د طالبانو مشروعیت او دوام ته زیان: که چېرې د جرمونو نړۍواله محکمه د دغې محکمې د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د نیولو حکم وکړي نو د محکمې د نیولو حکم به د طالبانو مشروعیت سخت زیانمن کړي او دا ډله به په سیمه ییزه او نړۍواله کچه د بشري حقونو ضد ډله په رسمي ډول ونومول شي.
نړۍواله ټولنه به د طالبانو حکومت د رسمیت پېژندلو څخه لا پسې ډډه وکړي او هغوی به په نړۍوالو اړیکو کې لا منزوي شي.
سیاسي فشار زیاتېدل: د طالب مشرانو د نیولو احتمالي حکم به پر هغو هېوادونو فشار لا زیات کړي چې له طالبانو سره تعامل لري. چې ښکاره بېلګې یې ګاونډي هېوادونه دي. دوی به اړ شي چې خپلې اړیکې محدودې کړي او که اړیکې وساتي، د نړۍوالې ټولنې له نیوکو سره به مخ شي.
اقتصادي اغېزې: دا ډول احتمالي حکم به د افغانستان اقتصادي وضعیت نور هم خراب کړي، ځکه چې د طالبانو حکومت به له لا زیاتو بندیزونو سره مخ شي. د نړۍوالو مرستو بندېدل به د بشري بحران کچه لا لوړه کړي.
د طالبانو داخلي مشروعیت کمزوری کېدل: که د نیولو غوښتنه عملي هم نه شي، د طالبانو د مشرانو پر وړاندې د نړۍوالو تورونو شتون به د دوی پر داخلي ملاتړ هم اغېز وکړي، ځکه چې ډېر افغانان د دوی د کړنو مخالف دي.
د بشري حقونو وضعیت ښه کېدل: د طالبانو د مشر او قاضي القضات د نیولو غوښتنه به د طالبانو له خوا د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې د نړۍوالې ټولنې یو روښانه غبرګون وي، چې دا به په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت ښه کولو لپاره هڅوونکي ګامونه وي او هم به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په تړاو د نړۍوالې ټولنې یوه روښانه تګلاره هم اعلان شوې وي.
طالبانو ته ورپېښ زیانونه
که څه هم د جرمونو د نړۍوالې محکمې لوی څارنوال یوازې د ملا هبت الله او شیخ حقاني د نیولو غوښتنه کړې ده، خو د عملي کېدا په صورت کې دا غوښتنه او راتلونکې احتمالي پرېکړه طالبانو ته یو شمېر زیانونه هم پېښوي.
د سفر محدودیت: د طالبانو مشران به د نیولو د وېری له امله بهرنیو هېوادونو ته سفر ونه شي کولای او د دوی سیمه ییز او نړۍوال فعالیتونه او تعاملات به لا رامحدود شي.
د پټ نړۍوال او سیمه ییز ملاتړ له لاسه ورکول: هغه هېوادونه چې په محدود ډول له طالبانو سره تعامل لري؛ لکه چین، روسیه، ایران او پاکستان، به د نړۍوالو فشارونو له امله د خپلو اړیکو بیا ارزونه وکړي، چې دا چاره طالبان په مطلق ډول منزوي کولی شي.
پوځي فشار زیاتېدل: که د جرمونو نړۍواله محکمه د لوی څارنوال غوښتنه ومني او د ملا هبت الله او شیخ عبدالحکیم د نیولو امر صادر کړي او په ورته وخت کې په افغانستان کې په افغانستان کې سرغړونې په همدې ډول روانې وي؛ نو د نیولو حکم به نړۍوالو ځواکونو ته یو قانوني اساس برابر کړي چې د طالبانو پر مشرانو نظامي عملیات ترسره کړي او یو ځل بیا به بهرنیو ځواکونو ته افغانستان ته د تګ دلیل په لاس ورشي.
