یو افغان ماشوم په سویلي افریقا کې د پاکستاني او افغان تښتونکو له منګولو ژغورل شوی

د سویلي افریقا په ګاوتینګ ښار کې پولیسو د یکشنبې په ورځ د غلو له منګلو د یو افغان ماشوم د ژغورنې اعلان وکړ او ویې ویل، چې په تور یې پنځه شکمن کسان نیولي دي.

د سویلي افریقا په ګاوتینګ ښار کې پولیسو د یکشنبې په ورځ د غلو له منګلو د یو افغان ماشوم د ژغورنې اعلان وکړ او ویې ویل، چې په تور یې پنځه شکمن کسان نیولي دي.
د پولیسو په وینا، یاد شکمن کسان د افغانستان او پاکستاني وګړي دي او د سې شنبه په ورځ یې دغه نهه کلن ماشوم د خپل پلار د ملګري له کوره تښتولی وو.
د ګاوتینګ ښار د پولیسو ویاند موولا مسانډو په وینا، شکمن کسان د ۲۴ او ۳۷ کلونو ترمنځ دي.
هغه وويل: "شکمنو کسانو د ماشوم له کورنۍ سره اړيکه نيولې او د پيسو غوښتنه يې کوله. د سویلي افریقا د پولیسو او خصوصي امنیتي کمپنیو له غړو څخه یوه ډله جوړه شوې، چې د ماشوم د ژغورلو او د شکمنو کسانو د موندلو لپاره کار کوي.
مسانډو زیاته کړې، امنیتي چارواکو هغه موټر موندلی چې په تښتونه کې کارول شوی او دوه شکمن کسان یې نیولي دي.
د ګوتینګ د پولیسو ویاند زیاته کړه: "پولیس شکمن کسان د پریټوریا په ډین ویل کې یو کور ته واستول، چېرې چې تښتول شوی ماشوم وموندل شو او دوه نور شکمن کسان ونیول شول."
له پلټنو وروسته پولیسو وموندله چې پنځم شکمن کس د ماشوم له کورنۍ سره اشنا و.
د ویلو ده، چې د دغې پېښې د کوم شکمن کس هویت نه دی په ډاګه شوی.
پولیسو زیاته کړې، چې تښتوونکي په غیر قانوني توګه په دې هېواد کې اوسېدل.
د پولیسو په وینا، "مشکوک کسان به د تښتونې او له جواز پرته د وسلو او مهماتو د نیولو په تور محاکمه شي."
ټاکل شوې چې تورن کسان د دوشنبې په ورځ محکمې ته حاضر شي.

طالبانو د یونېسف دفتر په همکارۍ په لغمان ولایت کې سلو اړمنو مېرمنو ته د ګنډولو ماشینونه وېشلي، خو په دې ولایت کې بېوزلۍ منګولې لګولي، وزګاري اوج ته رسېدلې او هغه نجونې او ښځې چې پخوا یې د کورنیو د اړتیا پوره کېدو لپاره کار کاوه، اوس په کورونو ناستې دي.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت له درې نیمو کلونو راهیسې د ښځو په کار کولو بندېز لګولی دی.
په تېر جمهوري نظام کې د لغمان ولایت سلګونه نجونې او مېرمنې چې په دغه ولایت کې په بېلابېلو برخو کې په کار بوختې وې او د خپلو کورنیو اړتیاوې یې پوره کولې، د طالبانو له بیا واکمنېدو او د ښځو په کار بندیز سره په کورونو ناستې دي.
په لغمان کې د طالبانو د اقتصاد رييس مولوي جان محمد حليم د ماشینونو د وېشلو پر مهال ویلي، چې دغه ماشینونه او نور توکي به د کورنیو د اقتصادي کچې په لوړولو کې مرسته وکړي.
خو د لغمان اوسېدونکې سایره چې دا یې خپل نوم نه دی، افغانستان انټرنشل - پښتو ته وویل:« طالبان ښځې اړمنې ساتل غواړي، که نه ماشین د چا د کورنۍ اړتیا پوره کړې، دوی دې د ښځو تعلیم ته اجازه ورکړي، هغه ښځې چې تعلیم یې کړی کار ته دې پرېښودل شي، ښځو خواري کړې او اوس په کورونو ناستې دي».
سایره وایي، چې زیات شمېر ښځو په کورنیو کې نارینه نه درلودل او دوی یوازینۍ د کور د نفقې پیدا کوونکې وې، خو اوس اړ شوي چې د ډوډۍ پیدا کولو لپاره ان خیرات ټول کړي.
