له افغانستان سره پر پوله تاجکستاني سرتېري په وسلو او تجهیزاتو سمبالیږي

د ډله ییز امنیت تړون سازمان په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغان- تاجک پولې د امنیتي پیاوړتیا په موخه تاجکستاني پوځیان په نویو وسلو او تجهیزاتو سمبالوي.

د ډله ییز امنیت تړون سازمان په روان ۲۰۲۵ کال کې د افغان- تاجک پولې د امنیتي پیاوړتیا په موخه تاجکستاني پوځیان په نویو وسلو او تجهیزاتو سمبالوي.
د ډله ییز امنیت تړون سازمان له افغانستان سره د پولو د ټینګښت لپاره پنځه کلن پلان پیلوي، چې د پولې تنظیم، پولې ته د وسلو او تجهیزاتو رسول، د پولې په اوږدو کې د تخنیکي تجهیزاتو ځای پرځای کول پکې شامل دي.
یورو اسیا ورځپاڼه د ډله ییز امنیت سازمان د رییس ایمانګلي تاسماګامبیټوف له خولې وايي، چې « په دغه پروګرام کې داسې مشخص اقدامات شامل دي چې د ډله ییز امنیت تړون سازمان او د جنوبي سیمې امنیت ډاډمن کړي».
د یاد سازمان رییس په وروستیو کې وویل، چې له افغانستان نه د متوجه ګواښونو ددفع کولو په موخه د افغانستان او تاجکستان د پولې ټینګښت ددوی د کاري لومړیتوبونو په سر کې دی.
تاسماګامبیټوف تېره میاشت په مسکو کې یوې ناستې ته ویلي و، چې د یاد سازمان لپاره ۲۰۲۴ کال سره له دې چې له ستونزو ډک و، خو پلانونه یې په بریالیتوب پلي شوي دي.
نوموړی وايي، دوی له ملګرو ملتونو، همګټو هېوادونو او شانګهای همکارۍ سازمان سره فعاله همکاري کړې او په روسیه، قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان کې یې د ګډو عملیاتو او پوځي روزنې پروګرامونه ترسره کړي دي.
تاجکستان په افغانستان کې له میشتو تاجکستاني جنګیالیو ډلو اندېښمن دی، چې له طالبانو او د منځنۍ اسیا د نورو هېوادونو له وسله والو ډلو سره نږدې اړیکې لري.


تاجکستان له ایران سره خبرې اترې پیل کړې چې چابهار ستراتېژیک بندر له هند او خليجي هېوادونو سره د سوداګرۍ د لا ډېرې ودې لپاره وکاروي. تاجکستان دمګړۍ د نړۍ نورو هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي د بندر عباس له لارې لیږدوي.
دغه بندر چې د هند په مرسته جوړ شوی، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د سوداګرۍ د یوې مهمې لارې په توګه پېژندل کیږي.
تېره اونۍ د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عظیم ابراهیم او د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادقي د دغه بندر د ترانزیتي کارګو د پراختیا لپاره د همکاريو یو تړون لاسلیک کړ، چې د چارواکو په باور، دا ګام د تاجکستان د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.
چابهار : د هند د اړیکو ستراتېژۍ مهم رکن
د هند د ایکانومیک ټایمز په باور، چابهار بندر چې د ایران په سوېل ختیز کې پروت دی، د نوي ډیلي د سیمهییزو اړیکو ستراتېژۍ لپاره مهم ګڼل کیږي. هند په ۲۰۲۴ کال کې له ایران سره د دغه بندر د عملیاتي چارو لپاره یو لس کلن تړون لاسلیک کړ، چې دا بندر نړیوالو بازارونو ته د منځنۍ اسیا هېوادونو د سوداګریزې دروازې په توګه مطرح کړي.
د تاجکستان لپاره، چې په وچه ایسار هېواد دی، د چابهار بندر کارول مهم فرصت دی. د ایکانومیک ټایمز په باور، تاجکستان به دغه بندر ته له دوو اصلي لارو لاسرسی ومومي؛ یا د ازبکستان او ترکمنستان له لارې او یا هم د افغانستان له لارې چې لنډه لار یې ګڼل کېږي. خو د افغانستان لاره د طالبانو له رژیم سره د دوشنبې د اړیکو د حساسیت له کبله سیاسي ستونزې لري.
