• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

مکسیکو د امریکا سي ۱۷ الوتکې ته د کډوالو د انتقال اجازه ورنه کړه

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۱۰ GMT+۰تازه شوی: ۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۳۵ GMT+۰

د مکسیکو حکومت د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې دا غوښتنه رد کړه، چې د کډوالو اېستونکې سي ۱۷ پوځي الوتکه په مکسیکو کې ښکته شي.

د امریکا او مکسیکو چارواکو رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د امریکا پوځي الوتکو دوه ورته الوتنې، چې په هره یوه کې نږدې ۸۰کډوال سپاره وو، ګواتیمالا ته وکړې.

حکومت په دې ونه توانېد چې مکسیکو ته د الوتنې لپاره د سي ۱۷ټرانسپورټي الوتکې د کښېناستو په تړاو د مکسیکويي چارواکو اجازه ترلاسه کړي.

د مکسیکو د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ وویل، چې دوی له امریکا سره « سترې اړیکې» لري او د کډوالو په ګډون پر مختلفو مسایلو همکاري سره کوي. وزارت زیاته کړه، « کله چې د بیرته راستنېدنې خبره وي، موږ تل د مکسیکويي اتباعو پر وړاندې خپله دروازه پرانېزو».

د مکسیکو چارواکو ددې الوتنې د ردولو لامل تراوسه نه دی په ډاګه کړی.

وړاندې له دې د ټرمپ ادارې اعلان کړی و چې «په مکسیکو کې د پاتې کېدو» پروګرام بیا پیلوي. ددغه پروګرام له مخې پناه غوښتونکي اړ ایستل کیږي چې په امریکا کې د دوسیو تر حل کیدو پورې په مکسیکو کې پاتې شي.

د امریکا پوځي الوتکې د دې لپاره کارول کیږي چې د ټرمپ د ملي بیړني حالت له اعلان وروسته کډوال وباسي.

دغه پوځي الوتکې په ۲۰۲۱ کال کې د افغانستان د جمهوري نظام د سقوط او امریکايي ځواکونو د وتلو پرمهال هم کارول شوې وې.

پینټاګون وویل چې امریکا په الز پاسو (تکزاس) او سان ډیاګو (کالیفورنیا) کې د ۵۰۰۰ کډوالو د اخراج لپاره الوتکې چمتو کړې دي.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

حماس د تبادلې دویم پړاو کې څلور ښځینه اسراییلۍ سرتېرې خوشې کړې

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۰:۵۷ GMT+۰

حماس وسله والې ډلې د شنبې په ورځ د غزې په تړانګه کې د ۱۵ میاشتنۍ جګړې د پای ته رسولو په هدف د اوربند له هوکړې سره سم، د شاوخوا ۲۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشي کولو په بدل کې څلور ښځینه اسراییلۍ سرتیرې خوشې کړې.

د رویټرز د راپور له مخې، څلور یرغمل شوې ښځینه سرتیرې د غزې ښار په یوه څنډه کې د فلسطینیانو د ګڼې ګوڼې په منځ کې چې د حماس لسګونه وسله وال شاوخوا ولاړ وو، د سره صلیب کارکوونکو ته وسپارل شوې.

د یادو څلورو اسراییلي ښځینه سرتیرو نومونه کارینا اریف، دانیلا ګلبوا، ناما لیوي او لیري الباګ ښودل شوي دي، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه نېټه پر اسراییل د حماس د برید پر مهال یرغمل شوې وې.

پر همدغه مهال په سلګونو اسراییلیان د تل ابیب ښار په یوه څلور لاره کې راټول شوي وو او پر یوه لوی سکرین یې د خپلو سرتېرود خوشي کېدو ننداره کوله.

د اسراییل د پوځ ویاند رییر اډمیرل ډینیل هاګاري ویلي، چې دغه سرتیرې به د غزې پولې ته نږدې د اسراییل په یوه پوځي اډه کې له خپلې کورنۍ سره یوځای شي.

