• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نږدې ۴۴ سلنه ګډونوال باور لري چې د امریکا له بشري مرستو طالبان ګټه اخلي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۳۹ GMT+۰

د افغانستان انټرنشنل – پښتو د دوه ورځنۍ پرلیکه نظرپوښتنې پایلې ښيي، چې ۴۳.۷۵ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال په دې باور دي چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې له مرستو طالبان او هغوی ته نږدې اشخاص ګټه اخلي او ۳۲.۲ سلنه بیا په دې باور دي چې دا مرستې ولس ته رسیږي.

۱۰.۳۵ سلنه د نظرپوښتنې ګډونوال فکر کوي چې دا مرستې طالبانو او ولس ته رسیږي او ۱۳.۶۵ بیا د یادې موضوع په تړاو د نظر له ورکولو ډډه کوي.

افغانستان انټرنشنل – پښتو دغه نظرپوښتنه د فیسبوک او اېکس ټولنیزو شبکو له لارې ترسره کړې ده. په دې نظرپوښتنه کې ۲۷۶۴ نظر ورکوونکو برخه اخیستې وه، چې ۲۴۱۱ کسان یې د فیسبوک کاروونکي او ۳۵۳ کسان یې د ایکس کاروونکي وو.

100%

په فیسبوک کې د نظرپوښتنې ۴۷ سلنه ګډونوالو دا منلې چې د امریکا او نړۍوالې ټولنې له مرستو طالبان ګټه اخلي، ۳۱ سلنه یې په دې باور دي چې ولس ته رسیږي، ۸ سلنه بیا په دې نظر دي چې له مرستو طالبان او ولس دواړه ګټه اخلي خو ۱۴ سلنه ګډونوالو د نظر له ورکولو ډډه کړې ده.

په اېکس ټولنیزه شبکه کې د نظرپوښتنې ۴۰.۵ سلنه ګډونوال په دې باور دي، چې د امریکا او نړۍوالو له بشري مرستو طالبان ګټه اخلي، ۳۳.۴ سلنه ګډونوال بیا په دې نظر دي چې یادې بشري مرستې ولس ته رسیږي، ۱۲.۷ سلنه ګډونوال بیا په دې نظر دي چې له دغو مرستو طالبان او ولس ګټه اخلي او ۱۳.۳ سلنه ګډونوال بیا د نظر له ورکولو ډډه کوي.

100%

د ۱۴۰۳ کال د زمري په میاشت کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د څار ځانګړي دفتر راپور ورکړی، چې واشنګټن له ۱۴۰۰ کال راهیسې له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.

د سیګار په وینا، دغه پیسې د بشري مرستو، د کډوالو د استوګنې او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د شتمنۍ د بېرته تادیې په برخو کې لګول شوې دي.
په راپور کې ویل شوي، چې له افغانستان سره د ۱۴۰۰ کال د زمري له میاشتې څخه د ۱۴۰۳ د چنګاښ تر میاشتې له ۲۰.۷۱ میلیارده ډالرو مرستو ۲.۹۷ میلیارده یې په بشري مرستو او ودانیزو مرستو لګول شوې دي.
د سیګار په وینا، دا مرستې په څلورو برخو کې لګول شوې:« ۲.۰۲۹ میلیارده بشري مرستې، ۴۵۸ میلیونه پراختیایي او رغنیزې مرستې، ۳۱۶ میلیونه سازماني عملیات او ۱۰۰ميلیونه د امنیت په برخه کې لګول شوې دي».
خو سیګار دا نه ده روښانه کړې، چې له "سازماني عملیاتو" او "امنیت" څخه هدف څه ډول همکاري ده چې امریکا په افغانستان کې پرې پیسې لګولې دي.
د سیګار د راپور له مخې، دغه مرستې د ۲۰۲۱ کال له اکټوبر څخه د ۲۰۲۴ کال د جون تر پایه د امریکا د متحده ایالاتو د نړۍوالې همکارۍ سازمان او د ملګرو ملتونو د اړوندو بنسټونو له لارې لګول شوې دي.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې له دې چې د ولسمشر په توګه خپله دنده پیل کړي په خپله وینا کې دې مسالې ته اشاره وکړه او ویې ویل:«ایا تاسې پوهېږئ چې موږ هر کال افغانستان ته میلیاردونه ډالر ورکوو؟ ایا په دې پوهېږئ؟»
هغه د افغانستان لپاره د امریکا نږدې ۳ میلیارده ډالرو بشري مرستې ته اشاره وکړه، چې مرستندویه سازمانونو ته ورکړل شوې دي.
که څه هم واشنګټن ټینګار کړی، چې دا پیسې د بشري موخو لپاره کارول شوې، خو د کانګرس په ګډون نور نیوکه کوونکي په دې باور دي، چې د امریکا مرستې د طالبانو لاس ته لوېدلې دي.