سیمهییز اغېز او ستراتېژیک رول
دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې تاجکستان هڅه کوي خپل جیوسیاسي اړیکې انډولیزې کړي. که څه هم دوشنبه د طالبانو په اړه محتاط دریځ لري، خو د عملي همکاریو دروازې یې تړلې نه دي، په ځانګړې توګه چې افغانستان پام وړ تاجک وګړي لري او د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهه پکې مېشته ده.
د ایکانومیک ټایمز په باور، د تاجکستان دا دریځ د اقتصادي پراختیا او د خپلو امنیتي ګټو د ساتنې ګډ هدف منعکسوي.
پر تاجکستان سربېره، د منځنۍ اسیا نور هېوادونه لکه ازبکستان او قزاقستان هم غواړي چابهار بندر د سوداګرۍ لپاره وکاروي. ازبکستان له دې وړاندې له ایران او هند سره د چابهار بندر د لا ډېرې استفادې او د شمال-جنوب نړیوال ترانسپورټ دهلیز د پراختیا لپاره د درې اړخیزې همکارۍ وړاندیز کړی و.
د شمال-جنوب کریدور (INSTC) پروژه په ۲۰۰۰ کلونو کې پیل شوه چې هدف یې د ایران له لارې د یورواسیا په کچه د مالونو د انتقال لپاره د یوې اغیزناکې او اقتصادي ترانسپورتي لارې جوړول دي.
ایکانومیک ټایمز وايي، دا پرمختګ د هند له یورواسیا ستراتېژۍ سره سمون لري. په دې وروستیو کې د هند د بهرنیو چارو سکرټر وکرم میسري د ایران له چارواکو او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د چابهار بندر د بشپړ ظرفیت کارونې په اړه خبرې کړې دي. دغه بندر د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د چین د یو سړک او یوه کمربند بدیل وړاندې کوي.
یاده ورځپاڼه وايي، کله چې تاجکستان له ایران سره خپلې خبرې اترې نورې هم پراخې کړي، د دوشنبې په سوداګریزه شبکه کې د چابهار ادغام کول به د سیمهییز اتصال لپاره مهم ګام وي. د ورځپاڼې په باور، دا نه یوازې د دوشنبې او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سوداګرۍ په مرکز د چابهار بدلېدو ته هم لاره پرانیزي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ، د افغانستان په شمال کې د داعش له خوا د یوه چینایي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې د دغه برید په اړه له طالبانو د څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د یاد برید عاملینو ته باید سزا ورکړل شي.
د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه بیان کې ویلي، چینايي لوري سمدستي خپل اعتراضونه افغان لوري ته سپارلي او د پېښې د بشپړې څېړنې او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.
هغې زیاته کړه: «چین د دغه برید له امله ژور زیانمن شوی او غندي یې. موږ د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.»
دا پېښه د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان په شمال تخار ولایت کې رامنځ ته شوې وه. د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه چینايي تبعه پلان درلود چې د چینايي دفتر د مسولینو او د طالبانو له امنیتي چارواکو سره له همغږۍ پرته له خپل ژباړن سره یو نامعلوم ځای ته ولاړ شي چې له یادې پېښې سره مخ شو.
داعش ترهګرې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې وژنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.
دا دویم برید دی چې د داعش خراسان څانګه یې د طالبانو د رژیم پر مهال پر چینايي اتباعو ترسره کوي.
د ۱۴۰۱ کال د ډسمبر په میاشت کې داعش په کابل کې د چینایانو پر مېلمستون برید وکړ چې په پایله کې یې پنځه تنه ټپیان شول. له دغه پېښې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.

عبدالحکیم حقاني د طالبانو د دوو پخوانیو مشرانو ملا محمد عمر او ملا اختر منصور نږدې ملګری او د دې ډلې له بنسټګرانو څخه دی. حقاني وروسته له درېیو میاشتو چې طالبانو کابل ونیوه د هبتالله اخوندزاده په حکم د دې ډلې د حکومت قاضي القضات وټاکل شو.
