• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ای سي سي: افغان کرېکټ لوبډلې ته به د هغوی د حکومت د قوانینو له امله سزا نه ورکول کیږي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۱ GMT+۰

د کرېکټ نړۍوالې شورا (ای سي سي) وویل، چې د افغانستان کرېکټ بورډ او لوبغاړو ته به د خپل هېواد د حکومت له خوا ټاکل شوي قانون د رعایت کولو له امله سزا نه ورکول کیږي، بلکې د کرېکټ د ودې په موخه به د افغان کرېکټ بورډ سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې د طالبانو له لورې په ښځو او نجونو د سختو بندیزونو له امله د بریتانیا پارلمان ۱۶۰ غړو له بریتانیایي لوبډلې غوښتي وو، چې له افغانستان سره په راورانو چمپينز ټرافي سیالیو کې ونه لوبیږي، خو د بریتانیا کرېکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړه.

د کرېکټ نړۍوالې شورا ویاند د بریتانیا پارلمان غړو دغه پرېکړې ته غبرګون کې د ایپن کریک اینفو ویب پاڼې ته وویل: «لی سي سي به د افغانستان کرېکټ بورډ یا د دوی لوبغاړو ته د خپل هېواد د حکومت له خوا ټاکل شوي قوانینو د رعایت کولو له امله سزا ور نه کړي.» هغه زیاته کړه:«موږ به د کرېکټ په وده او د نارینه او ښځینه دواړو لپاره د لوبې فرصتونو کې د افغان کرېکت بورډ سره د مرستې لپاره د خپل نفوذ رغنده کارولو ته دوام ورکړو.»

راروانه فیبروري میاشت په پاکستان کې د چیمپينز ټرافي سیالۍ پېل کیږي، افغان کرېکټ لوبډله دغه سیالیو کې له خپلو سیالو لوبډلو ترڅنګ به د بریتانیا له کرېکټ لوبډلې سره هم مخامخ شي.

افغان کرېکټ لوبډلې ویلي چې دغو سیالیو ته پوره چمتوالی لري.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

محمد فرید حمیدي: ورزشي لوبډلې باید د فاشیستي او ګوندي ذوقونو قرباني نه شي

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۱۱ GMT+۰

د وروستي جمهوري نظام پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي د افغان کرېکټ ملي لوبډلې ضد کړیو ته په غبرګون کې لیکلي، چې د افغانستان ورزشي لوبډلې تل د فاشیستي فکرونو او ګوندي ذوقونو قرباني شوي. نوموړی زیاتوي، چې راشد خان تل د نجونو د زده کړو ملاتړ کړی.

په افغانستان کې د طالبانو له لورې په ښځو او نجونو د سختو بندیزونو له امله د بریتانیا پارلمان ۱۶۰ غړو له بریتانیایي لوبډلې غوښتي وو، چې له افغانستان سره په راورانو چمپينز ټرافي سیالیو کې ونه لوبیږي، خو د بریتانیا کرېکټ بورډ دغه غوښتنه رد کړه.

ددې ترڅنګ په ټولنیزو شبکو ځينې اسناد خپاره شوي، چې د افغانستان پارلمان پخوانۍ غړې فوزیه کوفي د بریتانیا پارلمان ته لیک استولی او ترې غوښتي یې دي چې له افغان کرېکټ لوبډلې سره باید لوبې لغوه کړي، خو تر اوسه مالومه نه ده چې ایا دا لیک اغلې فوزیه کوفي پورې اړه لري او کنه؟

پخواني لوی څارنوال محمد فرید حمیدي په خپله اېکس افغان ورزشي لوبډلې د قومي او کوندي سیاستونو قرباني یادې کړي او لیکي یې دي: «څه موده وړاندې د طالبانو د ډلې مشر کرېکټ غیر اسلامي او حرام بللی و او د دغې ډلې په څانګو او دفترونو کې پرې بندیز لګول شوی و. له دې وروسته د دې ډلې د پلویانو له خوا د کرېکټ د لوبې پر ضد د اعتراضونو سیلاب راغی. کله چې راشد خان او د ټیم نورو غړو د نجونو د تعلیم له حق څخه ملاتړ وکړ، د واکمنې ډلې د یو شمېر پلویانو او غړو له خوا سپک او تهدید شول».

حمیدي لیکلي، چې ورزش که څه هم له سیاست نه جلا کیږي خو له سیاستوالو باید لرې وساتل شي او زموږ لوبډلې تل د سیاسیونو قرباني دي.

هغه وایي: « دا د یوځای کیدو وخت دی، د هر هغه ټکي څخه ډډه وکړئ چې د اختلاف لامل کیږي، د افرادو او افرادو په یووالي او برابرۍ سره د اشغال، ښکاره ظلم، استبداد او جهالت څخه د هېواد ژغورل ممکن دي، د کرکټ د ټیم د بایکاټ عمل د ترهګرو دریځ پیاوړی کړی او د طالبانو د مخالفینو ترمنځ یې ژور درز رامنځته کړی دی. ګټونکی څوک دی؟»

تر دې واړندې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د افغان کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ ویلي وو، چې ورزش باید سیاسي نه شي او د طالبانو د ځپلو او سزا ورکولو لپاره نورې لارې هم شته.

