• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي یوځل بیا د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو پرانیستلو هيله کړې

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۷ GMT+۰

پخواني ولسمشر حامد کرزي د زده کړو نړيوالې ورځې په مناسبت په خپل پيغام کې یوځل بیا په افغانستان کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونو د پرانیستلو هيله ښودلې. نوموړي علم او پوهه د پرديو له احتیاجه د خلاصيدو یوازینۍ لار بللې.

پخواني ولسمشر حامدکرزي د پوهنې نړيوالې ورځي په مناسبت د جمعې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه تعلیم د يوې ټولنې د پرمختګ لپاره مهم یاد کړی.

نوموړي ليکلي: «هیواد مو یوازې د علم او پوهې له لارې د پردو له احتیاجه خلاصیدای شي او په بین المللي ټولنه کې خپل وړ ځای ترلاسه کولای شي.»

پخواني ولسمشر حامدکرزي په خپلو زياتو پيغامونو، اعلاميو او ليدنو کې په افغانستان کې د نجونو پر مخ د زده کړو د مرکزونو پرانیستلو غوښتنه کړې.

په افغانستان کې واک ته د طالبانو له بیا رسېدو وروسته دې ډلې نجونې له ښوونځيو او لوړو زده کړو منع کړې دي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ هم د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت له زده کړو د افغان نجونو او ښځو محرومیت اندېښمنوونکی بللی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

•
•
•

نور کیسې

د ډونالډ ټرمپ له ګواښ وروسته د روغتیا نړیوال سازمان خپل لګښتونه او ګومارنې کموي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۱۹ GMT+۰

بلومبرګ وايي، د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس هغه بریښنا لیک یې ترلاسه کړی، چې خپلو کارکوونکو ته یې پکې لیکلي:« د روغتیا نړیوال سازمان نه د امریکا وتلو ګواښ زموږ مالي وضعیت نور هم خراب کړی». هغه لیکلي چې په خپلو پلانونو کې به لګښتونه کم او موثریت ډېر کړي.

په دغه رپوټ کې ویل شوي، د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ګواښ په ځواب کې چې امریکا د روغتیا نړیوال سازمان څخه وباسي، د سازمان ګومارنې بندوي، پانګونه ځنډوي او غیر ضروري سفرونه کموي.

بلومبرګ وايي، د جنوري پر ۲۳مه یې د روغتیا نړیوال سازمان د عمومي رییس ټیډروس اډانوم غیبریوس هغه بریښنالیک یې ترلاسه کړی، چې خپلو کارکوونکو ته یې پکې د لګښتونو کمولو او چارو د اغیز یادونه کړې ده.

بلومبرګ وايي، چې د روغتیا نړیوال سازمان ویاند د بریښنا لیک اعتبار تایید کړی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان څخه د امریکا وتل د هغو اجرایوي فرمانونو له ډلې یو دی، چې په روانه اونۍ کې ټرمپ سپینې ماڼۍ ته د بیرته ستنیدو په وخت کې لاسلیک کړل.

په رپوټ کې ویل شوی چې د ټرمپ دغه ګواښ د روغتیا نړیوال سازمان له ستونزو مخ کړی دی.

امریکا له یاد سازمان سره د ۲۰۲۲ او ۲۰۲۳ کلونو ترمنځ ۱،۳ میلیارده ډالره مرسته کړې، چې د یاد سازمان له لوري د ایډز، پولیو، ایبولا او د وژونکي ماربورګ ویروس وروستۍ خپریدا په څیر ناروغیو د مخنیوي په برخه کې لګول شوې ده.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس لیکلي چې له خورا مهمو برخو پرته به ګومارنه ودروي، «د سفر لګښتونه به پام وړ کم شي، ټولې غونډې به مجازی وي. د دفترونو بیارغونه او پراختیا به هم له اړوندو پانګونو سره وځنډول شي.»

په رپوټ کې ویل شوي، چې دا لومړی ځل نه دی چې ټرمپ د روغتیا نړیوال سازمان باندې نیوکه کوي. نوموړي د خپلې لومړۍ دورې په پای کې هم هڅه وکړه، چې امریکا له روغتیا سازمان څخه وباسي.

د روغتیا نړیوال سازمان عمومي رییس ویلي، چې اعلان شوي اقدامات جامع نه دي.

هغه زیاته کړې، « له هغو ننګونو سره د مقابلې لپاره چې موږ ورسره مخ یو، د روغتیا نړیوال سازمان په کچه پیوستون، زموږ د مالي سرچینو د ښه مدیریت لپاره ګډ مسوولیت، زموږ د غړو هیوادونو له اړتیاوو سره د سمون لپاره انعطاف او په هره کچه د حل لارو موندلو کې خلاقیت ته اړتیا ده.»

د روغتیا نړیوال سازمان له امریکا غوښتي چې پر خپله پریکړه بیا غور وکړي.

ریچارډ بینېټ د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه له بشري حقونو جدي سرغړونه وبلله

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۶ GMT+۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بینېټ د تعلیم نړیوالې ورځې په مناسبت له زده کړو د افغان نجونو او ښځو محرومیت اندېښمنوونکی بولي.