د اسراییل د روغتیا وزارت ویلي چې سرتېرې به له خپلو کورنیو سره تر لیدو وروسته روغتون ته یووړل شي.

بل خوا حماس ویلي، چې د تبادلې د یوې برخې په توګه به د شنبې په ورځ ۲۰۰ فلسطیني بندیان خوشي شي.

د حماس او اسراییل تر منځ د اوربند تړون د قطر او مصر په منځګړیتوب او د امریکا په ملاتړ له میاشتو پرله پسې خبرو اترو وروسته رامینځته شو.

د دغه تړون په لومړیو شپږو اونیو کې حماس موافقه کړې چې د اسراییل په زندانونو کې د سلګونو فلسطیني بندیانو په بدل کې ۳۳یرغمل شوي اسراییل خوشي کوي.

په یادو یرغمل شویو کسانو کې ماشومان، ښځې، ناروغان او ټپیان شامل دي. پر همدغه مهال به اسراییلي ځواکونه په غزه کې له خپلو ځینو پوستو پر شا کیږي.

په بله مرحله کې به دواړې خواوې د پاتې یرغمل شویو کسانو د تبادلې په اړه خبرې اترې وکړي.

د اسراییل او حماس تر منځ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر ۷مه نېټه پیل شوه او ویل کیږي، په دې جګړه کې ۴۷۰۰۰ فلسطینیان وژل شوي دي.

د خیبر لپاره د ټي ټي پي والي پاکستاني پوځ وژلی

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۰۹:۵۵ GMT+۰

د تحریک طالبان پاکستان سرچېنو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وویل، چې نن سهار د خیبر پښتونخوا ایالت د خیبر ولسوالۍ لپاره د ټي ټي پي والي، چې په قاري اسماعیل مشهور و د پاکستان له پوځ سره په جګړه کې وژل شوی. تر دې دمه د پاکستان پوځ او ټي ټي پي په رسمي ډول کوم غبرګون نه دی ښودلی.

افغانستان انټرنشنل پښتو ته له خیبر پښتونخوا څخه سرچینو نن شنبه د (سلواغې شپږمه) ویلي، چې نن سهار د دغه ایالت په خیبر ولسوالۍ کې د ټي ټي پي نومول شوی والي عزیز الرحمان چې په قاري اسماعیل مشهور و د پاکستان له پوځ سره په جګړه کې وژل شوی.

ټي ټي پي په خپلو تشکیلاتو کې خیبر او یو شمېر نورې قبایلي ولسوالۍ د ولایتونو په توګه یادوي.

په سیمه کې خبریالان وايي، د پوځ له کلابندۍ وروسته دغو وسله والو جګړه پیل کړه چې پر دغه مشهور طالب سربېره دوه تنه نور هم پکې وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ لا په رسمي ډول دغه خبر نه دی تایید کړی خو د پاکستان استخباراتو ته منسوبو ایکسپاڼو لیکلي چې قاري اسماعیل له خپلو دوو ملګرو سره په یوه جګړه کې ووژل شو.

یادې سرچینې وايي، دې دندې ته نوموړی سږکال د تحریک طالبان پاکستان له خوا ټاکل شوی و.

ټي ټي پي لا په دې اړه په رسمي ډول څه نه ویلي.

د امریکا د وسلو صادرات د ۳۱۸ میلیارډ ډالرو په ارزښت سره د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۳:۱۰ GMT+۰

په ۲۰۲۴ مالي کال کې د امریکا د وسلو صادرات په تاریخ کې تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلي دي. د راپورونو له مخې په ۲۰۲۴ مالي کال کې امريکا د ۳۱۸.۷ میلیارد ډالرو د وسلو د صادرولو ريکارډ صادر کړی چې د تېر مالي کال په پرتله ۲۹ فيصده زياتوالی ښيي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپاره شوي راپور کې ویل شوي، چې په ۲۰۲۴ مالي کال کې د حکومت په کچه نورو هېوادونو ته د ورکړل شویو دفاعي تجهیزاتو او خدماتو ارزښت ۱۱۷.۹ میلیارده ډالره دی، چې د تېر مالي کال د ۸۰.۹ میلیارد ډالرو په پرتله ۴۵.۷ سلنه زیاتوالی ښيي.

