مولوي کبیر د طالبانو د کډوالو چارو وزارت سرپرست وټاکل شو

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې ددې ډلې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ټاکلی.

د طالبانو مشر مولوي هبت الله اخوندزاده د یوه فرمان له مخې ددې ډلې د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست ټاکلی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد نن پنجشنبه پر خپل ایکس ولیکل، چې د رییس الوزرا مخکینی سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر ټاکل شوی.
مولوي هبت الله نوموړي ته په دې دنده کې د شریعت په رڼا کې د چارو توفیق غوښتی دی.
له دې وړاندې ددغه وزارت سرپرست وزیر د حقاني شبکې غړی او د سراج الدین حقاني تره خلیل الرحمن حقاني و، چې داعش په یوه ځانمرګي برید کې وواژه.


له کندهار څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالب چارواکي ۲۴ ساعته له بریښنا استفاده کوي، خو عام خلک په یوه شپه او ورځ کې یوازې یو ساعت بریښنا لري. د کندهار د بریښنا ریاست سرچیني مني، چې د لوړ پوړو چارواکو کورونو ته یې د بریښنا ځانګړي ټرانسفارمرونه لګولي دي.
د کندهار ښار اوسیدونکي وايي، د بریښنا نه لرلو له امله د ژمي دغه سخت موسم یې ستونزې نورې هم زیاتې کړې دي.
د کندهار ښار د څلورمې ناحیې اوسیدونکي احمدشاه له افغانستان انټرنشنل ـ پښتو سره په خبرو کې وویل چې په ۲۴ ساعتونو کې یو ساعت بریښنا لري، « هغه هم د شپې ۱۲ بجې زموږ د برېښنا نوبت رسیږي. دا نو د ښار زړه دی، د شپې پر ۱۲ بجې برق راځي، دومره کوم چې د خپل کور د اوبو لوښي ډک کړم، نور برق بېرته قطع کیږي.»
د برېښنا د پرچاوۍ دغه ستونزه له تېرې میاشتې راهیسې ډیره شوې ده، خو تردې وړاندې هم د ښار اوسیدونکو ته په ۲۴ ساعتونو کې له شپږ و تر اتو ساعتونو برېښنا ورکول کیده.
د کندهار د دویمې حوزي اوسیدونکی بلال اغا چې کور یې د ملا هبت الله له استوګنځي څخه په کابو یو کیلومترۍ کې واقع دی، ادعا کوي، چې ځینو کورونو ته د برېښنا ریاست له لوري د برېښنا د لیږد ځانګړي مزي لګول شوي. هغه زیاتوي، «زه یې وینم ځینې کورونه برق لري، خو ډير بیا برق نه لري، کله چې د شپې ناوخته برق راشي موږ هغه وخت ویده یو، بیا د ورځې مجبوره یم چې د څښلو لپاره اوبه په پيسو رانیسم.»
په کندهار کې د برېښنا د پرچاوۍ ستونزه د اوړي په موسم کې هم وي او د ښار خلکو ته په نوبتي شکل په ۲۴ ساعتونو کې یوازې د څو ساعتونو لپاره برېښنا ورکول کیږي.
د عبدالغفار په نوم د کندهار ښار یوه بل اوسیدونکي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل، « په کندهار کې عدالت نشته، د ملا او هغه کس چې ټوپک او منصب لري کورنۍ ۲۴ ساعته بریښنا لري او زما اولادونه په تاریکه کې ناست وي. هغه زیاتوي، «دا څنګه عدالت شو، دا څنګه انصاف شو، چې غټ طالبان دې ټوله ورځ و شپه برق ولري او موږ دې یې یا هیڅ نه لرو او یا یو ساعت لرو.»
د کندهار ښار اوسیدونکې وايي، د اقتصادي ستونزو له امله نشي کولی چې په کورونو کې د لمریزې بریښنا سیسټم فعال کړي او حاکم چارواکي هم د دغه ښار د برېښنا نه لرلو ستونزو حل ته پاملرنه نه کوي.
