیر نیکزاد ګولونه تر سره کړل.

سرسبز یاشلر لوبډلې په دې بریا سره د لوبو په جدول کې نهم او د هرات صرافانو لوبډلې د لسو نمرو په لرو اتم ځای خپل کړ.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه بې پایلې اعلان شوه

۱۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳۰ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۰

دغه لوبه چې پنځه ورځې وړاندې د زېمبابوې په کوربه توب پیل شوې وه، حشمت الله شهیدي پکې ۲۴۶، رحمت شاه زرمتي ۲۳۴ او افسر ځاځي ۱۱۳ منډې جوړې کړې او د لوبې غوره لوبغاړی لوبډلمشر حشمت الله شهیدي اعلان شو.

د زېمبابوې په کوربه توب دغه ټېسټ لوبه پنځه ورځې وړاندې د زېمبابوې په بولاوایو لوبغالې کې پیل شوه.

د لوبې پچه کوربه لوبډلې ګټلې وه او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

د زېمبابوې لوبډلې د لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لو بغاړو په سوځېدو سره ۵۸۶ منډې جوړې کړې.

په توپ وهنه کې د زېمبابوې دریو لوبغاړو سلیزې هم وکړې.

د لوبې په دویمه پاڼۍ کې که څه هم د افغان لوبډلې د پیلیزو توپ وهونکو پیل ښه نه و او د ډیرو کمو منډو په جوړولو سره یې خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو رحمت شاه زرمتي او لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د لوبې پر درېیمه ورځ پر ویکټه د پاتې کېدو ریکارډ هم جوړ کړ.

افغانستان د توپ وهنې په برخه کې حشمت الله شهیدي ۲۴۶، رحمت شاه زرمتي ۲۳۴ او افسر ځاځي ۱۱۳ منډو په مټ ۶۶۹ منډې جوړې کړې.

د لوبې په وروستۍ ورځ د زېمبابوې لوبډله د افغانستان له لوري د ورکړي هدف پوره کېدو په موخه لوبغالې ته راښکته شوه، خو د لوبې په جریان کې د ورښت له امله کوربه لوبډلې ونه شوای کړای چې پاتې اورونه ولوبوي.

افغان کرېکټ بورډ د یادې لوبې په اړه پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې لوبه د دواړو لوبډلو ترمنځ بې پایلې اعلان شوه.

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ دویمه ټېسټ لوبه د پنجشنبې پر ورځ ترسره کیږي.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټېسټ لوبې څلورمه ورځ د باران له امله پای ته ورسېده

۹ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۹ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۹ GMT+۰

افغان کرېکټ بورډ وايي، د زېمبابوې په بولاوایو کې د دوامداره ورښت له امله د لوبې په څلورمه ورځ وروستۍ دوه برخې ترسره نه شوې.

له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبې پر څلورمه ورځ رحمت شاه زرمتي له ۲۳۴ منډو جوړولو وروسته خپله ویکټه له لاسه ورکړه.

رحمت شاه په خپلې ښې لوبې سره لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په ټېسټ لوبو کې په یوه پاڼۍ کې ۲۳۴ منډې جوړوي.

د رحمت شاه زرمتي وېکټې له لاسه ورکولو وروسته افسر ځاځی د توپ وهنې لپاره لوبغالي ته را ووت. نوموړي له لوبډلمشر حشمت الله شهیدي سره د منډو جوړولو ښه ملګرتیا وکړه او ۴۶ منډې یې جوړې کړې. حشمت الله شهیدي ۱۷۱ منډې جوړې کړې دي.

خو نن د زېمبابوې په بولاوایو کې د دوامداره ورښت له امله د لوبې څلورمه ورځ پای ته ورسیده.

افغان کرېکټ بورډ وايي، په پنځمه ورځ به له ټاکل شوي وخت څخه نیم ساعت وړاندې لوبه پیل شي.

افغانستان د زېمبابوې د ۵۸۶ منډو په تعقیب د درې لوبغاړو په زیان سره تردې مهاله ۵۱۵ منډې جوړې کړې دي او له سیالې لوبډلې څخه ۷۱ منډې شاته دی.

رحمت شاه د افغان کرېکټ دویم لوبغاړی شو چي په ټېسټ سيالۍ کې يې دوه پرله پسې سلیزې وکړې

۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۸ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۶:۳۱ GMT+۰

د افغانستان د کرېکټ لوبډلې غړی رحمت شاه دویم افغان لوبغاړی شو، چې په ټېسټ سیالۍ کې یې دوه پرله پسې سليزې جوړې کړې او ناسوځيدلی ولاړ دی. نوموړي دا بریا له زیمبابوې سره په ټېسټ لوبه کې وګټله.

د زیمبابوې د ۵۸۶ منډو هدف د پوره کولو لپاره افغان لوبډلې په دويمه او دریمه ورځ د دوو لوبغاړو په سوځېدو تر دامهاله ۴۲۵ منډې جوړې دي.

