ټرمپ غواړي چې د ایران په اړه د واشنګټن د هڅو مشري سټیو ویټکوف ته وسپاري

فایننشل ټایمز د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د منځني ختیځ لپاره خپل استازي سټیو ویټکوف ته دنده ورکړي چې د ایران په اړه د واشنګټن د هڅو مشري وکړي.

فایننشل ټایمز د پنجشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د منځني ختیځ لپاره خپل استازي سټیو ویټکوف ته دنده ورکړي چې د ایران په اړه د واشنګټن د هڅو مشري وکړي.
په راپور کې راغلي، چې د ویټکوف ټاکل په ایران د فشار له زیاتېدو دمخه له تهران سره ډیپلوماسۍ سپړلو ته د ټرمپ لېوالتیا په ګوته کوي. تمه کیږي چې په سیمه کې د "جګړو د بندولو" لپاره د ټرمپ د پراخې ستراتیژۍ د یوې برخې په توګه د ایران اټومي پروګرام باندې هم تمرکز وکړي.
د فایننشل ټایمز په راپور کې راغلي چې ټرمپ او د هغه سلاکارانو په لومړیو خبرو اترو کې اشاره کړې چې دوی غواړي ډیپلوماټیک چینلونه خلاص وساتي ترڅو له ایران سره د لویې شخړې مخه ونیسي. د ټرمپ ځینو چارواکو د راپورونو له مخې ډیپلوماتانو او همکارانو ته خبر ورکړل شوی چې ویټکوف به د هڅو رهبري وکړي ترڅو معلومه کړي چې ایا ډیپلوماتیک حل به لاسته راوړنې ولري او کنه.
راپور زیاتوي، چې د ایران په اړه د ټرمپ چلند، د ویټکوف ماموریت سره لاهم وده کوي. د ټرمپ د بهرنۍ تګلارې ټیم ته وروستۍ ګمارنې د ایران په اړه د نظر اختلاف څرګندوي. په داسې حال کې چې ځینې، لکه د پنټاګون د منځني ختیځ مشر مایکل ډیمینو او د دفاع وزیر مرستیال البریج کولبي، د احتیاط او زغم پلوي کوي، نور د ملي امنیت سلاکار مایک والټز او د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو په ګډون، د ایران په اړه ډیر سخت دریځ لري.

د جرمونو نړۍواله محکمه (ICC) د نړۍ د سولې او عدالت لپاره یو له مهمو ارګانونو څخه ده، چې د جنګي جرمونو، بشري ضد جرمونو او نسل وژنې په څېر قضیو کې کار کوي.
تازه د نړۍوالې جزایي محکمې لوی څارنوال د طالبانو د مشر ملا هبت الله اخوندزاده او د دې ډلې د قاضي القضات شیخ عبدالحکیم حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده.
که دا غوښتنه منل کیږي، دا به په سیمه او نړۍ کې د طالبانو پر دریځ او مشروعیت مستقیم اغېز وکړي.
د احتمالي نیولو حکم پایلې
که د جرمونو نړۍواله محکمه د دغې محکمې د لوی څارنوال غوښتنه ومني نو دا چاره به په کور دننه، سیمه ییزه او نړۍواله کچه طالبانو ته لوی کړکېچ پېښ کړي، چې له امله یې افغانستان او د افغانستان خلکو ته په لنډ مهال کې اقتصادي ستونزې هم پېښولی شي.
طالبانو ته د دغې غوښتنې او احتمالي عملي کېدا ګواښونه څه دي؟
د طالبانو مشروعیت او دوام ته زیان: که چېرې د جرمونو نړۍواله محکمه د دغې محکمې د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د نیولو حکم وکړي نو د محکمې د نیولو حکم به د طالبانو مشروعیت سخت زیانمن کړي او دا ډله به په سیمه ییزه او نړۍواله کچه د بشري حقونو ضد ډله په رسمي ډول ونومول شي.
نړۍواله ټولنه به د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو څخه لا پسې ډډه وکړي او هغوی به په نړۍوالو اړیکو کې لا منزوي شي.