یوه بله مېرمن چې هغ هم نه غواړي نوم یې خپور شي افغانستان انټرنشنل سره خبرو کې وویل:« پخوا ښځو دولتي او غیر دولتي دندې درلودې، د کورنیو اقتصادي حالت یې ښه وو، اوس هغه ښځې چې کارونه یې کول په کورونو کې ناستې دي، کورنۍ یې په بد حالت کې دي، باید د کار اجازه ورکړل، شي چې د ډوډۍ لپاره پېسې ولري».
دغه مېرمن وایي، چې د طالبانو له خوا په زده کړو او کار بندیز د ښځو په رواني حالت ناوړه اغېزې کړي او اکثریت نجونې او ښځې په بد رواني حالت کې دي.
طالبانو له څه باندې درېیو کلونو راهیسې د نجونو او ښځو پروړاندې له شپږم ټولګي پورته د ټولو ښوونیزوا وروزنیزو مرکزونو دروازې بندې کړي او دغه راز یې د دوی په کار کولو هم بندیز لګول شدی.
له دې سره، د طالبانو له خوا د ملګرو ملتونو په ګډون په غیر دولتي ادارو کې د ښځو او نجونو د کار د بندیز د دویم کال له پوره کېدو سره د طالبانو حکومت د اقتصاد وزارت یو ځل بیا د ۲۰۲۴ په ډيسمبر میاشت کې په دغه هېواد کې د مرستې رسونې له ادارو غوښتي، چې د ښځو او نجونو له ګومارلو څخه ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د جرمونو نړۍوالې محکمې لوی څارنوال له دې ادارې وغوښتل، څو د طالبانو د مشر ملا هبت الله او د دې ډلې د سترې محکمې د لوی قاضي عبدالحکیم حقاني د نیولو امر صادر کړي.
د جرمونو د نړۍوالې محکمې د لوی څارنوال کريم خان دفتر په یوه اعلاميه کې ویلي، چې په افغانستان کې د دوی د څېړونو له مخې د طالبانو مشر او د دغه ډلې د سترې محکمې مشر له ۲۰۲۱ کال راهيسې د بشريت ضد جرمونو او د ښځو او نجونو په وړاندې د پراخ تبعیض په تور تورن دي.
د یادولو ده، چې دغه اقدام د ښځو له پراخ هرکلي سره مخ شوی دی.

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق خبرداری ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ به د خېبر پښتونخوا لپاره لا ډېر زیانونه ولري. سراج الحق دغه څرګندونې د یوې سوله ییزې مشورتي جرګې په ترڅ کې وکړې.
نوموړی دې جرګې ته د پښتونخوا د والي د سلاکار بیرسټر محمد علي سیف او محمد علي دراني په بلنه ورغلی و.
د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، سراج الحق د خېبر پښتونخوا د روانې بې ثباتۍ په اړه د ژر اقدام کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د سولې راتګ لپاره یې د نه ستړې کېدونکو هڅو ژمنه وکړه.
سراج الحق وویل: « موږ به د خېبر پښتونخوا د سولې لپاره حتا زر جرګې وکړو».
هغه ټینګار وکړ چې په دغه ایالت کې د قانون او نظم ساتل د مرکزي او ایالتي حکومتونو ګډ مسوولیت دی. هغه زیاته کړه، «دا د مرکزي او ایالتي حکومتونو دنده ده چې په ایالت کې د قانون او نظم پلي کول یقیني کړي».
سراج الحق په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي ګټو لپاره د امنیتي وضعیت کارول هم وغندل. هغه زیاته کړه: « دا ښه خبره نه ده چې پر بې ثباتۍ او ترهګرۍ سیاست وشي».
په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا د امنیتي ننګونو له زیاتوالي سره مخ ده او وېره شته چې د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ له امله به دا سیمه نوره هم بې ثباته شي.
وړمه ورځ د جمعیت العلماء مشر مولانا فضل رحمن د شمالي وزیرستان د اتمانزیو له جرګې سره وکتل او داسې اټکل کیږي چې ښايي دا جرګه دې ته وهڅوي چې د ګل بهادر په مشرۍ وسله واله ډله له جګړو را وګرځوي.
ګل بهادر پخوا د جمعیت العلماء ډلې غړی و او مولانا فضل رحمن ته نږدې کس ګنل کېده.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایی، د پاکستان ماتول نه غواړي، خو که د پاکستان له خوا په افغانستان کې مداخله کیده، دوی به یې مخه نیسي. اڅکزی په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د طالبانو بندیز ته په اشاره ویلي، چې له زده کړو نور مسایل په لومړیتوب کې دي.