د افغانسان او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼې کې زیمبابوې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۸۶ مندې جوړې کړې.

افغان لوبډلې په دویمه او دریمه ورځ د خپلو ۲ لوبغاړو په سوځېدو تر دامهال ۴۲۵ مندې کړې او هدف ته د رسېدو لپاره لا ۱۶۱ منډې پاته دي.

په دې سيالۍ کې رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي د افغانستان ټېسټ سياليو په تاریخ کې تر ټولو اوږده ملګرتيا وکړه.

دوی په دواړو ۳۶۱ منډې جوړې کړي دي او دواړه ناسوځيدلي ولاړ دي.

رحمت شاه زرمتي په ۴۱۶ توپونو ۲۳۱ ناسوځيدلی او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي بیا په ۲۷۶ توپونو ۱۴۱ ناسوځيدلې منډې کړې دي.

رحشمت شاه په افغان لوبډله کې دویم لوبغاړی شو، چې په ټېسټ سيالیو کې دوې پرله پسې سلیزې جوړوي.

تر مخکي په ۲۰۲۱ کال کې حشمت الله شهيدي د زیمبامبوې په وړاندې په ټېسټ لوبه کې دوې پرله پسې سليزې جوړې کړې وې.

د افغانستان او زمبابوې ټېسټ سيالیو بله برخه به د جنوري مياشتي په دويمه نېټه تر سره شي.

ټېسټ لوبه کې د زیمبابوې د ۵۸۶ منډو ځواب کې افغان لوبډلې د ۲ ویکټو په زیان ۹۵ منډې جوړې کړې

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۵:۴۲ GMT+۰

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۵۸۶ منډې جوړې کړې. افغانستان د دوهمې ورځې ترپایه د زیمبابوې د ۵۸۶ منډو پوره کولو په تعقیب د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۵ منډې جوړې کړې.

د زېمبابوې په کوربه توب د افغانستان او کوربه هېواد ترمنځ د لومړۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې زېمبابوې په ۱۳۵،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۵۸۶ منډې جوړې کړې.

د زېمبابوې لوبډله په توپ وهنه کې خورا بر لاسې وه او دریو لوبغاړو یې سلیزي هم جوړې کړې.

په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر ۳، ضیا الرحمن اکبر، نوید ځدراڼ او ظاهر خان دوه دوه او عظمت الله عمرزي یوه وېکټه ترلاسه کړه.

د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې د زېمبابوې د ۵۸۶ منډو په تعقیب د دوهمې ورځې ترپایه په ۳۰ اورونو کې د دوو ویکټو په زیان ۹۵ منډې جوړې کړې دي.

په توپ وهنه کې افغان پلیز توپ وهونکی صدیق اتل په دریو او عبدالمالک له ۲۳ منډو جوړولو وروسته خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو رحمت شاه د ۹۵ بالونو په لوبولو سره په ۴۹ ناسوځیدلو منډو ولاړ دی.

سبا شنبه به د لوبې په دریمه ورځ رحمت شاه د یو بل توپ وهونکي سره د زېمبابوې د ۵۸۶ منډو په تعقیب توپ وهنې ته دوام ورکړي.

افغان فوټبال لیګ کې خراسان، سرسبز یاشلر او جوانان پيروزي، موج ساحل لوبډلې ته ماتې ورکړه

۷ مرغومی ۱۴۰۳ - ۲۷ دسمبر ۲۰۲۴، ۱۴:۳۰ GMT+۰

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر ته یو پر صفر او د کابل جوانان پيروزي، موج ساحل اف سي لوبډلې ته ۲ پر یو ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د اتمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته یو پر صفر په ماتې ورکولو سره درې نمرې تر لاسه کړې او په دغو سياليو کې يې لس نمرې خپلي کړي.

په همدې سيالۍ کې د خراسان لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي په ۲۰ مه دقیقه کې ګول تر سره کړ او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ په پيل شویو سياليو کې د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې په ۸ سیاليو کې هیڅ لوبه نه ده ګټلې او د جدول په وروستي ځای کې قرار لري.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې، موج ساحل اف سي ته دوه پر يو په ماتې ورکولو سره ټولې ۸ نمرې خپلې کړې.

د جوانان پيروزي لوبډلې لپاره نجیب هاشمي د لوبې په ۱۴مه دقیقه او ابوسینه حسین زاده په ۶۹ مه دقیقه کې ګولونه وکړل.

د موج ساحل اف سي لوبډلې لپاره ارسلان محمدي په ۶۶ مه دقیقه کې پينالټي ګول کړه.

د شنبې په ورځ به د دې سياليو د دوو مخکښو او قوي لوبډلو هرات اټک انرژي او د فراه ابو مسلم ترمنځ سيالۍ ترسره کيږي.

دغه دواړه لوبډلې د سياليو د قهرمانۍ لپاره هڅې کوي.

دواړو لوبډلو خپلي ټولي سيالۍ ګټلي او ۲۱ نمرې لري.