د کندهار برېښنا ریاست څخه دوو بېلا بېلو سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د کندهار ولایت ډیرو چارواکو کورونو ته د برېښنا ریاست له لوري ځانګړي ټرانسفارمرونه نصب شوي او هغوی په خپلو کورونو کې لږ ترلږه په ۲۴ ساعتونو کې ۲۲ ساعته برېښنا لري.
دغه سرچیني وايي:«عینو مېنه، ولایت، د منډیګک ماڼۍ، امنیه قوماندانۍ، محکمه او فرقې ته ځانګړي لینونه تړل شوي دي، چې باید ۲۴ ساعته برق ولري. په دغو مسیرونو کې د ډیرو مشرانو کورونه دي، بیا له دې لینونو څخه د هغوی کورونو ته هم جلا ټرانسفارمرونه مو نصب کړي دي چې هغوی هم باید برق ولري».
د معلوماتو له مخې، د طالبانو د وزیرانو، والیانو او امنیه قوماندانانو په ګډون د ډیری چارواکو کورونه په عینومېنه کې دي او د هغوی کورونو ته د برېښنا ریاست له لوري ۲۴ ساعته برېښنا ورکول کیږي.
د کندهار او هلمند ولایتونو لپاره د برېښنا اصلي سرچینې د کجکي د بند او ۵۰ میګاواټه لمریزه برېښنا ده.
د کجکي د برېښنا د تولید فابریکه د ۱۵۰ میګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري خو اوس یې د تولید کچه کمه ده.
همدارنګه ۵۰ میګاواټه لمریزه برېښنا د کارولو لپاره یوې بلې سرچینې ته اړتیا لري، خو په عمومي شبکه کې د کافي برېښنا د نشتوالي له امله دغه لمریزه بریښنا په سمه توګه تولید نه لري.

د ۲۰۱۲م کال په نومبر میاشت کې متحدو ایالتونو د هلمند لپاره د طالبانو نومول شوی والي محمد نعیم بړېڅ په جنوب کې د مخدره موادو تر ټولو ستر قاچاقبر بللی و او ویلي یې وو، چې بړېڅ په هلمند ولایت کې د تاریاکو په تولید او له دغه ولایت څخه بهر ته د هیرویینو په قاچاق کې مهمه ونډه لري.
په کندهار کې، حاجي ګل محمد بړیچ، چې په محمد نعیم بړیڅ مشهور دی، د ایران لپاره د طالبانو په ډله کې یوه اغیزناکه څېره بلل کېږي. بړېڅ چې په نعیم بړېڅ مشهور دی، په ۱۹۶۹م کال د هلمند ولایت په ګرمسېر ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خټه پښتون بړېڅ دی.
نوموړی د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پر مهال د قومونو او قبایلو چارو مرستیال وزیر او ورپسې د ملکي هوايي چلند د مرستیال وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.
په ۲۰۰۱ م کال کې د طالبانو رژیم له نسکورېدو وروسته هغه د کندهار له لارې کوېټې ته لاړ او هلته یې صرافي پیل کړه، چې له لنډې مودې وروسته پرې پاکستاني پولیسو چاپه ووهله. نعیم بړېڅ په ۲۰۰۲ کال کې د پاکستاني پولیسو له خوا د تورو پېسو د سپینولو په تور ونیول شو خو له دوو اونیو زندان وروسته بېرته خوشې شو او له خپلې مشرې مېرمنې سره ایران ته لاړ. له لنډې مودې وروسته بېرته کوېټې ته وګرځېد او هلته د طالبانو د پوځي کمېسیون غړی وټاکل شو.
محمد نعیم بړېڅ په هلمند کې د ګردي ځنګل شورا جوړه کړه او وروسته د هلمند لپاره د طالبانو والي وګومارل شو. نوموړی په سیمه ییزه کچه د ډالرو قاچاقبر یادېده او د افغانستان له جنوبي ولایاتو څخه یې ایران ته د تورو پېسو د قاچاق دنده هم ترسره کوله.