حقاني په ۱۳۳۶ کال د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خټه پښتون اسحاقزی دی.
هغه د طالبانو له بنسټګرو څخه دی او د طالبانو له پیله د دې ډلې د مرکزي شورا غړی و. هغه د طالبانو د لومړي دورې حکومت په اویایمه لمریزې لسیزه څخه له لږو ژوندي پاتې مشرانو څخه دی چې لا هم د دې ډلې د مشرتابه په کچه دنده لري.
نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې په اختر منصور د امریکایي ځواکونو د هوايي برید له وژل کېدو وروسته د طالبانو د مشرتابه لپاره یو له غښتلو نوماندانو څخه و، چې یو شمېر طالب قوماندانو یې د مشرتابه لپاره هلې ځلې کولې.
کله چې په ۲۰۲۱ کال د فېبرورۍ په میاشت کې رسنیو راپور ورکړ، چې ملا هبتالله په کوېټه کې په یوه چاودنه کې وژل شوی، حقاني د هغه د ځایناستي د اصلي کاندیدانو په توګه یاد شو.
حقاني د طالبانو د لومړي دورې حکومت پر مهال (۱۹۹۶–۲۰۰۱) د طالبانو د سترې محکمې مشر و.
هغه د کندهار په معیوبینو مدرسه او د پاکستان په حقانيه مدرسه کې تدریس کړی دی.
د طالبانو له نظره، هغه ځانګړې علمي مرتبه لري. د طالبانو د چارواکو په وینا، هغه په فقه کې عالم دی او په حدیثو هم بشپړ تسلط لري. طالبان د دیني علم په برخه کې هغه د ملا هبتالله اخوندزاده برابر شخص ګڼي.
نوموړی په قطر کې د طالبانو د مذاکره کوونکي ټیم مشر و او په مذاکراتو کې د طالبانو د پلاوي له هغو څېرو څخه و، چې د دې ډلې د حکومت د ډول په اړه یې نظریات وړاندې کول.
خو د طالبانو د قضایي سیستم د مشر په توګه د عبدالحکیم حقاني بیا ځلي ټاکل کېدل او د ښځو او نجونو د حقونو په نقض کې د هغه رول د هغه نوم لا زیات مشهور کړ.
هغه د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د پراخې سرغړونې د اصلي عاملینو په توګه پېژندل شوی دی.
د نړۍوالې جنایي محکمې لوی څارنوال د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول د ملا هبتالله او حکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه وکړه.
کریم خان وویل چې معقوله دلایل شته چې هبتالله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د بشري ضد د جرمونو او د پراخ جنیستي توپیر له امله د روم د اساسنامې له مخې جزایي مسوولیت لري.

د جرمونو نړۍواله محکمه (ICC) د نړۍ د سولې او عدالت لپاره یو له مهمو ارګانونو څخه ده، چې د جنګي جرمونو، بشري ضد جرمونو او نسل وژنې په څېر قضیو کې کار کوي.
تازه د نړۍوالې جزایي محکمې لوی څارنوال د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده.
که دا غوښتنه منل کیږي، دا به په سیمه او نړۍ کې د طالبانو پر دریځ او مشروعیت مستقیم اغېز وکړي.
د احتمالي نیولو حکم پایلې
که د جرمونو نړۍواله محکمه د دغې محکمې د لوی څارنوال غوښتنه ومني نو دا چاره به په کور دننه، سیمه ییزه او نړۍواله کچه طالبانو ته لوی کړکېچ پېښ کړي، چې له امله یې افغانستان او د افغانستان خلکو ته په لنډ مهال کې اقتصادي ستونزې هم پېښولی شي.
طالبانو ته د دغې غوښتنې او احتمالي عملي کېدا ګواښونه څه دي؟
د طالبانو مشروعیت او دوام ته زیان: که چېرې د جرمونو نړۍواله محکمه د دغې محکمې د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د نیولو حکم وکړي نو د محکمې د نیولو حکم به د طالبانو مشروعیت سخت زیانمن کړي او دا ډله به په سیمه ییزه او نړۍواله کچه د بشري حقونو ضد ډله په رسمي ډول ونومول شي.