سیاسي فشار زیاتېدل: د طالب مشرانو د نیولو احتمالي حکم به پر هغو هېوادونو فشار لا زیات کړي چې له طالبانو سره تعامل لري. چې ښکاره بېلګې یې ګاونډي هېوادونه دي. دوی به اړ شي چې خپلې اړیکې محدودې کړي او که اړیکې وساتي، د نړۍوالې ټولنې له نیوکو سره به مخ شي.
اقتصادي اغېزې: دا ډول احتمالي حکم به د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي، ځکه چې د طالبانو حکومت به له لا زیاتو بندیزونو سره مخ شي. د نړۍوالو مرستو بندېدل به د بشري بحران کچه لا لوړه کړي.
د طالبانو داخلي مشروعیت کمزوری کېدل: که د نیولو غوښتنه عملي هم نه شي، د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د نړۍوالو تورونو شتون به د دوی پر داخلي ملاتړ هم اغېز وکړي، ځکه چې ډېر افغانان د دوی د کړنو مخالف دي.
د بشري حقونو وضعیت ښه کېدل: د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو غوښتنه به د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې یو روښانه غبرګون وي، چې دا به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ښه کولو لپاره هڅوونکي ګامونه وي او هم به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د نړۍوالې ټولنې یوه روښانه تګلاره هم اعلان شوې وي.
طالبانو ته ورپېښ زیانونه
که څه هم د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال یوازې د ملا هبت الله او شیخ حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده، خو د عملي کېدا په صورت کې دا غوښتنه او راتلونکې احتمالي پرېکړه طالبانو ته یو شمېر زیانونه هم پېښوي.
د سفر محدودیت: د طالبانو مشران به د نیولو د وېری له امله بهرنیو هېوادونو ته سفر ونه شي کولای او د دوی سیمه ییز او نړۍوال فعالیتونه او تعاملات به لا رامحدود شي.
د پټ نړۍوال او سیمه ییز ملاتړ له لاسه ورکول: هغه هېوادونه چې په محدود ډول له طالبانو سره تعامل لري؛ لکه چین، روسیه، ایران او پاکستان، به د نړۍوالو فشارونو له امله د خپلو اړیکو بیا ارزونه وکړي، چې دا چاره طالبان په مطلق ډول منزوي کولی شي.
پوځي فشار زیاتېدل: که د جرمونو نړۍواله محکمه د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د ملا هبت الله او شیخ عبدالحکیم د نیولو امر صادر کړي او په ورته وخت کې په افغانستان کې په افغانستان کې سرغړونې په همدې ډول روانې وي؛ نو د نیولو حکم به نړۍوالو ځواکونو ته یو قانوني اساس برابر کړي چې د طالبانو پر مشرانو نظامي عملیات ترسره کړي او یو ځل بیا به بهرنیو ځواکونو ته افغانستان ته د تګ دلیل په لاس ورشي.
د کورنیو مخالفتونو زیاتېدل: که چېرې د د جرمونو نړۍواله محکمه د نیولو غوښتنه ومني؛ نو د طالبانو په دننه کې به اختلافات زیات شي، ځکه چې ځینې مشران به د خپلو مشرانو د کړنو او نړۍوالو فشارونو مسوولیت پر دوی ور واچوي، چې غوره بېلګه یې سراج الدین حقاني او یو شمېر کابل مېشتي طالبان دي چې غواړي له غرب سره یو څه تعریف شوی تعامل رامنځته کړي.
د بین الافغاني مذاکراتو ټکني کول: که د جرمونو نړۍواله محکمه د لوی څارنوال غوښتنه مني؛ نو د نیولو حکم به د مذاکراتو په پروسه کې د طالبانو ګډون نور هم ستونزمن کړي، ځکه چې نړۍواله ټولنه، افغان سیاستوال او نور مرستندویه اړخونه به له دوی سره د خبرو لپاره لږ چمتووالی وښيي.