نعیم بړېڅ په بهرامچه کې د مخدره توکو فابرېکې لرلې، چې په ۲۰۰۹م کال کې یې پر فابریکو بمبارد وشو او د نوموړي د تره زوی پکې ووژل شو.
د منځني ختیځ د څېړنو انسټیټیوټ د انټرپول په حواله ویلي چې نعیم بړېڅ د «راحت ټرېډیننګ کمپنۍ» په نوم د ملګرو ملتونو تر بندیز لاندې پیسې د تبادلې شرکت څخه کار اخیستی.
هغه د افغانستان د جمهوري دولت له سقوط وړاندې د لویدیځې حوزې لپاره د طالبانو نظامي مسوول و او د افغان امنیتي ځواکونو پر وړاندې یې سختې جګړې کړې دي.
نعیم بړېڅ یو له هغو طالب قوماندانانو څخه و، چې د ملا اختر محمد منصور د مشرۍ لپاره یې ګڼ طالب قوماندانانو ته جرګې لېږلې وې او د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر محمد منصور له نږدې دوستانو څخه ګڼل کېده.
د ۲۰۱۲م کال په نومبر میاشت کې متحدو ایالتونو په هلمند کې د طالبانو یاد والي محمد نعیم بړېڅ د افغانستان په جنوب کې د مخدره موادو تر ټولو ستر قاچاقبر بللی و او ویلي یې و، چې بړېڅ په هلمند ولایت کې د تاریاکو په تولید او له دغه ولایت څخه بهر ته د هیرویینو په قاچاق کې مهمه ونډه لري.
امریکا ویلي و، چې قوماندان بړېڅ په هلمند کې د طالبانو مشر دی او د پاکستان او ایران له لارې د مخدره موادو د قاچاق امکانات برابروي.
د امریکا حکومت د مخدره موادو د قاچاق د مشرانو د نوملړ قانون (Kingpin Act) له مخې، حاجي ګل محمد (نعیم) بړیڅ په دې تور نومول شوی و، چې د طالبانو او ایران ترمنځ اړیکې یې تنظیمولې.نوموړی د ملګرو ملتونو د بندیزونو په نوملړ کې هم شامل دی.
ملا نعیم بړېڅ درې مېرمنې لري چې په کابل، ننګرهار او هلمند کې اوسیږي او د راپورونو له مخې د نوموړي دویمه مېرمن د ایران بلوڅه ده.
بشپړ څېړنیز راپور:

د ۲۰۱۰ کال په مارچ کې د ایران د سپاه پاسداران مامورانو د افغانستان د زابل ولایت په سرحد کې د القاعدې شبکې جګپوړی غړی سیف العدل چې د ایمن الظواهري له مرګ وروسته یې د دې شبکې مشري پرغاړه واخسته، د خپل یوه اسیر ډېپلوماټ حشمت عطار زاده نیاکی په بدل کې حقاني شبکې ته وسپاره.
د تبادلې په مذاکراتو کې د طالبانو جګپوړي قوماندان عبدالقیوم ذاکر ټاکونکی رول درلود.
د طالبانو دغه چارواکی القاعدې ته خورا نږدې کس ګڼل کیږي.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د القاعدې پخواني مشر ایمن الظواهري د افغانستان د جمهوري نظام له سقوط وړاندې عبدالقیوم ذاکر ته ۱۵۰ موټر وپېرل چې له هغه سره یې د جګړې په شدت او د سیمو په نیولو کې زیاته مرسته وکړه.
ذاکر، چې په سخت دریځۍ او نظامي پوهې مشهور دی، د طالبانو د بیا راپورته کېدو په برخه کې مهم رول لوبولی. هغه په ۱۹۷۲ کال کې د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې زېږېدلی او په قوم علیزی دی.