نړۍواله ټولنه به د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو څخه لا پسې ډډه وکړي او هغوی به په نړۍوالو اړیکو کې لا منزوي شي.
سیاسي فشار زیاتېدل: د طالب مشرانو د نیولو احتمالي حکم به پر هغو هېوادونو فشار لا زیات کړي چې له طالبانو سره تعامل لري. چې ښکاره بېلګې یې ګاونډي هېوادونه دي. دوی به اړ شي چې خپلې اړیکې محدودې کړي او که اړیکې وساتي، د نړۍوالې ټولنې له نیوکو سره به مخ شي.
اقتصادي اغېزې: دا ډول احتمالي حکم به د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي، ځکه چې د طالبانو حکومت به له لا زیاتو بندیزونو سره مخ شي. د نړۍوالو مرستو بندېدل به د بشري بحران کچه لا لوړه کړي.
د طالبانو داخلي مشروعیت کمزوری کېدل: که د نیولو غوښتنه عملي هم نه شي، د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د نړۍوالو تورونو شتون به د دوی پر داخلي ملاتړ هم اغېز وکړي، ځکه چې ډېر افغانان د دوی د کړنو مخالف دي.
د بشري حقونو وضعیت ښه کېدل: د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو غوښتنه به د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې یو روښانه غبرګون وي، چې دا به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ښه کولو لپاره هڅوونکي ګامونه وي او هم به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د نړۍوالې ټولنې یوه روښانه تګلاره هم اعلان شوې وي.
طالبانو ته ورپېښ زیانونه
که څه هم د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال یوازې د ملا هبت الله او شیخ حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده، خو د عملي کېدا په صورت کې دا غوښتنه او راتلونکې احتمالي پرېکړه طالبانو ته یو شمېر زیانونه هم پېښوي.
د سفر محدودیت: د طالبانو مشران به د نیولو د وېری له امله بهرنیو هېوادونو ته سفر ونه شي کولای او د دوی سیمه ییز او نړۍوال فعالیتونه او تعاملات به لا رامحدود شي.
د پټ نړۍوال او سیمه ییز ملاتړ له لاسه ورکول: هغه هېوادونه چې په محدود ډول له طالبانو سره تعامل لري؛ لکه چین، روسیه، ایران او پاکستان، به د نړۍوالو فشارونو له امله د خپلو اړیکو بیا ارزونه وکړي، چې دا چاره طالبان په مطلق ډول منزوي کولی شي.
پوځي فشار زیاتېدل: که د جرمونو نړۍواله محکمه د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د ملا هبت الله او شیخ عبدالحکیم د نیولو امر صادر کړي او په ورته وخت کې په افغانستان کې په افغانستان کې سرغړونې په همدې ډول روانې وي؛ نو د نیولو حکم به نړۍوالو ځواکونو ته یو قانوني اساس برابر کړي چې د طالبانو پر مشرانو نظامي عملیات ترسره کړي او یو ځل بیا به بهرنیو ځواکونو ته افغانستان ته د تګ دلیل په لاس ورشي.
د کورنیو مخالفتونو زیاتېدل: که چېرې د د جرمونو نړۍواله محکمه د نیولو غوښتنه ومني؛ نو د طالبانو په دننه کې به اختلافات زیات شي، ځکه چې ځینې مشران به د خپلو مشرانو د کړنو او نړۍوالو فشارونو مسوولیت پر دوی ور واچوي، چې غوره بېلګه یې سراج الدین حقاني او یو شمېر کابل مېشتي طالبان دي چې غواړي له غرب سره یو څه تعریف شوی تعامل رامنځته کړي.
د بین الافغاني مذاکراتو ټکني کول: که د جرمونو نړۍواله محکمه د لوی څارنوال غوښتنه مني؛ نو د نیولو حکم به د مذاکراتو په پروسه کې د طالبانو ګډون نور هم ستونزمن کړي، ځکه چې نړۍواله ټولنه، افغان سیاستوال او نور مرستندویه اړخونه به له دوی سره د خبرو لپاره لږ چمتووالی وښيي.
د عملي کېدو میکانیزمونه
د جرمونو د نړۍوالې محکمې (ICC) غړي هېوادونه هغه هېوادونه دي چې د روم اساسنامې (Rome Statute) لاسلیک او تصدیق یې کړی وي.