همداراز د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو اداره "سیګار" په یو بل راپور کې وايي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته د انتقال شویو ۲.۸ میلیارده ډالرو له جملې نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر لا درکه دي.

د سیګار وروستي راپور له مخې، له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو ۲۹۳ میلیونه ډالره ښايي د طالبانو لاس ته رسیدلي وي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي مفتش "سیګار" راپور یادونه کړې، چې په افغانستان کې د امریکا د مرسته شویو پیسو تر لاسه کوونکو پنځه دفترونو څخه یوازې دریو یې اړین اسناد وړاندې کړې دي.‌

دغه رپوټ خبرداری ورکړی، چې "ښايي طالبانو د متحده ایالاتو له بشري مرستو څخه ناوړه ګټه پورته کړې وي او ښايي دا کار یې د نا دولتي ادارو په جوړولو او په دې توګه د مرستو د تر لاسه کولو له لارې کړی وي او هغه پیسې یې بیا د خپلو اهدافو لپاره کارولې وي."

سیګار د امریکا بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د مرستو د سپارلو سرچینې ومومي او دا اسناد ترلاسه کړي، چې د امریکا مرستې چا ته رسیدلې دي.

راپور یادونه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور له موندنو سره موافقه کړې او "د څېړنې اړتیا یې منلې ده."

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بیا د دغه راپور په غبرګون کې هغه ادعاوې په کلکه رد کړې دي، چې ګواکې طالبانو د امریکا مرستو کې درغلي کړې ده.

هغه وايي: «د متحده ایالاتو په ګډون مرستندویه هېوادونو د مرستو د وېش لپاره خپله معیاري کړنلار او پالیسي جوړه کړې ده. هر ډول مرستې چې له دې هېوادونو څخه تر لاسه کیږي هغه نادولتي موسسو ته سپارل کیږي چې د اړوندو مرستندویه هېوادونو له خوا اداره کیږي».

هغه زیاته کړې، چې «دا نادولتي موسسې د خپلو پالیسیو له لارې مرستې وېشي. موږ په دې پروسه کې مداخله نه کوو».

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

طالبان وايي یوه مېرمن د هغې خاوند او ماشوم یې د کراچۍ له زندان نه خوشي کړل

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۴۷ GMT+۰

په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګري وايي، راحیله او خاوند یې له خپل ماشوم زوی سره د نشه یې توکو د انتقال او په پاکستان کې د استوګنې قانوني اسنادو نه لرلو په تور د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندیان وو.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل عبدالجبار تخاری وايي، چې دغه جوړه له تېرو دوو کلو راهیسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندیان وو چې د جمعې په ورځ له زندان نه خوشې او د سپین بولدک ـ چمن له لارې هېواد ته ستانه شول.

تخاري وايي، یاده ښځه او خاوند یې د نشه یې توکو د انتقال او په پاکستان کې د اوسیدو د قانوني اسنادو نه لرلو په تور بندیان وو.

څو ورځې وړاندې په کراچۍ کې د طالبانو کونسلګرۍ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي و، چې د کراچۍ په مرکزي زندان کې یې له یادې کورنۍ سره د ژمنیو توکو مرسته کړې.