دغه پاکستاني پښتون سیاستوال په کوټه ښار کې د پښتنو په یوه جرګه کې د خپلې وینا پر مهال وویل، چې د پاکستان ماتول نه غواړي، خو که د پاکستان له لوري په افغانستان کې لاسوهنه کېده، مخنیوی یې کوي.
نوموړی زیاته کړه:«موږ د پاکستان ماتول نه غواړو، که د پاکستان له خوا په افغانستان کې مداخله کېده او موږ که زور درلود موږ دا لاسونه نیسو.پر افغانستان به څوک کاڼي نه واروي.»
اڅکزی وايي، ددوی ګوند په افغانستان کې د هغه چا ملاتړ کوي، چې په واک کې وي. هغه دې جرګې ته وویل، «زه اوس هم وایم چې زه د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر یم، هرڅوک چې د افغانستان په اړه خبرې کوي له ما سره دې وکړي. زه په دې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر یم، چې افغانستان کې هرڅوک هلته ناست دی، چې کوم سړی د افغانستان د ارضي تمامیت لپاره جنډه پورته کوي، چې کوم سړی د افغانستان د ازادۍ لپاره جنډه پورته کوي، بل څوک که یې ملګري کوي او که نه د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ به یې خامخا ملګري کوي».
اڅکزي د نجونو پر زده کړو د طالبانو د بندیز په اړه وویل چې له زده کړو څخه په افغانستان کې نور مسایل لومړیتوب لري.
هغه زیاته کړه، «افغانستان یې په مخه کړی دی، ها د ښځو تعلیم نشته او پلانی نشته، وه کاکا موږ بدې اخیستي یو، د غم د ښځو تعلیم دې شه. وه کاکا ستا مور تعلیم کړی دی؟ د هر کار لپاره لومړیتوبونه دي، اول لومړیتوب د افغانستان لپاره د افغانستان ازادي ده. له یوه سره تر بله سره یوه حکمراني جوړول دي.»
محمود خان اڅکزی له افغان کډوالو سره د پاکستان د حکومت چلند ته په اشاره وایي، چې دغه هېواد دې هغو افغان کډوالو ته شناختي کارډونه ورکړي چې په دغه هېواد کې زیږیدلي وي.
نوموړي وویل، «افغانان یې په یو نوم او بل نوم جنګ ته وهڅول، او اوس په دغه هېواد کې دوه لکه داسې افغانان دي چې دلته پیدا شوي دي، دلته لویان شوي دي او زده کړې یې کړې دي. دا جرګه دا غوښتنه کوي چې اوس دې پاکستان دغو افغانانو ته شناختي کارډ ورکړي او که یې نه ورکوي، موږ نړیوالو محکمو ته ورځو.»
نوموړي په خپل څرګندونو کې وویل، چې «د افغانستان له ازادۍ سره د پاکستان د پښتنو ازادي» تړلې ده.
محمود خان اڅکزي یوځل بیا په تکرار وویل، چې پاکستان نه اسلامي دی نه هم جمهوري.
محمود خان اڅکزي په دې جرګه کې د پاکستان د حکومت له لوري د پښتنو د حقونو ترپښو لاندې کولو په اړه شکایت کوي. نوموړی وايي، د پاکستان د نورو قومونو په شان باید پښتنو ته حقوق ورکړل شي.
اڅکزي له دې وړاندې هم په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر دی.
دغه پښتون پاکستاني سیاستوال د تېر حکومت پر مهال له افغان سیاسیونو سره ښې اړېکې لرلې، خو د جمهوري نظام له سقوط وروسته د طالبانو په پلویتوب تورن دی.

علي امیني ته یوازې څو ورځې پاتې وې چې په امریکا کې نوی ژوند پیل کړي، خو د افغان کډوالو د بیا میشتونې مرستو بندیدو پرېکړې هغه له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړی. امیني او د البانیا په شینجین کې نور ۳۰۰ افغان پناه غوښتونکي اندېښمن دي، چې که بېرته افغانستان ته ولېږل شي، مرګ یې ګواښي.
امیني، چې امریکايي ځواکونو ته یې د قلف جوړوونکي په توګه کار کاوه، درې کاله د طالبانو له ویرې په یوه پټنځای کې ژوند کړی. هغه خپلې مېرمنې او دریو ماشومانو ته د امریکا ویزې ترلاسه کړې وې او پلان یې و چې ژر خپل نوی ژوند پیل کړي. خو ټرمپ د افغان ویزه لرونکو د بیا میشتونې حکومتي تمویل وځنډاوه او د دوی پلان یې ګډوډ کړ.
امیني رویټرز ته وویل، « زه نه پوهیږم موږبه کله په الوتکه کې کښېنو او که کښېنو نو دا الوتکه به موږ کابل ته وړي او که متحده ایالاتو ته».