د عملي کېدو میکانیزمونه
د جرمونو د نړۍوالې محکمې (ICC) غړي هېوادونه هغه هېوادونه دي چې د روم اساسنامې (Rome Statute) لاسلیک او تصدیق یې کړی وي.
د دې اساسنامې له مخې، هېوادونه د نړۍوالې جزایي محکمې د واکونو او صلاحیتونو منلو ته ژمن دي.
تر دا مهاله د جرمونو نړۍوالې محکمې غړي هېوادونه ۱۲۳ دي.
غړي هېوادونه مکلف دي چې د یادې محکمې د نیولو امرونه عملي کړي، له محکمې سره د جرمونو په څېړنه کې همکاري وکړي او د محکمې پرېکړې ومني.
نړۍواله همکاري: هغه هېوادونه چې د نړۍوالې جزایي محکمې غړي دي، دنده لري چې د نیولو حکمونه عملي کړي.
که طالبان د دغو هېوادونو په خاوره کې حضور ولري، نو د نیولو لپاره به یې عملیات ترسره شي.
د ځانګړو ځواکونو عملیات: نړۍوال ځواکونه؛ لکه د ملګرو ملتونو ځانګړي ځواکونه یا د ناټو ځواکونه که معلومات ترلاسه کړي چې یاد دوه طالب مشران په کوم ځای کې دي نو کولی شي د نیولو لپاره مستقیم عملیات ترسره کړي.
بندیزونه او محدودیتونه: نړۍواله ټولنه به د بندیزونو له لارې طالبان مجبور کړي چې خپل مشران تسلیم کړي.
د اقتصادي فشارونو او د بهرنیو اړیکو محدودیتونو په مرسته به طالبان منزوي شي.
د سیمهییزو هېوادونو فشار: ګاونډي هېوادونه؛ لکه پاکستان او ایران، چې د طالبانو پر سیاستونو اغېز لري، د احتمالي نیولو د حکم په عملي کېدو کې کلیدي رول لوبولی شي.
دا هېوادونه د نړۍوالو بندیزونو له وېرو سره مخ دي، نو اړ به شي چې له نړۍوالې جزایي محکمې سره همکاري وکړي او که چېرې نړۍوال ځواکونه مداخله کوي ښايي استخباراتي چوپړ ورته برابر کړي.
د بشري حقونو ملاتړي ادارې: نړۍوالې بشري حقونو ادارې او مدني ټولنې کولی شي د احتمالي نیولو د حکم په تطبیق کې د نړۍوالو فشارونو زیاتولو لپاره کار وکړي.

ایا دا پرېکړه عملي کېدای شي؟
په داسې حالاتو کې چې طالبان په افغانستان حاکم دي، د دې پرېکړې عملي کېدل له ګڼو ننګونو سره مخ دي.
د طالبانو واکمني: طالبان پر افغانستان بشپړ واک لري او نړۍوال ځواکونه له دې هېواده وتلي دي.
دا حالت د احتمالي نیولو حکم عملي کول ستونزمنوي.
د نړۍوالو ځواکونو نشتوالی: په افغانستان او نېږدې سیمه کې بهرنیو ځواکونو د نشتوالي له امله د طالبانو د مشرانو د نیولو لپاره مستقیم نظامي عملیات شوني نه دي.
د سیمهییزو هېوادونو محدودیتونه: نړۍ دوه قطبي شکل غوره کړی او د لویدیځ او ختیځ بلاک تر منځ مستقیم کړکېچ روان دی؛ نو هغه هېوادونه چې د طالبانو پر وړاندې اغېز لري، د خپلو ملي ګټو پر بنسټ پرېکړې کوي او ښایي د نیولو په برخه کې موثره مرسته ونه کړي.
د نړۍوالو هڅو کمزوري همغږي: د نړۍوالې ټولنې بېلابېل غړي هېوادونه د افغانستان په اړه مختلف دریځونه لري.
دا اختلافات د نیولو حکم د عملي کېدو مخه نیسي.
