د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټېسټ لوبې څلورمه ورځ د باران له امله پای ته ورسېده

افغان کرېکټ بورډ وايي، د زېمبابوې په بولاوایو کې د دوامداره ورښت له امله د لوبې په څلورمه ورځ وروستۍ دوه برخې ترسره نه شوې.

افغان کرېکټ بورډ وايي، د زېمبابوې په بولاوایو کې د دوامداره ورښت له امله د لوبې په څلورمه ورځ وروستۍ دوه برخې ترسره نه شوې.
له زېمبابوې سره د ټېسټ لوبې پر څلورمه ورځ رحمت شاه زرمتي له ۲۳۴ منډو جوړولو وروسته خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
رحمت شاه په خپلې ښې لوبې سره لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په ټېسټ لوبو کې په یوه پاڼۍ کې ۲۳۴ منډې جوړوي.
د رحمت شاه زرمتي وېکټې له لاسه ورکولو وروسته افسر ځاځی د توپ وهنې لپاره لوبغالي ته را ووت. نوموړي له لوبډلمشر حشمت الله شهیدي سره د منډو جوړولو ښه ملګرتیا وکړه او ۴۶ منډې یې جوړې کړې. حشمت الله شهیدي ۱۷۱ منډې جوړې کړې دي.
خو نن د زېمبابوې په بولاوایو کې د دوامداره ورښت له امله د لوبې څلورمه ورځ پای ته ورسیده.
افغان کرېکټ بورډ وايي، په پنځمه ورځ به له ټاکل شوي وخت څخه نیم ساعت وړاندې لوبه پیل شي.
افغانستان د زېمبابوې د ۵۸۶ منډو په تعقیب د درې لوبغاړو په زیان سره تردې مهاله ۵۱۵ منډې جوړې کړې دي او له سیالې لوبډلې څخه ۷۱ منډې شاته دی.


د افغانستان د کرېکټ لوبډلې غړی رحمت شاه دویم افغان لوبغاړی شو، چې په ټېسټ سیالۍ کې یې دوه پرله پسې سليزې جوړې کړې او ناسوځيدلی ولاړ دی. نوموړي دا بریا له زیمبابوې سره په ټېسټ لوبه کې وګټله.
د زیمبابوې د ۵۸۶ منډو هدف د پوره کولو لپاره افغان لوبډلې په دويمه او دریمه ورځ د دوو لوبغاړو په سوځېدو تر دامهاله ۴۲۵ منډې جوړې دي.
د افغانسان او زیمبابوې لوبډلو ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼې کې زیمبابوې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۵۸۶ مندې جوړې کړې.
افغان لوبډلې په دویمه او دریمه ورځ د خپلو ۲ لوبغاړو په سوځېدو تر دامهال ۴۲۵ مندې کړې او هدف ته د رسېدو لپاره لا ۱۶۱ منډې پاته دي.
په دې سيالۍ کې رحمت شاه او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي د افغانستان ټېسټ سياليو په تاریخ کې تر ټولو اوږده ملګرتيا وکړه.
دوی په دواړو ۳۶۱ منډې جوړې کړي دي او دواړه ناسوځيدلي ولاړ دي.
رحمت شاه زرمتي په ۴۱۶ توپونو ۲۳۱ ناسوځيدلی او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي بیا په ۲۷۶ توپونو ۱۴۱ ناسوځيدلې منډې کړې دي.
رحشمت شاه په افغان لوبډله کې دویم لوبغاړی شو، چې په ټېسټ سيالیو کې دوې پرله پسې سلیزې جوړوي.
تر مخکي په ۲۰۲۱ کال کې حشمت الله شهيدي د زیمبامبوې په وړاندې په ټېسټ لوبه کې دوې پرله پسې سليزې جوړې کړې وې.
د افغانستان او زمبابوې ټېسټ سيالیو بله برخه به د جنوري مياشتي په دويمه نېټه تر سره شي.

د افغانستان او زیمبابوې ترمنځ د ټېسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۵۸۶ منډې جوړې کړې. افغانستان د دوهمې ورځې ترپایه د زیمبابوې د ۵۸۶ منډو پوره کولو په تعقیب د دوو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۵ منډې جوړې کړې.
د زېمبابوې په کوربه توب د افغانستان او کوربه هېواد ترمنځ د لومړۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ پاڼۍ کې زېمبابوې په ۱۳۵،۲ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۵۸۶ منډې جوړې کړې.
د زېمبابوې لوبډله په توپ وهنه کې خورا بر لاسې وه او دریو لوبغاړو یې سلیزي هم جوړې کړې.
په توپ اچونه کې الله محمد غضنفر ۳، ضیا الرحمن اکبر، نوید ځدراڼ او ظاهر خان دوه دوه او عظمت الله عمرزي یوه وېکټه ترلاسه کړه.
د لوبې په دوهمه پاڼۍ کې افغان لوبډلې د زېمبابوې د ۵۸۶ منډو په تعقیب د دوهمې ورځې ترپایه په ۳۰ اورونو کې د دوو ویکټو په زیان ۹۵ منډې جوړې کړې دي.
په توپ وهنه کې افغان پلیز توپ وهونکی صدیق اتل په دریو او عبدالمالک له ۲۳ منډو جوړولو وروسته خپلې ویکټې له لاسه ورکړې، خو رحمت شاه د ۹۵ بالونو په لوبولو سره په ۴۹ ناسوځیدلو منډو ولاړ دی.
سبا شنبه به د لوبې په دریمه ورځ رحمت شاه د یو بل توپ وهونکي سره د زېمبابوې د ۵۸۶ منډو په تعقیب توپ وهنې ته دوام ورکړي.

