• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

وېسټ انډیز ۳۵ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې ټېسټ لوبه وګټله

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۱۱:۲۶ GMT+۰

وېسټ انډیز ۳۵ کاله وروسته د لومړي ځل لپاره په پاکستان کې له کوربه هېواد ټېسټ لوبه وګټله. وېسټ انډیز دوهمه ټیسټ لوبه په دریمه ورځ په ۱۲۰ منډو وګټله او د ټېسټ لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي کړه.

وېسټ انډیز پاکستان ته د ګټلو لپاره ۲۴۵ منډې هدف ټاکلی و، خو په ځواب کې ټوله پاکستانۍ لوبډله په ۱۳۳ منډو وسوځېده، په دې توګه دا د ۱۹۹۰ کال راهیسې په پاکستان کې د ویسټ انډیز لومړۍ ټیسټ بریا وه.

په وروستی لوبه کې واريکن نهه ويکټې واخيستې او ټېسټ لوبو په دې لړۍ کې ۱۹ وېکټې اخیستې دي.

پاکستان لومړۍ ټیسټ لوبه په ۱۲۷ منډو ګټلې وه.

وېسټ انديز لوبډلې ۳۵ کاله مخکې د پاکستان په فیصل اباد کې د وېسټ انډیز پخواني افسانوي کپتان ډیسمنډ هینس په مشرۍ بریا ترلاسه کړې وه.

وېسټ انډیز پاکستان ته په۱۹۹۷ او ۲۰۰۶ کالونو کې د سفر پرمهال په لوبو کې کومه بریا نه وه ترلاسه کړې.

ترویج لرونکی

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي
۱

د مولانا ادرېس ترور ته د منظور پشتین غبرګون: پښتانه دې خپل امنیت پخپله وساتي

۲
تازه خبر

داعش- خراسان ډلې د مولانا محمد ادریس د وژنې مسوولیت ومانه

۳

مولانا محمد ادریس څوک و؟

۴

ناپېژاندو وسله‌والو د خیبرپښتونخوا په چارسده کې مولانا محمد ادریس په ډزو وژلی دی

۵

د شیخ ادریس وژنه؛ په خیبر پښتونخوا کې مذهبي مشران ولې په نښه کېږي؟

•
•
•

نور کیسې

پاکستان کې افغان کډوال: حیران یو چې ویزې واخلو، که ماشومان ماړه کړو

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۵۱ GMT+۰

په پاکستان کې د ویزو مودې کمېدو د کډوالو لپاره ګڼې ستونزې را ولاړې کړې دي. له تېرې یوې میاشتې راهیسې په پاکستان د افغان کډوالو لپاره د ویزو موده له شپږو او درېیو میاشتو څخه یوې میاشتې ته کمه شوې ده.

دغه کډوال وایي، که څه هم د ویزو موده یوې میاشتې ته کمه شوې؛ خو د ویزې بیه هماغه د شپږ میاشتنۍ ویزو برابر ده.