د دې اساسنامې له مخې، هېوادونه د نړۍوالې جزایي محکمې د واکونو او صلاحیتونو منلو ته ژمن دي.
تر دا مهاله د جرمونو نړۍوالې محکمې غړي هېوادونه ۱۲۳ دي.
غړي هېوادونه مکلف دي چې د یادې محکمې د نیولو امرونه عملي کړي، له محکمې سره د جرمونو په څېړنه کې همکاري وکړي او د محکمې پرېکړې ومني.
نړۍواله همکاري: هغه هېوادونه چې د نړۍوالې جزایي محکمې غړي دي، دنده لري چې د نیولو حکمونه عملي کړي.
که طالبان د دغو هېوادونو په خاوره کې حضور ولري، نو د نیولو لپاره به یې عملیات ترسره شي.
د ځانګړو ځواکونو عملیات: نړۍوال ځواکونه؛ لکه د ملګرو ملتونو ځانګړي ځواکونه یا د ناټو ځواکونه که معلومات ترلاسه کړي چې یاد دوه طالب مشران په کوم ځای کې دي نو کولی شي د نیولو لپاره مستقیم عملیات ترسره کړي.
بندیزونه او محدودیتونه: نړۍواله ټولنه به د بندیزونو له لارې طالبان مجبور کړي چې خپل مشران تسلیم کړي.
د اقتصادي فشارونو او د بهرنیو اړیکو محدودیتونو په مرسته به طالبان منزوي شي.
د سیمهییزو هېوادونو فشار: ګاونډي هېوادونه؛ لکه پاکستان او ایران، چې د طالبانو پر سیاستونو اغېز لري، د احتمالي نیولو د حکم په عملي کېدو کې کلیدي رول لوبولی شي.
دا هېوادونه د نړۍوالو بندیزونو له وېرو سره مخ دي، نو اړ به شي چې له نړۍوالې جزایي محکمې سره همکاري وکړي او که چېرې نړۍوال ځواکونه مداخله کوي ښايي استخباراتي چوپړ ورته برابر کړي.
د بشري حقونو ملاتړي ادارې: نړۍوالې بشري حقونو ادارې او مدني ټولنې کولی شي د احتمالي نیولو د حکم په تطبیق کې د نړۍوالو فشارونو زیاتولو لپاره کار وکړي.

ایا دا پرېکړه عملي کېدای شي؟
په داسې حالاتو کې چې طالبان په افغانستان حاکم دي، د دې پرېکړې عملي کېدل له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د طالبانو واکمني: طالبان پر افغانستان بشپړ واک لري او نړۍوال ځواکونه له دې هېواده وتلي دي.
دا حالت د احتمالي نیولو حکم عملي کول ستونزمنوي.
د نړۍوالو ځواکونو نشتوالی: په افغانستان او نېږدې سیمه کې بهرنیو ځواکونو د نشتوالي له امله د طالبانو د مشرانو د نیولو لپاره مستقیم نظامي عملیات شوني نه دي.
د سیمهییزو هېوادونو محدودیتونه: نړۍ دوه قطبي شکل غوره کړی او د لویدیځ او ختیځ بلاک تر منځ مستقیم کړکېچ روان دی؛ نو هغه هېوادونه چې د طالبانو پر وړاندې اغېز لري، د خپلو ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې کوي او ښایي د نیولو په برخه کې موثره مرسته ونه کړي.
د نړۍوالو هڅو کمزوري همغږي: د نړۍوالې ټولنې بېلابېل غړي هېوادونه د افغانستان په اړه مختلف دریځونه لري.
دا اختلافات د نیولو حکم د عملي کېدو مخه نیسي.
پایله
د جرمونو د نړۍوالې محکمې د احتمالي نیولو حکم به د طالبانو لپاره یو ستر سیاسي، اقتصادي او نظامي ګواښ وي.
که څه هم د عملي کېدو څرنګوالی یې له ګڼو ننګونو سره مخ دی؛ خو د دې حکم صادرېدل به طالبانو ته یوه ښکاره نښه وي چې د دوی کړنې له نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې دي.