په کراچۍ کې د طالبانو کونسل وايي، په تېرو دوو کلو کې یې د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو د ښځو او ماشومانو په ګډون ۴۲۶۸ تنه افغانان خوشي کړي او هېواد ته یې لیږلي دي.

نوموړی وايي، دمګړی د پاکستان په سند ایالت کې افغانان له هیڅ ډول ستونزو سره نه مخ نه دي، خو شاوخوا ۳۵ تنه افغانان لا هم د دغه ایالت په زندانونو کې بندیان دي.

د بنګله ‌دېش انتقالي حکومت رییس: د حسینه واجد د واک پر مهال اقتصادي وده «جعلي» وه

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۳ GMT+۰

د بنګله‌دېش انتقالي حکومت رییس او د نوبل جایزې ګټونکي محمد یونس د نړیوال اقتصادي فورم په غونډه کې وویل چې د شیخ حسینه واجد د حکومت پر مهال د بنګله‌دېش لوړه اقتصادي وده جعلي وه.

محمد یونس د نړۍ پر مشرانو تور ولګاوه چې د حسینه واجد فساد ته یې هیڅکله ګوته ونه نیوله.

یونس، چې د ۲۰۰۶ کال سولې نوبل جایزه یې ګټلې وه، د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د لاریونونو په پایله کې د حسینه واجد له تېښتې وروسته د بنګله‌دېش د انتقالي حکومت رییس شو.

یونس ټینګار وکړ چې د حسینې له خوا اعلان شوې اقتصادي وده «جعلي» وه او ویې ویل چې نړۍ د دې حالت مسووله ده. یونس زیاته کړه: «هغې ادعا کوله چې زموږ د ودې کچه له ټولو لوړه ده، خو دا یوه بشپړه جعلي وده وه».

د رویټرز د رپوټ له مخې، یونس وویل چې ده ته د اقتصادي ودې پر ځای، د خلکو د ژوند کیفیت مهم دی. هغه وویل: « زه داسې اقتصاد غواړم چې د شتمنۍ د تمرکز له مفکورې ډډه وشي او د ټولنې تر ټولو ټیټ پوړي خلک پکې ښه ژوند وکړي».

د شیخ حسینې پر مهال، د بنګله‌دېش اقتصادي وده په ۲۰۱۷او ۲۰۲۸ مالي کلونو کې نږدې اته سلنې ته لوړه شوې وه، په داسې حال کې چې په ۲۰۰۹ کې د هغې د واکمنۍ په پیل کې دغه کچه پنځه سلنه وه.

یونس د هند او بنګله‌دېش د اړیکو پر ترینګلتیا خواشیني وښوده او له نوي ډیلي یې وغوښتل چې شیخ حسینه د محاکمې لپاره بیرته بنګله‌دېش ته وسپاري.

نوموړي زیاته کړه چې چین د بنګله‌دېش اوږدمهاله ملګری دی، خو له هند سره خرابې اړیکې دردوونکې دي.

نوموړي وویل: « د بنګله‌دېش او هند اړیکې باید تر ټولو قوي وي. تاسې د هند نقشه د بنګله‌دېش له نقشې پرته نه شئ رسمولای».

یونس ژمنه وکړه چې د ۲۰۲۵ کال تر پایه یا د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې به ټاکنې وکړي، خو ویې ویل چې په ټاکنو کې ګډون ته لېواله نه دی.

محمد یونس، چې د بېوزلو بانک (ګرامین بانک) بنسټګر دی، د نړۍ په کچه په بېوزلۍ له منځه وړو کې د خپلې ونډې له امله مشهور دی.

