• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د بښنې نړیوال سازمان: طالبان افغان فلم جوړوونکی رحیم سعیدي د زندان سړه کوټه کې ساتي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۰۰ GMT+۰

د بښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې د طالبانو په زندان کې د افغان فلم جوړوونکي سید رحیم سعیدي د روغتیا په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او وايي، د زندان په یوه سړه کوټه کې د ساتلو ترڅنګ نوموړی درملو ته هم لاسرسی نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان د جمعې په ورځ وویل، چې افغان فلم جوړوونکی سید رحیم سعیدي ناروغه دی او د ملاډیسک او پروستات له ستونزو کړیږي خو هغه د څرخي پله زندان په یوه سړه کوټه کې ساتل کیږي او درملو ته لاسرسی نه لري.

د بښنې نړیوال سازمان د طالبانو د استخباراتو عمومي رییس عبدالحق وثییق ته په یوه بریښنا لیک کې د نوموړي د روغتییا په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او لیکلي یې دې چې هغه په خپلسرې توګه نیول شوی دی.

په بریښنا لیک کې لیکل شوي:«سید رحیم سعیدي ۵۷ کلن فلم جوړوونکی دی، د خپلو مستندو فلمونو او لنډو فلمونو جوړولو له لارې یې ډیر شهرت ترلاسه کړی .سعیدي له دوو لسیزو زیات د افغانستان په ملي تلویزیون او نورو خصوصي تلویزیونونو کې کار کړی او د افغان فلم ټولنې غړی دی. سعیدي په افغانستان کې د رسنیو او د رسنیو، فلم او سینما په تولید کې ډیر کار کړی دی.»

دغه سازمان د طالبانو د استخباراتو ریاست څخه د سید رحیم سعیدي د بې قید او شرطه خوشي کېدو غوښتنه کړې ده.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، له خپلسرې نیول کیدا دمخه سعیدي له انار میډیا سره کار کاوه، چې په یوټیوب کې یې شاوخوا ۱۷۰۰۰څارونکي درلودل او مختلف ټولنیز، کلتوري او مذهبي پروګرامونه یې تولید کړي وو.

د بښنې نړیوال سازمان وايي، سعیدي د نیول کیدو په لومړیو دریو میاشتو کې په یوه کوټه کې له نورو بندیانو څخه بیل یوازې ساتل کیده، « نوموړی وکیل ته لاسرسی نه درلود او همدارنګه د هغه د ناروغۍ لپاره اړینه روغتیا پاملرنه نه کېده او درمل نه ورکول کیدل.»

د یاد سازمان د معلوماتو له مخې، د سعیدي کورنۍ ته څو ځله اجازه ورکړل شوې وه چې له هغه سره وګوري خو دغه لیدنې د کړکۍ تر شا او د استخباراتو د کارکوونکو په شتون کې د ټیلیفون له لارې خبرو کولو پورې محدودې وې.

سید رحیم سعیدي د ۲۰۲۴ کال د دسمبر پر ۱۸مه د کابل په لومړۍ محکمه کې د طالبانو ضد پروپاګند خپرولو په تور په درې کاله بند محکوم شو او اوس د کابل په څرخي پله زندان کې ساتل کیږي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

په تاجکستان کې افغان سفارت د طالب مشرانو د نیولو غوښتنې هرکلی کړی

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۴۵ GMT+۰

په تاجکستان کې د افغانستان سفارت او سیاسي استازولۍ نن د یو غونډې په ترڅ کې د جرمونو نړیوالې محکمې له هغې پرېکړې هرکلی وکړ چې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده او د طالبانو د قاضي القضات عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه یې پکې کړې ده.

په دې غونډه کې په تاجکستان کې افغان سفیر محمد ظاهر اغبر دغه پرېکړه د عدالت پر لور یو مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ چې دا پرېکړه به د طالبانو جنایتونه نړیوالو ته ښکاره کړي.

هغه وویل: «دا پرېکړه به نه یوازې طالبان نور هم منزوي کړي، بلکې د نړیوالو ادارو له خوا د هغوی د جنایتونو د لا زیاتې څېړنې او مستند کولو لپاره به لار هواره کړي».

