• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ۱۶۰ وکیلانو فشارونه؛ د برېټانیا کرکټ لوبډله وايي له افغانستان سره خامخا لوبه کوي

۱۸ مرغومی ۱۴۰۳ - ۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۴۰ GMT+۰

د برېټانیا کرکټ بورډ له افغانستان سره په اتلولۍ جام لوبو کې د نه لوبېدو په تړاو غوښتنې رد کړې او وايي، کرکټ د ډېرو افغانانو د هیلو سرچینه ده. د بریټانیا د پارلمان ۱۶۰ غړو ددغه هېواد کرکټ لوبډلې نه غوښتنه کړې، چې له ښځو سره د طالبانو د چلند غبرګون کې له افغانستان سره ونه لوبیږي.

د بریټانیا او ویلز کرکټ بورډ (ECB) اجرایوي رییس ریچارډ ګولډ انډیپنډنټ ته وویل چې دوی د طالبانو له خوا د ښځو او نجونو د حقونو نقض سخت غندي او په دې برخه کې د نړیوالې همغږۍ غوښتنه کوي.خو هغه څرګنده کړه چې « بریټانیا د افغانستان پر وړاندې د نړیوالو سیالیو لوبې نه لغو کوي، په دې دلیل چې کرکټ د ډېرو افغانانو لپاره د مثبت څه او هیلې سرچینه ده».

ریچارډ ګولډ وویل، «موږ د دې نړیوالې مسالې په اړه متنوع نظرونه منو او درناوی یې کوو. موږ د هغو کسانو اندیښنې هم درک کوو، چې فکر کوي د نارینه وو د کرکټ پریکون کولی شي په غیر ارادي توګه طالبان د ټولنې او ازادیو لا ځپلو ته وهڅوي. دا مهمه ده چې له هېواده د بې ځایه شویو په ګډون د ډیری افغانانو لپاره د هیلې او مثبت څیز د سرچینې په توګه د کرکټ ارزښت وپیژندل شي».

ګولډ وویل: « موږ د افغانستان د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه اندېښمن یو او د کرکټ نړیوالې شورا (ICC) قانون ټولو غړو هېوادونو ته د ښځینه کرکټ د ودې او پرمختګ ژمنه کړې ده».

ګولډ وویل چې د نړیوالو همغږی دریځ د انفرادي اقداماتو په پرتله ډېر اغېزناک دی.

د لوبې تحریمولو غوښتنې

د ښځو حقونو ملاتړو او فعالانو له نړیوالو ورزشي سازمانونو غوښتنه کړې چې د افغانستان نارینه وو کرکټ ټیم دې تر هغه له نړیوالو لوبو وځنډوي، چې ښځې او نجونې بیا خپل اساسي حقونه ترلاسه کړي.

د بشري حقونو د څار ادارې لنډمهالې مرستیالې هیټر بار وویل: « ورزشي سازمانونه باید د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان له نړیوالو سپورتي سیالیو وځنډوي».

په ورته وخت کې د کارګر ګوند استازې تونیا انتونیازي په یوه لیک کې د بریټانیا له کرکټ بورډ غوښتنه وکړه چې له افغانستان سره لوبه تحریم کړي.

ټاکل شوې چې بریټانیا د روان کال د فبرورۍ پر ۲۶مه د پاکستان په لاهور کې د افغانستان پر وړاندې ولوبیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

عصمت عالم په خپله لومړۍ ټېسټ لوبه کې سلیزه ووهله او راشد خان شپږ ویکټي واخیستې

۱۶ مرغومی ۱۴۰۳ - ۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

عصمت عالم لومړنی افغان لوبغاړی شو، چې په خپله لومړنۍ ټېسټ لوبه کې یې سل منډې جوړې کړي. د زېمبابوې پر وړاندې د روانې ټېسټ لوبې په څلورمه ورځ راشد خان هم شپږ ویکټې واخیستې.

عصمت عالم درې ورځې وړاندې د زیمبابوې پر وړاندې د خپلو ټېسټ لوبو سفر پیل کړ.