د افغانستان فوټبال فدراسيون د اتلانو لیګ د څلورم پړاو سيالیو کې د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر ته یو پر صفر او د کابل جوانان پيروزي، موج ساحل اف سي لوبډلې ته ۲ پر یو ماتې ورکړه.
د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د اتمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې کې د فاریاب خراسان لوبډلې، د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې ته یو پر صفر په ماتې ورکولو سره درې نمرې تر لاسه کړې او په دغو سياليو کې يې لس نمرې خپلي کړي.
په همدې سيالۍ کې د خراسان لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي په ۲۰ مه دقیقه کې ګول تر سره کړ او د لوبې غوره لوبغاړی هم وټاکل شو.
د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ په پيل شویو سياليو کې د فاریاب سرسبز یاشلر لوبډلې په ۸ سیاليو کې هیڅ لوبه نه ده ګټلې او د جدول په وروستي ځای کې قرار لري.
د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې، موج ساحل اف سي ته دوه پر يو په ماتې ورکولو سره ټولې ۸ نمرې خپلې کړې.
د جوانان پيروزي لوبډلې لپاره نجیب هاشمي د لوبې په ۱۴مه دقیقه او ابوسینه حسین زاده په ۶۹ مه دقیقه کې ګولونه وکړل.
د موج ساحل اف سي لوبډلې لپاره ارسلان محمدي په ۶۶ مه دقیقه کې پينالټي ګول کړه.
د شنبې په ورځ به د دې سياليو د دوو مخکښو او قوي لوبډلو هرات اټک انرژي او د فراه ابو مسلم ترمنځ سيالۍ ترسره کيږي.
دغه دواړه لوبډلې د سياليو د قهرمانۍ لپاره هڅې کوي.
دواړو لوبډلو خپلي ټولي سيالۍ ګټلي او ۲۱ نمرې لري.

د افغانستان او زمبابوې ترمنځ د لومړنۍ ټېسټ سیالۍ په لومړۍ ورځ زمبابوې کرېکټ لوبډلې د څلور لوبغاړو په زیان ۳۶۳ منډې جوړې کړې. افغان لوبغاړي غضنفر ۲، نوید ځدراڼ او ظاهر خان یو-یو د زمبابوي لوبغاړي وسوځول.
د ټيسټ سیالۍ پچه کوربه زمبابوې لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. دغه لوبې نن پیل شوې او د روانې جنورۍ میاشتې تر شپږمې نېټې به دوام وکړي.
تر دې وړاندې افغانستان د درېیو یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ د دوو لوبو په ګټلو سره په خپل نوم کړه.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوې وه.
افغانستان له هغه وړاندې له زمبابوې لوبډلې د شل اوریزو لوبو لړۍ هم ۲پر ۱ ګټلې وه.

د کرکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۵ کال د اتلولۍ جام د لوبو نوملړ خپور کړی، چې افغانستان به په بي ډله کې د فبروري پر ۲۱مه له جنوبي افریقا، ۲۶مه له بریټانیا او د فبروري پر ۲۸مه له اسټرالیا سره په ترتیب لوبیږي.
دغه لوبې د فبروري میاشتې پر ۱۹مه پیلږي او د مارچ تر نهمې پورې به غځیږي.
په دغو سیالیو کې، چې په پاکستان کې ترسره کیږي، افغانستان به له سویلي افریقا سره په کراچۍ ملي لوبغالي او له بریټانیا او اسټرالیا سره په لاهور قذافي لوبغالي کې لوبیږي.
دغه جام د اتو هیوادونو ترمنځ دی، چې افغانستان، پاکستان، هند، نیوزیلنډ، بنګله دیش، جنوبي افریقا، استرالیااو بریټانیا پکې شامل دي.
د اتلولۍ جام دغه لوبې په څلورو ځايونو کراچۍ، لاهور، راولپنډۍ او دوبۍ کې ترسره کیږي.
ټولې لوبې د ورځې او شپې په وخت ترسره کېږي. هند خپلې ټولې لوبې په دوبۍ کې ترسره کوي چې دا د اسلام اباد او نوي ډیلي دواړو لپاره د بې طرفه ځای په توګه پېژندل کیږي.
د اتلولۍ جام به د فبروري پر ۱۹مه په کراچۍ کې په یوې پرانېستونکې لوبې پیل شي، چې پاکستان او نیوزیلنډ پکې سره لوبیږي.
د کرکټ نړیوالې شورا داعلان له مخې، د جام پایلوبه به د مارچ پر نهمه په لاهور کې ترسره شي، خو که هند پایلوبې ته ورسیږي نو دا لوبه به په دوبۍ کې ترسره شي.
دکرکټ نړیوالې شورا رییس جي شاه وايي، خوښ دی چې د ۲۰۲۵ میلادي کال د نارینه وو د اتلولۍ جام نوملړ خپروي.
هغه وویل، « دغه ولوله ییزې سیالۍ، چې اته لوبډلې پکې په افسانوي سپینو جامو کې د ګټلو په موخه لوبیږي، مینه والو ته د تفریح لپاره ۱۵ بې سارې لوبې وړاندې کوي».
افغانستان په خپلو ځوانو او تجربه لرونکو لوبغاړو هیله من دی، چې په دغو سیالیو کې ښه ولوبیږي.