بینېټ د جمعې په ورځ پر خپل اېکس ولیکل، چې « په دې ورځ باید هغه میلیونونه افغانې نجونې او ښځې هېرې نه کړو چې د تعلیم له حق څخه بې برخې شوې دي».

هغه د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیزونه له بشري حقونو یوه جدي سرغړونه وبلله.

د طالبانو تر واک لاندې افغانستان یوازینی هېواد دی چې په رسمي ډول نجونو ته د زده کړو اجازه نه ورکوي.

۱,۲۲۵ ورځې یا نږدې څلور کاله کېږي، چې د طالبانو حکومت له۱۲ کلونو پورته نجونو پرمخ ښوونځي تړلي دي.

دغه بندیز، چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې پر کابل د طالبانو له واکمنۍ وروسته لګول شوی، د افغان نجونو پرمخ یې دزده کړو دروازې په بشپړه توګه تړلې دي.

د طالبانو تر راتګ وړاندې افغان نجونو ښوونځيو او پوهنتونونو ته د لاسرسي په برخه کې پام وړ پرمختګونه درلودل او په سلګونو زره نجونې او ښځې ښوونځیو او پوهنتونونو ته تللې.

د ملګرو ملتونو مرستندویه ماموریت مشرې روزا اوتنبايېوا نن په یوه اعلامیه کې وویل، « دا یوه لویه فاجعه او تراژیدي ده چې میلیونونه افغان نجونې د زده کړې له حق څخه بې برخې شوې دي». هغې زیاته کړه، چې هیڅ هېواد په دې توګه پرمختګ نه دی کړی چې خپل نیم وګړي بې واکه کړي او شاته یې وغورخوي.

نوموړې وویل، « ډیفکټو چارواکي [طالبان] باید دغه بندیز سملاسي لغو کړي او ټولې افغان نجونې پریږدي چې ښوونځیو ته بېرته ستنې شي».

د زده کړې نړیواله ورځ، چې هر کال د جنوري پر۲۴ نمانځل کیږي، په سوله، پرمختګ او مساوي حقونو کې د زده کړو پر رول ټینګار کوي.

یوناما وايي، د سږ کال موضوع « مصنوعي ځیرکتیا او زده‌کړه: په اوتوماتیکه نړۍ کې د بشري واک ساتل» د دې مهمې اړتیا یادونه کوي چې جنس، توکم او جغرافیا ته له کتو پرته باید د هر فرد د زده‌کړې حق ته درناوی وشي.

له راشد خان پرته؛ کرېکټ نړیوالې شورا درې افغان لوبغاړي د کال غوره لوبډله کې شامل کړي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۱۲ GMT+۰

کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د یو ورځينو لوبو غوره لوبډله اعلان کړه، چې په لومړي ځل له راشدخان پرته درې افغان لوبغاړي ورته غوره شوي دي. رحمان الله ګربز، عظمت الله عمرزی او الله محمد غضنفر دې لوبډلې ته غوره شوي دي.

کرېکټ نړيوالې شورا د جمعې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د یو ورځنيو سياليو غوره لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې څلور سريلانکايي، درې افغان، درې پاکستاني او یو د ویسټ انډيز لوبغاړي غوره شوي دي.

کرېکټ نړيوالې شورا دغه لوبغاړي په یو ورځنيو لوبو کې د غوره ځليدو له کبله ټاکلي دي.

په دې لوبډله کې د هند، اسټراليا، انګلنډ، بنګله دېش، سویلي افریقا او نیوزيلنډ لوبغاړي ځکه نه دي غوره شوي، چې دغو هېوادونو په تېر کال کې لږ یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کړې.

کريکټ نړيواله شورا د هر کال په وروستيو کې د کرېکټ په ټولو فارمټونو کې غوره لوبډله اعلانوي، چې د نړۍ ستوري ورته ټاکل کيږي.

له افغانستان سره پر پوله تاجکستاني سرتېري په وسلو او تجهیزاتو سمبالیږي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۳۰ GMT+۰

د ډله ییز امنیت تړون سازمان په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغان- تاجک پولې د امنیتي پیاوړتیا په موخه تاجکستاني پوځیان په نویو وسلو او تجهیزاتو سمبالوي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان له افغانستان سره د پولو د ټینګښت لپاره پنځه کلن پلان پیلوي، چې د پولې تنظیم، پولې ته د وسلو او تجهیزاتو رسول، د پولې په اوږدو کې د تخنیکي تجهیزاتو ځای پرځای کول پکې شامل دي.

یورو اسیا ورځپاڼه د ډله ییز امنیت سازمان د رییس ایمانګلي تاسماګامبیټوف له خولې وايي، چې « په دغه پروګرام کې داسې مشخص اقدامات شامل دي چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان او د جنوبي سیمې امنیت ډاډمن کړي».

د یاد سازمان رییس په وروستیو کې وویل، چې له افغانستان نه د متوجه ګواښونو ددفع کولو په موخه د افغانستان او تاجکستان د پولې ټینګښت ددوی د کاري لومړیتوبونو په سر کې دی.