نوموړي په خپله لومړنۍ ټېست لوبه کې د زېمبابوې پر وړاندې ۱۰۱ منډې جوړې کړې.

د روانې ټېسټ سیالۍ په دویمه پاڼۍ کې د رحمت شاه او عصمت عالم ترمنځ د منډو جوړولو ښه ملګرتیا وشوه. رحمت شاه زرمتي هم په توپ وهنه کې ۱۳۹ منډې جوړې کړې او په دې سره افغانستان سیالې لوبډلې ته د ۲۷۸ منډو هدف ورکړ.

په توپ اچونه کې راشد خان د زېمبابوې شپږ لوبغاړي وسوځول.

د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دا پنځم ځل دی چې راشد خان په ټېست کرېکټ لوبو کې پنځه یا له دې ډیرې ویکټې اخلي.

د افغانستان او زېمبابوې ترمنځ د روانې ټېسټ سیالۍ څلورمه ورځ نن پای ته ورسیده او د لوبې پنځمه ورځ د زېمبابوې لوبډلې په توپ وهنه پیلږي.

زېمبابوې لوبډلې د لوبې پر څلورمه ورځ ۲۰۵ منډې جوړې کړې او اته ویکټې یې له لاسه ورکړې دي.

افغان لوبډله سبا یوازې دوه نورو ویکټو ته اړتیا لري، چې دغه ټېسټ لوبه له کوربه زېمبابوې څخه وګټي.

په مزارشریف ښار کې د ۱۳۷ چاپندازانو تر منځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۱۴ GMT+۰

د طالبانو تر واک لاندې د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست وايي، چې د بلخ ولایت په مزارشریف ښار کې د ۱۳۷ لوبغاړو «چاپندازانو» ترمنځ د وزلوبې سیالۍ پیل شوې دي.

د المپیک، بدني روزنې او سپورټ لوی ریاست وویل: «د دغو سياليو په پای کې دوه اخرالاقه اعلان شول، چې دواړه اخرلاقونه د ګلبدين پهلوان له لوري ترسره شول او د سیالیو ګټونکی شو.»

د دغو سیالیو د ترسره کولو موخه راتلونکو سیالیو کې د چاپندازانو لپاره لا ښه چمتووالی او د بلخ ولایت اوسېدونکو ته د سالمې تفریح برابرول په ګوته شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د وزلوبې سیالۍ بیا د ۸۰ چاپندازانو په ګډون د تخار په خواجه بهاالدین ولسوالۍ کې ترسره شوې وې.

وزلوبه شاوخوا شپږ کاله مخکې په افغانستان کې په رسمي توګه د دغه هېواد د اولمپیک د ملي کمېټې له خوا د یوې ملي لوبې په توګه ثبت او د وزلوبې فډراسیون رامنځته شو.

وزلوبه د افغانستان د ملي کلتور یوه مهمه برخه ده.

دغه دودیز ملي ورزش د هېواد په بېلابېلو سیمو کې ډېره مخینه لري او د هېواد د ورزشي هویت نښه ګڼل کیږي.

ساتنه او پرمختګ یې د افغان کلتور په غني کولو کې مهم رول لوبوي.

افغان فوټبال لیګ کې د کابل استقلال لوبډلې د فراه عدالت لوبډلې ته ماتې ورکړه

۱۵ مرغومی ۱۴۰۳ - ۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۷ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې د لسمې اونۍ د لوبو په دوام د شنبې په ورځ د کابل استقلال لوبډلې د فراه عدالت لوبډلې ته ۳ پر ۲ ماتې ورکړه. د کابل استقلال فوټبال لوبډلې د دې سيالۍ په ګټلو د جدول ۴ ځای خپل کړ.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ کې د شنبې په ورځ د کابل استقلال او فراه عدالت په سیالۍ کې محمد منصور رحيمی، نور احمد نورزي او شاداب ملکزاده د کابل لوبډلې لپاره او شایق دوست دوه ګلونه د فراه لوبډلې لپاره وکړل.

