• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

هند غواړي تاجکستان په چابهار بندر کې پانګونې ته وهڅوي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۱۳ GMT+۰

تاجکستان له ایران سره خبرې اترې پیل کړې چې چابهار ستراتېژیک بندر له هند او خليجي هېوادونو سره د سوداګرۍ د لا ډېرې ودې لپاره وکاروي. تاجکستان دمګړۍ د نړۍ نورو هېوادونو ته خپل سوداګریز توکي د بندر عباس له لارې لیږدوي.

دغه بندر چې د هند په مرسته جوړ شوی، نړیوالو بازارونو ته د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو د سوداګرۍ د یوې مهمې لارې په توګه پېژندل کیږي.

تېره اونۍ د تاجکستان د ټرانسپورټ وزیر عظیم ابراهیم او د ایران د سړکونو او ښاري پراختیا وزیرې فرزانه صادقي د دغه بندر د ترانزیتي کارګو د پراختیا لپاره د همکاريو یو تړون لاسلیک کړ، چې د چارواکو په باور، دا ګام د تاجکستان د سوداګرۍ د پراختیا په برخه کې یو مهم پرمختګ دی.

چابهار : د هند د اړیکو ستراتېژۍ مهم رکن
د هند د ایکانومیک ټایمز په باور، چابهار بندر چې د ایران په سوېل ختیز کې پروت دی، د نوي ډیلي د سیمه‌ییزو اړیکو ستراتېژۍ لپاره مهم ګڼل کیږي. هند په ۲۰۲۴ کال کې له ایران سره د دغه بندر د عملیاتي چارو لپاره یو لس کلن تړون لاسلیک کړ، چې دا بندر نړیوالو بازارونو ته د منځنۍ اسیا هېوادونو د سوداګریزې دروازې په توګه مطرح کړي.

د تاجکستان لپاره، چې په وچه ایسار هېواد دی، د چابهار بندر کارول مهم فرصت دی. د ایکانومیک ټایمز په باور، تاجکستان به دغه بندر ته له دوو اصلي لارو لاسرسی ومومي؛ یا د ازبکستان او ترکمنستان له لارې او یا هم د افغانستان له لارې چې لنډه لار یې ګڼل کېږي. خو د افغانستان لاره د طالبانو له رژیم سره د دوشنبې د اړیکو د حساسیت له کبله سیاسي ستونزې لري.

سیمه‌ییز اغېز او ستراتېژیک رول
دا ګام په داسې حال کې اخیستل کېږي چې تاجکستان هڅه کوي خپل جیوسیاسي اړیکې انډولیزې کړي. که څه هم دوشنبه د طالبانو په اړه محتاط دریځ لري، خو د عملي همکاریو دروازې یې تړلې نه دي، په ځانګړې توګه چې افغانستان پام وړ تاجک وګړي لري او د طالبانو ضد ملي مقاومت جبهه پکې مېشته ده.

د ایکانومیک ټایمز په باور، د تاجکستان دا دریځ د اقتصادي پراختیا او د خپلو امنیتي ګټو د ساتنې ګډ هدف منعکسوي.

پر تاجکستان سربېره، د منځنۍ اسیا نور هېوادونه لکه ازبکستان او قزاقستان هم غواړي چابهار بندر د سوداګرۍ لپاره وکاروي. ازبکستان له دې وړاندې له ایران او هند سره د چابهار بندر د لا ډېرې استفادې او د شمال-جنوب نړیوال ترانسپورټ دهلیز د پراختیا لپاره د درې اړخیزې همکارۍ وړاندیز کړی و.

د شمال-جنوب کریدور (INSTC) پروژه په ۲۰۰۰ کلونو کې پیل شوه چې هدف یې د ایران له لارې د یورواسیا په کچه د مالونو د انتقال لپاره د یوې اغیزناکې او اقتصادي ترانسپورتي لارې جوړول دي.