د امیني مېرمنې د دې خبرې په اورېدو ژړل پیل کړل او ماشومان یې له نامعلومې راتلونکې وېرېدلي دي.
د ټرمپ د مرستو ځنډولو پرېکړې په بېلابېلو هېوادونو کې له ۴۰ زرو ډېر افغانان اسیار کړي دي. ځینې یې په افغانستان، پاکستان، قطر او البانیا کې دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د هغو سازمانونو لپاره تمویل ځنډولی چې د کډوالو د بیا میشتونې، کارموندنې او نورو اړتیاوو په برخه کې مرسته کوي. وزارت په یوه لیک کې ویلي چې دا سازمانونه باید خپل ټول فعالیتونه ودروي او تر هغه چې شوني وي خپل پاتې مکلفیتونه لغو کړي.
د افغان تخلیې ایتلاف مشر شان وینډیور رویټرز ته وویل چې د دې ډلې په مرسته افغانانو ته د استوګنې، ښوونځیو او دندو برابرولو پروګرامونه هم اغېزمن شوي دي.
۲۷ کلن سادات تېره پنجشنبه له کابل څخه تر دوبۍ، کویت، استانبول او په پای کې تر تیرانا پورې اوږد سفر وکړ او البانیا ته ورسېد. هغه وویل: « زما ملګري په کابل کې ماته وايي چې زه نېکمرغه یم، ځکه ښايي دا د خلکو د را ایستلو وروستۍ الوتکه وه».
سره له دې چې هغه ته راتلونکې اونۍ د ویزې د مرکې خبر ورکړل شوی، خو هغه لا هم ژوره اندیښنه لري. هغه زیاتوي، « حالات هر ساعت بدلېږي او تر بلې اونۍ پورې انتظار زموږ لپاره سخت دی».
طالبانو د مخکینیو دولتي چارواکو او سرتیرو لپاره عمومي عفو اعلان کړې، خو د ملګرو ملتونو رپوټونه ښيي چې طالبان د پخوانیو امریکايي متحدینو د نیولو، شکنجې او وژلو قضیې لري.
سادات وویل، چې « موږ افغانستان ته بېرته نه شو تلای، ځکه د طالبانو له نظره موږ لا دمخه په امریکا کې یو او موږ ته د جاسوسانو په سترګه کتل کېږي».
یوه افغان له ټرمپ نه وغوښتل، « ښاغلی ټرمپ، مهرباني وکړئ موږ د کابل د قصابانو چړو ته مه لیږئ».
له ۲۰۲۱ کال راهیسې، نږدې ۲۰۰ زره افغانان د کډوالۍ د ځانګړو ویزو (SIVs) یا د کډوالو پروګرام له لارې متحده ایالاتو ته انتقال شوي دي. خو ټرمپ د ۲۰۲۴ کال په انتخاباتي کمپاین کې د سختو مهاجرتي پالیسیو ژمنې کړې دي، چې اوس یې په زرګونو افغانان له ناڅرګند برخلیک سره مخ کړي دي.

په هرات ولایت کې د طالبانو رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټاپي پروژه په چټکۍ روانه ده او تر دې مهاله د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې ۶ کیلومتره پایپ لاین غځول بشپړ شوي دي.
د هرات ولایت رسنیز دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د ټاپي پروژې عمومي رییس د هرات لپاره د طالبانو له والي اسلام جار سره په لیدنه کې د یادې پروژې د نللیکې غځولو د بهیر د چټکتیا خبر ورکړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په افغانستان کې د ټاپي پروژې د ګازو نللیکې غځولو کار په چټکۍ روان دی او تر دې مهاله یې شپږ کیلومتره کار بشپړ شوی دی.
اسلام جار د یادې پروژې د چټکوالي لپاره د سیمه ییزې ادارې د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د تېر ډسمبر میاشتې پر دویمه د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي و، چې په افغانستان کې د ټاپي پرروژې چارې په عملي ډول روانې دي.
طالبانو شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې په افغانستان کې د دې پروژې بیا پرانیستنه وکړه.
دغه پروژه په ۱۳۹۴ کال کې د افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د مشرانو له لوري د ترکمنستان په مرو ښار او وروسته ۱۳۹۶ کال کې د یادو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانستان په هرات ولایت کې پرانېستل شوه.
د ټاپي پروژه د څووم ځل لپاره د روان کال د وږي میاشتې پر ۲۱ مه د طالبانو د رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند په شتون کې د ترکمنستان د مشر له لوري پرانېستل شوه.