د راپور له مخې، په ۲۰۲۴ مالي کال کې د امریکايي وسلو شرکتونو له خوا په مستقیم ډول پر نورو هېوادونو د دفاعي تجهیزاتو پلورل ۲۰۰.۸ میلیارده ډالره وو چې د ۲۰۲۳ مالي کال د ۱۷۰.۶ میلیارد ډالرو په پرتله ۲۳.۵ سلنه ډېر دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې، د امريکا د وسلو د خرڅلاو د زياتوالي يو لامل اوکراين ته د لوېديځو هېوادونو له خوا د وسلو له استولو وروسته د هغوى د وسلو د زېرمو ډکول دي.

حماس د هغو ۴ ښځينه اسراییلي پوځیانو نومونه رسنیز کړل چې د شنبې په ورځ خوشې کیږي

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۲:۴۱ GMT+۰

د حماس له خوا د هغو څلورو ښځينه اسراييلي پوځيانو نومونه چې د شنبې په ورځ به له فلسطيني بنديانو سره تبادله شي، خپاره شوي دي. دا د دې ډول تبادلې دویمه برخه ده چې په دې میاشت کې د لومړیو دوو پړاوونو په اوږدو کې ترسره کیږي.

کرینا ایریف، ډینیلا ګیلبوا، نوما لیوي او لیري الباګ ټول د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ نېټه د حماس په مشرۍ په سویلي اسراییل کې د پوځ پر پوستو او کلیو د بریدونو پرمهال ونیول شول.

شاوخوا ۱۸۰۰ فلسطیني بندیانو څخه ۲۰۰ د حماس او اسراییل اوربند په لومړي شپږ اوونیز پړاو کې چې د یکشنبې په ورځ نافذ شو د اسراییل له زندانونو څخه خوشې کېدو ته انتظار باسي.

د تړون د شرایطو له مخې، اسراییل موافقه کړې چې د اوربند په لومړي پړاو کې د هر اسراییلي سرتېري په بدل کې ۵۰ فلسطیني بندیان او ۳۰ د نورو ښځینه بندیانو لپاره خوشې کړي. پاتې بندیان به د تړون په دویم پړاو کې خوشې شي، چې د فبرورۍ په څلورمه به یې خبرې اترې پیل شي.

ډنمارک کې دوه کسان قران کریم ته د سپکاوي له امله محاکمه شول

۵ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۴ جنوری ۲۰۲۵، ۲۱:۳۸ GMT+۰

ډنمارک د جمعې په ورځ د نوي قانون له مخې هغه دوه کسان محاکمه کړل، چې قران کریم ته یې سپکاوی کړی. د نوي قانون له مخکې قران کریم ته سپکاوی غیر قانوني کار دی.

د سیمه ییزو رسنیو د راپور له مخې، د دغو کسانو هویت نه دی په ډاګه شوی، خو دوی تورن دي چې د جون په میاشت کې یې د یوه جشن په ترڅ کې قران کریم ته سپکاوی کړی و. دغو رسنیو د تورنو کسانو د کړنو په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په ۲۰۲۳ میلادي کال کې هم په ډنمارک او سويډن کې قران کريم ته د سپکاوي څو پېښې شوې وې چې وروسته مسلمانو هېوادونو د دغه ډول ناوړه کړنو د بندېدو غوښتنه وکړه.

په ډنمارک کې قران کريم ته د سپکاوي له امله په اسلامي نړۍ کې غوسه ناکه غبرګونونه راوپاریدل، چې وروسته په ډنمارک کې د ۲۰۲۳کال د ډسمبر په ۷ نېټه قران کريم ته د سپکاوي د ناقانونه کولو يو قانون تصویب شو، چې څو ورځې وروسته بیا نافذ شو.

د دغه نوي قانون له مخکې سرغړونکي ممکن جریمه او یا هم تر دوو کلونو پورې بندي شي.