ایکانومیک ټایمز وايي، دا پرمختګ د هند له یورواسیا ستراتېژۍ سره سمون لري. په دې وروستیو کې د هند د بهرنیو چارو سکرټر وکرم میسري د ایران له چارواکو او د طالبانو بهرنیو چارو وزیر سره د چابهار بندر د بشپړ ظرفیت کارونې په اړه خبرې کړې دي. دغه بندر د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د چین د یو سړک او یوه کمربند بدیل وړاندې کوي.

یاده ورځپاڼه وايي، کله چې تاجکستان له ایران سره خپلې خبرې اترې نورې هم پراخې کړي، د دوشنبې په سوداګریزه شبکه کې د چابهار ادغام کول به د سیمه‌ییز اتصال لپاره مهم ګام وي. د ورځپاڼې په باور، دا نه یوازې د دوشنبې او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې پیاوړې کوي، بلکې د سوداګرۍ په مرکز د چابهار بدلېدو ته هم لاره پرانیزي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

چین په افغانستان کې پر خپل چینايي وکړي د برید عاملینو ته د سزا ورکولو غوښتنه وکړه

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۰۰:۲۲ GMT+۰

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ، د افغانستان په شمال کې د داعش له خوا د یوه چینایي وګړي د وژل کېدو په غبرګون کې د دغه برید په اړه له طالبانو د څېړنو غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د یاد برید عاملینو ته باید سزا ورکړل شي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په یوه بیان کې ویلي، چینايي لوري سمدستي خپل اعتراضونه افغان لوري ته سپارلي او د پېښې د بشپړې څېړنې او عاملینو ته یې د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده.

هغې زیاته کړه: «چین د دغه برید له امله ژور زیانمن شوی او غندي یې. موږ د دې پېښې د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت مراتب وړاندې کوو.»

دا پېښه د تېرې سې شنبې په ورځ د افغانستان په شمال تخار ولایت کې رامنځ ته شوې وه. د سیمه ییزو چارواکو په وینا، دغه چینايي تبعه پلان درلود چې د چینايي دفتر د مسولینو او د طالبانو له امنیتي چارواکو سره له همغږۍ پرته له خپل ژباړن سره یو نامعلوم ځای ته ولاړ شي چې له یادې پېښې سره مخ شو.

داعش ترهګرې ډلې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د دغې وژنې مسوولیت په غاړه اخیستی دی.

دا دویم برید دی چې د داعش خراسان څانګه یې د طالبانو د رژیم پر مهال پر چینايي اتباعو ترسره کوي.

د ۱۴۰۱ کال د ډسمبر په میاشت کې داعش په کابل کې د چینایانو پر مېلمستون برید وکړ چې په پایله کې یې پنځه تنه ټپیان شول. له دغه پېښې وروسته د چین د بهرنیو چارو وزارت له خپلو اتباعو وغوښتل چې ژر تر ژره له افغانستان څخه ووځي.

د مسکو ښاروال: د هېواد په پلازمینه کې د اوکراین د بې پېلوټه الوتکو بریدونه شنډ شوي

۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۵۷ GMT+۰

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین د جمعې په سهار وویل، چې د هوایی دفاع واحدونو د اوکراین پلازمینې ته د اوکراین د بې پیلوټه الوتکو درې جلا بریدونه شنډ کړل.

سوبیانین، په ټیلیګرام لیکلي، چې د پلازمینې سویل ختیځ په کولومنا او رامینسکوي ولسوالۍ کې د هوایي دفاع واحدونو د "دښمن" ډرون یوه ډله شنډه کړه، سوبیانین نهردي ویلي، چې څومره ډرون یې له منځه وړي دي.

سوبیانین لیکلي: "په هغه ځای کې چیرې چې بې پېلوټه الوتکې ټوټې ټوټې شوي، هېڅ زیان یا مرګ ژوبله نه ده رامینځته شوې."