هغه او ګرامین بانک په ګډه له دې امله د نوبل جایزه وګټله چې د کوچنیو پورونو له لارې یې میلیونونه خلک له بېوزلۍ وژغورل.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر: داسې نښې نه ښکاري چې اوکراین او لویدیځ د سولې خبرو ته چمتو دي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۵:۳۴ GMT+۰

د روسیي د بهرنیو چارو وزیر وايي، د ټولو بیانونو سربیره د اوکراین او لویدیځ له خوا د سولې خبرو لپاره د چمتووالي هیڅ نښې نه ویني.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د جمعې په ورځ د قرغیزستان د بهرنیو چارو له وزیر سره له ناستې وروسته وویل، چې د اوکراین او یا لویدیځ له لوري هیڅ داسې عیني نښې نه ویني چې د سولې خبرو اترو ته چمتو وي.

لاوروف د خبریالانو د هغو پوښتنو ځواب کې چې په متني ډول ترې شوې او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په ویب پاڼه کې خپرې شوې، وویل:«سره له دې چې د سولې د خبرو اترو اړتیا په اړه خبرې مخ په ډېرېدو دي، خو په عیني ډول هیڅ عملي اقدامات نه دي شوي چې دا په ګوته کړي چې کیف او لویدیځ واقعا د خبرو لپاره چمتو دي».

لاوروف وویل، «برعکس، د اوکراین وسله والو ځواکونو ته د لویدیځ پوځي اکمالات دوام لري، په اوکراین باندې په خبرو اترو قانوني بندیز شته او د اوکرایني چارواکو د مشروعیت مساله نه ده حل شوې.»

د راپورونو له مخې، د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په تېر ډسمبر کې ویلي و، چې روسیه له اوکراین سره د خبرو اترو د پیل لپاره هیڅ شرط نه لري او د اوکراین د ولسمشر په ګډون چمتو دي چې له هر چا سره خبرې وکړي، خو نوموړي ویلي چې د زېلینسکي د ولسمشرۍ دوره تیر کال پای ته رسیدلې او د نظامي حکومت له امله وغځول شوه، باید د مسکو لپاره بیا وټاکل شي څو هغه د هر ډول تړون قانوني لاسلیک کوونکی وګڼي او ډاډ ترلاسه شي چې دغه تړون به په قانوني ډول خوندي وي.

خو کیف وايي، چې په واک کې د زیلینسکي پاتې کېدل هیڅ د پوښتنې وړ نه دي او په دې تړاو د روسیې خبرې د زیلیسنکي د واک د کمزوري کولو لپاره دي.

لاوروف وویل، چې د قرغیزستان د بهرنیو چارو له وزیر سره یې په مختلفو پلیټفارمونو کې د خپلو فعالیتونو د همغږۍ په اړه ژور بحث کړی.

هغه زیاته کړه، « موږ په مرکزي اسیا او په ټوله کې د یوریشیا په وچه کې د امنیت او ثبات د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړې. موږ له ترهګرۍ او افراطیت سره د مبارزې په برخه کې د خپلو هڅو د یوځای کولو اړتیا هم تایید کړې ده. زموږ قرغیزي ملګري سږکال د ډله ییز امنیت تړون سازمان مشري پر غاړه لري».

مولوي کبير: امنیت شورا ونه توانېده چې پر امربالمعروف قانون پرېکړې ته ورسیږي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۵۶ GMT+۰

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوی کبير په خوست کې يوې غوندې ته ویلي، چې له نړۍ سره یې اړيکې پراخې شوې او ان د امنیت په شورا کې هم ملاتړي هېوادونه لري. نوموړي ویلي، امنيت شورا په دې ونه توانېده چې د دوی د امربالمعروف قانون اړوند ګډه فیصله صادره کړي.

د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزير مولوي عبدالکبير د جمعې په ورځ په خوست کې د «جهادي مدرسې د طالبانو په فراغت غونډه» کې د تېر په څېر په تکرار وویل، چې «اسلامي امارت د تېرې دورې» خلاف د خپلو اړیکو او ديپلوماسۍ له کبله د امنیت په شورا کې ملاتړې هېوادونه لري.