تر دې مخکې به د شپږو میاشتو لپاره د یوې وېزې پر نوې کېدو ۱۷ زره کلدارې لګښت راتلو چې اوس دغه لګښت په یوه میاشت کې په یوه ویزه کیږي.
په دې تړاو په پاکستان کې مېشته افغان کډواله فخریه افغانستان انټرنشنل پښتو ته وایي: «پخوا به مو شپږ ماشتینۍ ویزې اخیستې؛ که څه هم په هرو شپږو میاشتو کې د ویزو پر تمدید ډېر لګښت کېدو خو اوس‌مهال دغه ویزې چې یوې میاشتې ته بدلې شوې افغان کډوال یې له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ کړي دي.»
د هغې په وینا، د ویزو د تمدید چاره د هغو کورنیو لپاره تر ټولو سخته تمامېږي چې د کورنۍ د غړو شمېر یې ډېر وي.
د هغې په وینا، په میاشت کې یو ځل د ټولې کورنۍ غړو لپاره په څه باندې دوه لکو کلدارو د ویزو تمدید دا یوه لویه ستونزه ده چې نن سبا ورسره افغان کډوال لاس او ګرېوان دي.
هغه زیاتوي: «نپوهېږو، چې لومړی ویزې تمدید کړو او که د ماشومانو نسونه ماړه کړو.»
له یو پلوه وزګارتیا او له بل پلوه د ویزو لګښتونه پاکستان مېشتي افغانان هک حیران کړي، چې څه وکړي؟
علي سینا چې د اسلام اباد په بي ۱۷ ښارګوټي کې اوسېږي وایي، چې د افغانانو لپاره په پاکستان کې کاري فرصتونه ډېر کم دي او پرته له دې چې په هټیو او رستورانتونو کې واړه کارونه وکړي؛ نور کارونه ورته نه شته.
د هغه په وینا، په هټیو کې تر ۲۰ زرو ډېره تنخوا نه ورکول کېږي؛ نو په دې پیسو به سړی ویزې څنکه واخلي.
هغه د پاکستان پر حکومت غږ کړی، چې افغانانو ته دې د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.
هغه زیاته کړې: «له یو پلوه مو د بهرنیو هېوادونو لپاره کارونه ځنډېدلي او له بل پلوه د پاکستان حکومت له‌خوا د کډوالو ځورونه او اېستنه لاهم روانه ده؛ که دغه کډوال چې ژوند ته یې ګواښ دی ویزې وانه خلي او بېرته افغانستان ته ستانه کړای شي؛ د دوی برخلیک به ډېر بد وي.»
هغه دارنګه د امریکا په ګډون پر ټولو نړۍوالو هېوادونو غږ کړی، چې د افغانانو لپاره دې د ویزو د ورکړې پروسې چټکې کړي.

له یوې خوا افغان کډوالو ته بهرنیو هیوادونو د تلو دروازې وتړل شوې له بلې خوا د پاکستان حکومت په بیلابیلو پلمو له افغان کډوالو د پیسو شکولو ته لارې جوړوي چې افغان کډوال یې له رواني ستونزو سره مخ کړي.

پاکستان کې د ګاز یو ټانکر چاودلی چې له امله یې پنځه تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان دي

۸ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۷ جنوری ۲۰۲۵، ۰۵:۳۸ GMT+۰

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغه هېواد په ملتان ښار کې د ګاز یوه ټانکر د چاودنې له امله پنځه تنه مړه او ۲۵ نور ټپیان شوي دي. دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د ملتان په «فهد ټاون» ښارګوټي کې رامنځته شوې ده.

د ملتان د ژغورنې ادارې چارواکو ویلي، د ګاز دغه ډک ټانکر په سیمه کې اور واخیست چې له امله یې درنې چاودنه رامنځته شوه.

په دې پېښه کې څو کورونه ویجاړ شوي او په قربانیانو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

ځايي چارواکو خبر ورکړی چې د پېښې ټول ټپیان یې اړونده روغتونونو ته لېږدولي دي.

د ژغورنې ډلې په وینا؛‌ د ۱۸ اور وژونکو موټرو په مرسته یې لګېدلی اور په بشپړه توګه مړ کړی؛ خو له خاورو او خځلو د سیمې پاکولو عملیات لا هم روان دي.

د دې پېښې په ترڅ کې د انساني مرګ ژوبلې ترڅنګ له شلو ډېر کورني څاروي هم مړه شوې دي.

له پېښې وروسته د قربانیانو کورنیو د سیمه ییزو چارواکو د بې غورۍ له امله لاریون وکړ او د مظفرګړ - ملتان لویه لاره یې وتړله.

یوه لاریونوال ویلي: «زموږ کورونه ویجاړ شوي، د کورنۍ غړي او څاروي مو له لاسه ورکړي دي ؛خو لا تر اوسه هېڅ چارواکی زموږ د مرستې لپاره نه دی راغلی».

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې په تېرو کلونو کې ورته پېښې په پاکستان کې ډېرې شوې دي.

په ۲۰۲۳ کال کې د د خېبر پښتونخواه ایالت د مانسهرې په سیمه کې د ګاز په یوه شرکت کې چاودنې هم درې کسان مړه کړي او څلور نور په کې ټپیان وو.

په ۲۰۲۲ کال کې بیا ورته یوه پېښه په ایبټ اباد کې هم شوې وه چې دوه کسان یې مړه او درې نور یې ټپیان کړي وو.