سوبیانین نه دي ویلي، چې ټولې څو بې پېلوټه اولوتکې نسکورې شوي خو په دوه جلا جلا پېغامونو کې یې وویل چې دوه بې پیلوټه الوتکې د پلازمینې په سویل کې د پوډولسک په ولسوالۍ کې د هوایي دفاع له خوا د مسکو په لور وغورځول شوې او د پلازمینې په سویل لویدیز کې د ترویتسکي په ولسوالۍ کې د یوې بې پیلوټه الوتکې د نسکورېدو راپور ورکړل شو.

ښاروال وویل، چې ټولو هغو سیمو ته چې بې پېلوټه الوتکې پکې نسکورې شوي متخصصه بیړنۍ عمله لیږل شوې.

روسیې کې رسنیو د هوایي چلند ادارې په حواله خبر ورکړی، چې د مسکو دوه هوایي ډګرونو الوتنې له دغه بریدونو وروسته ځنډول شوي دي.

د امریکا سنا مجلس د سي ای اې د مشر په توګه جان راټکلېف ته د تایید رایه ورکړه

۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

د متحده ایالاتو سنا مجلس د پنجشنبې په ورځ جان راټکلېف ته د سي ای اې د رییس په توګه د تایید رایه ورکړه. راټکلېف د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د امریکا د لومړۍ څارنې ادارې مشرۍ لپاره نوماند و او د سنا د تصویب ترلاسه کولو وروسته د هغه د کابینې دویم غړی شو.

راټکلېف د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د ملي استخباراتو رییس و.

نوموړي د سنا له مجلس ۷۵-۲۵ رایه ترلاسه کړه او ډيموکراټانو رایه ور نه کړه.

د سي ای اې دغه نوی مشر تېره اونۍ د سنا مجلس ته ورمعرفي شوی وو، نوموړي د سنا مجلس ته په خپلو خبرو کې ویلي و، چې د روسیې او چین په ګډون د مخالېفینو سره د مقابلې لپاره د مصنوعي استخباراتو په څېر د ټیکنالوژۍ کارولو په اړه به کار وکړي.

هغه وویل چې متحده ایالات دې ته اړتیا لري چې خپل استخباراتي ظرفیتونه لوړ کړي او همدارنګه د امریکایانو د مدني حقونو ساتنه تضمین کړي.

راټکلېف وویل چې هغه به په سي ای اې فشار راوړي چې اې ای ( AI ) او کوانټم کمپیوټري ټېکنالوژۍ په څېر ټیکنالوژیو د کارولو لپاره ډیر څه وکړي.

ټرمپ غواړي چې د ایران په اړه د واشنګټن د هڅو مشري سټیو ویټکوف ته وسپاري

۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۵، ۲۰:۲۲ GMT+۰

فایننشل ټایمز د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د منځني ختیځ لپاره خپل استازي سټیو ویټکوف ته دنده ورکړي چې د ایران په اړه د واشنګټن د هڅو مشري وکړي.

په راپور کې راغلي، چې د ویټکوف ټاکل په ایران د فشار له زیاتېدو دمخه له تهران سره ډیپلوماسۍ سپړلو ته د ټرمپ لېوالتیا په ګوته کوي. تمه کیږي چې په سیمه کې د "جګړو د بندولو" لپاره د ټرمپ د پراخې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه د ایران اټومي پروګرام باندې هم تمرکز وکړي.

د فایننشل ټایمز په راپور کې راغلي چې ټرمپ او د هغه سلاکارانو په لومړیو خبرو اترو کې اشاره کړې چې دوی غواړي ډیپلوماټیک چینلونه خلاص وساتي ترڅو له ایران سره د لویې شخړې مخه ونیسي. د ټرمپ ځینو چارواکو د راپورونو له مخې ډیپلوماتانو او همکارانو ته خبر ورکړل شوی چې ویټکوف به د هڅو رهبري وکړي ترڅو معلومه کړي چې ایا ډیپلوماتیک حل به لاسته راوړنې ولري او کنه.