ذاکر د واک ترلاسه کولو لپاره په یوه پېچلي مسیر کې سفر کړی. په دې کې په ګوانتانامو کې د هغه بندي کېدل هم شامل دي.
پر کابل د طالبانو له ولکې وروسته نوموړي د طالبانو د دفاع وزارت د مرستیال په توګه دنده پیل کړه. هغه په کندهار کې د ملا هبت الله د امنیتي شورا منشي دی، خو د طالبانو د دفاع وزیر ملا یعقوب د دې شورا غړی دی.
ذاکر د پنجشیر او بغلان لپاره د طالبانو د ضد عناصرو د ځپلو ځانګړی قوماندان هم دی او له دغو سیمو یې د څار مسوولیت درلود. نوموړی د طالبانو په هغو قوماندانانو کې راځي، چې د ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر۱۵مه نېټه ولسمشرۍ ماڼۍ ته ننوت او د پخواني ولسمشر پر څوکۍ کېناست.
نوموړی د طالبانو په لومړۍ دوره کې د شمال جبهې قوماندان و او د طالبانو له سرسختو نظامي مشرانو ګڼل کیږي.
هغه د۲۰۰۱ کال د دسمبر په میاشت کې په مزار شریف ښار کې د عبدالرشید دوستم اړوندو ځواکونو سره سخته جګړه وکړه او په پای کې نوموړي ته تسلیم شو. قیوم ذاکر وروسته امریکایي ځواکونو ته وسپارل شو او د ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو. په ۲۰۰۳ میلادي کال کې د هغه کورنۍ د ایران د زاهدان د زېبا شهر په نوم یوې سیمې ته انتقال شوه او درې واړې مېرمنې یې په همغه ځای کې له اولادونو، ورور او شپږو اوښیو سره اوسېدې.
نوموړی په ۲۰۰۷ کال کې د کابل پلچرخي زندان ته ولېږدول شو او په ۲۰۰۸ کال کې بېرته خوشې شو. ذاکر لومړی هلمند او بیا له هلمند څخه کوېټې ته لاړ او له هغه ځایه زاهدان ته لاړ.له خوشې کېدو سره سم قیوم ذاکر بېرته د طالبانو لیکو ته ور وګرځېد او د طالبانو د پوځي کمېسیون د غړي په توګه یې دنده پیل کړه.
په ۲۰۰۹ م کال کې قیوم ذاکر د سستان بلوچستان په اشار نومې سیمه کې د خالد بن ولید په نوم دیني مدرسه جوړه کړه، چې د هلمند، زابل، نېمروز او فراه یو شمېر ځوانانو ته پکې پر دیني زده کړو سربېره جنګي روزنه ورکول کېده.
د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت یوه پخواني رییس افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وویل، «دغه مدرسه د ایران د جمهوري دولت په مستقیمې همکارۍ جوړه شوې وه او دوی په ۲۰۱۱میلادي کال کې د یادې مدرسې په تړاو معلومات خپاره کړي وو او د اطلاعاتو مشترک مرکز پرې خبر و».
د خالد بن ولید مدرسه په ۲۰۱۷م کال کې له منځه لاړه.
په ۲۰۱۰ کال کې قیوم ذاکر د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر وټاکل شو او پوره څلور کاله یې یاده دنده پر مخ یوړه او وروسته په داخلي کړیو کې له اختلافاتو سره مخ شو او ورپسې د قیوم ذاکر نږدې ملګری ابراهیم صدر د پوځي کمېسیون مشر وټاکل شو.
قیوم ذاکر له جمهوري دولت سره د طالبانو د جګړې پر مهال د جنوبي ولایتونو، په ځانګړې توګه د هلمند او نیمروز مسوولیت پر غاړه درلود.