پایله
د جرمونو د نړۍوالې محکمې د احتمالي نیولو حکم به د طالبانو لپاره یو ستر سیاسي، اقتصادي او نظامي ګواښ وي.
که څه هم د عملي کېدو څرنګوالی یې له ګڼو ننګونو سره مخ دی؛ خو د دې حکم صادرېدل به طالبانو ته یوه ښکاره نښه وي چې د دوی کړنې له نړۍوالو اصولو سره په ټکر کې دي.
د دې احتمالي حکم اغېز یوازې پر طالبانو نه، بلکې پر افغانستان، سیمه او نړۍ هم پراخېاغېزې لرلی شي.
په دې توګه، د جرمونو نړۍوالې محکمې د لوی څارنوال له خوا د ملا هبت الله او شیخ عبدالحکیم د نیولو غوښتنه تر لاسه کړې او د احتمالي پرېکړې په صورت کې به نړۍواله ټولنه په ګډه د دې حکم د عملي کېدو لپاره ډېر ستونزمنګامونه پورته کړي، ترڅو د افغانستان خلک له اوږدمهاله کړاوونو څخه خلاص شي او نړۍوال امنیت ټینګ شي.

سپینې ماڼۍ امریکا ته د رایان کوربټ او ویلیام مکنټي د رسېدو خبر ورکړ. یاد امریکایي وګړي د طالبانو له یوه بندي غړي سره د تبادلې په پایله کې له بند څخه خوشې شول.
قطر د دوی د تبادلې په برخه کې د منځګړي په توګه رول درلود.
سپینې ماڼۍ چې د چهار شنبې په ورځ امریکا ته د کوربټ د رسېدو انځورونه خپاره کړي، ورسره لیکلي یې دي: «هغه ژمنې چې شوې وې، عملي شوې.»
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سې شنبه په ورځ اعلان وکړ، چې د اوږدو او ګټورو مذاکراتو په پایله کې په امریکا کې د دې ډلې یو بندي غړی له دوو امریکایي وګړو سره په تبادله کې خوشې شو.
دغه افغان بندي «خان محمد» نومېږي او نوموړی دوه لسیزې وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا په ننګرهار ولایت کې نیول شوی و او د امریکا د کلفورنیا ایالت په یوه زندان کې ساتل کېده.
د طالبانو له بند څخه خوشې شوي بندیان قطر ته تر لېږدولو وروسته امریکا ته ولاړل.
د یادو دوو امریکایي وګړو د خوشې کېدو هوکړه د بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې وشو.
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند په یوې بیانیه کې ټينګار وکړ، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو له بند څخه د ټولو بندي امریکایانو د خوشې کولو په هڅه کې دی.
له دې سره، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې په کار کې اسانتیاوې برابرې کړې وې، چې په وینا یې ډېرې بریالۍ هم وې.
که څه هم تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې په دغه تبادله کې به افغان توکمه امریکایي تبعه محمود شاه حبیبي هم وي، خو لا هم د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه شته او طالبانو د هغه د نیولو او ځای ځایګي په اړه هم تر اوسه څه نه دي ویلي.

لوېدیځو چارواکو ویلي، چې د شمالي کوریا پوځیانو ته په تېرو درېیو میاشتو کې د روسیې په لوېدیځ کورسک سیمه کې په جګړو کې نږدې ۴۰سلنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
لوېدیځو چارواکو بي بي سي ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د شمالي کوریا له ۱۱ زره پوځیانو څخه ۴۰۰۰ کسان وژل شوي، ټپیان شوي، نیول شوي او یا هم ترې تم شوي دي.
د چارواکو په وینا، شاوخوا ۱۰۰۰ کسان د جنوري تر نیمایي وژل شوي دي.
د ټپیانو په اړه بیا معلومات نه شته چې چېرته ساتل کېږي او څنګه یې درملنه کېږي.
خو ارقام د ولسمشر ولادیمیر پوتین د متحد کیم جونګ اون په څېر غیر معمولي لوړ لګښت ته اشاره کوي، ځکه چې هغه غواړي د کال په وروستیو کې د احتمالي اوربند خبرو اترو دمخه د روسیې څخه د اوکرایني ځواکونو په اېستلو کې مرسته وکړي.
