د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي

له پولیو خلاص افغانستان په نامه یو بنسټ خبر ورکړی، چې نن (د سلواغې اتمه) د افغانستان په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو ضد واکسین کمپاین پیلېږي. دغه بنسټ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې دغه کمپاین به په سوېلي، سویل ختیځو، ختیځو، مرکزي، شمال ختیځو او لویدیځو ولایتونو کې پیل شي.