پر نوموړي د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک سره د اړیکو کره راپورونه موجود وو او د امریکايي ځواکونو له لوري یې د بیا نیولو څارنه کېده. د افغانستان د پخواني جمهوري دولت د ملي امنیت ادارې په ۲۰۱۵ کال کې معلومات خپاره کړل چې له مخې یې نوموړي د سپاه پاسداران له قدس ځواک سره غښتلې اړیکې لرلې.
مولوي قیوم ذاکر د ملاعمر د مړینې له اعلان وروسته تر ډېر وخته د ملااخترمحمد منصور د مشرۍ مخالف و. د القاعدې د هغه وخت مشر ایمن الظواهري او سیف العدل غوښتل چېد ملا محمد عمر د مرګ له اعلان وروسته مولوي قیوم ذاکر یا بل داسې کس وټاکل شي، چې په نړیوال جهاد باور ولري او له دوی سره ښه روابط ولري. قیوم ذاکر وروسته له ملا اختر محمد منصور سره خپل بیعت اعلان کړ او د جمهوري دولت د سولې پروسې کلک مخالفت یې کاوه.
نوموړی په هلمند او نېمروز کې د اختر محمد منصور د مخدره توکو د قاچاق د کاروبار شریک بلل کېده.
پر قیوم ذاکر پر انساني قاچاق سربېره د پېسو د قاچاق تور هم دی، چې له جمهوري دولت سره د جګړې پر مهال یې ډلې په هلمند او نېمروز ولایتونو کې انسانان تښتول او د ډالرو قاچاق یې کاوه.
دغه طالب قوماندان څلور مېرمنې لري چې دا مهال یې کورنۍ په کابل، هلمند او پنجشېر کې اوسیږي.
د طالبانو دا جنګي قوماندان چې دا مهال د دفاع وزارت مرستیال او د امنیتي شورا منشي دی، د ایران اسلامي جمهوري دولت ته یو له ټولو نږدې شخص بلل کیږي.
بشپړ څېړنیز راپور:

د افغانستان انټرنشنل او ایران انټرنشنل د موندنو له مخې، په هغو څېرو کې، چې د ایران لپاره د پوځي ځواک او سیمهییز نفوذ ګډ تصویر وړاندې کوي، یو ملا محمد ابراهیم صدر دی.
د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ دا پښتون الکوزی قوماندان د طالبانو د یوه نظامي ستراتیژست په توګه مشهور دی او اغېز یې یوازې د افغانستان تر پولو محدود نه دی.
ملا محمد ابراهیم صدر په ۱۹۵۹ کال کې د هلمند په سنګین کې په یوه مذهبي کورنۍ کې زیږېدلی. هغه د اسلامي زده کړو په رڼا کې د خپل پلار، چې د جامع مسجد ملا و، تر سیوري لاندې ستر شوی، خو ډېر ژر یې د طالبانو د نظامي مشرانو په لومړي کتار کې ځان ثابت کړ او د دوی د لومړۍ واکمنۍ پر مهال یې د دفاع وزارت د مرستیال په توګه مهم پوځي عملیات رهبري کړل. ایران ته د هغه ارزښت له دې اړخه هم مهم دی، چې د مولوي هبت الله اخوندزاده له خوا د جوړې شوې امنیتي شورا رییس او د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال دی، خو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په امنیتي شورا کې دده تر لاس لاندې د شورا غړی دی. په بله وینا، کله چې خبره کندهار ته ځي، مرستیال د وزیر مشر دی.
ابراهیم صدر د طالبانو د لومړنۍ واکمنۍ پرمهال ددفاع وزارت لومړی مرستیال و او له متحدې جبهې سره یې، چې هغه مهال د ایران له پوځي او وسله وال ملاتړه برخمنه وه، د یوشمېر جګړو مشري پرغاړه درلوده.