په دې سياليو کې فراه عدالت لوبډلې هيڅ لوبه نه ده ګټلې او درې سيالۍ يې مساوي کړې، چې د دريو نمرو په لرولو سره د جدول په ۱۱ ځای کې ده.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ کې تر دامهال د فراه ابومسلم لوبډله د ۲۵ نمرو او مثبت ۲۴ ګلونو سره د جدول په سر کې، د هرات اټک انرژۍ لوبډله د ۲۵ نمرو او مثبت ۱۶ ګولونو سره په دويم او د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډله بیا د ۲۴ نمرو په لرولو سره د جدول په دریم ځای کې ده.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.

افغان فوټبال لیګ کې سرخ پوشان، جوانان پيروزي مات کړ او عینومېنې او خراسان لوبه مساوي کړه

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۷ GMT+۰

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ څلورم پړاو سیالیو کې نن د جمعې په ورځ لومړۍ لوبه کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې د کابل جوانان پيروزي لوبډلې ته ۵ پر يو ماتې ورکړه او کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلې لوبه يو پر يو مساوي کړه.

د افغانستان د فوټبال اتلانو لیګ د لسمې اونۍ د جمعې ورځې په لومړۍ سيالۍ کې د هرات سرخ پوشان خوافي لوبډلې لوبغاړي فرهاد عليزاده پنځه ګولونه وکړل او د کابل جوانان پيروزي لوبغاړي امید سروري یو ګول وکړ.

عليزاده په دې سيالۍ کې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د همدې ورځي په دويمه سيالۍ کې د کندهار عينومېنې او فاریاب خراسان لوبډلو ترمنځ لوبه یو پر يو مساوي پای ته ورسېده.

د فاریاب لوبډلې لپاره حمیدالله بارکزي او د کندهار عينومېنې لوبډلې لپاره بیا خلیل پادشاه ګول وکړ.

په دې سيالۍ کې خلیل پادشاه غوره لوبغاړی وټاکل شوو.

د فاریاب خراسان لوبډله د ۱۲ نمرو په لرلو سره د لوبو جدول په پنځم او د کندهار عينومېنې لوبډلې د دې سيالۍ په مساوي سره ۱۱ نمرې ترلاسه کړې.

د افغانستان د فوټبال د اتلانو لیګ په څلورم پړاو کې ۱۲ لوبډلې د اتلولۍ ګټلو لپاره یو د بل سره لوبیږي.

د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ دغه سيالۍ د هرات په کوربتوب شروع دي.

ټیسټ سیالۍ: نن زمبابوې لوبډلې ۲۴۳ او افغان لوبډلې ۴۶ منډې جوړې کړې

۱۴ مرغومی ۱۴۰۳ - ۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۹ GMT+۰

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دویمه ټېسټ لوبه کې سیالې لوبډلې د افغان اتلانو د ۱۵۷ منډو په ځواب کې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ منډې جوړې کړې. د همدې منډو په تعقيب افغان لوبډلې بیا ۴۶ منډې جوړي کړې او ۳ لوبغاړي يې سوځېدلي دي.

د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ په دويمه ټېسټ سیالۍ کې زمبابوې لوبډلې د خپلو ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۴۳ مندې جوړې کړې.

د افغان لوبډلې په توپ اچونه کې راشدخان څلور، یامین احمدزي درې او فريد احمد ملک دوه لوبغاړي وسوځول.

د همدې منډو په تعقيب افغان لوبډلې توپوهنه پيل کړه، چې د ورځي تر پایه يې د دریو لوبغاړو په سوځېدو ۴۶ منډې کړې دي.

په افغان لوبډله کې عبدالمالک، ریاض حسن او لوبډلمشر حشمت الله شهيدي سوځېدلي او رحمت شاه او ضیاء الرحمان د منډو جوړېدو لپاره ملګرتيا کوي.

افغان لوبډله به سبا هم خپلي لوبې ته دوام ورکوي.

دا د روانې لوبلړۍ دویمه ټيسټ سیالي ده، تر دې وړاندې لومړۍ ټیسټ سیالي د پرله پسې ورښتونو له امله بې پایلې پای ته ورسېده.