میاخیل: د کرېکټ مخالفت د ځینو حلقو له خوا د ښځو د حقوقونو په نوم تجارت او افراطي اجنډا ده

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۸:۲۸ GMT+۰

د جمهوري نظام د ملي دفاع پخوانی سرپرست وزیر شاه محمود میاخېل وایي، د کرېکټ مخالفت د ځینو حلقو له خوا د ښځو د حقوقونو په نوم تجارت او افراطي اجندا تقویه کول دي. هغه زیاته کړې، چې د دوی او طالبانو تر منځ هېڅ فرق نشته.

هغه وایي، د طالبانو سره د افغانانو مخالفت د هغوي د کړنو په اساس دی. هغه کسان چې د خپلو پروژوي او افراطي ګټو لپاره د ښځو د پاک پړوني لاندې ځانونه پټوي، څومره چې د طالبانو مخالف یوو د دوی هم یوو.

ښاغلي میاخیل د پنجشنبې په ورځ پر اېکس پاڼې کاږلي: «قومي، سمتي مدني، مذهبي، ژبني او سیاسي ټیکه داران د خپلو پروژوي او افراطي ګټو لپاره د ښځو د پاک پړوني لاندې ځانونه پټوي، مونږ به یې همدومره مخالف یو لکه چې د طالبانو مخالف یو.»

هغه زیاته کړه: «د ښځو د څادر (پړوني) تر سوري لاندې قومي، ژبني او سمتي اجندا مخکې کول هماغومره ظلم او جنایت دی چې طالبانو دغه پړوني لاندې ځانونه پټول او اوس یې د ښځو په حقه حقوقو بندیزونه لګولي دي.»

د میاخیل په وینا، افراط قوم، سمت ژبه او مذهب نه پیژني، افغانان باید له هر هغه کس سره چې افراط کوي او افراطي اجنداوې تقویه کوي، مخالفت وکړي.

میاخیل دا څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې څو ورځې وړاندې له ۱۶۰ ډېرو بریتانیايي سیاستوالو د بریتانیا او ویلز کرېکټ بورډ ته یو لیک لاسلیک کړ، چې په کې د فبروري پر ۲۶مه په لاهور کې د افغانستان پر وړاندې د یاد هېواد د لوبې د لغوه کېدو غوښتنه شوې وه.

خو د یادو سیاستوالو په ځواب کې د بریتانیا او ویلز د کرکټ بورډ اجراییوي رییس ریچارډ ګولډ وویل چې دوی له افغانستان سره لوبه کوي.

بل خوا، د سویلي افریقا د ورزش وزیر ګیتون مکینزي، په ​​پاکستان کې د اتلانو جام سیالیو کې له افغانستان سره د لوبو د لغو کولو د غوښتنو ملاتړ کړی. مګر تر اوسه د سوېلي افریقا کرېکټ بورډ له افغانستان سره د لوبو د لغو کېدو په اړه د یاد هېواد د ورزش د وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

د شمالي ایرلنډ پخوانۍ لومړۍ وزیرې بارونس ارلن فوسټر هم د بریتانیا د نارینه وو د کرېکټ له لوبډلې وغوښتل، چې د افغانستان پر وړاندې ونه لوبیږي.

دغو کسانو د طالبانو د رژیم له خوا پر افغان ښځو د ظلمونو له امله د افغانستان د کرېکټ د ټیم د تحریم غوښتنه کړې ده.

همدا راز، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیراحمد فایق د افغان کرېکټ ملي لوبډلې په ملاتړ ویلي، چې ورزش باید سیاسي نه شي او د طالبانو د ځپلو او سزا ورکولو لپاره نورې لارې هم شته.

امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د اقتصاد وزير سره د سوداګرۍ پر زياتوالي‌ غږېدلی

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت وایي، چې امیرخان متقي د متحده عربي‌اماراتو د اقتصاد له وزير سره په ليدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزيټ پر پراختیا خبرې کړې دي. طالبانو ويلي، چې د اماراتو د اقتصاد وزير عبدالله بن طوق المري هم د سوداګرۍ په پراختیا کې لېوالتیا ښودلې.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ويلي، چې متحده عربي اماراتو ته د متقي‌ په مشرۍ تللي پلاوي‌ د دغه هېواد د اقتصاد له وزير عبدالله بن طوق المري سره ليدلي.

د طالبانو په اعلاميه کې راغلي، چې په دې ناسته کې د کانونو د استخراج، د کرنې میکانیزه کولو، زراعتي محصولاتو ته د بازار موندنې، په سوداګرۍ کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو، اماراتو ته دافغان کارګرانو ته د لېږد، د بانکي اړیکو عادي‌کولو او ورته نورو اقتصادي‌ موضوعاتو په اړه خبرې اترې شوې دي.