د ایران له استخباراتو سره د ابراهیم صدر اړیکې ۲۰۰۱ کال ته ور ګرځي؛ هغه مهال چې طالبان د امریکا متحده ایالتونو د بریدونو له امله مات شول او ده مشهد او بیا زاهدان او د جنوبي خراسان خوسف ته پناه یووړه. له ۲۰۰۵ کال وروسته صدر له له خپل ناسکه ورور مولوي اقا جان (دویم نوم دی) سره د کوېټې له لارې پاکستان او بیا پېښور ته لاړ، چې په قبایلي سیمه جمرود کې اوسېده او هلته یې په غونډي سیمه کې د «باب الجهاد» په نوم یوه مدرسه جوړه کړه او بیا یې په پېښور کې د طالبانو د نظامي کمېسیون مشري پر غاړه واخېسته.
له ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۰ کال پورې ابراهیم صدر د طالبانو د نظامي کمېسیون مشر و. دغه پوسټ هغه ته د هلمند ولایت د جګړو مشري ورکړه چې له افغان حکومت سره یې سخت او خونړي جنګونه وکړل. د هغه هڅې او ستراتیژۍ، چې په لوړه کچه د ایران له ملاتړ سره تړلې وې، په هلمند کې د طالبانو له نظامي بري سره ډېره مرسته وکړه. طالبانو ته یوې نږدې سرچینې وویل: «ابراهیم صدر یوازې یو قوماندان نه دی؛ بلکې هغه د طالبانو د نظامي بیا جوړونې مهمه مهره ده».
د ابراهیم صدر او ایران اړیکې یوازې اېډیالوژیکې نه دي. ایران هغه ته د پیاوړتیا لپاره سیستماتیک مالي ملاتړ، روزنه او امنیتي اسانتیاوې ور کړې. یوه سرچینه چې د ایران له امنیتي عملیاتو سره بلد ه ده وايي، «ایران صدر ته د ستراتیژیک ملګري په سترګه ګوري، په ځانګړې توګه د هغه رول ته په پام چې په طالبانو کې د نظامي عملیاتو او امنیتي شورا مشر پاتې دی».
په ۲۰۰۸ کال کې، ابراهیم صدر په ایران کې د سیستان بلوچستان په نصرت اباد کې یوه مذهبي مدرسه جوړه کړه چې په حقیقت کې د وسله والو د روزنې مرکز و. یوه پخواني استخباراتي چارواکي له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، «دا مدرسه یو پټ عملیاتي-استخباراتي مرکز و، چې ایران یې مالي او لوژستیکي ملاتړ کاوه. هدف یې دا و چې د افغانستان او ایران په ګډو پولو کې خپل حضور ډېر کړي او ایران ته د امریکا د نفوذ خپرېدو مخه ونیسي».
په دې مدرسه کې د هلمند، غزني، زابل او کندهار یو شمېر طالبانو ته روزنه ورکول کېده او د ۲۰۱۷ کال د مارچ پر ۱۹مه په یاده مدرسه کې چاودنه وشوه چې له امله یې ۱۱ طالبان ووژل شول. له چاودنې وروسته یاده مدرسه وتړل شوه او پر ځای یې د سیستان بلوچستان په خواجه مسک کې بله مدرسه پرانیسته چې تر ۲۰۲۱ کال پورې یې فعالیت درلود.
د یو شمېر رپوټونو له مخې، پر ابراهیم صدر د امریکا له بندیزونو اوپه ( مدرسه العمریه) کې له چاودنې وروسته ایراني چارواکو موافقه وکړه چې ابراهیم صدر ته مالي ملاتړ او لا ډېر امکانات برابر کړي، څو د دې اړیکو څرک ایران ته ونه رسېږي.
د همدې پالیسۍ پر بنسټ، د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ د جمرود په غونډي او ایران دواړو سیمو کې د صدر ابراهیم مدرسو ته په منظم ډول د ایران مرستې رسېدلې او ایراني روزونکو د طالبانو د جنګي وړتیاوو پر لوړولو کار کاوه.
