• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمودخان اڅکزی: د نجونو زده کړې د افغانستان لومړیتوب نه دی

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۱۹ GMT+۰تازه شوی: ۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۷:۲۷ GMT+۰

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایی، د پاکستان ماتول نه غواړي، خو که د پاکستان له خوا په افغانستان کې مداخله کیده، دوی به یې مخه نیسي. اڅکزی په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز ته په اشاره ویلي، چې له زده کړو نور مسایل په لومړیتوب کې دي.

دغه پاکستاني پښتون سیاستوال په کوټه ښار کې د پښتنو په یوه جرګه کې د خپلې وینا پر مهال وویل، چې د پاکستان ماتول نه غواړي، خو که د پاکستان له لوري په افغانستان کې لاسوهنه کېده، مخنیوی یې کوي.

نوموړی زیاته کړه:«موږ د پاکستان ماتول نه غواړو، که د پاکستان له خوا په افغانستان کې مداخله کېده او موږ که زور درلود موږ دا لاسونه نیسو.پر افغانستان به څوک کاڼي نه واروي.»

اڅکزی وايي، ددوی ګوند په افغانستان کې د هغه چا ملاتړ کوي، چې په واک کې وي. هغه دې جرګې ته وویل، «زه اوس هم وایم چې زه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یم، هرڅوک چې د افغانستان په اړه خبرې کوي له ما سره دې وکړي. زه په دې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یم، چې افغانستان کې هرڅوک هلته ناست دی، چې کوم سړی د افغانستان د ارضي تمامیت لپاره جنډه پورته کوي، چې کوم سړی د افغانستان د ازادۍ لپاره جنډه پورته کوي، بل څوک که یې ملګري کوي او که نه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ به یې خامخا ملګري کوي».

اڅکزي د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز په اړه وویل چې له زده کړو څخه په افغانستان کې نور مسایل لومړیتوب لري.

هغه زیاته کړه، «افغانستان یې په مخه کړی دی، ها د ښځو تعلیم نشته او پلانی نشته، وه کاکا موږ بدې اخیستي یو، د غم د ښځو تعلیم دې شه. وه کاکا ستا مور تعلیم کړی دی؟ د هر کار لپاره لومړیتوبونه دي، اول لومړیتوب د افغانستان لپاره د افغانستان ازادي ده. له یوه سره تر بله سره یوه حکمراني جوړول دي.»

محمود خان اڅکزی له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ته په اشاره وایي، چې دغه هېواد دې هغو افغان کډوالو ته شناختي کارډونه ورکړي چې په دغه هېواد کې زیږیدلي وي.

نوموړي وویل، «افغانان یې په یو نوم او بل نوم جنګ ته وهڅول، او اوس په دغه هېواد کې دوه لکه داسې افغانان دي چې دلته پیدا شوي دي، دلته لویان شوي دي او زده کړې یې کړې دي. دا جرګه دا غوښتنه کوي چې اوس دې پاکستان دغو افغانانو ته شناختي کارډ ورکړي او که یې نه ورکوي، موږ نړیوالو محکمو ته ورځو.»

نوموړي په خپل څرګندونو کې وویل، چې «د افغانستان له ازادۍ سره د پاکستان د پښتنو ازادي» تړلې ده.

محمود خان اڅکزي یوځل بیا په تکرار وویل، چې پاکستان نه اسلامي دی نه هم جمهوري.

محمود خان اڅکزي په دې جرګه کې د پاکستان د حکومت له لوري د پښتنو د حقونو ترپښو لاندې کولو په اړه شکایت کوي. نوموړی وايي، د پاکستان د نورو قومونو په شان باید پښتنو ته حقوق ورکړل شي.

اڅکزي له دې وړاندې هم په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دی.

دغه پښتون پاکستاني سیاستوال د تېر حکومت پر مهال له افغان سیاسیونو سره ښې اړېکې لرلې، خو د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو په پلویتوب تورن دی.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

۵

د قابلو نړۍواله ورځ؛ په افغانستان کې د زده‌کړو بندیز د افغان ښځو ژوند ګواښي

•
•
•

نور کیسې

البانیا کې د افغانانو اندېښنې؛ موږ نه پوهېږو چې الوتکه به مو کابل او که امریکا ته وړي

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۷ GMT+۰

علي امیني ته یوازې څو ورځې پاتې وې چې په امریکا کې نوی ژوند پیل کړي، خو د افغان کډوالو د بیا میشتونې مرستو بندیدو پرېکړې هغه له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی. امیني او د البانیا په شینجین کې نور ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي اندېښمن دي، چې که بېرته افغانستان ته ولېږل شي، مرګ یې ګواښي.