طالبان زياتوي، چې دواړو لوریو د موضوعاتو د تعقیب او تطبیق لپاره د تخنيکي ډلو د جوړېدو ژمنې وکړې.

تخنيکي ډلې به د دواړو هېوادونو د اقتصادي اړيکو پر پياوړتیا کار کوي.

پرون د چارشنبې په ورځ امیرخان متقي د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو له وزير سره په ليدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو، اقتصادي همکاريو او سیمه ييزو مسایلو بحث کړی.

طالبانو ویلي، چې په ناسته کې د سوداګرۍ پر زياتوالي هم خبرې شوې دي.

مولوي کبیر د طالبانو د کډوالو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۶ GMT+۰

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې ددې ډلې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ټاکلی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه پر خپل ایکس ولیکل، چې د رییس الوزرا مخکینی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ټاکل شوی.

مولوي هبت الله نوموړي ته په دې دنده کې د شریعت په رڼا کې د چارو توفیق غوښتی دی.

له دې وړاندې ددغه وزارت سرپرست وزیر د حقاني شبکې غړی او د سراج الدین حقاني تره خلیل الرحمن حقاني و، چې داعش په یوه ځانمرګي برید کې وواژه.

د سوېلي افریقا د ورزش وزیر له افغانستان سره د لوبو لغو کېدو غوښتنه کړې ده

۲۰ مرغومی ۱۴۰۳ - ۹ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۰۳ GMT+۰

د سویلي افریقا د ورزش وزیر ګیتون مکینزي وايي، په ​​پاکستان کې د اتلانو جام سیالیو کې له افغانستان سره د لوبو د لغو کولو د غوښتنو ملاتړ کوي.

د سوېلي افریقا د ورزش وزیر له افغانستان کرکټ لوبډلې سره د لوبو د لغو کېدو غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې د سوېلي افریقا د کرکټ لوبډله راتلونکې میاشت په اتلانو جام سیالیو کې له افغانستان سره په یوه ګروپ کې لوبیږي.

د اتلانو جام لوبو د مهالوېش له مخې ټاکل شوې ده، چې د سوېلي افریقا د کرکت ملي لوبډله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د فبروري پر ۲۱مه د پاکستان په کراچۍ ښار کې مخامخ شي. د سوېلي افریقا د ورزش وزیر ګیتون میکنزي د پنجشنبې په ورځ وویل:«د سویلي افریقا د کرکټ فدراسیونونه، د نورو هیوادونو فدراسیونونه او د کرکټ نړیواله شورا باید د هغه پیغام په اړه په دقت سره فکر وکړي چې غواړي د کرکټ لوبه نړۍ ته او په ځانګړې توګه د سپورت په ډګر کې تر ښځو ورسوي».

نوموړی زیاتوي:« زه د ورزش د وزیر په توګه وروستۍ پرېکړه نه شم کولی، چې سوېلي افریقا باید د افغانستان پر وړاندې د کرېکټ لوبو ته درناوی وکړي او که نه. او که دا پرېکړه زما په خوښه وای، نو داسې به نه وای شوي.»

میکنزي ویلي، چې دغه غوښتنه یې په افغانستان کې د بشري تبعیض په غبرګون کې کړې ده.

هغه زیاتوي، «د یوه انسان په توګه او د یوه داسې نسل د غړي په توګه چې د تبعیض پر مهال مو د ورزش فرصتونو ته مساوي لاسرسی نه درلود، نن ورځ په داسې حال کې چې د نړې په هر ځای کې ورته چلند کیږي، دا به منافقت او غیر اخلاقي وي».

تر اوسه د سوېلي افریقا کرکټ بورډ له افغانستان سره د لوبو د لغو کېدو په اړه د یاد هېواد د ورزش د وزیر د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

څو ورځې وړاندې له ۱۶۰ ډیرو برېتانیايي سیاستوالو د بریټانیا او ویلز کرکټ بورډ ته یو لیک لاسلیک کړ، چې پکې د فبروري پر ۲۶مه په لاهور کې د افغانستان پر وړاندې د یاد هېواد د لوبې د لغو کېد غوښتنه شوې ده.

خو د یادو سیاستوالو په ځواب کې د برېټانیا او ویلز د کرکټ بورډ اجرایوي رییس ریچارډ ګولډ وویل چې دوی له افغانستان سره لوبه کوي.

د اسټرالیا لوبډله هم د فبروي پر ۲۸مه په لاهور کې له افغان کرکټ لوبدلې سره مخامخ کیږي.

د دغه هېواد کرکټ بورډ د تیر کال په مارچ میاشت کې د افغانستان پر وړاندې د شل اوریزو لوبو لړۍ په افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو په غبرګون کې وځنډوله، خو په جون میاشت کې یې په نړیوال جام کې له افغانستان سره لوبه وکړه.