دغه پېښې یو ځل بیا په پاکستان کې نیوکې د خوندیتوب او پر خطرناکو مواده د څارنې د نشتوالي له امله جنجالي بحثونه راپورته کړي او حکومت یې په دې تړاو په ناغېړۍ تورن کړی دی.

ګلبدین نایب خپله جایزه د علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۳۰ GMT+۰

د افغانستان کرېکټ لوبغاړي ګلبدین نایب د عربي متحده اماراتو په شل اوریزه نړیوال لیګ کې د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. ګلبدین نایب د غوره لوبغاړي جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل، چې دغه جایزه چې ۱۵ سوه ډالره ده، د بدن د ښکلا ملي لوبغاړي علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کوي.

د افغانستان د بدن د ښکلا ملي لوبغاړي علي رضا اساهي، چې څو ورځې وړاندې په کابل کې ومړ، کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزه سره مخ ده.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د اساهي له کورنۍ سره د خپلې خواخوږۍ څرګندولو ترڅنګ د هغه له کورنۍ سره د مرستې ژمنه وکړه.

ګلبدین نایب په نننۍ لوبه کې په ۴۷ توپونو ۸۰ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د لوبې په پای کې هغه نغدي جایزه د افغانستان د بدن د ښکلا ملي لوبغاړي علي رضا اساهي کورنۍ ته ډالۍ کړه.

سراج الحق: د افغانستان او پاکستان ترینګلې اړیکې به خیبر پښتونخوا ته لا زیان ورسوي

۷ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۶ جنوری ۲۰۲۵، ۱۶:۲۵ GMT+۰

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند پخواني مشر سراج الحق خبرداری ورکړی چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ زیاتېدونکی کړکېچ به د خېبر پښتونخوا لپاره لا ډېر زیانونه ولري. سراج الحق دغه څرګندونې د یوې سوله ییزې مشورتي جرګې په ترڅ کې وکړې.

نوموړی دې جرګې ته د پښتونخوا د والي د سلاکار بیرسټر محمد علي سیف او محمد علي دراني په بلنه ورغلی و.

د پاکستان د سماء ټلویزیون د رپوټ له مخې، سراج الحق د خېبر پښتونخوا د روانې بې ثباتۍ په اړه د ژر اقدام کولو پر اهمیت ټینګار وکړ او د سولې راتګ لپاره یې د نه ستړې کېدونکو هڅو ژمنه وکړه.

سراج الحق وویل: « موږ به د خېبر پښتونخوا د سولې لپاره حتا زر جرګې وکړو».

هغه ټینګار وکړ چې په دغه ایالت کې د قانون او نظم ساتل د مرکزي او ایالتي حکومتونو ګډ مسوولیت دی. هغه زیاته کړه، «دا د مرکزي او ایالتي حکومتونو دنده ده چې په ایالت کې د قانون او نظم پلي کول یقیني کړي».

سراج الحق په خیبر پښتونخوا کې د سیاسي ګټو لپاره د امنیتي وضعیت کارول هم وغندل. هغه زیاته کړه: « دا ښه خبره نه ده چې پر بې ثباتۍ او ترهګرۍ سیاست وشي».

په دې وروستیو کې خیبر پښتونخوا د امنیتي ننګونو له زیاتوالي سره مخ ده او وېره شته چې د پاکستان او طالبانو حکومت ترمنځ د زیاتېدونکي کړکېچ له امله به دا سیمه نوره هم بې ثباته شي.

وړمه ورځ د جمعیت العلماء مشر مولانا فضل رحمن د شمالي وزیرستان د اتمانزیو له جرګې سره وکتل او داسې اټکل کیږي چې ښايي دا جرګه دې ته وهڅوي چې د ګل بهادر په مشرۍ وسله واله ډله له جګړو را وګرځوي.

ګل بهادر پخوا د جمعیت العلماء ډلې غړی و او مولانا فضل رحمن ته نږدې کس ګنل کېده.