تاسماګامبیټوف تېره میاشت په مسکو کې یوې ناستې ته ویلي و، چې د یاد سازمان لپاره ۲۰۲۴ کال سره له دې چې له ستونزو ډک و، خو پلانونه یې په بریالیتوب پلي شوي دي.

نوموړی وايي، دوی له ملګرو ملتونو، همګټو هېوادونو او شانګهای همکارۍ سازمان سره فعاله همکاري کړې او په روسیه، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان کې یې د ګډو عملیاتو او پوځي روزنې پروګرامونه ترسره کړي دي.

تاجکستان په افغانستان کې له میشتو تاجکستاني جنګیالیو ډلو اندېښمن دی، چې له طالبانو او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو له وسله والو ډلو سره نږدې اړیکې لري.

هند غواړي تاجکستان په چابهار بندر کې پانګونې ته وهڅوي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰

تاجکستان له ایران سره خبرې اترې پیل کړې چې چابهار ستراتېژیک بندر له هند او خليجي هېوادونو سره د سوداګرۍ د لا ډېرې ودې لپاره وکاروي. تاجکستان دمګړۍ د نړۍ نورو هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي د بندر عباس له لارې لیږدوي.

دغه بندر چې د هند په مرسته جوړ شوی، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د سوداګرۍ د یوې مهمې لارې په توګه پېژندل کیږي.

تېره اونۍ د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عظیم ابراهیم او د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادقي د دغه بندر د ترانزیتي کارګو د پراختیا لپاره د همکاريو یو تړون لاسلیک کړ، چې د چارواکو په باور، دا ګام د تاجکستان د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.

چابهار : د هند د اړیکو ستراتېژۍ مهم رکن
د هند د ایکانومیک ټایمز په باور، چابهار بندر چې د ایران په سوېل ختیز کې پروت دی، د نوي ډیلي د سیمه‌ییزو اړیکو ستراتېژۍ لپاره مهم ګڼل کیږي. هند په ۲۰۲۴ کال کې له ایران سره د دغه بندر د عملیاتي چارو لپاره یو لس کلن تړون لاسلیک کړ، چې دا بندر نړیوالو بازارونو ته د منځنۍ اسیا هېوادونو د سوداګریزې دروازې په توګه مطرح کړي.

د تاجکستان لپاره، چې په وچه ایسار هېواد دی، د چابهار بندر کارول مهم فرصت دی. د ایکانومیک ټایمز په باور، تاجکستان به دغه بندر ته له دوو اصلي لارو لاسرسی ومومي؛ یا د ازبکستان او ترکمنستان له لارې او یا هم د افغانستان له لارې چې لنډه لار یې ګڼل کېږي. خو د افغانستان لاره د طالبانو له رژیم سره د دوشنبې د اړیکو د حساسیت له کبله سیاسي ستونزې لري.

سیمه‌ییز اغېز او ستراتېژیک رول
دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې تاجکستان هڅه کوي خپل جیوسیاسي اړیکې انډولیزې کړي. که څه هم دوشنبه د طالبانو په اړه محتاط دریځ لري، خو د عملي همکاریو دروازې یې تړلې نه دي، په ځانګړې توګه چې افغانستان پام وړ تاجک وګړي لري او د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهه پکې مېشته ده.

د ایکانومیک ټایمز په باور، د تاجکستان دا دریځ د اقتصادي پراختیا او د خپلو امنیتي ګټو د ساتنې ګډ هدف منعکسوي.

پر تاجکستان سربېره، د منځنۍ اسیا نور هېوادونه لکه ازبکستان او قزاقستان هم غواړي چابهار بندر د سوداګرۍ لپاره وکاروي. ازبکستان له دې وړاندې له ایران او هند سره د چابهار بندر د لا ډېرې استفادې او د شمال-جنوب نړیوال ترانسپورټ دهلیز د پراختیا لپاره د درې اړخیزې همکارۍ وړاندیز کړی و.

د شمال-جنوب کریدور (INSTC) پروژه په ۲۰۰۰ کلونو کې پیل شوه چې هدف یې د ایران له لارې د یورواسیا په کچه د مالونو د انتقال لپاره د یوې اغیزناکې او اقتصادي ترانسپورتي لارې جوړول دي.

ایکانومیک ټایمز وايي، دا پرمختګ د هند له یورواسیا ستراتېژۍ سره سمون لري. په دې وروستیو کې د هند د بهرنیو چارو سکرټر وکرم میسري د ایران له چارواکو او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د چابهار بندر د بشپړ ظرفیت کارونې په اړه خبرې کړې دي. دغه بندر د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د چین د یو سړک او یوه کمربند بدیل وړاندې کوي.

یاده ورځپاڼه وايي، کله چې تاجکستان له ایران سره خپلې خبرې اترې نورې هم پراخې کړي، د دوشنبې په سوداګریزه شبکه کې د چابهار ادغام کول به د سیمه‌ییز اتصال لپاره مهم ګام وي. د ورځپاڼې په باور، دا نه یوازې د دوشنبې او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سوداګرۍ په مرکز د چابهار بدلېدو ته هم لاره پرانیزي.