راپور زیاتوي، چې د ایران په اړه د ټرمپ چلند، د ویټکوف ماموریت سره لاهم وده کوي. د ټرمپ د بهرنۍ تګلارې ټیم ته وروستۍ ګمارنې د ایران په اړه د نظر اختلاف څرګندوي. په داسې حال کې چې ځینې، لکه د پنټاګون د منځني ختیځ مشر مایکل ډیمینو او د دفاع وزیر مرستیال البریج کولبي، د احتیاط او زغم پلوي کوي، نور د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ګډون، د ایران په اړه ډیر سخت دریځ لري.

د نړۍوالې جنایي محکمې د نیول کېدو له احتمالي پرېکړې سره مخ عبدالحکیم حقاني څوک دی؟

۴ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۳ جنوری ۲۰۲۵، ۱۹:۰۰ GMT+۰

عبدالحکیم حقاني د طالبانو د دوو پخوانیو مشرانو ملا محمد عمر او ملا اختر منصور نږدې ملګری او د دې ډلې له بنسټګرانو څخه دی. حقاني وروسته له درېیو میاشتو چې طالبانو کابل ونیوه د هبت‌الله اخوندزاده په حکم د دې ډلې د حکومت قاضي القضات وټاکل شو.

حقاني په ۱۳۳۶ کال د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې زېږېدلی او په خټه پښتون اسحاقزی دی.

هغه د طالبانو له بنسټګرو څخه دی او د طالبانو له پیله د دې ډلې د مرکزي شورا غړی و. هغه د طالبانو د لومړي دورې حکومت په اویایمه لمریزې لسیزه څخه له لږو ژوندي پاتې مشرانو څخه دی چې لا هم د دې ډلې د مشرتابه په کچه دنده لري.

نوموړی په ۲۰۱۶ کال کې په اختر منصور د امریکایي ځواکونو د هوايي برید له وژل کېدو وروسته د طالبانو د مشرتابه لپاره یو له غښتلو نوماندانو څخه و، چې یو شمېر طالب قوماندانو یې د مشرتابه لپاره هلې ځلې کولې.

کله چې په ۲۰۲۱ کال د فېبرورۍ په میاشت کې رسنیو راپور ورکړ، چې ملا هبت‌الله په کوېټه کې په یوه چاودنه کې وژل شوی، حقاني د هغه د ځایناستي د اصلي کاندیدانو په توګه یاد شو.

حقاني د طالبانو د لومړي دورې حکومت پر مهال (۱۹۹۶–۲۰۰۱) د طالبانو د سترې محکمې مشر و.

هغه د کندهار په معیوبینو مدرسه او د پاکستان په حقانيه مدرسه کې تدریس کړی دی.

د طالبانو له نظره، هغه ځانګړې علمي مرتبه لري. د طالبانو د چارواکو په وینا، هغه په فقه کې عالم دی او په حدیثو هم بشپړ تسلط لري. طالبان د دیني علم په برخه کې هغه د ملا هبت‌الله اخوندزاده برابر شخص ګڼي.

نوموړی په قطر کې د طالبانو د مذاکره کوونکي ټیم مشر و او په مذاکراتو کې د طالبانو د پلاوي له هغو څېرو څخه و، چې د دې ډلې د حکومت د ډول په اړه یې نظریات وړاندې کول.

خو د طالبانو د قضایي سیستم د مشر په توګه د عبدالحکیم حقاني بیا ځلي ټاکل کېدل او د ښځو او نجونو د حقونو په نقض کې د هغه رول د هغه نوم لا زیات مشهور کړ.

هغه د افغانستان د ښځو او نجونو د حقونو د پراخې سرغړونې د اصلي عاملینو په توګه پېژندل شوی دی.

د نړۍوالې جنایي محکمې لوی څارنوال د پنجشنبې په ورځ په رسمي ډول د ملا هبت‌الله او حکیم حقاني د نیولو د حکم غوښتنه وکړه.

کریم خان وویل چې معقوله دلایل شته چې هبت‌الله اخوندزاده او عبدالحکیم حقاني د بشري ضد د جرمونو او د پراخ جنیستي توپیر له امله د روم د اساسنامې له مخې جزایي مسوولیت لري.