امیني، چې امریکايي ځواکونو ته یې د قلف جوړوونکي په توګه کار کاوه، درې کاله د طالبانو له ویرې په یوه پټنځای کې ژوند کړی. هغه خپلې مېرمنې او دریو ماشومانو ته د امریکا ویزې ترلاسه کړې وې او پلان یې و چې ژر خپل نوی ژوند پیل کړي. خو ټرمپ د افغان ویزه لرونکو د بیا میشتونې حکومتي تمویل وځنډاوه او د دوی پلان یې ګډوډ کړ.

امیني رویټرز ته وویل، « زه نه پوهیږم موږبه کله په الوتکه کې کښېنو او که کښېنو نو دا الوتکه به موږ کابل ته وړي او که متحده ایالاتو ته».

د امیني مېرمنې د دې خبرې په اورېدو ژړل پیل کړل او ماشومان یې له نامعلومې راتلونکې وېرېدلي دي.

د ټرمپ د مرستو ځنډولو پرېکړې په بېلابېلو هېوادونو کې له ۴۰ زرو ډېر افغانان اسیار کړي دي. ځینې یې په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو سازمانونو لپاره تمویل ځنډولی چې د کډوالو د بیا میشتونې، کارموندنې او نورو اړتیاوو په برخه کې مرسته کوي. وزارت په یوه لیک کې ویلي چې دا سازمانونه باید خپل ټول فعالیتونه ودروي او تر هغه چې شوني وي خپل پاتې مکلفیتونه لغو کړي.

د افغان تخلیې ایتلاف مشر شان وینډیور رویټرز ته وویل چې د دې ډلې په مرسته افغانانو ته د استوګنې، ښوونځیو او دندو برابرولو پروګرامونه هم اغېزمن شوي دي.

۲۷ کلن سادات تېره پنجشنبه له کابل څخه تر دوبۍ، کویت، استانبول او په پای کې تر تیرانا پورې اوږد سفر وکړ او البانیا ته ورسېد. هغه وویل: « زما ملګري په کابل کې ماته وايي چې زه نېکمرغه یم، ځکه ښايي دا د خلکو د را ایستلو وروستۍ الوتکه وه».

سره له دې چې هغه ته راتلونکې اونۍ د ویزې د مرکې خبر ورکړل شوی، خو هغه لا هم ژوره اندیښنه لري. هغه زیاتوي، « حالات هر ساعت بدلېږي او تر بلې اونۍ پورې انتظار زموږ لپاره سخت دی».

طالبانو د مخکینیو دولتي چارواکو او سرتیرو لپاره عمومي عفو اعلان کړې، خو د ملګرو ملتونو رپوټونه ښيي چې طالبان د پخوانیو امریکايي متحدینو د نیولو، شکنجې او وژلو قضیې لري.

سادات وویل، چې « موږ افغانستان ته بېرته نه شو تلای، ځکه د طالبانو له نظره موږ لا دمخه په امریکا کې یو او موږ ته د جاسوسانو په سترګه کتل کېږي».

یوه افغان له ټرمپ نه وغوښتل، « ښاغلی ټرمپ، مهرباني وکړئ موږ د کابل د قصابانو چړو ته مه لیږئ».

له ۲۰۲۱ کال راهیسې، نږدې ۲۰۰ زره افغانان د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIVs) یا د کډوالو پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي. خو ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتي کمپاین کې د سختو مهاجرتي پالیسیو ژمنې کړې دي، چې اوس یې په زرګونو افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.

طالبان وايي د ټاپي پروژې د شپږ کیلومتره نللیکې غځول بشپړ شوي

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۵ GMT+۰

په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټاپي پروژه په چټکۍ روانه ده او تر دې مهاله د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې ۶ کیلومتره پایپ لاین غځول بشپړ شوي دي.

د هرات ولایت رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټاپي پروژې عمومي رییس د هرات لپاره د طالبانو له والي اسلام جار سره په لیدنه کې د یادې پروژې د نللیکې غځولو د بهیر د چټکتیا خبر ورکړی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د ګازو نللیکې غځولو کار په چټکۍ روان دی او تر دې مهاله یې شپږ کیلومتره کار بشپړ شوی دی.

اسلام جار د یادې پروژې د چټکوالي لپاره د سیمه ییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر ډسمبر میاشتې پر دویمه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د ټاپي پرروژې چارې په عملي ډول روانې دي.

طالبانو شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د دې پروژې بیا پرانیستنه وکړه.

دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.

د ټاپي پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږي میاشتې پر ۲۱ مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د مشر له لوري پرانېستل شوه.

په خوست کې سږ کال د ګنیو حاصلات ډېر شوي

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۴:۲۰ GMT+۰

په خوست کې د کرنې ریاست مسوولان وايي چې د تېرو کلونو په پرتله په دغه ولایت کې د ګنیو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. ځايي مسوولان وايي، چې سږ کال له ۱۵۲ جریبه ځمکې څخه نږدې ۳۶۰ ټنه د ګنیو حاصل ترلاسه شوی دی.