راشد خان د ای سي سي د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزې غوره لوبډلې غړی اعلان شو

۶ سلواغه ۱۴۰۳ - ۲۵ جنوری ۲۰۲۵، ۱۲:۵۸ GMT+۰

د کرېکټ نړیوالې شورا د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو غوره لوبډله اعلان کړه، چې له افغان لوبډلې پکې راشد خان غوره شوی دی. ای سي سي دغه لوبډله د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ اعلان کړې ده.

د کرېکټ نړیوالې شورا د یک شنبې په ورځ د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو غوره لوبډله اعلان کړه.

په دې لوبډله کې له افغانستان نه راشد خان، له هند نه روهیت شرما، هارډیک پانډیا، بومرا، ارشدیپ سینګ، له اسټرالیا نه ټریویس هیډ، له زېمبابوې نه سکندر رضا، له بریټانیا نه فهیل سالټ، له وېسټ اینډیز نه نیکولاس پوران، له سریلانکا نه هاسارانګا او له پاکستان نه بابر اعظم غوره شوي دي.

د کرېکټ نړیواله شورا وايي، یادو لوبغاړو په ۲۰۲۴ کال کې د لوبو په ګټلو سره نړۍ متاثره کړې ده.

ای سي سي د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو د غوره لوبدلې د لوبغاړو د غوره لوبو معلومات هم خپاره کړي دي.

راشد خان

ای سي سي په خپل راپور کې خان په ۲۰۲۴ کال کې د افغانستان په لوبډله کې یوځل بیا غوره بریدګر توپ اچوونکی یاد کړی او وايي، یوازې په ۱۴ لوبو کې یې په ۹،۵۸ اوسط سره ۳۱ ویکټې اخیستې دي.

د کرېکټ نړیواله شورا وايي، د نړیوال شل اوریز جام پر مهال د راشد خان د لوبې انداز غوره و او په دوامداره توګه د نړۍ هر توپ وهونکي ته یې لوبول ستونزمن دي.

د ۲۰۲۴ کال شل اوریز نړیوال جام کې د راشد خان په لوبډلمشرۍ په لومړي ځل افغان لوبډله تر نیمه پایلوبې ورسیده.

همدارنګه ای سي سي د راشد خان په اړه ویلي، چې هغه یو جادوګر توپ اچوونکی دی او د نړۍ د پیاوړو لوبډلو پر وړاندې یې د افغانستان په بري کې مهم رول لوبولی دی.

د افغانستان د شل اوریزه ملي لوبدلې لوبډلمشر
100%
د افغانستان د شل اوریزه ملي لوبدلې لوبډلمشر

روهیت شرما

ای سي سي د روهیت شرما په اړه په خپل راپور کې ویلي، چې ۲۰۲۴ کال د نوموړي لپاره د یوه تاریخي کال په توګه یادیږي، ځکه شرما له څه باندې یوې لسیزې وروسته په خپلې لوبدلمشرۍ د هند لپاره د شل اوریزو لوبو جام وګاټه.

روهیت شرما په ۲۰۲۴ کال کې یوازې په ۱۱ لوبو کې د ۴۲ په اوسط سره ۳۷۸ منډې جوړې کړې.

روهیت شرما په شل اوریز نړیوال جام کې یو له غوره توپ وهونکو شمېرل کیږي او د دغه جام د لوبو پرمهال یې په مهم وخت کې درې نیمې سلیزې جوړې کړې.

هند د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د روهیت شرما په لوبډلمشری وګټی
100%
هند د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړیوال جام د روهیت شرما په لوبډلمشری وګټی

ټرویس هیډ

د اسټرالیا لوبډلې د منځنۍ لیکې توپ وهونکی هیډ د یادې لوبډلې د ملا د تیر په توګه یاد شوی او نوموړي په ۲۰۲۴ کال کې د خپلو لوبو پر مهال په پاور پلې کې په نږدې ۱۸۰ سټرایک رېټ سره منډې جوړې کړې دي.

نوموړي په ۱۵ لوبو کې ۳۵،۵۰ په اوسط ۵۳۹ منډې کړې دي چې په دې کې څلور نېمې سلیزې هم شاملې دي.

د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې د منځنۍ لیکې توپ وهونکی ټریویس هیډ
100%
د اسټرالیا کرېکټ لوبډلې د منځنۍ لیکې توپ وهونکی ټریویس هیډ

فهيل سالټ

نوموړيي په ۱۷ لوبو کې د یوې سلیزې په ګډون ۴۶۷ منډې کړې دي.