هغه زياته کړې چې « د امربالمعروف قانون چې د دنیا ځينو خلکو [ورسره] حساسیتونه ښکاره کړل، لیکن امنیت شورا په دې ونه تواندېده چې د افغانستان اسلامي امارت د امربالمعروف د قانون په رابطه یوه متفقه فیصله صادره کړي.»

نوموړي د امنیت په شورا کې د خپلو ملاتړو هېوادونو چين او روسیې نومونه یاد کړل.

هغه زياته کړه، چې دغو دواړو هېوادونو د امربالمعروف قانون د افغانستان داخلي مساله ياده کړه او له همدې کبله يې یوه ګډه فيصله صادره نه کړه.

مولوي کبير وویل، چې ګاونډ، سيمې او نړۍ ته يې په پرله پسې ډول ډاډ ورکړی، چې د افغانستان خاوره به د دوی پر وړاندې نه کارول کيږي.

نوموړي له ټولو خواوو وغوښتل، چې «پر اسلامي نظام» د نیوکو پر ځای دې د دوی له ادارو سره اصلاحي نظرونه شریک کړل شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو را وروسته دې ډلې یو شمېر هېوادونو ته خپل سفيران هم معرفي کړي او له ځينو سره يې سیاسي او اقتصادي، ليدنې او تګ راتګ هم پيل کړی خو تر اوسه هيڅ هېواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان افغان فلم جوړوونکی رحیم سعیدي د زندان سړه کوټه کې ساتي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د طالبانو په زندان کې د افغان فلم جوړوونکي سید رحیم سعیدي د روغتیا په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او وايي، د زندان په یوه سړه کوټه کې د ساتلو ترڅنګ نوموړی درملو ته هم لاسرسی نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، چې افغان فلم جوړوونکی سید رحیم سعیدي ناروغه دی او د ملاډیسک او پروستات له ستونزو کړیږي خو هغه د څرخي پله زندان په یوه سړه کوټه کې ساتل کیږي او درملو ته لاسرسی نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثییق ته په یوه بریښنا لیک کې د نوموړي د روغتییا په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او لیکلي یې دې چې هغه په خپلسرې توګه نیول شوی دی.

په بریښنا لیک کې لیکل شوي:«سید رحیم سعیدي ۵۷ کلن فلم جوړوونکی دی، د خپلو مستندو فلمونو او لنډو فلمونو جوړولو له لارې یې ډیر شهرت ترلاسه کړی .سعیدي له دوو لسیزو زیات د افغانستان په ملي تلویزیون او نورو خصوصي تلویزیونونو کې کار کړی او د افغان فلم ټولنې غړی دی. سعیدي په افغانستان کې د رسنیو او د رسنیو، فلم او سینما په تولید کې ډیر کار کړی دی.»

دغه سازمان د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه د سید رحیم سعیدي د بې قید او شرطه خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له خپلسرې نیول کیدا دمخه سعیدي له انار میډیا سره کار کاوه، چې په یوټیوب کې یې شاوخوا ۱۷۰۰۰څارونکي درلودل او مختلف ټولنیز، کلتوري او مذهبي پروګرامونه یې تولید کړي وو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، سعیدي د نیول کیدو په لومړیو دریو میاشتو کې په یوه کوټه کې له نورو بندیانو څخه بیل یوازې ساتل کیده، « نوموړی وکیل ته لاسرسی نه درلود او همدارنګه د هغه د ناروغۍ لپاره اړینه روغتیا پاملرنه نه کېده او درمل نه ورکول کیدل.»

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، د سعیدي کورنۍ ته څو ځله اجازه ورکړل شوې وه چې له هغه سره وګوري خو دغه لیدنې د کړکۍ تر شا او د استخباراتو د کارکوونکو په شتون کې د ټیلیفون له لارې خبرو کولو پورې محدودې وې.

سید رحیم سعیدي د ۲۰۲۴ کال د دسمبر پر ۱۸مه د کابل په لومړۍ محکمه کې د طالبانو ضد پروپاګند خپرولو په تور په درې کاله بند محکوم شو او اوس د کابل په څرخي پله زندان کې ساتل کیږي.