د اغبر په وینا، که څه هم د جرمونو نړیوالې محکمې خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې، خو د طالبانو جنایتونه باید د دې ډلې د نورو غړو محاکمه کېدو ته هم لار پرانیزي.

هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل هغه کسان چې د بشري حقونو په نقض او د افغانانو پر وړاندې په جنایتونو کې لاس لري، په تور نوملړ کې شامل کړي او د خپلو اعمالو حساب ورکړي.

په دې غونډه کې د سفارت د معارف اتشې مېرمن سلطاني او نورو ښځینه ګډونوالو هم د جرمونو نړیوالې محکمې دا پرېکړه وستایله او دا یې د افغان ولس لپاره، په ځانګړي ډول د هغو ښځو لپاره چې د طالبانو تر جنسیتي تبعیض لاندې دي، یو قوي او هیله‌بښونکی پیغام وباله.

حامد کرزي یوځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانیستلو هيله کړې

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي د زده کړو نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې یوځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانیستلو هيله ښودلې. نوموړي علم او پوهه د پرديو له احتیاجه د خلاصيدو یوازینۍ لار بللې.

پخواني ولسمشر حامدکرزي د پوهنې نړيوالې ورځي په مناسبت د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه تعلیم د يوې ټولنې د پرمختګ لپاره مهم یاد کړی.

نوموړي ليکلي: «هیواد مو یوازې د علم او پوهې له لارې د پردو له احتیاجه خلاصیدای شي او په بین المللي ټولنه کې خپل وړ ځای ترلاسه کولای شي.»

پخواني ولسمشر حامدکرزي په خپلو زياتو پيغامونو، اعلاميو او ليدنو کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده کړو د مرکزونو پرانیستلو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې نجونې له ښوونځيو او لوړو زده کړو منع کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت له زده کړو د افغان نجونو او ښځو محرومیت اندېښمنوونکی بللی.

د ډونالډ ټرمپ له ګواښ وروسته د روغتیا نړیوال سازمان خپل لګښتونه او ګومارنې کموي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۰

بلومبرګ وايي، د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس هغه بریښنا لیک یې ترلاسه کړی، چې خپلو کارکوونکو ته یې پکې لیکلي:« د روغتیا نړیوال سازمان نه د امریکا وتلو ګواښ زموږ مالي وضعیت نور هم خراب کړی». هغه لیکلي چې په خپلو پلانونو کې به لګښتونه کم او موثریت ډېر کړي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښ په ځواب کې چې امریکا د روغتیا نړیوال سازمان څخه وباسي، د سازمان ګومارنې بندوي، پانګونه ځنډوي او غیر ضروري سفرونه کموي.

بلومبرګ وايي، د جنوري پر ۲۳مه یې د روغتیا نړیوال سازمان د عمومي رییس ټیډروس اډانوم غیبریوس هغه بریښنالیک یې ترلاسه کړی، چې خپلو کارکوونکو ته یې پکې د لګښتونو کمولو او چارو د اغیز یادونه کړې ده.

بلومبرګ وايي، چې د روغتیا نړیوال سازمان ویاند د بریښنا لیک اعتبار تایید کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان څخه د امریکا وتل د هغو اجرایوي فرمانونو له ډلې یو دی، چې په روانه اونۍ کې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د بیرته ستنیدو په وخت کې لاسلیک کړل.

په رپوټ کې ویل شوی چې د ټرمپ دغه ګواښ د روغتیا نړیوال سازمان له ستونزو مخ کړی دی.

امریکا له یاد سازمان سره د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۱،۳ میلیارده ډالره مرسته کړې، چې د یاد سازمان له لوري د ایډز، پولیو، ایبولا او د وژونکي ماربورګ ویروس وروستۍ خپریدا په څیر ناروغیو د مخنیوي په برخه کې لګول شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس لیکلي چې له خورا مهمو برخو پرته به ګومارنه ودروي، «د سفر لګښتونه به پام وړ کم شي، ټولې غونډې به مجازی وي. د دفترونو بیارغونه او پراختیا به هم له اړوندو پانګونو سره وځنډول شي.»

په رپوټ کې ویل شوي، چې دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان باندې نیوکه کوي. نوموړي د خپلې لومړۍ دورې په پای کې هم هڅه وکړه، چې امریکا له روغتیا سازمان څخه وباسي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس ویلي، چې اعلان شوي اقدامات جامع نه دي.