د کورنیو مخالفتونو زیاتېدل: که چېرې د د جرمونو نړۍواله محکمه د نیولو غوښتنه ومني؛ نو د طالبانو په دننه کې به اختلافات زیات شي، ځکه چې ځینې مشران به د خپلو مشرانو د کړنو او نړۍوالو فشارونو مسوولیت پر دوی ور واچوي، چې غوره بېلګه یې سراج الدین حقاني او یو شمېر کابل مېشتي طالبان دي چې غواړي له غرب سره یو څه تعریف شوی تعامل رامنځته کړي.
د بین الافغاني مذاکراتو ټکني کول: که د جرمونو نړۍواله محکمه د لوی څارنوال غوښتنه مني؛ نو د نیولو حکم به د مذاکراتو په پروسه کې د طالبانو ګډون نور هم ستونزمن کړي، ځکه چې نړۍواله ټولنه، افغان سیاستوال او نور مرستندویه اړخونه به له دوی سره د خبرو لپاره لږ چمتووالی وښيي.
که طالبان د دغو هېوادونو په خاوره کې حضور ولري، نو د نیولو لپاره به یې عملیات ترسره شي.
د ځانګړو ځواکونو عملیات: نړۍوال ځواکونه؛ لکه د ملګرو ملتونو ځانګړي ځواکونه یا د ناټو ځواکونه که معلومات ترلاسه کړي چې یاد دوه طالب مشران په کوم ځای کې دي نو کولی شي د نیولو لپاره مستقیم عملیات ترسره کړي.
بندیزونه او محدودیتونه: نړۍواله ټولنه به د بندیزونو له لارې طالبان مجبور کړي چې خپل مشران تسلیم کړي.
د اقتصادي فشارونو او د بهرنیو اړیکو محدودیتونو په مرسته به طالبان منزوي شي.
د سیمهییزو هېوادونو فشار: ګاونډي هېوادونه؛ لکه پاکستان او ایران، چې د طالبانو پر سیاستونو اغېز لري، د احتمالي نیولو د حکم په عملي کېدو کې کلیدي رول لوبولی شي.
دا هېوادونه د نړۍوالو بندیزونو له وېرو سره مخ دي، نو اړ به شي چې له نړۍوالې جزایي محکمې سره همکاري وکړي او که چېرې نړۍوال ځواکونه مداخله کوي ښايي استخباراتي چوپړ ورته برابر کړي.
دغه افغان بندي «خان محمد» نومېږي او نوموړی دوه لسیزې وړاندې د امریکایي ځواکونو له خوا په ننګرهار ولایت کې نیول شوی و او د امریکا د کلفورنیا ایالت په یوه زندان کې ساتل کېده. د طالبانو له بند څخه خوشې شوي بندیان قطر ته تر لېږدولو وروسته امریکا ته ولاړل. د یادو دوو امریکایي وګړو د خوشې کېدو هوکړه د بایډن د حکومت په وروستیو ورځو کې وشو. د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند په یوې بیانیه کې ټينګار وکړ، چې د ټرمپ حکومت د طالبانو له بند څخه د ټولو بندي امریکایانو د خوشې کولو په هڅه کې دی. له دې سره، د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د امریکا او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې په کار کې اسانتیاوې برابرې کړې وې، چې په وینا یې ډېرې بریالۍ هم وې.
که څه هم تر دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې په دغه تبادله کې به افغان توکمه امریکایي تبعه محمود شاه حبیبي هم وي، خو لا هم د هغه د برخلیک په اړه معلومات نه شته او طالبانو د هغه د نیولو او ځای ځایګي په اړه هم تر اوسه څه نه دي ویلي.
لوېدیځو چارواکو بي بي سي ته د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي، چې د شمالي کوریا له ۱۱ زره پوځیانو څخه ۴۰۰۰ کسان وژل شوي، ټپیان شوي، نیول شوي او یا هم ترې تم شوي دي.