کله چې ددې مرستو په تړاو د افغانستان د ملي امنیت ادارې یو مخکینی چارواکی وپوښتل شو، دا مرستې یې تایید کړې، « طالبانو ته په دغو کلونو کې ایرانۍ وسلې راتلې، چې په هغو کې سازبرناو ټوپک هم شامل وو. دغه ټوپک کورمې اجنسۍ ته هم تلل، چې هلته د پاکستاني طالبانو او د ایران تر ملاتړ لاندې شیعه پښتنو ترمنځ وخته ناوخته جګړې وې».
د صدر شخصي ژوند د هغه له سیاسي او پوځي فعالیتونو سره تړلی دی. دواړه میرمنې یې تر ۲۰۲۰ کال پورې په ایران کې اوسېدې. له ۲۰۲۰ کال وروستهنوموړی د لنډې مودې لپاره په هلمند کې پاتې شوی.
خو صدر د طالبانو د نورو نظامي قوماندانانو په څېر له جنجالي تورونو هم خلاص نه دی. د مخدره توکو قاچاق، په ځانګړې توګه د هلمند او د ایران ترمنځ د پولې له لارې، د هغه د فعالیتونو یوه بله برخه ګڼل کېږي. دې تورونو د هغه شهرت ته زیان اړولی، خو په ورته وخت کې یې د طالبانو لپاره مالي سرچینې برابرې کړې.
د ۲۰۲۰ کال په جګړو کې چېابراهیم صدر ټپي شو، د درملنې لپاره ایران ته ولېږدول شو چې تر رغېدو پورې هملته اوسېده.
ملا محمد ابراهیم صدر د هلمند له سنګین څخه د طالبانو د ځواک تر مرکزونو پورې خپل نفوذ پراخ کړی. هغه نه یوازې د طالبانو نظامي عملیاترهبري کړي، بلکې له ایران سره یې د خپلې ډلې اړیکې یوه نوي پړاو ته بېولې دي، چې نن هم ددغو اړیکو سر د طالبانو تر دودیز مرکز کندهاره رسیږي. د طالبانو د اوسنۍ رهبري په اډانه کې د صدر رول د دې ډلې د نظامي ستراتیژیو او سیمه ییزو همکاریو په محور کې لاهم مرکزي پاتې دی.
بشپړ څېړنیز راپور:

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، دوی به په مناسب وخت کې له «اشغالګرو هېوادونو» څخه د افغانانو د حقونو د نقض اړوند پوښتنه وکړي. مجاهد ويلي، چې په افغانستان کې د «اشغالګرو ظلمونه او وحشتونه» پلان شوي وو.
د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي ټلویزیون د پنجشنبې په ورځ افغانستان کې د بريتانیایي سرتېرو د جنګي جنایتونو په اړه تازه خپرې شوې څېړنې ته د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد غبرګون خپور کړی.
مجاهد ويلي، چې دوی به د هغو افغانانو لپاره تاوان یا غرامت هم وغواړي، چې د «اشغالګرو» له لوري ورسره ظلم او وحشت شوی دی.
نوموړي ټينګار کړی:«اسلامي امارت به په مناسب وخت کې له اشغالګرو هېوادونو څخه د افغانانو د حقونو د نقض پوښتنه وکړي.»
د طالبانو ویاند دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې ټلګراف ورځپاڼې په خپل یوه راپور کې د یوه بریټانیايي سرتیري له قوله ویلي، چې د دغه هېواد ځانګړو ځواکونو افغانستان کې تر ۱۶ کلنو کم عمره ولسي وګړي په نښه کړي دي.
له دې وړاندې د بریټانیا ټایمز ورځپاڼې د مرغومي پر ۱۱مه د دغه هېواد د دفاع وزارت د یوه ویاند له قوله راپور ورکړی و، چې د یاد هېواد د ځانګړو ځواکونو ۹ تنه سرتېري په سوریه او یو تن په افغانستان کې د جنګي جرمونو په تور تر قانوني اښتنو پوښتنو لاندې راغلي دي.