هغه زیاته کړې، « له هغو ننګونو سره د مقابلې لپاره چې موږ ورسره مخ یو، د روغتیا نړیوال سازمان په کچه پیوستون، زموږ د مالي سرچینو د ښه مدیریت لپاره ګډ مسوولیت، زموږ د غړو هیوادونو له اړتیاوو سره د سمون لپاره انعطاف او په هره کچه د حل لارو موندلو کې خلاقیت ته اړتیا ده.»

د روغتیا نړیوال سازمان له امریکا غوښتي چې پر خپله پریکړه بیا غور وکړي.

ریچارډ بینېټ د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه له بشري حقونو جدي سرغړونه وبلله

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت له زده کړو د افغان نجونو او ښځو محرومیت اندېښمنوونکی بولي.

بینېټ د جمعې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې « په دې ورځ باید هغه میلیونونه افغانې نجونې او ښځې هېرې نه کړو چې د تعلیم له حق څخه بې برخې شوې دي».

هغه د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه له بشري حقونو یوه جدي سرغړونه وبلله.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یوازینی هېواد دی چې په رسمي ډول نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

۱,۲۲۵ ورځې یا نږدې څلور کاله کېږي، چې د طالبانو حکومت له۱۲ کلونو پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

دغه بندیز، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته لګول شوی، د افغان نجونو پرمخ یې دزده کړو دروازې په بشپړه توګه تړلې دي.

د طالبانو تر راتګ وړاندې افغان نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو ته د لاسرسي په برخه کې پام وړ پرمختګونه درلودل او په سلګونو زره نجونې او ښځې ښوونځیو او پوهنتونونو ته تللې.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت مشرې روزا اوتنبايېوا نن په یوه اعلامیه کې وویل، « دا یوه لویه فاجعه او تراژیدي ده چې میلیونونه افغان نجونې د زده کړې له حق څخه بې برخې شوې دي». هغې زیاته کړه، چې هیڅ هېواد په دې توګه پرمختګ نه دی کړی چې خپل نیم وګړي بې واکه کړي او شاته یې وغورخوي.

نوموړې وویل، « ډیفکټو چارواکي [طالبان] باید دغه بندیز سملاسي لغو کړي او ټولې افغان نجونې پریږدي چې ښوونځیو ته بېرته ستنې شي».

د زده کړې نړیواله ورځ، چې هر کال د جنوري پر۲۴ نمانځل کیږي، په سوله، پرمختګ او مساوي حقونو کې د زده کړو پر رول ټینګار کوي.

یوناما وايي، د سږ کال موضوع « مصنوعي ځیرکتیا او زده‌کړه: په اوتوماتیکه نړۍ کې د بشري واک ساتل» د دې مهمې اړتیا یادونه کوي چې جنس، توکم او جغرافیا ته له کتو پرته باید د هر فرد د زده‌کړې حق ته درناوی وشي.

له راشد خان پرته؛ کرېکټ نړیوالې شورا درې افغان لوبغاړي د کال غوره لوبډله کې شامل کړي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۰

کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د یو ورځينو لوبو غوره لوبډله اعلان کړه، چې په لومړي ځل له راشدخان پرته درې افغان لوبغاړي ورته غوره شوي دي. رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر دې لوبډلې ته غوره شوي دي.

کرېکټ نړيوالې شورا د جمعې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنيو سياليو غوره لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې څلور سريلانکايي، درې افغان، درې پاکستاني او یو د ویسټ انډيز لوبغاړي غوره شوي دي.

کرېکټ نړيوالې شورا دغه لوبغاړي په یو ورځنيو لوبو کې د غوره ځليدو له کبله ټاکلي دي.

په دې لوبډله کې د هند، اسټراليا، انګلنډ، بنګله دېش، سویلي افریقا او نیوزيلنډ لوبغاړي ځکه نه دي غوره شوي، چې دغو هېوادونو په تېر کال کې لږ یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کړې.

کريکټ نړيواله شورا د هر کال په وروستيو کې د کرېکټ په ټولو فارمټونو کې غوره لوبډله اعلانوي، چې د نړۍ ستوري ورته ټاکل کيږي.