د تېر کال په اګست میاشت کې اوکراین د روسیې پر کورسک سیمې بریدونه وکړل، چې روسي پوله ساتونکي یې حیران کړل.
کییف هغه مهال اعلان وکړ ،چې د نیول شوې سیمې د ساتلو اراده نه لري، بلکې غواړي د سولې په راتلونکو خبرو کې د یوې وسیلې په توګه وکاروي.
تر هغه وروسته چې شمالي کوریا د اکټوبر په میاشت کې جګړې ته داخل شو، په کورسک کې اوکرایني ځواکونه په تدریجي ډول له ډېرو سیمو پر شاه وتمبول شول.
د یادولو ده، چې اوکراین لا هم د روسیې څو سوه مربع کیلومتره خاوره اختیار کې لري.

د مکسیکو چارواکو د سیوداد جواریز په ښار کې د کډوالو احتمالي راتګ ته د چمتوالي لپاره د سرپناوو په جوړولو کارونه پیل کړي، چې د زرګونو کسانو لپاره به کور شي.
د ښاروالۍ چارواکي اېنریک لیکون وویل: «په سیوداد جواریز کې لنډمهاله سرپناه به د زرګونو خلکو ته د ځای ورکولو ظرفیت ولري او په څو ورځو کې باید چمتو شي.»
د مکسیکو حکومت پلان لري، چې د شمالي مکسیکو په نهو ښارونو کې د سرپناه او استوګنې مرکزونه چمتو کړي.
په سیوداد جواریز کې خیمې د مکسیکو د حکومت د پلان برخه ده، چې د شمالي مکسیکو په نهو ښارونو کې د سرپناه او استوګنې مرکزونه چمتو کړي.
په دغو مرکزونو کې به اخراج شویو کسانو ته سرپناه، خواړه، روغتیایې خدمات او پېژنډپانې ورکړل شي.
ټرمپ ژمنه کړې، چې د امریکا په تاریخ کې به د اخراج تر ټولو ستره هڅه ترسره کړي، چې له مخې به یې میلیونونه بی اسناده کډوال وباسي.
ویل کېږي، چې دغه بهیر به کلونه وخت ونیسي او خورا ګران به وي.
د متحده ایالاتو د وروستي سرشمېرنې پراساس، نږدې ۵ میلیونه مکسیکویان په متحده ایالاتو کې په ناقانونه توګه ژوند کوي.

برېتانوي حکومت د چاقو د انلاین پېر لپاره د سختو اقداماتو پرېکړه کړې ده. د برېتانوي رسنیو د راپور له مخې، انلاین شرکتونه باید د چاقو اخیستونکي کس هویت په بشپړه توګه وګوري.
د راپور له مخې، انلاین چاقو پلورونکي به د پېرودونکي د هویت سند، پاسپورټ او نور اسناد وګوري.
پېرودونکی باید د عمر د ثبوت لپاره ژوندۍ ویډیو هم ثبت کړي.
د راپور له مخې، د برېتانیا حکومت دا پرېکړه د تېر کال په جولای کې په ساوټ پورټ کې له پېښې وروسته وکړه.
برېتانوي رسنۍ وايي، چې په ساوټ پورټ کې یوې ۱۷ کلنې نجلۍ په چاقو درې نجونې ووژلې او هغې دا چاقو انلاین پېرلی وو.
د برېتانیا لومړی وزیر سر کییر سټارمر وايي، حیرانوونکې ده چې په دوو کلیکونو سره ماشومان وژونکو وسلو ته لاسرسی مومي.
هغه زیاته کړه، چې دا به نور دوام ونه کړي.
د برېتانیا لومړي وزیر د عمومي ټاکنو له ګټلو مخکې ژمنه کړې وه، چې کله واک ته ورسیږي، نو په هېواد کې د چاقو بریدونو د زیاتوالي د مخنیوي لپاره به اقدام وکړي.