سالټ د بریټانیا د لوبډلې د توپ وهنې لپاره د مهمې شتمنۍ په توګه یاد شوی او نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا د توپ وهونکو په نوملړ کې په دویم مقام کې دی.

د انګلینډ کرېکټ ملي لوبډلې توپ وهونکی سالټ
100%
د انګلینډ کرېکټ ملي لوبډلې توپ وهونکی سالټ

بابر اعظم

د پاکستان پیلیز توپ وهونکي بابر اعظم په ۲۴ لوبو کې د شپږنیمو سلیزو په ګډون ۷۳۸ منډې جوړې کړې دي.

ای سی سي وايي، ۳۰ کلن بابر اعظم په لوبه کې د فشار پر مهال د لوبې د کنټرولولو وړتیا لري او نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د توپ وهنې په نوملړ کې په شپږ مقام کې ځای لري.

د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکی بابر اعظم
100%
د پاکستان د کرېکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکی بابر اعظم

نیکولاس پوران

پوران په ۲۱ لوبو کې ۲۵،۷۷ په اوسط د دوو نیمه سلیزو په ګډون ۴۶۴ منډې کړې دي.

ای سي سي نیکولاس پوران د منډو جوړولو او ښې ډګر ساتنې ترڅنګ دویسټ انډیز په ځوانه لوبډله کې اړین او اغیزناک بللی دی.

سکندر رضا

رضا په ۲۴ لوبو کې ۵۷۳ منډې جوړې کړې او ۲۴ ویکټې یې اخیستې دي.

ای سي سي وايي، په ۲۰۲۴ کال کې سکندر رضا د توپ وهنې او توپ اچونې په برخه کې د زېمبابوې لوبډلې لپاره ډیريې لاسته راوړنې لرلې او نوموړی د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو د الراونډرانو په نوملړ کې په ۷ مقام کې ځای لري.

هارډیک پانډیا

په ۱۷ لوبو کې په توپ وهنه کې ۳۵۲ منډې کړې او په توپ اچونه کې یې ۱۶ ویکټې اخیستې دي.

په ۲۰۲۴ کال کې نوموړي په خپلو غوره لوبو سره د کرېکت نړیوالې شورا د الراونډرانو ډله کې په لومړي مقام کې دی او ای سي سي نوموړی د ۲۰۲۴ کال شل اوریزو لوبو جام کې د هند لپاره تاثر لرونکی لوبغاړی یاد کړی دی.

واندیدو هسرنګا

په ۲۰ لوبو کې ۱۷۹ منډې جوړې کړې او ۳۸ ویکټې یې اخیستې دي.

ای سي سي وايي، ۲۰۲۴ کال د هسرنګا لپاره غوره کال و او ځان یې د سریلانکا په لوبډله کې د خورا باوري لوبغاړي په ډله کې شامل کړی دی.

هسرنګا د کرېکټ نړیوالې شورا د شل اوریزو لوبو توپ اچوونکو په نوملړ کې په درېیم او د الراونډرانو په نوملړ کې په شپږم مقام کې ځای لري.

جسپریت بومرا

د هند تیز توپ اچوونکی بومرا په ۸ لوبو کې ۱۵ ویکټې اخیستې دي او په یوه لوبه کې د ۷ منډو په زیان درې ویکټې ترلاسه کول یې له غوره توپ وهنې څخه یاده شوې ده.

ای سي سي وايي، له شل اوریزو لوبو ور ها خوا نوموړی د کرېکت په ټولو ډولونو کې یو له غوره لوبغاړو شمېرل کیږي.

ارشدیپ سینګ

ارشدیپ په ۱۸ لوبو کې ۳۸ ویکټې اخیستې دي او په یوه لوبه کې د ۹ منډو په زیان سره ۴ ویکیټې اخیستل یې له غوره توپ اچونې ګڼل کیږي.

ای سي سي ویلي، ارشدیپ په وروستیو اورونو کې د هند لپاره غوره توپ اچونه کړې او ډیری وختونه یې لوبې د هند په ګټه اړولې دي.