د طالبانو تر واک لاندې باختر دولتي خبري اژانس نن یکشنبه «د سلواغې ۷مه» د خوست د کرنې ریاست د مسوولانو په حواله لیکلي چې د کرنې ریاست د ترویج مدیر د ګوړې او بورې کارخونو جوړېدل د ګنیو حاصلاتو د لا ښه‌والي لپاره مهم بللي.

په همدې حال کې د خوست ځیني بزګران د بازار موندنې د ستونزو یادونه کوي او غوښتنه لري، چې په دې برخه کې اړوندې ادارې او پانګوال همکاري وکړي.

ګروند ګر زیاتوي، چې که د اصلاح شویو تخمونو مرسته ورسره وشي، د ګنیو تولید به لا ډېر شي.

د یادونې ده چې ګني د افغانستان په ختیځو ولایتو کې زیات کرل کېږي او اوس په خوست کې هم د کروند ګرو پام ور اوښتی.

په ننګرهار او پښتونخوا کې له ګني ګوړه او نور توکي تولېدېږي خو خوست کې یوازې د جوس په توګه ترې ګټه اخیستل کېده.

عراقچي د طالبانو دفاع وزیر سره پر سرحدي مسایلو غږېدلی

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۵۱ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د طالبانو له لوړ پوړو چارواکو سره د خپلو لیدنو په ترڅ کې د دې ډلې له دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد سره ولیدل. د طالبانو په وینا، په دې ناسته کې دواړو خواوو د دوه اړخیزو، اقتصادي همکاریو د پراختیا او سرحدي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د طالبانو د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي نن یکشنبه « د سلواغې ۷مه» وویل چې عباس عراقچي له یعقوب مجاهد سره ولیدل او پر دوه اړخیزو سرحدي مسایلو یې خبرې وکړې.

د یاد وزارت د چارواکو په وینا، د لیدنې پرمهال یعقوب مجاهد ایران او افغانستان د دوو ګاونډیو هېوادونو په توګه چې "ډیر مشترکات" لري تشریح کړل او د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا پر اړتیا یې ټینګار وکړ.

د طالبانو دفاع وزارت په خپله مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر هم په دې ناسته کې له طالبانو سره د اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د یکشنبې په سهار د یوه سیاسي او اقتصادي پلاوي په مشرۍ کابل ته ورسېد.

افغانستان ته د هغه د سفر موخه پر دوه اړخیزو مسایلو خبرې اترې بلل کیږي.

د دغه یو ورځني سفر په جریان کې هغه دمخه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي او د دې ډلې له رییس الوزرا سره لیدلي دي.

ټاکل شوې ده چې عباس عراقچي به د طالبانو له نورو لوړ پوړو چارواکو سره هم وګوري او خبرې اترې وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ډوډۍ خوړلو لپاره د کابل یوه رسټورانټ ته لاړ

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۳:۰۰ GMT+۰

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي کابل ته د سفر پر مهال ددغه ښار یوه رستورانت ته د ماښام ډوډۍ لپاره لاړ. عراقچي د بشارالاسد د واکمنۍ په وروستیو ورځو کې سوریې ته هم تللی و او له هغه سره له لیدنې وروسته یې د دمشق په یوه رستورانت کې ډوډۍ خوړلې وه.

عباس عراقچي د دمشق په یوه عام رسټورانټ کې د ډوډۍ خوړلو له لارې دا پیغام ورکول غوښتل، چې هلته امنیت ټینګ دی او تهران له دمشق سره د پخوا په څېر خپلې اړیکې پالي، خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر امنیتي وضعیت د تسلط ادعا کوي.

100%

طالبان له داعش سره د جګړې په حال کې دي، چې تهران هم ورته د شریک دښمن په سترګه ګوري.

یو شمېر رپوټونه وايي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر له سفر وړاندې د خپل امنیت په تړاو له طالبانو ډاډ ترلاسه کړی و.

ظاهرا په عامه ځایونو لکه رسټورانټونو کې د عراقچي ډوډۍ خوړل د امنیتي باور د منعکسولو سمبولیکه هڅه ده.

د یکشنبې په ورځ، د سلواغې پر ۷مه، عباس عراقچي د طالبانو له رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند سره په ارګ کې ولیدل او د دوه اړخیزو اړیکو، افغان کډوالو او د هلمند سیند د حقابې په اړه یې خبرې وکړې.

د طالبانو د خبرپاڼې له مخې، ملا حسن اخوند په غونډه کې عراقچي ته وویل چې طالبان د اوبو په مساله کې ایران ته د زیان رسونې اراده نه لري.

هغه دا هم وویل چې په ایران کې کله ناکله د افغانانو اعدام په افغانستان کې د خلکو احساسات پاروي.