د دې احتمالي حکم اغېز یوازې پر طالبانو نه، بلکې پر افغانستان، سیمه او نړۍ هم پراخېاغېزې لرلی شي.
په دې توګه، د جرمونو نړۍوالې محکمې د لوی څارنوال له خوا د ملا هبت الله او شیخ عبدالحکیم د نیولو غوښتنه تر لاسه کړې او د احتمالي پرېکړې په صورت کې به نړۍواله ټولنه په ګډه د دې حکم د عملي کېدو لپاره ډېر ستونزمنګامونه پورته کړي، ترڅو د افغانستان خلک له اوږدمهاله کړاوونو څخه خلاص شي او نړۍوال امنیت ټینګ شي.

یو شمېر اسټرالیا میشتو افغانانو د طالبانو له لوري د دغه هېواد پارلمان ته نجونو په زدکړو د بندیز له امله عریضه کړې. د دې چارو یو منتظم سمیع مومند وايي:« د اسټرالیا پارلمان زموږ عریضه منلي ده او پر خپله رسمي ویبپاڼه یې خپره کړې ده. هغوی به په دې اړه په پارلمان کې ناسته وکړي.»
دغه افغانان وايي، چې د اسټرالیا د پارلمان یې عریضه منلې او پر خپله رسمې ویبپاڼه یې خپره کړي ده.
دغه اسټرالیا میشو افغانانو د دغه هېواد پارلمان ته په خپل عریضه د افغان نجونو پر زده کړې د طالبانو بندیز په اړه ژوره اندیښنه ښودلې او د طالبانو بندیز یې د بشري حقونو او نړیوالو قوانینو څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.
دوی لیکلي چې “دا د افغان نجونو او ښځو په ژوند باندې ویجاړونکی اغیزه لري.”
دغو افغانانو د اسټرالیا پارلمان ته عریضه کې غوښتنه کړې، چې په افغانستان کې د نجونو د زده کړې د بیا پیلیدو لپاره سمدستي اقدام وکړي.
همدارنګه استرالیا میشتو افغانانو غوښتنه کړي:« موږ د طالبانو هغه هڅې غندو چې ماشومان د افراطي ایډیالوژۍ سره اشنا کوي، کوم چې د رواني ناوړه ګټه اخیستنې یوه بڼه ده او د نړیوال امنیت لپاره ګواښ دی.»
اسټرالیا میشتي افغانان وايي، د دغه هېواد پارلمان دې د افغان نجونو او ښځو د زده کړو د حقونو د ملاتړ لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.
په اسټرالیا کې د افغان کډوالو د یوې ټولنې مشر عبدالسمیع مومند چې د افغانانو په استازیتوب یې د استرالیا پارلمان ته عریضه وړاندې کړې افغانستان انټر نشنل ـ پښتو ته وویل:«موږ د اسټرالیا له پارلمان څخه غوښتنه کړي ده، چې دوی باید د نجونو د زده کړو په اړه کوټلي ګامونه پورته کړي. موږ هغوی ته عریضه وړاندې کړل. خوشبختانه هغوی دا عریضه منلي ده، پر خپل رسمي پاڼه یې خپره کړي او په دې اړه به په پارلمان کې بحث هم وشي. موږ په کلکه غوښتنه کوو، چې هغوی په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بندیزونو په اړه اعلامیه ورکړي او طالبان دې د جرمونو نړیوالې محکمې ته ور وپيژني.»
یاد افغانان وايي، د اسټرالیا پارلمان دې د جرمونو نړیواله محکمه وهڅوي چې د طالبانو له لوري د بشریت پر وړاندې د جرمونو په اړه تحقیقات وکړي.
اسټرالیا میشتی افغان کډوال حامد محمدي وايي:«موږ په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د بېرته فعاله کېدو په برخه کې د هرې هڅې ملاتړ کوو، موږ د هغو کسانو تر څنګ ولاړ یو چې دا عریضه یې د اسټرالیا پارلمان ته وړاندې کړي ده.»
اسټرالیا میشتي افغانان وايي؛ باور لرو چې زده کړه یو اساسي بشري حق دی او ټولې نجونې او ښځې باید د ځورونې یا تبعیض له ویرې پرته زده کړې ته لاسرسی ولري.